امنیت

د ایران پوځي ملاتړ د افغانستان په لوېدیځ زون کې د طالبانو یرغل غښتلی کړ

د عمر راپور

افغان ملېشې له خپلو وسلو سره، د چنګاښ په ۱۸مه په هرات کې د افغان جنګسالار اسماعیل خان په کور کې راټولې شوي ترڅو د طالبانو پر ضد د افغان امنیتي ځوکونو ملاتړ وکړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

افغان ملېشې له خپلو وسلو سره، د چنګاښ په ۱۸مه په هرات کې د افغان جنګسالار اسماعیل خان په کور کې راټولې شوي ترڅو د طالبانو پر ضد د افغان امنیتي ځوکونو ملاتړ وکړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هرات -- د افغانستان د ولسي جرګې استازي وایي، ایراني رژیم طالبانو ته پراخ پوځي ملاتړ برابر کړ چې په مټ یې هغوی وتوانېدل د غبرګولي په میاشت کې د ایران په پوله د پرتو درې ولسوالیو کنټرول ترلاسه کړي.‌

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت یوه استازي عبدالستار حسیني وویل، ایراني عسکرو د هغه جنګ لارښوونه کوله چې په پایله کې یې انار دره، قلعه کاه او لاش و جوین ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدلې.

هغه وویل، «د ایران حکومت په لوېدیځ زون کې د بندونو د جوړېدلو له امله په قهر دی،» او زیاته یې کړه چې د ایران رژیم غواړي چې کمال خان ،بخش اباداوپاشدان بندونه ویجاړ کړي.‌

افغان چارواکو وخت په وخت تورونه لګولي چې د ایران رژیم د طالبانو ملاتړ کوي. هغوی وایي، د ایران هدف دا دی چې په لوېدیځ زون کې د بندونو د جوړښت مخه ونیسي، او په دې توګه ډاډ ترلاسه کړي چې ایران ته بې خنډه او بې ځنډه اوبه ور روانې وي.

دا عکس چې د وري په ۱ اخیستل شوی، په هلمند ولایت کې د کجکي د اوبیزې برېښنا بند یوه عمومي منظره ښیي. دا سیمه د هغه قلمرو په زړه کې پرته ده چې شاوخوا یې طالبان پراته دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس چې د وري په ۱ اخیستل شوی، په هلمند ولایت کې د کجکي د اوبیزې برېښنا بند یوه عمومي منظره ښیي. دا سیمه د هغه قلمرو په زړه کې پرته ده چې شاوخوا یې طالبان پراته دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

حسیني وویل، طالبانو د نښتو په ترڅ کې د افغان ملي اردو ټانکونه او نور پوځي تجهیازت ونیول او بیا یې ایران ته انتقال کړل.

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت یوه بل استازي همایون صاحبزاده وویل، ایران هره هڅه کوي چې د افغانستان په لوېدیځ کې د طالبانو له لارې خپل نفوذ پراخ کړي.‌

هغه وویل، «د ایران له ملاتړ او ښکېلتیا څخه پرته به طالبان دا وړتیا ونه لري چې هېڅ خاوره هم ونیسي. طالبان په لوېدیځ زون کې خپلې ټولې مالي او پوځي اړتیاوې له ایران څخه پوره کوي.»

صاحبزاده وویل،‌ایران طالبانو ته پرمختللې وسلې ورکړي څو له هغوی سره مرسته وکړي چې د دغو سیمو د بېرته نیولو لپاره د افغان ځواکونو مخه پرې ونیسي.

په وروستیو ورځو کې، طالبانو د غوریان، کوهسان او ګلران په ګډون هغو ولسوالیو کې چې له ایران سره په پوله پرتې دي، خپل یرغلونه زیات او سخت کړي دي.‌

د هرات امنیه قوماندان سمونوال سید معراج الدین سادات د چنګاښ په ۱۰مه سلام ټایمز ته وویل، افغان ملي امنیتي ځواکونو د کوهسان او ګلران ولسوالیو د نیولو لپاره د طالبانو هڅې شنډې کړي دي.

هغه وویل، «طالبان په سیمه کې له خپلو بهرنیو ملاتړو څخه د پام وړ مرستې له ترلاسه کولو سره سره، امنیتي ځواکونو ته په ماتې ورکولو او د ولسوالیو په نیولو کې ناکام شول.»

افغان ځواکونو په سلما بند باندې شوی برید په شا وتمباوه

په بند کې مؤظف یوه پوځي چارواکي د چنګاښ په ۱۵مه سلام ټایمز ته وویل، طالبانو چې د ایران د سپاه پاسداران له خوا یې ملاتړ کېده، د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې په سلما بند باندې هم یوه غټه حمله وکړه.‌

خو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې امنیتي ځواکونو بریدګر په شا وتمبول.‌

هغه وویل، د طالبانو تر څنګ د سپاه پاسداران عناصر هم جنګ کوي، چې له ځانونو سره «خطرناک چاودېدونکي مواد راوړي.»

د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو په سلګونو طالب اورپکو د سلما بند په شاوخوا نظامي پوستو باندې بریدونه پيل کړل چې نښتې څو ساعته روانې وې.

پوځي چارواکي وویل، «موږ داسې استخباراتي راپورونه لرو چې ښیي چې د سپاه پاسداران جنګیالیو د طالبانو د ناکام شوي یرغل په ترڅ کې د هغوی ملګرتیا کوله.»

هغه وویل، افغان امنیتي ځواکونو د بند په لور د هغوی د پرمختګ مخه ونیوله، او یادونه یې وکړه چې که طالبان له کمربند څخه را تېر شوي وای، بند به یې ویجاړ کړی وای.

د هرات والي عبدالصبور قانع د چنګاښ په ۲۵مه په هرات ښار کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې وویل، امنیتي ځواکونو هغه احتمالي ګواښونه چې غوښتل یې سلما بند په نښه کړي، شنډ کړل، او اوس هغوی د هر راتلونکی برید پر ضد د بند ساتنه کوي.‌

هغه وویل، «د طالبانو د بریدونو له ډېرېدلو راهیسې، موږ د سلما بند شاوخواته مرستندوی ځواکونه ځای پرځای کړي دي.»

هغه زیاته کړه، طالبان له «ځانګړیو سیمه ییزو قدرتونو» څخه ملاتړ ترلاسه کوي ترڅو په افغانستان کې د بېخبنا مهمې پروژې ویجاړې کړي.

هغه وویل، «زموږ د ګاونډیانو له دښمنۍ نه ډک هدف دا دی چې افغانان د تل لپاره متکي وساتي.»

قانع د چنګاښ په ۵مه له یاد بند څخه د یوې کتنې په ترڅ‌ کې وویل، له دغو ناوړه پلانونو سره سره، د پاشدان بند د رغونې کار بشپړتیا ته نږدې شوی دی.

هغه وویل، افغانستان حق لري چې خپلې اوبیزې سرچینې مدیریت کړي او هر چېرې چې غواړي هلته د اوبیزې برېښنا بندونه جوړ کړي.‌

په لوېدیځ زون کې د ایران لاسوهنه

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد ولي سیدي وویل، د بهرنیو عسکرو په وتلو او په لوېدیځ زون کې د طالبانو د یرغلونو په ډېرېدلو سره، د ایران د لاسوهنې لپاره میدان ښه جوړ شوی دی.

سیدي وویل، په لوېدیځ زون کې د طالبانو د تاوتریخوالي د ډېرېدلو تر شا یو هدف دا دی چې په سیمه کې د ایران د پوځي حضور لپاره لاره هواره شي.

هغه زیاته کړه، دا له دې امله ده چې تهران هوډ لري چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې چې له ایران سره سرحد لري، خپل نفوذ او حضور وساتي.‌

هغه وویل، «ایران د خپلو هدفونو د تعقیبولو لپاره د خپلو ټولو ګاونډیانو په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکوي.»

هغه زیاته کړه، شک نشته چې د ایران رژیم به د خپلو ګټو د ساتلو او پرمخ بوولو لپاره د افغانستان په لوېدیځ زون کې د فاطمیون لوا جنګیالي وګوماري. فاطمیون د ایران له خوا ملاتړ کېدونکې ملېشه ده چې له افغان اجیرو جنګیالیو څخه تشکیل شوې ده.

سیدي یادونه وکړه چې، دغه ډول لاسوهنې «به د افغانستان لپاره ډېرې خطرناکې پایلې ولري.»

په هرات ښار کې یوه فعال محمد انور حسیني وویل، په وروستیو کې د سپاه پاسداران په مرسته د طالبانو لاس ته د سرحدي ولسوالیو لوېدل د افغانستان په چارو کې د ایران ښکاره لاسوهنه په ګوته کوي.‌

هغه وویل، دغه حالت ایران ته فرصت ورکړی چې د سرحد له لارې یاغیانو ته وسلې او مهمات ورسوي.

حسیني وویل، خو د ایران رژیم څخه د مالي او پوځي ملاتړ په ترلاسه کولو سره، طالبان د خپل هېواد د ورانولو په لاره کې د اجیرانو په توګه کار کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې کې شک نشته چې د طالبانو ډله یوه ګوډاګۍ او د پردیو ډله ده ځکه چې هغوی د نورو د هدفونو لپاره هېواد ورانوي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان په لوېدیځو سرحدونو کې، د ایران حکومت په هغو ولایتونو کې چې له ایران سره اوږده سرحدونه لري،‌ د طالبانو ملاتړ کوي. مونږ ټول پوهېږو چې ایران د داعش پر ضد جنګ کې د طالبانو ملاتړ کوي. افغان حکومت په مکرر او څرګند ډول د طالبانو د ملاتړ له امله پاکستان غندلی دی،‌ خو تر اوسه یې په رسمي توګه د ایران پر ضد د یادې ډلې د ملاتړ له امله عکس العمل نه دی ښودلی. ایراني حکومتي چارواکو هم له طالبانو سره د دغه هېواد د همکارۍ په هکله څه ادعاګانې نه دي کړي. په افغانستان کې مقیم ایراني دیپلوماتان ډېر کم له رسنیو سره خبرې کوي، او که خبرې کوي هم، هغوی له طالبانو سره اړیکې لرل ردوي.

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت د وسلو او تأمیناتو په لېږلو سره د طالبانو ملاتړ کوي. که د ایران حکومت ځانګړې اندېښنه او حساسیت لري، لومړی یې باید د افغانستان مرکزي حکومت سره راپورته کړي. زه باور لرم چې د افغانستان د هرو یاغي ګروپونو ملاتړ کول غیر قانوني او زمونږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.‌ د افغانستان لوېدیځ، ختیځ او جنوبي سرحدي ولایتونه له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي. په دغو سرحدي ولایتونو کې هېڅ افغانه ډله له بهرني ملاتړ څخه پرته پوځي یا د نشه ییزو توکو عملیات نشي ترسره کولی.‌ هغه طالبان چې په ختیځ او جنوب کې جنګ کوي، هغوی د پاکستان د پوځ له خوا حمایه کیږي، او هغه طالبان چې په لوېدیځ کې جنګ کوي هغوی د ایراني رژیم له خوا حمایه کیږي.

ځواب ورکړئ

د طالبانو رژیم هغه وخت چې په واک کې وو په افغانستان کې د خپلې افراطي نظریې په اساس شیعه اقلیت وځپلو او مستقیماً د افغانستان په سر په داخلي او سیمه ییزه شخړه کې د ایران د مذهبي او شیعه رژیم پر ضد ودرېد. له دې ټولو سره سره، اوس هغه دوه زاړه دښمنان په یوه بزدلانه عملیات کې په ګډه کار کوي چې په افغانستان کې د داعش د زیاتېدونکي نفوذ مخه ونیسي. داعش چې د سوریې او عراق ډېره برخه یې کنټرولوله، په دواړو هېوادونو کې د ایران د متحدو حکومتونو پر ضد جنګ کاوه. په افغانستان کې هم داعش د طالبانو لپاره یو جدي ګواښ ګرځېدلی دی. ایران له طالبانو سره د یوه مشترک دښمن پر ضد همکاري کوي.‌ که ایران پوه شي چې داعش په افغانستان کې مات شوی دی، هغه به نه یوازې دا چې له طالبانو سره همکاري ونه کړي، بلکې د طالبانو پر ضد به مخالف ګروپونه تقویه هم کړي. طالبان باید پوه شي چې هغوی په افغانستان کې د ایران د ګټو لپاره جنګ کوي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان لپاره ایران مضر دی لاکن څومره چې پاکستان مضر دی او د ترهګرو ملاتړ کوي شاید ایران هومره نه وي. تاسو وګورئ چې پرون د پاکستان د هوایي ځواک عملیې د افغان هوایي ځواک عملیې ته خبرداری ورکړی چې په سپین بولدک کې په یاغیانو باندې بمبار ونه کړي که نه د پاکستان هوایي ځواک به افغاني الوتکې له هوا نه هواته وارېدونکي توغندي باندې وولي او د افغانستان الوتکې یې مجبورې کړې دي چې بیرته راوګرځي. ناټو او په ځانګړې توګه امریکا او هندوستان باید افغان هوایي ځواک ته داسې وسلې او الوتکې ورکړي چې د پاکستان مقابله پرې وکړي ځکه چې پاکستان ترهګرو ته پناه ورکړې، ټریننګونه ورکوي او اوس خو یې مستقیما ملاتړ ته هم رادانګلي دي. ایران او پاکستان دواړه د افغانستان او افغانانو دښمنان دي.‌

ځواب ورکړئ