امنیت

د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅونونو په ترڅ کې اورپکي په ډله ییز ډول تسلیم شول

د عمر راپور

ځایي چارواکو وویل، په هرات ولایت کې د طالب جنګیالیو یوې ۱۳۰ کسیزې ډلې د حکومت پر ضد په زېرکوه او شینډنډ ولسوالیو کې له ۱۵ کاله جنګ کولو څخه وروسته د چنګاښ په ۳مه خپلې وسلې کېښودلې او د سولې پروسې سره یوځای شوه. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په داسې حال کې چې په وروستیو ورځو کې په زرګونو ملکي افغانان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونو سره ملګري شوي،‌ د یادې اورپکې ډلې ډېر او لا ډېر غړي خپلې وسلې پر ځمکه ږدي.

ځایي چارواکو وویل، په یوه وروستۍ داسې پېښه کې، د طالب جنګیالیو یوې ۱۳۰ کسیزې ډلې په هرات ولایت کې د حکومت پر ضد له ۱۵ کاله جنګ کولو څخه وروسته د پنجشنبې په ورځ‌ /د چنګاښ ۳مه/ خپلې وسلې کېښودلې او د سولې پروسې سره یوځای شوه.

په دې مناسبت په هرات ښار کې جوړو شویو مراسمو کې د خبرو کولو پر مهال، د تسلیم شوې ډلې قوماندان مولوي مردان نورزي خبریالانو ته وویل چې روان جنګ او د ملکي افغانانو وژل توجیه یا حقوقي اساس نه لري.

هغه وویل، «له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره جهاد پای ته رسېدلی،او هیڅوک هم نشي کولی چې د جنګ د دوام لپاره بهانې ولټوي.»

طالب جنګیالي د چنګاښ په ۳مه په هرات ښار کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ‌ کې خپلې وسلې سپاري. [عمر/سلام ټایمز]

طالب جنګیالي د چنګاښ په ۳مه په هرات ښار کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ‌ کې خپلې وسلې سپاري. [عمر/سلام ټایمز]

د طالب جنګیالیو یوه ۱۳۰ کسیزه ډله د چنګاښ په ۳مه په هرات ښار کې حکومت ته تسلیم شوه. چارواکي وایي، هغوی به د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد جنګ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره ملګري شي. [عمر/سلام ټایمز]

د طالب جنګیالیو یوه ۱۳۰ کسیزه ډله د چنګاښ په ۳مه په هرات ښار کې حکومت ته تسلیم شوه. چارواکي وایي، هغوی به د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد جنګ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره ملګري شي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، اوس د سولې کولو وخت دی، او زیاته یې کړه چې، «زه په ټولو ډلو باندې غږ کوم چې خپلې وسلې کېږدي او زموږ په هېواد کې د بیارغونې په هڅو کې مرسته وکړي.»

نورزي وویل، «زه په خپلو هېوادوالو طالب جنګیالیو باندې غږ کوم چې خپل جنګ ژر تر ژره ودروي او له حکومت سره سوله وکړي.»

دغو ۱۳۰ پخوانیو یاغیانو له تسلیمېدلو سره ۱۳۰ میله بېلابېلې درنې او سپکې وسلې امنیتي ځواکونو ته وسپارلې.‌

د هرات والي عبدالصبور قانع د یادو مراسمو په ترڅ کې وویل، دغو اورپکو له تېرو ۱۵ کالونو راهیسې د امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کوله او د دې ولایت په جنوبي ولسوالیو کې د حملو په پلانولو او ترسره کولو کې ښکېل ول.‌

هغه وویل، اوس به حکومت د دې ډلې ملاتړ وکړي، او د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو پر ضد جګړه کې به توظیف کړای شي.‌

قانع زیاته کړه، د دې ډلې تسلیمي به امنیتي وضعه بهتره کړي او د طالبانو د راتلونکو بریدونو مخه به ونیسي.‌

توجیه نه لري

دغو پخوانیو طالب اورپکو وویل، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د جګړې د دوام لپاره هېڅ دلیل نشته.‌

د تسلیم شویو طالب جنګیالیو له ډلې څخه ملا عبدالولي وویل، امنیتي ځواکونه ټول افغانان او مسلمانان دي، او د دوی پر ضد جهاد کول غټه غلطي ده.

هغه وویل، «زه به هېڅکله هم بیا د خپل هېواد د پوځي ځواکونو پر ضد جګړه ونه کړم.»

ولي وویل د طالبانو تر څنګ له څو کاله جنګ کولو څخه هغه ته د هغوی اصلي نیتونه څرګند شول، او «پوه شو چې روان جنګ جهاد نه دی.»

نوموړي وویل،‌ «زه په دې پښېمان یم چې ما خپل هېواد وران کړی او د جهاد په نامه مې خپل ډېر بې ګناه هېوادوال وژلي دي.»

هغه وویل، له دې وروسته به د جنګ او ورانولو پر ځای د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ کې برخه اخلي.

یوه بل پخواني اورپکي مولوي اخترمحمد وویل، د جهاد تر نامه لاندې د هېڅ ډول شخړې دوام جواز نه لري.

هغه وویل، روان جنګ افغانان او مسلمانان وژني.‌

هغه د طالبانو د ډلې په نورو غړو باندې هم ټینګار وکړ چې د سولې له روانې پروسې سره یوځای شي او په دې پوه شي چې اوس د دې وخت دی چې سوله وشي او جنګ ودرول شي.

د طالبانو د تسلیم شوې ډلې یوه جنګیالي عبدالرزاق وویل هغه نور نه غواړي چې داسې بمونه جوړ کړي چې عامه سړکونه او پلونه ویجاړوي او یواځې د افغانستان د ویجاړېدلو سبب کیږي.‌

هغه وویل، «طالب قوماندانانو موږ مجبورولو چې خپل ورونه ووژنو.»

هغه وویل، هغه له څو کالونو راهیسې غولېدلی وو او نور به د طالبانو د مشرانو په دروغو ونه غولېږي او د خپلو هېوادوالو وینه به تویه نه کړي.

رزاق وویل، «که طالبان د ملکي افغانانو وژل ونه دروي، موږ به د هغوی پر ضد ودرېږو او له منځه به یې وېسو.»

افغان ځواکونه چمتو دي

مقامات وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د هیواد په لوېدیځه برخه کې بریاوې ترلاسه کوي.‌

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال خیال نبي احمدزي په هرات ښار کې د تسلیمۍ په مراسمو کې د وینا پر وخت وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د پشتون زرغون ولسوالۍ د نیولو لپاره د طالبانو وروستۍ هڅه شنډه کړه.

هغه وویل، د ولسوالۍ د خوندي کولو لپاره د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ‌ کې افغان ځواکونو د طالبانو د محلي قوماندانانو په ګډون تر ۵۳ پورې جنګیالي ووژل، او له ۳۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

نوموړي وویل، دغه راز افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو دوه موټر چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو او د طالبانو په لسګونو میله وسلې او موټرونه له منځه وېوړل.

احمدزي وویل، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبانو فکر کاوه چې هغوی کولی شي چې قدرت بیا ترلاسه کړي، خو په دې نه پوهېدل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په یواځې سر کولی شي چې د هغوی او نورو ترهګرو ډلو پر ضد وجنګیږي او ماتې ورکړي.‌

په هرات کې د ملي امنیت ریاست رییس برید جنرال حسیب الله صدیقي وویل، امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې د طالبانو ټول ترورستي پلانونه شنډ کړي دي.‌

هغه د تسلیمۍ مراسمو کې د وینا پر وخت وویل، «په هرات کې طالبانو څو ځلې ناکام بریدونه وکړل ترڅو یو شمېر ولسوالۍ ونیسي، لاکن هغوی مات کړای شول او درانه تلفات ور واوښتل.»

صدیقي وویل، «طالبانو ته زما پیغام دا دی چې افغانستان زموږ پلرنی وطن دی او موږ به له خپلو ښځینه او نارینه هېوادوالو سره یوځای د هرې ترهګرې ډلې پر ضد وجنګیږو او ماتې به ورکړو.»

د طالبانو پر ضد پاڅون

په وروستیو اونیو کې د طالبانو په بریدونو کې ډېرښت ته په غبرګون کې، په بېلابېلو ولایتونو کې ملکي خلک د اورپکو پر ضد جنګ کې ملګري شول.

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ له ۲۵۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د چارشنبې په ورځ وسلې پورته کړې او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکړل.

دغه راز د بادغیس ولایت له ۱۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۹مه د طالبانو پر ضد پورته شول او د امنیتي ځواکونو ملاتړ یې اعلان کړ.

په ګذره ولسوالۍ کې د پاڅون د ډلې یوه غړي غلام فاروق سخا وویل، طالبان «باید د خلکو پر وړاندې جنګ څخه ډډه وکړي.»

هغه وویل، «که هغوی دا کار وکړي، باید پوه شي چې هغوی به له یوې مخې ووژل شي.»

هغه وویل، «طالبان بې ګناه ملکیان او امنیتي سرتېري وژني او افغانستان ورانوي،» او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سمدلاسه د تاوتریخوالي او افراطیت دغه ډول عملونه ودروي.

په ګذره کې د ولسي پاڅون یوه بل غړي رحمت الله رحمتي وویل، د طالبانو ظلم ځایي اوسېدونکیو ته بې له دې چې وسلې واخلي او د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي بله لاره نه ده پرېښې.

هغه وویل، «مونږ له دې امله د طالبانو پر ضد جنګ کوو چې هغوی د افغانستان بېخبناوې ویجاړې کړې او خیانت یې وکړ.»

هغه وویل، طالبان هره ورځ د سړیو،‌ ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو بې ګناه ملکي خلک وژني. سربېره پر دې، هره ورځ په سلګونو کورنۍ مجبورېږي ترڅو خپل کورونه پرېږدي او د طالبانو له ظلمونو څخه وتښتي.

رحمتي وویل،‌ د طالبانو د جرمونو او ظلمونو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل ګناه ده او هر څوک باید د دغه ترهګر ګروپ پر وړاندې جنګ وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبانو ښه کار وکړ چې حکومت ته تسلیم شول او جنګ یې ودراوه، خو د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه به په راتلونکي کې د افغان حکومت لپاره په یوه سرخوږي باندې بدل شي. که افغان حکومت دغه ډول خوځښتونو ته اړتیا لري، بهتره دا ده چې دا خوځښتونه د افغان وسله والو ځواکونو په ځانګړې توګه د پولیسو یا اردو په چوکاټ کې دننه تنظیم کړي،‌ که نه، هغه به یو نوی بحران وزېږوي.‌ دغه راز، دا خوځښتونه یا د خلکو پاڅونونه به په هېواد کې د قومي وېشونو سبب شي او نورو داخلي بحرانونو ته به لاره هواره کړي او ان دا چې په هېواد کې به یوه داخلي جنګ او یوه ملوک الطوایفي جنګ ته لاره هواره کړي.‌

ځواب ورکړئ