امنیت

د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په ترڅ کې دوامدار بریدونه د طالبانو بې پروایي ښیي

د نجیب الله راپور

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه اخیستل شوی، د طالبانو د ډلې غړي په بدخشان ولایت کې په یوه نامعلوم ځای کې روزنه اخلي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه اخیستل شوی، د طالبانو د ډلې غړي په بدخشان ولایت کې په یوه نامعلوم ځای کې روزنه اخلي. [آرشیف]

کابل -- چارواکي او شنونکي وایي، په داسې حال کې چې هېواد د کروناوایرس د خپراوي په مخنیوي کار کوي، د طالبانو له خوا د بریدونو زیاتېدل ښیي چې دغه اورپکې ډله د افغانانو د ژوند بدترولو ته ژمنه ده.

تر پنجشنبې /د غوایي ۴مې/ پورې، په هېواد کې د ۴۲ مړو په ګډون د کووېډ - ۱۹ ناروغۍ ۱۲۸۱پېښې تایید شوي دي.

افغان حکومت، مدني سازمانونواو نړۍ والې ټولنې له طالبانو څخه غوښتي چې اوربند وکړي او په افغانستان کې د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په له منځه وړلو باندې تمرکز وکړي.

ولسمشر اشرف غني د وري په ۲۷مه په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل، «زه غواړم چې طالبان د ملګرو ملتونو، د سیمې د هېوادونو، او د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنې ته مثبت غبرګون وښیي، دښمنۍ ودروي او په اوربند باندې توافق وکړي.»

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه خپور شوی، طالب یاغیان په یوه نامعلوم ځای کې ارام سئ ولاړ دي. [آرشیف]

په دې عکس کې چې د وري په ۱۱مه خپور شوی، طالب یاغیان په یوه نامعلوم ځای کې ارام سئ ولاړ دي. [آرشیف]

غني د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۴مه/ وویل، «په داسې یو حالت کې چې کروناوایرس په ټول هېواد کې خپور شوی، افغان ولس او حکومت له طالبانو څخه غواړي چې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د سولې او اوربند وړاندیز قبول کړي او د افغانستان د مسلمانو خلکو پر ضد تاوتریخوالی ودروي.»

په ورته وخت کې، ۷۰ ملي او بین المللي بشري سازمانونو د وري په ۲۲مه په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه څو بې وسه ملکي خلکو ته مرسته او ملاتړ ور ورسول شي.

د ځوانو افغانانو له خوا جوړ شوي یوه سیاسي حرکت، د افغانستان د نوي نسل ملي اجماع (ای اېن سي اېن جي) د وري په ۲۸مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې غږ وکړ چې په هېواد کې دې تاوتریخوالی پای ته ورسول شوي او په وایرس باندې دې تمرکز وشي.

خو پرځای یې، طالبانو خپل مرګوني بریدونه زیات کړي دي.

د افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۲۳ غړي او ۹ تنه ملکيان د وري په ۳۱مه په درې ولایتونو کې په یو لړ بریدونو کې ووژل شول چې افغان مقاماتو یې پړه په طالبانو واچوله.

دغه برید د وري په ۱۹مه د طالبانو له خوا په یوه ظالمانه برید پسې وروسته هغه وخت وشو چې یادې ډلې د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اوه غړي وتښتول او بیا یې ووژل.

د اورپکو له خوا دغه ډول بریدونو او نورو حرکتونو داسې پوښتنې راولاړې کړي چې آیا طالبان په ریښتیا سره لیوالتیا لري چې په مذاکراتو کې برخه واخلي.

د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د کب په میاشت کې په لاسلیک شوې هوکړه کې د سولې د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره له مخکې تر مخکې شرطونو څخه یو دا وو چې بندیان ازاد شي او افغان حکومت دغه پروسه پیل کړې ده.

په کندهار او لغمان ولایتونو کې چارواکو وویل چې خوشې شوي کسان عسکر نه بلکې ملکي خلک ول.

د ترحم غوښتنه

د ای اېن سي اېن جي د مدیره هیئت یوه غړي عبدالصمد فرمولي وویل، «په دې بحراني حالت کې زموږ تاکید په اوربند باندې ده. افغان حکومت او طالبان دواړه باید لاسونه سره ورکړي او په افغانستان کې د کروناوایرس پر ضد مجادله وکړي.»

فرمولي زیاته کړه، «کله چې طالبان ادعا کوي چې مسلمانان دي، مستقل دي او بشري ارزښتونو ته درناوی لري، او کله چې هغوی په ریښتیا سره غواړي چې په بین الافغاني خبرو کې د مذاکراتو په مېز یې پراخ استازیتوب وشي، هغوی باید د نویو نسلونو غوښتنو ته ارزښت ورکړي او ښه راغلاست ورته ووایي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان باید په افغانانو باندې رحم وکړي. هغوی باید په ډاډ سره رامخته شي او د کروناوایرس د بحران تر پای ته رسېدلو پورې اوربند اعلان کړي.»

فورملي د اورپکو یوې وروستۍ اعلامیې ته په اشارې چې د اوربند غوښتنې یې رد کړې، وویل، «له بده مرغه چې طالبان د تل په څېر جاهل دي، او د افغانستان د ویجاړولو او د اقتصاد د بې ثباته کولو په پلان باندې کلک ولاړ دي.»

هغه زیاته کړه، «که په اوربند باندې هوکړه ونشي او نافذ نشي، د طالبانو له خوا د ځانمرګو او بمي بریدونو تر څنګ به، ډېر افغانان د کروناوایرس له امله هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د وري په ۲۷مه له یوه سوریایي ورځپاڼې سره په خبرو کې نه یواځې دا چې د اوربند غوښتنې رد کړې بلکې همدارنګه یې تاکید وکړ چې په دې مسئله باندې هره پرېکړه به یواځې د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې کېږي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو یوې استازې فریدې بېکزاد وویل، «دا ډېره روښانه ده چې افغانان له ډېرو کالونو راهیسې سولې ته په تمه دي. دا وخت فقر، لوږه، خفګان او کروناوایرس د افغانانو غټې اندېښنې دي.»

بېکزاد وویل، «په لیرې پرتو سیمو کې طبي اسانتیاوې نشته، له دې امله عام خلک سخت اندېښمن دي. په کار دی چې اوربند وشي او حکومت ته فرصت ورکول شي چې لیرې پرتو سیمو ته څه طبي تجهیزات ورسوي.»

د کروناوایرس د فاجعې وېرې

شنونکو وویل، که له یوې خوا، حکومت د کروناوایرس د خپرېدا د مهارولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي،بل لوري ته، طالبان د اوربند د غوښتنو په ردولو سره د افغانانو ژوند په خطر کې اچوي او خپلو د تاوتریخوالي بریدونو ته دوام ورکوي.

په کابل کې مېشت یوه افغان شنونکي احمد بهروز وویل، د افغانانو ژوند طالبانو ته هېڅ ارزښت نه لري.‌

هغه خبرداری ورکړ چې، «د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې په سلګونو افغانان په سختو شرایطو کې ژوند کوي.‌ که په هغو سیمو کې کروناوایرس په پراخه کچه خپور شي، کېدای شي چې په یوه فاجعه باندې واوړي.»

بهروز وویل، «خو له بده مرغه چې طالبان اوس هم د سیاسي نفوذ د ترلاسه کولو په فکر کې دي. طالبان فکر کوي چې په دغو شرایطو کې خپل تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره هغوی کولی شي چې له نړۍ والې ټولنې او افغان حکومت سره په چنو وهلو کې ډېر امتیاز ترلاسه کړي.»

په کابل کې د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل وویل،‌ دغه نظر تېروتنه ده.

هغه وویل، پر عکس یې یاده ډله کولی شي چې د سولې په کولو سره قويتر موقف ترلاسه کړي.‌

امرخېل پوښته وکړه چې، «هغوی [طالبانو] تر اوسه پورې د جنګ کولو له لارې څه امتیاز ترلاسه کړ چې اوس به یې په دوام ورکولو سره ترلاسه کړي؟ که هغه امتیاز چې هغوی یې غواړي د امارت جوړول وي، بیا نو دغه اورګاډی وار له مخه سټېشن پرېښی دی. هغه به تکرار نشي؛ ناشونی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان باید له خدای نه ووېرېږي او د کرونا وایرس په کنټرولولو سره د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري.‌ په افغانستان کې د کرونا وایرس د ناروغۍ خپرېدا له هغه څه څخه بدتره ده چې خلک فکر کوي،‌ او رسنۍ یې خپروي.‌ دا وخت په دې هېواد کې په زرګونو خلک په کرونا وایرس باندې اخته دي، او دغه شمېر ښایي زیات شي ځکه چې زمونږ خلک قرنطین او ټولنیزه فاصله نه مراعتوي.‌ خلک اوس هم په ښارونو کې ګرځي راګرځي. هغوی اوس هم جوماتونو ته ځي او لمونځونه کوي. حکومت باید د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي. طالبان هم باید مسؤلیت احساس کړي او د کرونا وایرس پر ضد د مبارزې لپاره عملي ګامونه واخلي.‌ که هغوی د کرونا وایرس پر ضد مبارزه نشي کولی، هغوی باید لږ تر لږه اوربند اعلان کړي.

ځواب ورکړئ