امنیت

افغان او پاکستاني اجیرو جنګیالیو په سوریه کې د سپاه پاسداران تر ملاتړ لاندې ملېشې پرېښودلې

د فارس العمران راپور

په عکس کې چې د کب په ۱۳مه آنلاین خپور شوی دی، له افغان اجیرانو څخه د تشکیل شوې فاطمیون لوا عناصر، چې د سپاه پاسداران له خوا حمایه کېدونکې ملېشه ده، لیدل کیږي. [د بشري حقونو لپاره د سوریې د څار اداره]

په عکس کې چې د کب په ۱۳مه آنلاین خپور شوی دی، له افغان اجیرانو څخه د تشکیل شوې فاطمیون لوا عناصر، چې د سپاه پاسداران له خوا حمایه کېدونکې ملېشه ده، لیدل کیږي. [د بشري حقونو لپاره د سوریې د څار اداره]

افغان او پاکستاني اجیر جنګیالي مخ په ډیریدونکي ډول د ایران د سپاه پاسداران له خوا د تشکیل او تمویل شویو ملېشو لیکې پرېږدي، چې ډېر یې خپلو کورونو ته ستنېږي.

د ایران سپاه پاسداران په سوریه کې له ۴۰ څخه د ډېرو ملېشو مشري کوي چې په مجموع کې یې شمیر شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ جنګیاليو ته رسیږي. د افغان او پاکستاني وګړو سربېره یې له عراق، لبنان او بحرین څخه هم اجیران استخدام کړي دي.‌

د الحسکه ولایت د سیاسي کمېټې یوه غړي هشام المصطفی وویل، په وروستیو اونیو کې یو زیات شمېر بهرني جنګیالي، په ځانګړې توګه افغانان او پاکستانیان له دغو ملېشو څخه لاړل.

هغه وویل، زیات شمېر اجیرانو -- احتمالا په سلګونو -- ملېشې او سوریه تر شا پرېښودل او خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شول.

د سپاه پاسداران له خوا د حمایه کېدونکې لبناني حزب الله ملاتړي د ۱۳۹۸ د کب په ۱۱مه د بیروت په یوه کلي کې د جنازې د مراسمو په ترڅ کې د دغه ګروپ د غړو تابوتونه لېږدوي چې په سوریه کې وژل شوي دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د سپاه پاسداران له خوا د حمایه کېدونکې لبناني حزب الله ملاتړي د ۱۳۹۸ د کب په ۱۱مه د بیروت په یوه کلي کې د جنازې د مراسمو په ترڅ کې د دغه ګروپ د غړو تابوتونه لېږدوي چې په سوریه کې وژل شوي دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

هغه وویل، هغوی د تګ لپاره ډېر دلایل لري، خو تر ټولو مخکې یې د سپاه پاسداران له خوا په مالي ملاتړ کې کمیدل دی.

المصطفی وویل، د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ تر منځ میاشتنۍ تنخوا شاوخوا ۱۵۰۰ ډالرو ته رسېدلې وه، خو له هغه راوروسته تر اوسه پورې د ایران د اقتصادي بحران له امله د هغه یو پر درې اندازې ته رالوېدلې ده. دغه بحران یوه اړخ ته د بندیزونو او بل اړخ ته د دغه هېواد د پولي ارزښت د رالوېدلو له امله رامنځته شوی دی.

هغه وویل، د تنخواګانو په تادیاتو کې ځنډ «د جنګیالیو تر منځ ناخوښي او کرکه» زیاته کړې ده.

تر ټولو غټه غلطي

د سپاه پاسداران له خوا د حمایه کېدونکیو ملېشو غړي د هغې بې پروایۍ له امله شکایت کوي چې د هغوی په حق کې کېږي. د محلي رسنیو راپورونه ښیي چې په لسګونو کسان یې په کووېډ-۱۹ اخته شول او ځینې یې هغوی ته د طبي پاملرنې د نشتوالي له امله مړه شول.

المصطفی وویل، هغه پرله پسې هوایي بریدونه چې د سوریې په ختیځ کې د ملېشو په سنګرونو باندې کېږي د بهرنیو اجیرانو د تګ بل دلیل دی.

هغه وویل، «د دغو بریدونو له امله هغوی خفه او عصباني دي، ځکه چې اوس هغوی ډېر په دې پوهېږي چې هغوی خوندي نه دي او دا چې د سپاه پاسداران قوماندانان هغوی مرګ ته ورټېل وهي.»

په ایرانۍ ملېشو کې اکثر بهرني جنګیالي د دوو غټو ګروپونو؛ فاطمیون لوا او ذینبیون غونډ، غړي دي.

د ځینو شمېرنو په اساس، فاطمیون لوا چې په ۱۳۹۳ کې د سپاه پاسداران له خوا جوړه شوه، له ۸۰۰۰ څخه دېرو افغان جنګیالیو څخه تشکیل شوې ده، په داسې حال کې چې ذینبیون غونډ چې په ۱۳۹۱ کې جوړ شوی دی د راپورونو له مخې د ۲۰۰۰ او ۵۰۰۰ تر منځ جنګیالیو څخه تشکیل شوی چې اکثر یې پاکستانیان دي.

د العربی الجدید د وري میاشتې د وروستیو د یوه راپور په اساس،‌ د دغو دوو ملېشو شاوخوا ۲۰۰ غړو په دیرالزور ښار کې خپل قراردادونه بشپړ کړل او وروسته له هغه کور ته روان شول چې د سپاه پاسداران قوماندانانو د هغوی د تنخواګانو له ډېرولو څخه انکار وکړ.

په ایران وایر باندې د وري په ۱۵مه خپاره شوي یوه راپور په اساس، د فاطمیون یوه جنګیالي چې تازه له سوریې څخه راستون شوی وو په دې هکله څرګندونې وکړې چې سپاه پاسداران څنګه هغه استخدام کړ او روزنه یې ورکړه.

هغه په داسې حال کې چې په جنګ کې ګډون یې د خپل ژوند «تر ټولو غټه غلطي» وبلله، وویل، سپاه پاسداران هغه او نور بېچاره افغان استخدام شوي د سوریې جنګ ته ور ټېل وهل.

هغه وویل، هغه او هېوادوالو یې هغسې چې ایراني قوماندانانو ادعا کوله «د زیارتونو د دفاع» لپاره نه بلکې د ایران د ګټو د خوندي کولو لپاره جنګ کاوه.

د ملېشو تر منځ ټکرونه

د بادیات حمص د سیاسي کمېسیون څخه شیخ محمد عزام السخني وویل، «د ایران رژیم په زرګونو بهرني اجیران استخدام کړي وو او پراخې تنخواګانې یې ورکولې ترڅو په سیمه کې خپل نفوذ او د پراختیا غوښتونې پروژه خوندي کړي.»

هغه وویل، خو نن نشي کولی چې ټولو هغو کسانو ته چې یا د پیسو لپاره له ملېشو سره یوځای شوي ول یا غلطو مذهبي شعارونو بې لارې کړي ول، تنخواګانې ورکړي.

سپاه پاسداران چې په سوریه کې د خپلو ملېشو د کمېدلو په هکله یې وار له مخه فکر کړی وو، په وروستیو کې د ډېرو غریبو سوریایانو استخدام ته مخه کړې ده چې ډېر یې دې ته حاضر دي ترڅو د لږو پیسو په بدل کې کار وکړي.

السخني وویل، بیا هم لومړنۍ نښې ښیي چې دغه ملېشې به منسجمې نه شي.‌

هغه وویل، «د دغو وسله والو ډلو تر منځ اړیکې له بد نه بدترېږي، ځکه چې د هغوی قوماندانان یو له بل سره دښمنۍ کوي.»

هغه وویل، ملېشې په ځانګړې توګه د سوریې په ختیځه دښته (بادیه)، السخنه، پالمیرا او مهین کې، یو له بله د غچ اخیستنې په دود، عموما د عایداتي سرچینو په سر، سره وژني.‌

ډېر بهرني قوماندانان او اجیران داسې احساس کوي چې د سپاه پاسداران او د هغوی د مهمو متحدینو، لکه د لبنان حزب الله او د عراق کتائب حزب الله، له خوا ورسره تبعیضي چلند کیږي، او داسې ښکاري چې له دغو ډلو سره چلند ډېر توپیر لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سپاه پاسداران یو ترهګر سازمان دی چې د ایران حکومت د سیمې او د فارس خلیج د هېوادونو د بې ثباته کولو لپاره جوړ کړی دی.‌ دغه سازمان د لبنان، سوریې، عراق او یمن په جنګونو کې ښکېل دی، او ډېره هڅه یې وکړه چې طالبان تر خپل نفوذ لاندې راولي، لاکن ونه توانېد چې دا کار وکړي، ځکه چې طالبان له هغوی سره ایډیالوژیک توپیرونه لري، او له همدې امله هغوی فاطمیون ډله جوړه کړه. فاطمیون د افغانستان له شیعه هزاره ګانو څخه جوړه ډله ده، چې په سوریه او عراق کې د ایران په نیابتي جنګ کې جګړه کوي، او اوس چې طالبان راځي، ایران هڅه کوي چې فاطمیون افغانستان ته راولېږي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جنګ وکړي څو طالبان په افغانستان کې د ایران د نفوذ مخه ونه نیسي، ځکه چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت په افغانستان کې د ایران هېڅ فعالیتونه نه وو، او طالبانو ډېره هڅه وکړه چې په افغانستان کې د ایران نفوذ مهار کړي، خو په تېرو ۲۰ کالو کې ایران وکولی شوای چې په افغانستان کې پراخ نفوذ ترلاسه کړي او په دې هېواد کې یې په لسګونو رسنۍ جوړې کړې چې د ایران په ګټه لیکنې خپرې کړي. ایران د افغانستان په ځینو برخو کې پوهنتونونه جوړ کړي چې ایرانی نصاب په کې تطبیقوي. په افغانستان کې باید د ایران د نفوذ مخه ونیول شي، که نه هغه به له افغانستان څخه سوریه، یمن، عراق او لبنان جوړ کړي.‌

ځواب ورکړئ

د ایران ټول عواید او پانګه په بېلابېلوهېوادونو کې د ملېشو په تمویل باندې لګېږي، له دې امله، د ایران اقتصاد ورځ تر بلې بدتر کېږي. که نه، ایران یو غني هېواد دی او د تېلو او ګازو لویې ذخیرې لري. که په ایران کې یو ښه حکومت وای،‌ دا هېواد به د یوه لوی اقتصادي قوت په توګه پېژندل شوی وای، لاکن له بده مرغه چې د حکومت او د جنګ پلوو واکمنو غلطو سیاستونو دا هېواد او د ده خلک خراب کړي دي. له پراخو تېلو، ګازو او نورو طبیعي منابعو سره سره، د ایران خلک له لوږې مري.‌

ځواب ورکړئ