امنیت

طالبان د کروناوایرس د ټیمونو په مخنیوي سره د زرګونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي

د عمر راپور

افغان چارواکي وایي، د طالب اورپکو له خوا داسې هڅې چې روغتیایي کارکوونکي، د کروناضد نړۍ نیوونکې ناروغۍ په ترڅ کې،‌ د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو ته له ننوتلو څخه ایساروي، د زرګونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخوي.‌ یوه ورځ وروسته له هغه چې ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو څخه وغوښتل چې د جنګ په ودرولو سره د روژې د مبارکې میاشتې درناوی وکړي، اورپکې ډلې په هېواد کې د اوربند نافذول رد کړل. [عمر]

هرات -- چارواکي وایي، د طالب اورپکو له خوا داسې هڅې چې روغتیایي کارکوونکي، د کروناضد نړۍ نیوونکې ناروغۍ په ترڅ کې،‌ د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو ته له ننوتلو څخه ایساروي، د زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخوي.‌

د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ /د غوایي ۵مه/ وویل، دغه ناروغي په افغانستان کې د خپل ځای موندلو ته دوام ورکوي چې تر اوسه یې د ۴۳ مړو په ګډون ۱۳۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.‌

د بادغیس ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبداللطیف روستایي وویل، «هغه ستونزه چې موږ په بادغیس کې د کروناوایرس پر ضد جګړه کې ورسره مخامخ یو دا ده چې طالبان روغتیایي ټیمونو ته اجازه نه ورکوي چې د هغوی تر واک لاندې سیمو ته ننوځي ترڅو پوهاوی زیات او پېښې کشف کړي.»

هغه وویل، «زموږ د ولسوالۍ روغتیایي ټیمونو ډېر ځلې هڅې کړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي، خو طالبانو هغوی ته د ورننوتلو اجازه نه ده ورکړې.‌ موږ د طالبانو تر کنټرول لاندې کلیو د اوسېدونکیو روغتیایي حال ته ډېر اندېښمن یو.‌ کېدی شي چې د هغوی ژوند د کروناوایرس له امله له خطر سره مخامخ شي.»

یو ځایي اوسېدونکی د اپریل په ۱۵مه په هرات ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو یوه غړي ته ګلان ورکوي چې د هرات د کرونا ضد بندښت په ترڅ کې د ځواکونو له خوا د خلکو خوندي کول وستایي.‌ [عمر]

یو ځایي اوسېدونکی د اپریل په ۱۵مه په هرات ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو یوه غړي ته ګلان ورکوي چې د هرات د کرونا ضد بندښت په ترڅ کې د ځواکونو له خوا د خلکو خوندي کول وستایي.‌ [عمر]

د روغتیایي خدمتونو یو کارکونکی چې خوندي کوونکی لباس یې اغوستی دی د کب په میاشت کې په هرات ښار کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي پر ضد د یوه حفاظتي اقدام په ترڅ کې مکروب ضد دوا شیندي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د روغتیایي خدمتونو یو کارکونکی چې خوندي کوونکی لباس یې اغوستی دی د کب په میاشت کې په هرات ښار کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي پر ضد د یوه حفاظتي اقدام په ترڅ کې مکروب ضد دوا شیندي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هغه زیاته کړه، «که په دغو سیمو کې څه مثبتې پېښې سر راوټوکوي، هغوی کولی شي چې ډېرې ککړتیاوې رامنځته او د ډېرو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.»

د هرات د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد آصف کبیر وویل، په هرات کې هم اورپکو عین ډول ستونزې را منځته کړي.

هغه وویل، «روغتیايي ټیمونه په ټول هرات ولایت کې د ټولو ولسوالیو په مرکزونو کې فعالیت کوي، او هغوی د کروناوایرس پر ضد د مجادلې لپاره د اړتیا وړ تجهیزات او تأمینات لري، خو د روغتیا ټیمونه نه دي توانېدلي چې ځانګړیو ناامنو سیمو ته داخل شي. موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې د روغتیایي ټیمونو د ورننوتلو مخه ډپ نه کړي څو هغوی وکولی شي چې د کروناوایرس له ګواښ څخه د خلکو ژوند خوندي کړي.»

په ورته وخت کې، د غور د روغتیا ریاست رییس ډاکتر جمعه ګل یعقوبي وویل، د چارسدې ولسوالۍ په څېر ناامنو سیمو کې د کروناوایرس مشکوکې پېښې موجودې دي.‌

هغه وویل، «روغتیایي ټیمونه هڅه کوي چې له هغو سیمو څخه لیدنه وکړي، خو طالبانو ورسره همکاري نه ده کړې.»

یعقوبي وویل، «په دې بحراني حالت کې د طالبانو له خوا د روغتیایي پاملرنې په ترسره کولو کې مداخله ... د جدي اندېښنې خبره ده.‌ موږ هیله لرو چې طالبان روغتیایي کارکوونکي تر خپل کنټرول لاندې سیمو ته له ورننوتلو څخه ایسار نه کړي. که دغه محدودیتونه په خپل ځای پاتې شي،‌ د هغو سیمو اوسېدونکي به له سترو ګواښونو سره مخامخ کړی.»

د فراه د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالجبار شایق وویل، روغتیایي ټیمونه تر اوسه پورې نه دي توانېدلي چې په فراه ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته داخل شي.

هغه وویل، «موږ د قومي مشرانو په مرسته هڅې کوو چې ځانګړیو ولسوالیو او کلیو ته [چې طالبان په کې کنټرول لري] روغتیایي ټیمونه ولیږو څو هغوی وکولی شي چې له اوسېدونکیو سره د کروناوایرس پر ضد مجادله کې مرسته وکړي.»

شایق وویل، «د تېرې میاشتې په ترڅ کې، په سلګونو افغانان له ایران څخه فراه ته راستانه شوي، چې ډیری یي په ولسوالیو کې خپلو کورونو ته ورستانه شوي دي. موږ داسې جدي اندېښنه لرو چې ښایي هغوی کروناوایرس له ایران څخه له ځانونو سره راوړی وي او کیدی شي چې د خپلې کورنۍ غړو او خپلوانو ته یې ورخپور کړی وي.»

یو غیر اسلامي کار

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک وویل، طالبان باید د بې ګناه ملکي خلکو د ژوند په خطر کې اچولو څخه ګټه پورته نه کړي.

بیک وویل، «موږ دا غندو چې طالبانو روغتیایي کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې ولسوالیو او کلیو ته داخل شي، او موږ دا یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل بولو. کرونا وایرس نړۍ په خطر کې اچولې، او بې چاره افغانان د حکومت او نړۍ والې ټولنې ملاتړ ته سخته اړتیا لري.»

هغه زیاته کړه، «په دې جدي حالت کې خلک له روغتیایي خدمتونو څخه محرومول له بشري حقونو څخه یوه سرغړونه ده. طالبان باید حکومت ته اجازه ورکړي ترڅو مرستې ورسوي ځکه چې هغوی دې ته تیار نه دي چې د کروناوایرس پر ضد مجادله وکړي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي صبغت الله عبیدي وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې د روغتیایي پاملرنې په برابرولو کې مداخله ونه کړي ځکه کېدی شي چې هر څوک په دغه وایرس باندې ککړ شي، او حتی کیدی شي طالبان پرې اخته شي. که چېرې روغتیایي کارکوونکي وکولی شي چې هغو ټولو سیمو ته لاړ شي،‌ هغوی کولی شي چې کروناوایرس ودروي او وایرس له منځه ویسي.»

هغه زیاته کړه، «په هغو سیمو کې چې طالبان روغتیایي کارکوونکو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي، کیدی شي چې د کروناوایرس خپور شي او د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.»

هغه وویل، که د وایرس خپراوی ونه درول شي، نور افغانان به هم پرې ککړ شي او ښایي چې ډېر مړه شي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي ګل احمد محمدي وویل، د ډاکټرانو شتون په ښارونو او ولسوالیو کې په مساوي توګه اړین ده، په ځانګړې توګه په دې اساس حالت کې.‌

هغه زیاته کړه، «طالبان باید پوه شي چې روغتیایي سکتور سیاست پورې نه دی تړلی، او دا به غوره وي چې هغوی په کې لاسوهنه ونه کړي. طالبان باید پوه شي چې که هغوی د کروناوایرس پر ضد د مجادلې مخه ونیسي، هغوی د خلکو له ژوند سره لوبې کوي.»

د طالبانو مرګوني بریدونه دوام لري

په دې سربېره چې روغتیایي ټیم ته تر خپل کنټرول لاندې سیمو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي، یادې ډلې د خپلو مرګوني بریدونو په زیاتولو سره روغتیایي بحران پېچلی کړی دی .

د طلوع نیوز د راپور په اساس، طالبانو په هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې په امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو باندې د بریدونو په ګډون، د کب د ۱۳مې او د وري د ۱۹مې تر منځ موده کې ۲۱۶۲ بریدونه ترسره کړي دي.

د وري په ۲۱مه، طالبانو د افغانستان بانک پنځه کارکونکي چې د هرات - اسلام کلا په لویه لاره د اسلام کلا ګمرک په اداره کې یې کار کاوه وتښتول او بیا یې وویشتل.

د هرات امنیه قوماندان عبیدالله نورزي د وري په ۲۶مه وویل، په هرات ولایت کې د پشتون زرغون ولسوالۍ په تاقچه دره سیمه کې، طالبانو ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش مخه ونیوله .

هغه زیاته کړه، «بیا امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړل چې دغو کلیو ته د ۱۵۰ ټنو خوراکي توکو او ځینې طبي تأمیناتو او درملو ورننوتلو ته یې لاره هواره کړه.»

هغه د طالبانو د تلفاتو په هکله د دقیقو معلوماتو له ورکولو څخه پرته وویل، د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه طالب جنګیالی ووژل شول یا ټپي شول او تاقچې درې ته تللې لاره بېرته پرانستل شوه.

نورزي وویل، «طالبان ډاکترانو ته د داخلېدلو اجازه نه ورکوي، خو کله چې موږ دغسې شکایت ترلاسه کړو، موږ لاس په کار کېږو او هغه خنډونه له منځه وړو. امنیتي ځواکونه له ملکي خلکو سره مرسته کوي ترڅو د اړتیا پر وخت روغتیایي خدمتونه ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «خلک باید وارخطا نشي... زموږ د عملیاتو څانګه په بشپړ ډول چمتو ده، او هرکله چې اړتیا پېښه شي، دا ځواکونه کولی شي چې په هره ولسوالۍ کې په دښمنانو باندې بریدونه وکړي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي امېد حقجو وویل، «موږ د طالبانو وروستي بریدونه غندو. طالبان باید په دې اساس حالت کې د خپلو خلکو تر څنګ ودرېږي او ویې نه وژني. امنیتي ځواکونه په ګرمه او یخه هوا دواړو کې جنګ کوي د خلکو د ژغورلو لپاره خپله وینه قربانوي. دا ښیي چې امنیتي ځواکونه له افغانانو سره مینه لري.»

هغه وویل، اوس د طالبانو لپاره دا غوره فرصت دی چې تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې لاره غوره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې موضوع په هکله زمونږ پارسي تبصرې انګلیسي ته واړوئ.

ځواب ورکړئ

طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د حکومت روغتیایي ټیمونو ته اجازه نه ده ورکړې ځکه هغوی شرمېدل چې هغوی نشوای کولی په خپلو سیمو کې خلکو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړي.‌ کله چې هغوی نشي کولی چې په خپلو سیمو کې خلکو ته خدمتونه برابر کړي،‌ بیا څنګه کولی شي چې په ټول هېواد باندې واکمني وکړي؟ دا اسانه نه ده چې د افغانستان په څېر هېواد باندې چې ۴۰ کاله جنګ پرې تېر شوی دی او ټولې بېخبناوې یې ویجاړې شوي دي، واکمني وشي.‌ طالبان دومره پیسې له کومه کړي چې په زرګونو حکومتي کارمندانو ته تنخاګانې ورکړي؟ آیا پاکستان کولی شي چې د طالبانو حکومت ته هومره پیسې ورکړي؟‌ پاکستان پخپله له اقتصادي ستونزو څخه کړېږي، بیا نو څنکه کولی شي چې د طالبانو راتلونکی حکومت حمایه کړي؟

ځواب ورکړئ

طالبان غواړي چې ټول افغانان ومري چې هغوی وکولی شي یو ځل بیا په افغانستان باندې واکمني وکړي. څو چې افغانان ژوندي وي، طالبان به ونشي کولی چې په هغوی باندې په زور واکمني وکړي. طالبان د بریدونو د ترسره کولو او د کرونا د خپرولو دواړو له لارې بې ګناه افغانان وژني. پرېږدئ چې د افغانستان ټول خلک ووژل شي چې هغوی خوشحال شي.‌

ځواب ورکړئ

زه د ویلو لپاره څه نه لرم. خدای دې ورته هدایت وکړي.

ځواب ورکړئ

زه نه پوهېږم چې سړی د چا په هکله شکایت وکړي؟ د څه شکایت وکړي؟ چاته شکایت وکړي؟ مونږ افغانان ولې خدای پاک پیدا کړي یو؟ آیا د سیاسي درایت له مخې زمونږ له خلکو نه ډېر ناپوه او احمق مخلوق شته؟ دا خونخور،‌ مضر، قومي،‌ نژادي او مذهبي توپيري چلندونه به تر څه وخته پورې روان وي؟ د خدای لپاره،‌ آیا تاسو د روژې، اختر او داسې نورو له حرمت نه خبر یئ؟‌ آیا دا اسلام دی؟‌ تاسو په قطر کې هوکړه لاسلیک کړه، تاسو په قطر کې ناست یئ، خو په افغانستان کې خلک وژنئ. ټول انسانان له تاسو څخه غواړي چې وژل او وینه تویول ودروئ. په ځواب کې تاسو وایئ چې د امریکا – طالبانو په هوکړه کې د مسلمان ورور یا د افغان ورور د وژنې په هکله هېڅ نه دي ذکر شوي. کوم ملت دغه ډول شعور لري؟‌ کوم دین دغسې منطق لري؟ ستاسو خدای، ستاسو کتاب، ستاسو دین، ستاسو کلتور، ستاسو خلک زمونږ د ملت په څېر دي، خو ستاسو قضاوت او چلند زمونږ له هغه څخه کاملاً جلا دی. زه له خدای پاک نه تاسو ته د هدایت دعا کوم چې خپل اسلامي منطق او شعور ترلاسه کړئ او جنګ ودروئ.‌ که نه، خدای دې تاسو له هغو سره چې له تاسو سره شریک دي، د دوزخ کندې ته ور وغورځوي. تاسو د واکسین په پروګرامونو باندې باور نه لرئ. تاسو په ساینس او علم باندې باور نه لرئ. تاسو په ډاکتر، انجنیر، او داسې نورو باندې باور نه لرئ. تاسو د نن ورځې په ټکنالوجۍ باندې باور نه لرئ. تاسو په کرونا وایرس باندې چې ټول بشریت یې له خطر سره مخامخ کړی دی باور نه لرئ.‌ بیا نو تاسو په څه باندې باور لرئ؟ لکه څنګه چې ښکاري، تاسو په هر څه ښه پوهېږئ، خو غلامي مو مخه نیسي.

ځواب ورکړئ