روغتیا

د هرات چارواکو د کروناوایرس پر ضد مجادله پراخه کړه

د عمر راپور

افغان امنیتي منسوبینو د وري له ۶مې راهیسې د افغانستان په هرات ښار کې په تګ راتګ باندې بندیز لګولی او د غونډو مخه یې نیولې ده. افغانستان د وري تر ۱۸مې پورې د کرونا وایرس ۳۶۷ تایید شوې پېښې لري چې له دې جملې څخه ۲۳۰ په هرات ولایت کې دي. [عمر]

هرات -- په افغانستان کې د وایرس د خپراوي په دوام سره، په هرات کې چارواکي د کووېډ - ۱۹ پر وړاندې د مجادلې لپاره اساسي کار ترسره کوي.‌

د دوشنبې تر ورځې /د وري ۱۸مې/ پورې، په افغانستان کې د کرونا وایرس ۳۶۷ تایید شوې پېښې موجودې وې چې ۲۳۰ یې په هرات ولایت کې وې. د عامې روغتیا وزارت په وینا، د یوه ډاکتر په شمول ۱۱ ناروغان مړه شوي دي.

اکثرو ککړ شویو کسانو وایرس په ګاونډي هېواد ایران کې اخیستی او په وروستیو اونیو کې افغانستان ته راستانه شوي دي.

افغان حکومت د دغې نړۍ نیوونکې ناروغۍ په غبرګون کې ټول ښوونځي، پوهنتونونه او د ودونو تالارونه بند کړي دي. چارواکو په هرات او کابل ولایتونو کې په تګ راتګ باندې بندیز لګولی او غونډې یې بندې کړي دي.

د هرات د ځانګړیو پولیسو یو غړی په ښار کې د سخت ګرځبندیز د لګولو لپاره د حکومت د هڅو د برخې په توګه د وري په ۱۳مه په هرات ښار کې په پیره ولاړ دی. [عمر]

د هرات د ځانګړیو پولیسو یو غړی په ښار کې د سخت ګرځبندیز د لګولو لپاره د حکومت د هڅو د برخې په توګه د وري په ۱۳مه په هرات ښار کې په پیره ولاړ دی. [عمر]

په دې عکس کې چې د وري په ۱۷مه اخیستل شوی، د هرات ۱۰۰ بستریز روغتون چې همدې برخې ته ځانګړی او د کروناوایرس د درملنې لپاره په بشپړ ډول تجهیز شوی، ښودل شوی دی. [عمر]

په دې عکس کې چې د وري په ۱۷مه اخیستل شوی، د هرات ۱۰۰ بستریز روغتون چې همدې برخې ته ځانګړی او د کروناوایرس د درملنې لپاره په بشپړ ډول تجهیز شوی، ښودل شوی دی. [عمر]

په ورته وخت کې، په کابل،‌ هرات او نیمروز ولایتونو کې د کروناوایرس د ناروغانو د درملنې لپاره د پنځو مجهزو ۱۰۰ بستریزو روغتونونو د جوړونې کار پیل شوی دی.‌

د وري په ۱۷مه، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په هرات کې هغه روغتون چې کارکوونکیو د ۲۰ ورځو په ترڅ کې جوړ کړی وو، افتتاح کړ.‌

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا د وري په ۱۴مه وویل، «هرات د کروناوایرس پر ضد د مبارزې لپاره ټول اړتیاوړ طبي تجهیزات لري او د کووېډ - ۱۹ ناروغیو ته پاملرنه کوي. موږ په هرات کې د ۱۰۰۰ چپرکټونو لپاره تیاري نیولی دي، او که د ناروغانو شمېر زیات شي موږ به د چپرکټونو شمېر زیات کړو.»

هغه وویل، «د هرات په روغتونونو کې د کووېډ - ۱۹ بستر شوي ناروغان ټول په ښه حال کې دی، او اکثر یې د بیارغېدنې خواته روان دي.»

په هرات کې د کووېډ - ۱۹ د روغتون یوه کارکوونکي انجنیر نعمت الله سلیمانخېل وویل، د روغتون رغونه د سهار له ۶ بجو څخه تر ورپسې سهار تر ۲ بجو پورې په درې شفټونو کې ترسره شوه.

هغه زیاته کړه، «دغه روغتون په ټولو ضروري تجهیزاتو او اسانتیاوو باندې سمبال جوړ شوی دی. د روغتون ټولې څانګې له غوره موادو او تجهیزاتو څخه جوړې شوي دي.»

د هرات پخواني والي عبدالقیوم رحیمي د وري په ۱۵مه وویل، حکومت د کروناوایرس پر ضد د مجادلې لپاره ۵۰۰ میلیونه افغانۍ (۶.۶ میلیونه ډالر) بېلې کړي دي چې دغه پیسې به د ضروري طبي تجهیزاتو په پېرودنه، د کووېډ - ۱۹ د ناروغانو په تداوۍ، د هرات ښار په قرنطین کولو او هغو غریبو کورنیو ته د مرستې په برابرولو باندې ولګول شي چې خپلې عایداتي سرچینې یې له لاسه ورکړي دي.

هغه دا خبرې مخکې له دې چې د هغه ځایناستی سید عبدالواحد قتالي د وري په ۱۷مه د چارو واګي ترلاسه کړي، وکړې.

رحیمي وویل، «موږ د کرونا وایرس پر ضد د مجادلې لپاره خپل ټول تیاری نیولی دی. د وایرس لرونکو ناروغانو په تداوۍ سربېره به موږ هغو کسانو ته چې اړتیا لري مرستې برابرې کړو.»

هغه زیاته کړه، «حکومت د خصوصي سکټور او انفرادي مرستندویانو په مرسته، د هرات ولایت له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو اوسېدونکیو ته د خوراکي توکو او روغتیایي تولیداتو توزیع پیل کړې ده.»

امنیتي ځواکونه په لومړۍ کرښه کې دي

په ورته وخت کې، په هرات ښار کې امنیتي منسوبینو د وري له ۶مې راهیسې د خلکو په تګ راتګ باندې بندیز لګولی او د غونډو مخه یې نیولې ده.

د افغانستان د عامه نظم د ملي پولیسو یوه افسر حفیظ الله وویل چې نوموړی له کروناوایرس څخه د خلکو د خوندي کولو لپاره په هرات ښار کې د ورځې ۱۸ ساعته وظیفه ترسره کوي.

هغه وویل، «موږ په ښار کې ګزمه کوو، او هیچاته هم اجازه نه ورکوو چې سره یوځای شي او ستونزې جوړې کړي. موږ هڅه کوو چې د هغوی لپاره د کروناوایرس پر ضد ځانونه سپر کړو.»

د افغانستان د عامه نظم د ملي پولیسو یوه بل افسر یارمحمد وویل، «کروناوایرس له څو ورځو راهیسې دلته موجود دی، په داسې حال کې چې موږ له کالونو راهیسې د ترهګرو پر ضد خلک خوندي کول. موږ به د کروناوایرس پر ضد مجادلې ته داسې دوام ورکوو لکه څنګه چې موږ د ترهګرو پر ضد جنګ کوو.»

هغه زیاته کړه، «موږ د سهار له ۴ بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو پورې په وظیفه کې یو څو ډاډمنه کړو چې په ښار کې قرنطین مراعت کیږي. موږ د ګڼه ګوڼې مخه نیسو څو موږ وکولی شو چې د کروناوایرس خپراوی ودروو، او عوامو ته اطمینان ورکوو چې موږ له هغوی سره ولاړ یو.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي غلام سرور نظامي وویل، «امنیتی ځواکونو اوس ثابته کړې چې هغوی په هر سخت وخت کې د عوامو تر څنګ ولاړ دي او د هغوی ساتنه کوي.»

هغه وویل، «موږ په طالبانو او نورو ډلو باندې غږ کوو چې له جنګ څخه خپل ځانونه وژغوري، څو عام خلک وکولی شی چې له دې بدبختۍ څخه خوندي شي؟ په دې هېواد کې به تر څه وخته پورې وینه تویول روان وي؟ ترڅو به افغانې مېرمنې کونډې شي او ماشومان به یتیمان شي؟ دا ماشومان چې تاسو یې د سړک پر غاړه په کار کولو بوخت وینئ دا اصلا د جنګ نتیجه ده.

نظامي وویل، «امنیتي ځواکونو تل د خلکو امنیت ساتلی دی، او کله چې ترهګرو څه ګواښونه رامنځته کړي، هغوی تل د هېواد دفاع کړې ده. اوس،‌ امنیتي ځواکونه شپه او ورځ په کار بوخت دي چې موږ د کروناوایرس له ګواښ څخه وژغوري.»

د طالبانو د بریدونو غندل

افغانان د کروناوایرس د بحران په ترڅ کې د طالبانو تاوتریخوالی غندي، او له یادې ډلې څخه غواړي چې تاوتریخوالی ودروي، او ټولنه او امنیتي ځواکونه پرېږدي چې د یادې ساري ناروغۍ پر ضد کار وکړي.

په هرات کې د ملکي خوندیتوب یوه کاري ګروپ چې د مدني ټولنې له یو شمېر غړو او د بشري حقونو سازمانونو څخه جوړ شوی دی د وري په ۱۰مه په یوه اعلامیه کې په طالبانو باندې نقد وکړ چې جنګ ته دوام ورکوي او ملکي خلک او امنیتي منسوبین وژني.

یاد ګروپ وویل، «د ملکي خلکو د خوندیتوب کاري ګروپ د طالبانو له مشرانو څخه غواړي چې تاوتریخوالی ودروي او په هېواد کې د کروناوایرس د خپرېدونکې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.»

اعلامیه زیاتوي، «موږ غواړو چې طالبان خپل نظامي فعالیتونه ودروي او له عامو خلکو، حکومت او د عامې روغتیا وزارت سره له نږدې څخه کار وکړي څو د کروناوایرس فاجعه پای ته ورسیږي. طالبان باید روغتیایي کارکوونکیو ته اجازه ورکړي چې د هغوی [طالبانو] تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي څو وکولی شي چې خلک د کروناوایرس څخه وژغوري.»

اسوسیټیډ پرېس د وري په ۱۳مه راپور ورکړ چې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې یاده ډله به د هغوی تر واک لاندې هغو مشخصو سیمو کې چې وایرس ځپلې وي اوربند اعلان کړي.

د هرات د حج او اوقافو ریاست ریس سید محمد شېرزادي وویل، دا چې د کروناوایرس پر ضد مبارزه د هېواد لپاره د لومړیتوب په مسئله باندې اوښتې ده، په کار دی چې طالبان جنګ بس کړي.

هغه پوښتنه وکړه چې، «د کروناوایرس د بحران له پام کې نیولو څخه پرته، طالبانو له متحده ایالاتو سره یوه هوکړه لاسلیک کړې ده، او بین الافغاني خبرې به پیل شي، خو چې داسې ده بیا نو ولې هغوی اوس هم جنګ کوي؟»

هغه وویل، «دا چې سوله اوس د بحث موضوع ده، طالبان باید په یوه سوله ییزه قاعده باندې مخکې لاړ شي، او هغوی باید نور د جنګ او وینو تویولو انځور ونه ښیي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یوازنی ځواک چې کولی شي د کرونا پر ضد ودرېږي او دغه وژونکی وایرس او نه لیدل کېدونکی دښمن له منځه وېسي د ساینس ځواک دی، یعنې هغه ځواک چې ساینسپوهانو د شپې او ورځې د هڅو او سختو کارونو په نتیجه کې رامنځته کړی دی. نن هم د جدي خطرونو په منلو سره، هغوی د دغه دښمن پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، له دې امله، د دې لپاره چې په دې مبارزه کې لږ تر لږه خپله برخه مبارزه وکړو او د دې وایرس په کنترولولو کې لږه همکاري وکړو او سبا خپل ځانونه د وایرس پر ضد د ماتې او بریا په میدان کې بریالي ووینو، مونږ باید د دې برخې علمي، مسلکي او روغتیایي لارښوونې تعقیب کړو. د غیر مسلکي خلکو غیرعلمي لارښوونې او سپارښتنې ویجاړوونکې دي او ستونزې جوړوي او مونږ یې باید رد کړو.‌

ځواب ورکړئ

تر ټولو مهم شی د خلکو خبرول دي چې حکومت یې ډېر جدي نه بولي. تر اوسه هم لیدل کیږي چې خلک په هرات ښار کې تګ راتګ کوي. که په ښار کې د خلکو دا ډول خوځښت جدي ونه نیول شي، داسې یو لوی بحران به رامنځته شي چې نه به یې حکومت د مهارولو وړتیا ولري نه خلک.

ځواب ورکړئ

په هرات کې په ۲۰ ورځو کې دننه د یوه ۱۰۰ بستریز روغتون جوړول د افغان حکومت یوه لویه لاسته راوړنه ده. د افغانستان په څېر یوه هېواد لپاره، چې عملاً په یوه ناوړه جنګ کې ښکېل دی، په ۲۰ ورځو کې د یوه روغتون جوړول د منلو وړ کار نه دی. حکومت او خلک باید په یو لړ مراسمو کې د دې روغتون په جوړولو کې ښکېل ټول لوري وستایي. داسې ښکاري چې په هېواد کې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره هوډ موجود دی. که سوله وشي، زه باور لرم چې افغانستان به ژر په خپلو پښو ودریږي ځکه چې افغانستان تر ټولو ډېر ځوان کاري ځواک لري او خلک یې ډېر زیارکښ دي. تل دې وي افغانستان!

ځواب ورکړئ