روغتیا

د طالبانو د تاوتریخوالي له امله بې ځایه شوي افغانان د کووېډ-۱۹ له لوړ ګواښ سره مخامخ دي

د نجیب الله راپور

د طالبانو د تاوتریخوالي له امله بې ځایه شوې کورنۍ د غبرګولي په ۳مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې په یوه مارکېټ کې موقته سرپناه اخلي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د طالبانو د تاوتریخوالي له امله بې ځایه شوې کورنۍ د غبرګولي په ۳مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې په یوه مارکېټ کې موقته سرپناه اخلي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو د وروستیو بریدونو له امله بې ځایه شوي په سلګونو زره افغانان اوس له یوه بل، په کرونا د اخته کېدلو، ګواښ سره مخامخ دي.‌

د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو وزارت یوه سلاکار عبدالباسط انصاري وویل، د طالبانو په بریدونو کې د ډېرښت له امله، د روان لمریز کال له پيل راهیسې له ۱۵۰۰۰۰ څخه ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

هغه وویل، «په وروستیو ورځو کې موږ ولیدل چې د روان جنګ له امله په بې ساري ډول ډیر خلک په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.»

یو شمېر بې ځایه شویو کسانو اندېښنې څرګندې کړې چې د هغوی د خپلوانو له کورنیو یا د حکومت له خوا په ټاکل شویو ځایونو کې د هغوی راټولېدنې د کروناوایرس د خپرېدلو خطر زیات کړی دي.‌

د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۰مه/ راپور ورکړ چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کووېډ-۱۹ له امله ۸۶ کسان مړه شوي دي. د ثبت شویو پېښو ټول شمېر ۱۲۲۱۵۶ دی، په داسې حال کې چې د مړو شویو کسانو شمېر ۵۰۴۸ تنه دی.

د دایکندي د پتو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد رضا چې د دغه ولایت په مرکز نیلي کې یې د یوه خپلوان کره موقته سرپناه اخیستې، وویل، د طالبانو بریدونو په زرګونو کورنۍ مجبورې کړي دي چې خپل کورونه پرېږدي او د ګرمې هوا او کروناوایرس له غبرګو خطرونو سره مخامخ شي.

هغه وویل،‌ په هغه کور کې چې دی میشت شوی ۴۰ کسان اوسېږي. که یو کس په کووېډ-۱۹ اخته شي، په کور کې موجود ټول له خطر سره مخامخ کیږي.‌

د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عمر چې ۴۹ کاله عمر لري وروسته له هغه د ولایت مرکز چاریکارو ته کډه شو چې طالبانو د یادې ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړ.

هغه وویل، «زما د کورنۍ دوه غړي ناروغ دي او ټوخېږي، او موږ نه پوهېږو چې آیا هغوی کووېډ-۱۹ لري.»

عمر وویل، «طالبان نه په ناروغۍ د اخته کېدلو پروا لري او نه د دې اړتیا پروا لري چې کله تاسو ناروغ یئ باید په کور کې پاتې شئ. د افغانانو مرګ به یا د طالبانو له لاسه وي یا به د کووېډ-۱۹ له امله ومري.»

په تاوتریخوالي او د کووېډ-۱۹ په پېښو کې زیاتوالی

د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري وویل، د طالبانو له خوا رامنځته شوی تاوتریخوالی افغانانو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو په لاره کې لویه ننګونه ده.

هغه وویل، «له بده مرغه چې جنګ زموږ په پروګرامونو باندې اغېز کوي. په ځانګړې توګه، په لویو لارو نښتې ولایتونو ته د سختو اړتیاوړ روغتیایي توکو په وخت رسول اغېزمنوي.»

هغه د جنګ له امله بې ځایه شویو کسانو ته په اشارې وویل، هر ډول غونډه کولی شي چې افغانان د کروناوایرس له خطر سره مخامخ کړي، نو وزارت هغوی دې ته هڅوي ترڅو په لویو ګروپونو کې له استوګنې څخه ډډه وکړي.‌

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت یوې استازې نوریې حمیدي وویل، د طالبانو په بریدونو کې وروستی زیاتوالی، چې ډېر خلک یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور کړي، پراخه بې وزلي او د کروناوایرس وبا ملکي خلک په زیاتېدونکي ډول له ستونزو سره مخامخ کوي.

هغې وویل، جنګ ډېر خلک مجبور کړي چې په موقت ډول په جوماتونو کې پناه واخلي، چې هلته هغوی خوړو او د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري.

هغې په طالبانو باندې ټینګار وکړ چې د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي او په اوربند توافق وکړي ځکه چې د کووېډ-۱۹ خپرېدا او ورسره د طالبانو د بریدونو زیاتوالي د خلکو ستونزې ډېرې زیاتې کړي دي.

طالبان روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسي مخه نیسي

په ولسي جرګه کې د تخار ولایت یوې استازې نظیفې یوسفي بېک وویل، وضعیت د اندیښنې وړ دی.‌

هغې وویل، که څه هم چې د کووېډ-۱۹ ارقام کم وړاندې کېږي،‌ لاکن د کروناوایرس درېیمه څپه په پراخېدلو ده.

بېک وویل، په ډېرو نا امنو سیمو، په ځانګړې توګه هغو ځایونو کې چې جنګ په کې په سختېدلو دی، ملکي خلک روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو ته لاسرسی نه لري، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې پرېږدي چې په دې نازک وخت کې روغتیایي توکي خلکو ته ورسېږي.‌

د پروان د ځوانانو د شورا یوه استازي پروېز امین زاده وویل، د پروان ولایت په غوربند دره کې د طالبانو له جګړې څخه تښتېدونکې په سلګونو کورنۍ د حکومت له خوا په ورکړل شویو خېمو کې ژوند کوي.

هغه وویل، البته خېمې یوه د بلې تر څنګ ولاړې دي چې د کووېډ-۱۹ د خپراوي په هکله اندېښنې راپاروي.

پروېز وویل، «د مړینو د شمېر د کمولو او د مرګوني کووېډ-۱۹ د خپراوي د مخنیوي لپاره ... په کار دی چې خلک د ټولنیزې فاصلې او ماسکونو کارولو او دغه راز په مکرر ډول د صابون په وسیله د لاسونو وینځلو په ګډون، احتیاطي ګامونه په جدي توګه تعقیب کړي.»

نوموړي وویل، د طالبانو له خوا د پروان د دوو ولسوالیو له نیولو څخه وروسته، رامنځته شوې ګډوډۍ په یادو ولسوالیو کې روغتیایي پاملرنه وځنډوله.

د فاریاب یوه اوسېدونکي مجیب الرحمان چې ۲۶ کاله عمر لري او اوس په کابل کې اوسېږي، وویل، په داسې حال کې چې کروناوایرس هره ورځ‌ په لسګونو افغانان وژني، د طالبانو روان تاوتریخوالي او نښتو هغوی مجبور کړي ترڅو د کووېډ-۱۹ ګواښ له پامه وغورځوي.

هغه وویل، «طالبان زموږ د خلکو ژوند ته ارزښت نه ورکوي. طالبانو باید په ټول افغانستان کې جنګ بس کړی وای ترڅو د کووېډ-۱۹ د خپراوي مخه نیول شوې وای.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټولو هغو خلکو ته چې وروستیو جنګونو په هېواد کې بې ځایه کړي دي، باید عاجله مرسته ورسول شي. په دې ګرمه هوا کې خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي. که افغان حکومت او خیریه موسسات دغو بې ځایه شویو خلکو ته عاجلې مرستې ور ونه رسوي، یوه بشري فاجعه به رامنځته شي.

ځواب ورکړئ

اصلا دا ټولې بدبختۍ د څو کسانو د عقده پالنې له امله رامنځته شولې او خدای عالم دی چې تر کله به دوام ومومي. کمونستان چې روسانو یې ملاتړ کاوه او اخوانیان چې پاکستان یې ملاتړ کاوه د جمهور رییس داود خان د سیاستونو پر ضد ودرېدل، د هغه پر ضد یې عقدې ونیولې، داودخان د هغوی پر ضد عقده وپالله، اخوانیان یې پاکستان ته په تېښته مجبور کړل او کمونستان یې بندیان کړل، اخوانیان پرې جنګ شروع کړ او کمونستانو پرې کودتا وکړه، داودخان چې له منځه لاړ کمونستانو له اخوانیانو سره عقده پالنه شروع کړه او د هغوی په ټس کې یې بې ګناه خلک هم ووژل، اخوانیانو یا مجاهدینو د کمونستانو پر ضد عقده ونیوله او څو کاله وروسته یې ورته حکومت رانسکور کړ، طالبانو د تنظیمونو پر ضد عقده پالنه وکړه حکومت یې ورته رانسکور کړ، اخواني تنظیمونو چې دغه وخت مطلق بدمعاشان شوي ول له امریکا سره په شریکه د طالبانو حکومت رانسکور کړ، طالبانو بیا عقده واخیستله چې تر ننه پورې جنګ کوي. یوه هم د خدای او وطن لپاره کار ونه کړ او د خپلو جیبونو د ډکولو په فکر کې ول خو بدبختانه چې غم او درد یې دغسې غریب او بې وزلي خلک ګالي چې نن په یوه خیمه کې لس او شل کسان شپې تېروي. الله تعالی دې زمونږ د خلکو په حال رحم وکړي. امین

ځواب ورکړئ