ديپلوماسي

افغان حکومت د خبرو اترو د ژغورنې لپاره ۱۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړل

ای اېف پي او سلام ټایمز

یو سړی چې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس پر ضد د احتیاطي ګام په توګه یې ماسک اغوستی دی د وري په ۱۷مه په کابل کې د یوه دېوال تر څنګ چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (چپ) او د طالبانو د مؤسس ملا عبدالغني برادر (ښی) انځورونه پرې کښل شوي دي، تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو سړی چې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس پر ضد د احتیاطي ګام په توګه یې ماسک اغوستی دی د وري په ۱۷مه په کابل کې د یوه دېوال تر څنګ چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد (چپ) او د طالبانو د مؤسس ملا عبدالغني برادر (ښی) انځورونه پرې کښل شوي دي، تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان حکومت د چارشنبې په ورځ /د وري ۲۰مه/ وویل چې دوي ۱۰۰ تنه طالب بندیان ازاد کړل.تر دې یوه ورځ مخکې یاغیانو ویلي وو چې هغوی له کابل سره خبرې دروي.

دا ۱۰۰ تنه بندیان په هغه پراخ لست کې شامل وو چې د طالبانو تخنیکي ټیم د حکومت له تخنیکي ټیم سره د کتنو په ترڅ کې پرې خبرې کړې وې، او د هغوی د روغتیایي حالت، عمر او د حبس د پاتې مودې د اوږدوالي په پام کې نیولو او د حکومت له خوا د کووېډ - ۱۹ د خپراوي د مهارولو د هڅو د برخې په توګه ازاد کړای شوي دي.‌

د ملي امنیت شورا د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې، د ملي امنیت ریاست او لوې څارنوالۍ د بندیانو پوره تاریخچې وکتلې او هغوی قسم وکړ چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ورستنېږي.

دواړو حریفانو له تېرې اونۍ راهیسې په کابل کې خبرې کولې او هڅه یې کوله چې د بندیانو تبادلې ته، چې اصلا په پام کې وه د کب په ۲۰مه ترسره شي، وروستۍ بڼه ورکړي او د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې «بین الافغاني» خبرو ته لاره هواره کړي.

خو دغه تبادله له ستونزو سره مخامخ شوه ځکه طالبانو غوښتل چې ۱۵ «جګپوړي قوماندانان» یې ازاد کړای شي.‌

د حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي متین بېک د وري په ۱۸مه یادو ۱۵ قوماندانانو ته په اشارې وویل، «موږ نشو کولی چې د خپلو خلکو قاتلان ازاد کړو. موږ نه غواړو چې هغوی بېرته د جنګ میدان ته لاړ شي او یو پوره ولایت ونیسي.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ای اېف پي ته وویل، «نن به سل تنه طالب بندیان خوشې کړای شي.»

هغه زیاته کړه، «موږ په هوکړه کې خپله برخه کار کوو. د سولې پروسه باید مخ پر وړاندې لاړه شي.»

فیصل وویل، په خوشې کېدونکو کسانو کې ۱۵ قوماندانان شامل نه دي او نور بندیان به خوشې کړای شي، «خو دا دې پورې تړلې ده چې طالبان څه کوي.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۹مه/ په ټوېټر ولیکل، «د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د طالبانو د بندیانو په هکله بحثونه له خوشې کېدلو څخه مخکې یوه مهم پړاو ته ننوتي دي. په داسې وخت کې له خبرو څخه وتل د سولې په هکله د جدیت نشتوالی ښیي. حکومت اوس هم د سولې په لاره تګ ته ژمن دی، او د ولسمشر اشرف غني د کب د ۲۱مې حکم اوس هم نافذ دی.»

یاغیانو په سملاسي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو له خوا مانع

متحده ایالاتو د کب په لومړیو کې له طالبانو سره یو هوکړه لاسلیک کړو چې له مخې یې افغان حکومت ته -- چې د هوکړې لاسلیکوونکی نه وو-- وړاندیز کېده چې ۵۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړي، او په مقابل کې یې یاغیان ۱۰۰۰ تنه حکومت پلوه بندیان ازاد کړي.

د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین د وري په ۱۹مه په افغان حکومت باندې تور ولګاوه چې «خوشې کول په قصدي توګه ځنډوي او له هوکړې څخه سرغړونه کوي.»

خو ډېر افغانان په دې باور دي چې طالبان د سولې خبرې ځنډوي.

طالبانو تېره میاشت د داسې عکسونو خپرولو ته دوام ورکړ چې د هغوی د کسانو نظامي روزنه یې ښودله، او د هغوی دغه کار د افغانانو تر منځ د سولې په هکله د اورپکو د جدیت په اړه شکونه راپورته کړل.

دا کار وروسته له هغه وشو چې لومړی طالبانو د وري په ۹مه د افغان حکومت له خوا د جوړ شوي یوه مرکچي ټیم په ردولو سره د بندیانو د تبادلې په سر خبرې ودرولې، او ادعا یې وکړه چې دغه ټیم ټولشموله نه دی.

د هغه پرځای د اورپکو ډلې یواځې له دې سره موافقه وکړه چې د افغان حکومت له یوه تخنیکي ټیم سره وګوري او د جنجالي مسئلې په سر ورسره خبرې اترې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ له افغان حکومت څخه غواړو چې هېڅکله هم د طالبانو قوماندانان خوشې نه کړي ځکه چې د هغوی هر یو کولی شي چې د طالبانو د لیکو لپاره په سلګونو نور کسان استخدام کړي او یو ځل بیا په افغانستان کې د جنګ تنور ګرم کړي.

ځواب ورکړئ