امنیت

د طالبانو د نظامي روزنې عکسونو د سولې د ارادو په هکله شکونه راپورته کړل

د سلیمان راپور

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه خپور شوی، طالب جنګیالي د بدخشان ولایت په یوه نامعلوم ځای کې د نښې ویشتلو مشق کوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه خپور شوی، طالب جنګیالي د بدخشان ولایت په یوه نامعلوم ځای کې د نښې ویشتلو مشق کوي. [آرشیف]

کابل -- د طالبانو تبلیغات چې جنګیالي یې د نظامي روزنې په حال کې ښیي د افغانانو تر منځ شکونه راپورته کوي چې اورپکي د سولې په هکله څومره جدي دي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۱مه/ په ټوېټر باندې یو شمېر عکسونه خپاره کړل چې یاغیان په نامعلومو ځایونو کې د مارش کولو او د وسلو چلولو پر وخت ښیي. له یوه عکس سره لیکل شوي چې په بدخشان ولایت کې دی.

مجاهد په خپل پوسټ کې ویلي، اورپکي د دې لپاره روزنه ترلاسه کوي چې وکولی شي د اسلامي حاکمیت د قایمولو په وړاندې خنډونه له منځه وېسي.

په یادو عکسونو او ویناوو باندې سمدلاسه انتقادونه پیل شول.

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه خپور شوی، یو طالب جنګیالی په یوه نامعلوم ځای کې د روزنې په ترڅ کې یوه درنه ماشینګنه چلوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه خپور شوی، یو طالب جنګیالی په یوه نامعلوم ځای کې د روزنې په ترڅ کې یوه درنه ماشینګنه چلوي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه خپور شوی، طالب جنګیالي د بدخشان ولایت په یوه نامعلوم ځای کې د ارام سئ په حالت کې ولاړ دي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه خپور شوی، طالب جنګیالي د بدخشان ولایت په یوه نامعلوم ځای کې د ارام سئ په حالت کې ولاړ دي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه خپور شوی، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د ارام سئ په حالت کې ولاړ دي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه خپور شوی، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې د ارام سئ په حالت کې ولاړ دي. [آرشیف]

په ولسي جرګه کې د کابل ولایت پخواني استازي او د سیاسي چارو شنونکي داود کلکاني وویل، «کله چې طالبان وایي چې هغوی د خپل اسلامي حاکمیت په وړاندې خنډونه له منځه وړي، د دې معنی دا ده چې یاده ډله غواړي چې د سولې پروسې څخه د داسې یوې وسلې په توګه کار واخلي چې له هغوی سره د اسلامي امارت د بیا قایمولو د هدف په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

کلکاني وویل، «طالبان یواځې په الفاظو کې د اسلامي حاکمیت ادعا کوي ځکه چې د هغوی عملونه کاملا د اسلام پر خلاف دي.»

هغه وویل، «افغانستان تر ټولو ښه اسلامي نظام لري او اساسي قانون داسې تصریح کوي چې، هېڅ قانون نشي كولى چې د اسلام د سپېڅلي دين د معتقداتو او احكامو مخالف وي. طالبان یواځې د اسلامي حاکمیت د شعارونو په ورکولو سره عام خلک غولوي.»

هغه زیاته کړه، «زه فکر کوم چې طالبان په خپلو مغزونو کې له سولې څخه پرته نورې ارادې لري؛ هغوی چې د سولې او مذاکراتو په هکله خبره کوي یواځې ځان ښودنه کوي.»

کلکاني وویل، «هغوی پلان لري چې د نویو روزل شویو غړو په وسیله دا دولت رانسکور کړي، خو دا کار ناشونی دی. هغوی باید خپل فکرونه بدل کړي ځکه چې د هغوی په مخکې یواځینی مناسب انتخاب خبرې کول او سوله دي.»

د رښتنولۍ نشتوالی

د طالبانو دا تبلیغات وروسته له هغه مخې ته راغلل چې اورپکو د وري په ۱۰مه د افغان حکومت له خوا جوړ شوی مرکچي ټیم رد کړ او ادعا یې وکړه چې یاد ټیم ټولشمول نه دی.

پر ځای یې، اورپکې ډلې یواځې له دې سره توافق وکړ چې د افغان حکومت له یوه تخنیکي ټیم سره وګوري او د بندیانو د تبادلې د جنجالي مسئلې په هکله خبرې وکړي.

دغو ویناوو او عکسونو داسې شکونه رامنځته کړي چې طالبان د سولې د خبرو مېز ته د نه راتګ لپاره یواځې بهانې جوړوي.‌

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د ماسټرۍ د دورې محصل احمد فهیم نوري چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «د طالبانو له خوا په ټولنیزو رسنیو باندې د هغوی د جنګیالیو له عکسونو سره شوی پوست د سولې د یقیني کولو او د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د یادې ډلې نه صداقت په ګوته کوي.»

هغه وویل، «کله چې هغوی وایي چې نه غواړي له دغه یا هغه مرکچي ټیم سره خبرې وکړي، هغوی بهانې کوي. حقیقت دا دی چې طالبان داسې اراده نه لري چې په افغانستان کې سوله راشي.»

نوري وویل، «طالبانو په وروستیو کې له متحده ایالاتو سره د سولې هوکړه وکړه. هغوی ومنله چې هغوی به بین الافغاني خبرې پیل کړي، او د هغوی بندیان به خوشې کړای شي، خو د یادې ډلې نوی موقف ښیي چې د سولې تړون، په تاوتریخوالي کې کمی او د سولې بین الافغاني خبرو ته تیاری یواځې سمبولیک کارونه وو، ځکه په حقیقت کې طالبان سوله نه غواړي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان په داسې حال کې په جګړه تاکید کوي چې ټول افغانان په ټولیز ډول د سولې لپاره چمتووالی کوي.‌ د هغوی نوی موقف دا معنی لري چې یاده ډله د سولې او افغانانو په وړاندې دښمني لري.»

په کابل کې د پوهنتون یوه استاد او د سیاسي چارو شنونکی بصیراحمد یوسفي وویل، د تېر کال په وروستیو کې په تاوتریخوالي کې کمی او پلان شوې بین الافغاني خبرې «مثبت پرمختګونه وو چې د سولې په پروسه کې رامنځته شول او افغانان یې سولې او ثبات ته هیله من کړل، خو د طالبانو وروستیو موقفونو هر څه په بله واړول او د سولې په هکله د هغوی په خلوص یې سوالونه راپورته کړل.»

یوسفي وویل، «د طالبانو عکسونه چې د جنګ لپاره د هغوی چمتووالی ښیي، څرګندوي چې یاده ډله متحده ایالاتو سره د هغوی د سولې د هوکړې شرایطو ته ژمنه نه ده او د جګړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ اراده نه لري.»

متشنج هویت

د سیاسي چارو یوه شنونکي او د غزني ولایت پخواني مرستیال والي محمد علي احمدي وویل، «افغان حکومت او متحده ایالاتو افغانستان ته د سولې په راوستلو کې خپلې ارادې او خلوص څرګند کړي دي.»

هغه وویل، «د طالبانو له خوا د نظامي روزنې عکسونو افغانانو او نړۍ ته ثابته کړه چې طالبان سوله نه غواړي او د دې علاقه مند دي چې جنګ ته دوام ورکړي.»

احمدي وویل، «طالبان په دې پوه شوي چې جنګ هغوی ته هویت ورکړی او دا چې هغوی به له جنګ څخه پرته هېڅ هویت یا پرستېژ ونه لري، له دې امله، هغوی د بهانو په جوړولو سره د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي.»

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي عزیز ستانکزي وویل، «زه فکر کوم چې یو شمېر طالبان له جګړې څخه ستړي شوي او له سولې سره علاقه مندي لري،‌ خو د هغوی په منځ کې ځینې داسې دي چې غواړي د خپلو ګټو د ساتنې لپاره جنګ ته دوام ورکړي.»

هغه وویل، «له دې امله، دغه کسان جنګ او پاروونکیو عملونو ته مخه کوي څو د شخړې لوري جنګ ته ورټېل وهل شي.»

ستانکزي زیاته کړه، «یو شمېر ګاونډي او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې له سولې، ثبات او امنیت سره علاقه مندي نه لري. دغه هېوادونه له جګړې او د نشه ییزو توکو له قاچاق څخه پراخ عواید ترلاسه کوي،‌ او د طالبانو د مشرتابه یو شمېر کسان د دغو هېوادونو له استخباراتي ادارو سره ګډې ګټې لري.»

هغه وویل،‌ «د دغو ادارو په حکم سره، هغوی هڅه کوي چې د سولې پروسه چې تر اوسه پورې ښه روانه ده ګډه وډه کړي،» او زیاته یې کړه چې طالبان د ایران او روسیې په ګډون هېوادونو سره اړیکې لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کله چې حکومت دا اورپکي له زندانونو څخه ازادوي هغوی به جنګ ته لاړ شي او د دښمن مورچل به پیاوړی شي. وژنې به زیاتې شي. هغوی ولې خوشې کیږي، په داسې حال کې چې هغوی په سلګونو بې ګناه ملکي خلک، زمونږ په زرګونو امنیتي ځواکونه او نور خلک وژلي دي؟‌ هغوی ولې خوشې کېږي؟‌ کله چې هغوی خوشې کېږي، د قربانیانو د وینو تویولو ځواب به څوک وایي؟‌ څوک به یې مسؤل وي؟ په حقیقت کې د دغو شهیدانو وینه هېره کړای شوې او د دغو شهیدانو په مقابل کې ظلم شوی دی. د دغو ترهګرو له ډلې څخه هر یوه په سلګونو ښځې کونډې کړي او ماشومان یتیمان کړي دي. له هغوی څخه باید د دې پوښتنه وشي. که غني وي که بل څوک، هر څوک چې د دغو ترهګرو د خوشې کولو حکم کوي هغه باید ځواب ووایي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې طالبان به یو ځل بیا ژر په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړي. اوس دا ډله له ځانونو سره داخلي او خارجي ملاتړ لري. کله چې تاسو د افغانستان شمال او شمال ختیځ او همدارنګه د تخار، بدخشان، کندوز او بغلان ولسوالیو ته لاړ شئ،‌ تاسو به وګورئ چې خلک د طالبانو ملاتړ کوي.‌ د پورتنیو ټولو ولسوالیو په دیني مدرسو کې د حکومت ضد درسونه ورکول کیږي. اوس په ځانګړې توګه په تخار او بدخشان کې وضعیت ډېر خراب دی. خلک د اربکیانو (افغان محلي پولیسو) له ظلم او جبر څخه ستړي شوي، او د طالبانو ملاتړ کوي. سوداګر چې ژوند او پانګې یې د دغو غلو له لاسه په امن نه دي، هم د طالبانو ملاتړ کوي.‌ یوازې هغه خلک د حکومت ملاتړ کوي چې پيسې ورکول کیږي او په حکومت کې وظیفې لري. د هېواد نور ټول اتباع د طالبانو ملاتړ کوي.‌ د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې، تاسو ولیدل چې د ۲۰ میلیونو مستحقو رایه ورکوونکیو له جملې څخه له ۲ میلیونو څخه لږو کسانو برخه واخیستله او رایې یې ورکړې. دا روښانه شوه چې خلک له موجوده حکومت څخه ناخوښه دي. افغان سیاستوال د قدرت په سر یو له بل سره شخړې کوي. خلک پوهېږي چې هغوی د خلکو پروا نه لري، بلکې هغوی د خپلو جیبونو د ډکولو په غم کې دي. فقر او بې کاري اوج ته رسېدلي. اوس د سیمې هېوادونه هم د طالبانو ملاتړ کوي. روسیه، ایران او متحده عرب امارات اوس دغه ډله په رسمیت پېژني، له دې امله، که د متحده ایالاتو په شمول د سیمې لوی قدرتونه مداخله ونه کړي، زما اټکل دا دی چې طالبان به له سختو جنګونو څخه وروسته په افغانستان کې موجود رژیم نسکور کړي. زه په نړۍ واله ټولنه، په ځانګړې توګه متحده ایالاتو باندې غږ کوم چې د دغو ښکاره وژنو او وینه تویونو مخه ونیسي. افغانستان اوس په یوه ډېر بد حالت کې دی.

ځواب ورکړئ

طالبان دا دومره پیسې او سهولتونه له کومه ترلاسه کوي؟ آیا یوازې پاکستان د هغوی ملاتړ کوي؟ زه فکر نه کوم چې پاکستان دې وکولی شي چې یادې ډلې ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي. ډېر نور داسې هېوادونه هم شته چې طالبانو ته مالي او پوځي ملاتړ برابروي. ټول عرب هېوادونه غواړي چې په دې هېواد کې د طالبانو اسلامي امارت بیا احیا شي. نو که عربي هېوادونه له طالبانو سره مرسته ونه کړي، زه فکر نه کوم چې یاده ډله به حتی د یوې اونۍ په مخه د افغان حکومت پر وړاندې خپل جنګ ته دوام ورکړي.

ځواب ورکړئ

کرزي او غني له بیت المال څخه د پیسو په ورکولو سره طالبان قوي کړل. طالبان او داعش د حکومتي الوتکو او موټرونو په وسیله د هېواد له جنوب څخه شمال ته انتقال کړای شول. د رسنیو د راپورونو په اساس، د کرزي د واکمنۍ په دویم کال په لوګر ولایت کې د حکومت په پيسو د طالبانو لپاره د روزنې یو مرکز جوړ کړای شو، او امنیتي ادارو ته حکم وشو چې په هغې سیمه کې عملیات ونه کړي، له دې امله، طالبانو وده وکړه. ګلاب منګل په قصدي توګه دهنه غوري طالبانو ته په لاس ورکړ چې هغوی د روزنې او تجمع د مرکز په توګه ترې کار واخلي.‌ هغوی هلته راټول شول، قوي او مجهز کړای شول. هغوی شمال په خطر کې واچاوه. کرزي هغوی ته په سلګونو میلیونه ډالر ورکړل. محمد حنیف اتمر، معصوم ستانکزي، حامد کرزي او نورو دهنه غوري طالبانو ته ورکړ. هغوی امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې هغوی حق نه لري چې په سیمه کې عملیات ترسره کړي. د داعش غړي د حکومت په همکارۍ د ترکي الوتکو په وسیله له سوریې څخه کابل او له هغه ځای څخه شمال ته انتقال کړای شول. د کرزي او غني دواړو په دورو کې، الوتکې د شپې پر وخت په کندوز، سرپل، جوزجان، فاریاب او بغلان کې ښکته کېدلې او طالبانو ته یې وسلې او تجهیزات ورکول.‌ هغوی دا کار د جینوسایډ یا نسلي وژنې لپاره کاوه.‌ طالبانو چې دوه ځلې کندوز ونیو، هغوی جینوسایډ ترسره کړ، او حکومت والي او نور اړوند چارواکي وستایل، نو اوبه له پاسه راخړې دي. هلته قومي تعصب روان دی. طالبان د هغوی ورونه دي او له زندانونو څخه هم ازادول کیږي.‌

ځواب ورکړئ

زه غواړم تاسو ته یو شی په څرګنده ووایم چې په افغانستان کې سولې ته هېڅ هیله نشته. امریکا له افغان حکومت سره ۲۰ کاله مرسته وکړه چې د طالبانو پر ضد جنګ وکړي. اوس به ۲۰ کاله له طالبانو سره مرسته کوي چې د موجود حکومت پر ضد جنګ وکړي، او بالاخره حکومت چپه کړي او پرځای یې اسلامي امارت حاکم کړي. وروسته له هغه چې طالبان واک ترلاسه کړي، بیا به شمال ټلوالې ته پیسې ورکوي چې د طالبانو پر ضد وجنګیږي. په دې وطن کې به جنګ تر هغه وخته پورې روان وي څو چې ټول خلک په کې ووژل شي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې دا عکسونه په افغانستان کی نه بلکی د پاکستان په کوم ځای کی اخیستل شوي دي او دا کار دوه دلایل لري یو دا چی پاکستان پخوا د تنظیمونو په وخت کې هم وسله والوته روزنه ورکوله او اوس هم د ترهګرو ملاتړ کوي او بل دا چې که په افغانستان کی وای حتما امریکایي قواوو لیدل او د ډرون په وسیله یې له منځه وړل. د نړۍ اصلي دښمن او د ترهګرو مور پاکستان دی.

ځواب ورکړئ