امنیت

افغان چارواکي وايي، ایران طالبانو ته پرمختللې وسلې ورکوي

د علي راپور

په عکس کې چې د سلواغې په ۲۹مه اخیستل شوی، د افغان حکومت یوه عراده هاموی د هرات - اسلام کلا په لویه لاره لیدل کیږي چې د طالبانو له خوا اېښودل شوي د سړک د غاړې بم ویجاړ کړی دی. [علي/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د سلواغې په ۲۹مه اخیستل شوی، د افغان حکومت یوه عراده هاموی د هرات - اسلام کلا په لویه لاره لیدل کیږي چې د طالبانو له خوا اېښودل شوي د سړک د غاړې بم ویجاړ کړی دی. [علي/سلام ټایمز]

کابل -- پوځي سرچینې وایي، د ایران رژیم طالبانو ته د شپې لیدونکو وسایلو، مرګونو بمونو او درنو وسلو په ګډون پرمختللې وسلې ورکوي.‌

ګڼ شمېر پوځي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د تېرې میاشتې داسې استخباراتي او امنیتي راپورونه شریک کړل چې ښيي چې د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ یا سپاه پاسداران د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې د طالبانو لارښوونه کوي.

په یوه امنیتي راپور کې راغلي چې، د مولوي محمد انور په نامه د طالبانو یوه قوماندان چې ویل کیږي د سپاه پاسداران د قدس ځواک په همکارۍ فعالیت کوي، د غوایي په ۱۰مه له ایران څخه د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ته د زهري ګازو درې بالونونه راقاچاق کړل.

په راپور کې راغلي، طالبانو پلان درلود چې لومړی په دغې ولسوالۍ کې د یادو بالوني بمونو په وسیله د افغان ملي اردو سرتیري مسموم کړي او بیا په یوه پوځي اډه باندې برید وکړي،‌ لاکن امنیتي ځواکونو د هغوی دا پلان شنډ‌ کړ.

یو سړی په هرات کې د کب په ۲۳مه د طالبانو د یوه موټربمي برید له ترسره کېدلو څخه وروسته د خپل کور کنډوالو ته ګوري. [علي/سلام ټایمز]

یو سړی په هرات کې د کب په ۲۳مه د طالبانو د یوه موټربمي برید له ترسره کېدلو څخه وروسته د خپل کور کنډوالو ته ګوري. [علي/سلام ټایمز]

د غوایي په میاشت کې په یوه بل راپور کې راغلي وو چې، د غوایي په ۱۰مه د سپاه پاسداران ۲۵ غړي، د ایران د خراسان او زاهدان ولایتونو اوسېدونکي، د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ته داخل شول.

راپور وایي، هغوی د شپې لیدونکیو وسیلو او وسایلو باندې سمبال وو او په هرات ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان ملا نجیب د ملاتړ په سلسله کې د جنګ لپاره هېواد ته راننوتل.‌

په دغه راپور کې راغلي چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک په وروستیو کې په شینډنډ، ادرسکن، پشت کوه، چشت شریف، اوبه، پشتون زرغون، او غوریان ولسوالیو کې د طالبانو د لویو بریدونو لارښوونه کوله، او زیاتوي چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک په لسګونو غړي د افغانستان پولې سره نږدې د ایران په بیرجند ښار کې ځای پرځای شوي دي.

په راپور کې یادونه شوې چې، سپاه پاسداران چمتو دی چې هرات او فراه ولایتونو ته ننوځي او د طالبانو مرسته وکړي.

ایراني چاودېدونکي توکي

په هرات ولایت کې یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دغه راز طالبان په چاودېدونکو توکو بار موټر له ایران څخه هرات ولایت ته را اړوي.

دغه چارواکي وویل، په وروستیو میاشتو کې طالبانو د کوهسان، ګلران، غوریان او زنده جان په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې چې له ایران سره په پوله پرتې دي، د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره څو موټر بمي بریدونه ترسره کړل.‌

هغه وویل، «دغه بمونه د پولې پورې غاړه ایراني اړخ کې چمتو کړای شوي وو،» او زیاته یې کړه چې په هرات کې د طالبانو له خوا کارول شوي اکثر چاودېدونکي مواد له ایران څخه راغلي وو.‌

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت یوه استازي عبدالستار حسیني د استخباراتي راپورونو په استناد وویل چې د روژې په میاشت کې له ایران څخه له ۲۰۰۰ میلو څخه ډېرې بېلابېل ډول وسلې په قاچاقي توګه د دهنه ذوالفقار او آب چرمي سیمو له لارې هرات ولایت ته راوړل شوې.‌

هغه وویل، له دغو وسلو څخه یو شمېر په هرات ولایت کې د طالب اورپکو لاسونو ته ورغلې او نورې فراه، بادغیس، فاریاب او بغلان ولایتونو ته ورسېدلې.‌

هغه زیاته کړه چې دغه وسلې ډېرې پرمختللې دي او په مشهد کې له یوې فابریکې څخه راځي.

هغه وویل، «په لوېدیځ زون کې د ملا حیدر، ملا داود او ملا نورمحمد شهاب په ګډون مشهور طالب قوماندانان د ایراني رژیم له خوا حمایه کیږي.»

نوموړي وویل، «دغه راز، د ایران رژیم داسې کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې چې چاودیدونکي توکي انتقالوي هم طالبانو ته ورکوي.»

حسیني وویل، د سپاه پاسداران قدس ځواک طالبانو ته یو شمېر راکټونه ورکړل چې هغوی په بالا بلوک ولسوالۍ کې د یوه پوځي بېس په ګډون په فراه کې په امنیتي ځواکونو باندې د برید کولو لپاره وکارول.

حسیني وویل، طالبانو ته د راکټونو او چاودېدونکیو توکو په ورکولو سره، د ایران رژیم غواړي چې کمال خان او سلما بندونه په نښه کړي او په هرات کې د پاشدان بند او په فراه کې د بخش اباد بند رغول ټکني کړي.

د سپاه پاسداران بې ثباتي

کتونکي او عام خلک تاییدوي چې، سپاه پاسداران طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي ترڅو په لوېدیځه سیمه کې د ایراني رژیم ګټې خوندي کړي.‌

د فراه د ولایتي شورا رییس داد الله قانع وویل، طالبان د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې له ایراني رژیم څخه ملاتړ ترلاسه کوي، او زیاته یې کړه چې په لوېدیځ زون کې د طالبانو اکثر قوماندانان په ایران کې کورونه لري.‌

قانع وویل، «د ایران سپاه پاسداران په لوېدیځ زون کې په لومړیو کرښو کې فعال رول لوبوي، او طالبانو ته یې پوځي تجهیزات ورکړي دي. داسې روښانه شواهد شته چې ښیي ډېر طالب قوماندانان له ایراني رژیم څخه پیسې او وسلې ترلاسه کوي.»

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، د ایران لاسوهنې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره، په ځانګړې توګه په لوېدیځ زون کې ننګونې رامنځته کړي دي.‌

هغه زیاته کړه چې، «د ایران رژیم د طالبانو په ترورستي ګروپ کې خپلو په زړه پورې متحدینو ته کلک ملاتړ برابروي ترڅو خپل سیاسي،‌ اقتصادي او استخباراتي هدفونه تر لاسه کړي.»

حکیمي وویل، ایران تل د افغانستان په هکله دوه مخی سیاست لري.

هغه وویل، «د ایران رژیم خپل ځان د افغانستان دوست بولي،‌ په داسې حال کې چې هغوی د طالبانو د جنګي ماشین ملاتړ ته دوام ورکوي، او هغوی ته داسې امکانات برابروي چې هره ورځ په سلګونو بې ګناه افغانان ووژني.»

حکیمي وویل، سپاه پاسداران په ټولو ځانمرګو بریدونو، مرګونو چاودنو او موټر بمي بریدونو کې چې طالبان یې د لوېدیځ زون په بېلابېلو برخو کې ترسره کوي، فعال رول لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که د سولې بین الافغاني خبرو کې د ایران ګټې په پام کې ونه نیول شي، یعنې کله چې داسې سخت دریځي او افراطي عناصر د حکومت راس ته ورسېږي چې د ایران ګټې ګواښي، ایران به د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه پیل کړي.‌ په دې صورت کې، ښایي چې ایران د افغانستان په لوېدیځه برخه کې خپل عسکر توظیف کړي او د هر ډول نا ارامۍ او تاوتریخوالي پر ضد یو بفر زون یا حایله سیمه جوړه کړي. که چېرې افغان پوځي ځواکونه د یاغیانو په ځانګړې توګه د داعش پر ضد، چې په هغه هېواد کې د ایران ګټې ګواښي، په مؤثره توګه جنګ ونه کړي، ښایي چې ایران پخپله د داعش پر ضد لاس په کار شي، او د دې ستونزې د هوارولو لپاره ښه لاره دا ده چې ملېشه استخدام کړي.‌

ځواب ورکړئ

ایران په افغانستان کې امنیت او ثبات ته اړتیا لري ځکه چې دواړه هېوادونه یو له بل سره اوږد سرحد لري. په دې هېواد کې هره ګډوډي او ترینګلتیا کولی شي چې په ایران کې منفي عواقبو ته لاره هواره کړي‌. د شوروي اتحاد یرغل او له هغه څخه وروسته بې ثباتیو خواوشا درې میلیونه افغان کډوال ایران ته ولېږل چې په ایران کې یې منابعو او عامه خدمتونو ته غټ تاوانونه ور واړول. سربېره پر دې، تهران د خپلو ختیځو سرحدونو په اوږدو کې د سعودي په مرسته د نایبو جنګیالیو له روزل کېدلو څخه وېره لري. دا وخت، په دغه هېواد کې په میلیونونو افغان کډوال ژوند کوي، او که په افغانستان کې جنګ پېښ شي، په دغه هېواد باندې به د افغان کډوالو بهیر ورمات شي.‌ په افغانستان کې بې ثباتي به په ایران کې د اقتصادي زیانونو سبب وګرځي. افغانستان ته د هغه صادرات به ټکني شي، او د ډېرو هغو کمپنیو صادرات به له ستونزو سره مخامخ شي چې افغانستان ته یې لېږي، له دې امله، ایران باید هڅه ونه کړي چې له طالبانو او نورو ګروپونو سره همکاري وکړي.

ځواب ورکړئ

ګاونډیتوب، جغرافیوي نژدې والی او تاریخي، کلتوري او دیني ارتباطات د دې سبب شوي چې ایران د بل هر هېواد په نسبت په افغاني ټولنه کې ډېر مهم رول ولوبوي. ایران هڅه کړې چې د مستقیمو بهرنیو پانګونو او د اړوندو بېخبناوو او حمل او نقل له لارې په افغانستان کې خپل نرم قوت زیات کړي. له کلونو راهیسې، دغه هېواد په افغانستان کې خپل پراخ ارتباطات د طالبانو په شمول له مهمو افرادو، قومي، کلتوري او مذهبي ګروپونو سره چې ایران ته تمایل لري، یو لاس کړي دي. البته، تهران نه دی توانېدلی چې په افغانستان کې په هغې سطحه سیاسي نفوذ ترلاسه کړي لکه د لبنان، عراق او سوریې په څېر د هغه په لوېدیځو ګاونډیانو کې یې چې ترلاسه کړی دی. په بل عبارت، د افغانستان په پوځي او سیاسي چارو کې د ایران نفوذ هېڅکله هم د هغه په زړه پورې سطحې ته نه دی رسېدلی.‌

ځواب ورکړئ

ایران به تجرید او د نړۍ والې ټولنې له نورو بندیزونو سره هم مخامخ شي. که دا ثابته شي چې ایران افغان طالبانو او نورو هېوادونو ته وسلې ورکړي دي، هغه به د ملګرو ملتونو له پرېکړو څخه سرغړونه کړې وي. د ملګرو ملتونو د یوې پرېکړې په اساس، تهران نشي کولی چې د امنیت شورا له اجازې څخه پرته له خپل هېواد څخه بهر وسلې خرڅې یا انتقال کړي. البته، په وروستیو کلونو کې، له طالبانو او نورو وسله والو ګروپونو سره په ایران کې جوړې وسلې لیدل کیږي. یو طرف ته ایران غواړي چې د طالبانو ملاتړ وکړي او هغوی ته وسلې او تجهیزات ورکوي، او بل طرف ته، فاطمیون چې د طالبانو دښمنان دي د هغوی پر ضد تجهیزوي.‌ داسې ښکاري چې ایران په افغانستان کې جنګ غواړي او نه غواړي چې په دغه هېواد کې تلپاتې سوله حاکمه شي. زه باوري یم چې په افغانستان کې د هزاره ګانو په وروستۍ ډله ییزه وژنه کې ایران لاس لري، او دا د طالبانو کار نه دی.‌ په دې کار سره، ایران غواړي چې د هزاره ګانو مذهبي تمایلات راوپاروي او په هېواد کې د قومي او مذهبي شخړو اور بل کړي. طالبانو ته په هزاره ګانو باندې د بریدونو د نسبت کولو پرځای، افغان حکومت باید هڅه وکړي چې د دې ډله ییزې وژنې عاملان ونیسي او د دغو وژنو تر شا موجود هېوادونه په ګوته کړي.

ځواب ورکړئ

بس افغانانوته له هری خوا مشکل جوریژی

ځواب ورکړئ

د ایران هېواد او رژیم د افغانستان دوست نه بلکې یو ښکاره دښمن دی. ایران د شیطان غټ استاد دی.

ځواب ورکړئ

داسې ښکاري چې ایران په افغانستان کې سوله نه غواړي، اوغواړي چې په افغانستان کې جنګ او وینه تویېدل جاري وي. افغان حکومت باید له ایران سره خپل ټول دپلوماتیک روابط پرې کړي او له دغه هېواد څخه وغواړي چې طالبانو ته د وسلو ورکولو په هکله وضاحت ورکړي.‌ افغان حکومت تل په پاکستان باندې تور لګوي چې له ترهګرو ډلو سره همکاري او د هغوی ملاتړ کوي، خو د ایران په هکله چوپ دی. حقیقت دا دی چې د افغانستان لپاره د پاکستان په نسبت ایران ډېر خطرناک دی،‌ او د تېرو ۴۰ کالو په ترڅ کې یې د قومي او فرقه ییزو شخړو په برخه کې هېڅ نه دي سپمولي. ځینې وختونه هغه د شمال ټلوالې ملاتړ کوي او ځینې وختونه د طالبانو ملاتړ کوي. د ایران لپاره هېڅ ډله هم مهمه نه ده، د هغه لپاره خپل هدفونه مهم دي. د دغه هېواد هدف دا دی چې افغانستان وران شي څو هغوی وکولی شي چې د خپلو وچو ځمکو د خړوبولو لپاره په اسانۍ سره د افغانستان اوبه ترلاسه کړي.‌

ځواب ورکړئ