امنیت

د افغان بندیانو خوشې کیدل د سولې په لور «مهم ګام» په ګوته کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د وري په ۲۳مه اخیستل شوی، د طالبانو د ډلې د غړو درېیمه جوپه د بګرام زندان څخه له خوشې کولو څخه مخکې لیدل کیږي.‌ [د افغانستان د ملي امنیت شورا]

په دې عکس کې چې د وري په ۲۳مه اخیستل شوی، د طالبانو د ډلې د غړو درېیمه جوپه د بګرام زندان څخه له خوشې کولو څخه مخکې لیدل کیږي.‌ [د افغانستان د ملي امنیت شورا]

کابل -- د متحده ایالاتو استازي، چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته یې لاره جوړه کړه، د دوشنبې په ورځ /د وري ۲۵مه/ وویل، د یاغیانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو لومړنۍ تبادله د سولې په لور یو «مهم ګام» وو.

د سره صلیب نړۍ والې کمېټې وویل، طالبانو د وري په ۲۴مه د افغان امنیتي ځواکونو ۲۰ تنه بندیان خوشې کړل. دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو چې حکومت تېره اونۍ په سلګونو یاغي بندیان خوشې کړل.

د کندهار ولایت امنیه قوماندان تادین خان اڅکزي په چټکۍ سره په طالبانو باندې تور ولګاوه چې د ۲۰ خوشې بندیانو د څرنګوالي په هکله یې غلط معلومات وړاندې کړي دي.‌

هغه وویل، هغوی ټول ملکي خلک ول.

د طالبانو د ډلې غړي د وري په ۲۳مه د بګرام زندان ترک کوي. [د افغانستان د ملي امنیت شورا]

د طالبانو د ډلې غړي د وري په ۲۳مه د بګرام زندان ترک کوي. [د افغانستان د ملي امنیت شورا]

اڅکزي د وري په ۲۵مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د طالبانو له خوا په کندهار کې خوشې شوي کسان چې تر پروسې لاندې دي نظامي منسوبین نه بلکې ټول ملکي کسان ول.»

هغه وویل،‌ «طالبان د سولې پروسه کې ریښتني نه دي. هغوی ملکي خلک نیولي او د افغان ځواکونو په توګه یې معرفي کړي دي..» نوموړي زیاته کړه چې د یادو ۲۰ کسانو په ډله کې یواځې یو کس یو وخت په امنیتي ځواکونو کې وو.

اڅکزي وویل، هغه بندي په ۱۳۸۸ کې د لنډ وخت لپاره پولیس افسر وو.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ټوېټر ولیکل، «د بندیانو خوشې کول د سولې په پروسه او د تاوتریخوالي په کمولو کې یو مهم ګام دی.»

هغه زیاته کړه، «دواړه لوري باید ژر تر ژره هڅې ګړندۍ کړي څو هغه هدفونه ترسره کړي چې د متحده ایالاتو - طالبانو په هوکړه کې مشخص شوي دي،» او یادونه یې وکړه چې دغه تبادله له بل هر وخت څخه ډېره مهمه ده ځکه چې د زندان خلک د کروناوایرس د ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي.‌

خلیلزاد او طالبانو د کب په ۱۰مه داسې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې متحده ایالاتو او نورو بهرنیو ځواکونو ته لاره هواروي چې له افغانستان څخه وځي او په بدل کې یې یاغیان بېلابېل ضمانتونه ورکوي.

یوه ستونزمنه هوکړه

په هوکړه کې راغلي چې افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کوي، په داسې حال کې چې یاغیان به ۱۰۰۰ تنه افغان امنیتي منسوبین خوشې کوي.‌

په داسې حال کې چې په پام کې وه تبادله د کب په ۲۰مه ترسره شي او دې ته فرصت برابر شي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې پيل شی، دغه پروسه له ستونزو سره مخامخ شوه.‌

تېره اونۍ د طالبانو یوه کوچني هیئت له حکومت سره وکتل او د بندیانو د یوې هراړخیزې تبادلې په هکله یې خبرې اترې وکړې خو وروسته له هغه یې خبرې پرېښودلې چې چارواکو د بندیانو تدریجي خوشې کول پیل کړل.

طالبانو د وري په ۲۴مه ای اېف پي ته وویل چې د هغوی له خوا د بندیانو د خوشې کولو پرېکړه «د ښه نیت ښودلو یو ګام دی... چې د بندیانو د تبادلې پروسه ګړندۍ کړي.»

کابل وایي، هغوی اوس ۳۰۰ د لږ خطر لرونکي طالب بندیان خوشې کړي دي. هغوی ژمنه کړې چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ورګرځي او هغوی د روغتیا، عمر او د حبس د پاتې مودې اوږدوالي ته په پام سره خوشې شوي دي.‌

په خوشې شویو کسانو کې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی شمس الرحمان چې ۲۶ کاله عمر لري، هم شامل وو.

رحمان وویل هغه د وري په ۲۰مه له پنځه کاله نه ډېر حبس تېرولو څخه وروسته له بګرام زندان څخه خوشې شو. په دې موده کې هغه د داعش د جنګیالیو او د نشه ییزو توکو له قاچاقچیانو سره یوځای په زندان کې اچول شوی وو.‌

رحمان ای اېف پي ته وویل، «د زندان چارواکو موږ ته نوي کالي او ۵۰۰۰ افغانۍ (۶۵ ډالر) نغدې پیسې راکړل، او موږ له ۹۹ نورو بندیانو سره یوځای راخوشې شوو.»

هغه وویل، «د تېرو ۱۹ کالونو جنګ ښودلې ده چې د جنګ له لارې هیڅوک هم بریا نشي ترلاسه کولی.»

هغه زیاته کړه، «ټول افغانان باید په یووالي او سوله کې ژوند وکړي، او وینه تویول باید پای ته ورسیږي. موږ ډېرې قربانۍ ورکړي دي.»

په تاوتریخوالي کې کموالی

په ورته وخت کې، چارواکو د وري په ۲۳مه وویل چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان له طالب مشرانو سره وکتل چې په تاوتریخوالي کې د کموالي په هکله ورسره خبرې اترې وکړي.

د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لیګیت وویل، امریکایي جنرال سکاټ مېلر د وري په ۲۲مه شپه په دوحه کې له یادې ډلې سره خبرې اترې وکړې.

هغه وویل، «جنرال مېلر په هوکړه کې د جوړ شوي پوځي چینل د برخې په توګه تېره شپه د طالبانو له مشرتابه سره وکتل. دغه کتنه د تاوتریخوالي کمولو ته د اړتیا په هکله ترسره شوه.»

د طالبانو ویاند سهیل شاهین وویل، دا کتنه «د هوکړې د تطبیق او همدارنګه له هغې څخه د سرغړونو، په ځانګړې توګه په غیرجنګي سیمو کې د بریدونو او شپنیو چاپو» په هکله وه.

طالبانو په ټول هېواد کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې په افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند فیصل د یکشنبې په ورځ‌ په یوه ټویټ کې ولیکل، په یوه اونۍ کې دننه په نهو ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

هغه وویل، «د دغو ملکیانو اکثر د سرک پر غاړه د ښخو شویو په لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو په واسطه وژل شوي دي. طالبان باید اوربند وکړي چې ملکي خلک ژوبل نشي او د سولې پروسه پرمخ لاړه شی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

Afghan government is in the worst condition of its history. If the government of Afghanistan would not get any guarantee for the released Taliban prisoners that they will not initiate war again, it will make the release of Taliban prisoners more dangerous. These prisoners include commanders of Pakistan, Bangladesh and other countries' armies who support violence and destruction in Afghanistan for their own benefits, and they have long history of continuing violence in Afghanistan.

ځواب ورکړئ

د طالب بندیانو خوشې کول به نه یوازې دا چې په افغانستان کې سوله رانه وړي، بلکې په افغانستان کې روانه جګړه به لا نوره بدتره کړي. دا ټول طالب بندیان به جنګ ته بېرته ورستانه شي او د هېواد ولسوالۍ به یوه په بلې پسې ونیسي او یو ځل بیا به په افغانستان کې خپله مستبده واکمني جوړه کړي.

ځواب ورکړئ

افغانان غواړي چې د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ هوکړه تطبیق شي. دغه هوکړه باید ژر تر ژره تطبیق شي څو د بین الافغاني خبرو لپاره لاره خلاصه کړي او هېواد ته یوه تلپاتې سوله راشي. خلک له ډېر جنګ څخه ستړي شوي او غواړي چې په سوله کې ژوند وکړي. ‌زه د طالبانو خوشې کېدل د سولې په لور یو ښه ګام بولم. زه هیله لرم چې دا بندیان باید له خپل تېر وخت څخه زده کړه وکړي او توبه وباسي چې نور به وسلې نه را اخلي او د افغانانو پر ضد به جنګ بیا نه کوي.

ځواب ورکړئ