تروريزم

حزب الله افغان جنګیالیو ته په سوریه کې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو روزنه ورکوي

د ولید ابوالخیر راپور

لکه دلته چې په ۱۳۹۳ کې ښودل شوي، د لبنان د حزب الله متخصصینو له افغانانو څخه د تشکیل شوې فاطمیون لوا ملېشو ته د ابابیل – ۳ بې پیلوټه الوتکو د کارولو په هکله روزنه ورکړې ده. [تسنیم نیوز]

لکه دلته چې په ۱۳۹۳ کې ښودل شوي، د لبنان د حزب الله متخصصینو له افغانانو څخه د تشکیل شوې فاطمیون لوا ملېشو ته د ابابیل – ۳ بې پیلوټه الوتکو د کارولو په هکله روزنه ورکړې ده. [تسنیم نیوز]

کتونکي وایي، د لبنان د حزب الله کارپوهان له پالمیرا سره نږدې د سوریې په بادیه (ختیځه دښته) کې له افغانانو څخه د تشکیل شوې فاطمیون ملېشې غړو ته د بې پیلوټه الوتکو د کارولو روزنه ورکوي.

د رسنیو فعال عمار صالح وویل، د حزب الله کارپوهان له پالمیرا سره نږدې په الطلیله ساحه کې موجود ول چې د فاطمیون لوا غړو ته یې روزنه ورکوله او هغوی ته د بې پیلوټه الوتکو په هکله له تدریس څخه وروسته یې مشقونه ترسره کول.

هغه وویل، دغو کسانو په هغو پټنځایونو کې چې پخوا داعش جوړ کړي وو او کار یې ترې اخیست، د حزب الله منسوبینو ته د الوتکو د مراقبت روزنه ورکوله.

صالح وویل، په بادیه سیمه کې له دغې ساحې څخه چې تمرینونه په کې کېدل په مکمل ډول د ممانعت پټۍ تاو شوې وه،‌ او سوریایي عناصرو ته اجازه نه ورکول کېدله چې دننه ور ننوځي.

د سپاه پاسداران تر ملاتړ لاندې افغان فاطمیون ملېشې عناصر د چنګاښ په ۲۸مه په یو لړ مذهبي مراسمو کې برخه اخلي. [د فاطمیون د تیلیګرام چینل]

د سپاه پاسداران تر ملاتړ لاندې افغان فاطمیون ملېشې عناصر د چنګاښ په ۲۸مه په یو لړ مذهبي مراسمو کې برخه اخلي. [د فاطمیون د تیلیګرام چینل]

د سپاه پاسداران تر ملاتړ لاندې فاطمیون ملېشې عناصر په ۱۳۹۶ کې له پالمیرا سره نږدې د سوریې په بادیه (ختیځه دښته) کې لیدل کیږي. [تسنیم نیوز]

د سپاه پاسداران تر ملاتړ لاندې فاطمیون ملېشې عناصر په ۱۳۹۶ کې له پالمیرا سره نږدې د سوریې په بادیه (ختیځه دښته) کې لیدل کیږي. [تسنیم نیوز]

په دې روزنه کې د فاطمیون غړو ته په دې هکله ښوونه شامله وه چې څنګه له ابابیل – ۳ او د یوه نامعلوم موډل له کوچنۍ الوتکې څخه کار واخلي.

صالح وویل، په بادیه سیمه کې د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشو ته په منظمه توګه روزنه ورکول کیږي، چې له امله یې مالداران او شپانه له ډاره تېښتې ته اړ شوي دي.‌

هغه یادونه وکړه چې، دغه ډار او فشار د سیمې چې له تاریخي پلوه بېلابېل قومونه په کې اوسېدل، د ټولنې او د اوسېدونکیو خلکو د شمېر حالت بدل کړی دی.

حزب الله او فاطمیون خپل حضور پراخوي

د شییار تورکو په نامه یوه شنونکي چې له سپاه پاسداران سره تړلیو ملېشو باندې تمرکز کوي، وویل، د حزب الله او فاطمیون ملېشې تر منځ اړیکې ډېرې نږدې دی.

هغه وویل، «دغه ګوند پخوا کارپوهان راوستي وو چې د فاطمیون عناصرو ته د سنایپر کارولو، د توپونو چلولو او د ځانګړیو ځواکونو د چمتو کولو په هکله روزنه ورکړي.»

هغه وویل، د حزب الله او فاطمیون تر منځ همکاري په ۱۳۹۵ کې هغه وخت پیل شوه چې په سوریه کې په لومړي ځل د افغان ملېشې حضور معلوم شو.

نوموړي وویل، «هغه ځانګړی کنټرول چې دا دوه ډلې یې په بادیه باندې لري د سپاه پاسداران د نورو پلوي ملېشو، په ځانګړې توګه سوریایانو د ممانعت په هکله پوښتنې راپورته کوي.»

تورکو وویل، په پالمیرا کې د حزب الله نفوذ د روسي ځواکونو وتلو ته په پام سره ډېر پراخ شوی دی. اوس حزب الله او فاطمیون په ټوله سیمه باندې کنټرول لري، خپلې د استخدام هڅې یې پراخې کړي، او په لسګونو د وسلو زېرمې او تر ځمکې لاندې پټنځایونه لري.

هغه زیاته کړه، حزب الله په بادیه سیمه کې د وسلو ډېر غټ ډیپوګان لري، چې ډېر شمېر توغندي او د راکټونو او نورو وسلو د تولید وسایل په کې ځای پرځای شوي دي.

سوریایي قانون پوه بشیر البسام په سوریه کې سپاه پاسداران پورې د تړلیو ملېشو له خوا د بې پیلوټه الوتکو استعمال وننګاوه، او زیاته یې کړه چې دا کار «سوریه او سوریایان له یوه لا ډېر سخت حالت سره مخامخ کوي.»

هغه وویل، «پوښتنه دا ده چې، ولې دا ملېشه ګروپونه په بې پیلوټه الوتکو باندې سمبال کړای شي؟»

البسام وویل، د ایران رژیم د خپلو ملېشو حضور او د هغه له خوا د بې پیلوټه الوتکو توظیف په سوریه کې په ځمکه د ادعا شویو ترهګریزو ګواښونو په استناد سره توجیه کوي، لاکن دا یوه غلطه بهانه ده، ځکه چې په میدان کې هېڅ ترهګریز ګواښونه نشته.‌

هغه وویل، په حقیقت کې، د ایران کارونه به سوریه له لا نورو نړۍ والو بندیزونو سره مخامخ کړي، ځکه چې په دغه هېواد کې د سپاه پاسداران حضور او د هغه له خوا د بې پیلوټه الوتکو استعمال ترینګلتیاوې رامنځته کوي.

په سوریه کې د حزب الله کارونه د ایران تر ملاتړ لاندې حوثیانو د هغو بریدونو یاد تازه کوي چې د ایراني توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره یې په سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو باندې ترسره کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داسې ښکاري چې ايران به لنډو ورځو کې د يوه لوی بدلون شاهد وي. له تاوتريخوالي ډک لاريونونه اوس د ايران تقريباً ټولو ښارونو ته غځېدلي. آخوندي پوليس او عسکر اوس پر لاريونوالو مخامخ ډزې کوي. په کرمانشاه ښار کې يې پرون دوه لاريونوال په ډزو وژلي. تر پېښې وروسته قهرجنو لاريونوالو پر دولتي ودانيو يرغل کړی، موټرو ته يې اور اچولی او د کرمانشاه والي او نور دولتي چارواکي له خپلو کورونو تښتېدلي او ځانونه يې پټ کړي. د کردستان په سقز ښار کې بيا تر ټولو قهرجن لاريونونه روان دي او پوليسو او لاريونوالو يو بل سخت ژوبل کړي. سقز ښار کې آخوندي سپاهِ پاسدا ران ځواکونه او د ايران پوځيان وروسته تر هغې سره ښکر په ښکر شوي او پر يو بل يې ډزې کړي چې سپاه ځواکونو لاريونوال مخامخ په نخښه کړي. ايران کې تر فيسبوک او يوټيوب وروسته انسټاګرام او واټس اپ هم د حکومت له لوري فلټر شوي خو لاريونوال د VPN په کارولو خپلې ويډيوګانې او خبرونه پر انسټاګرام او واټس اپ خپروي او يو بل ته یې استوي. ظاهر عمار

ځواب ورکړئ

زه چې ګورم ګورم او څومره سوچ کوم، نو ذهن ته مې رالوېږي چې زموږ میندو د دې لپاره نه یو زېږولي چې خپل وطن ته دې کار وکړو؛ بلکې د دې لپاره یې زېږولي یو چې د نورو د قربانۍ پسونه جوړ شو او نورو ته ګټې ورسوو. چې ښه مثال یې همدا دی. فاطمیون چې ستاسو په وینا افغانان دي خو ګټه یې ایران ته رسېږی او درد یې افغانستان ته. زه مطمئین یم دغه خبر چې زما په څېر هر افغان لوستی وي زړه به یې درد کړی وي. خو چاره نشته. موږ تل د نورو په جګړه کې ښکیل شوي یو او د نورو لپاره له موږ څخه کار اخیستل شوی. او دا چې تل د نورو لپاره کارېږو علت یې دادی چې یا نه پوهېږو او یا پوهېږو خو ځان نه پوهوو. خدای دې زموږ په افغانانو رحم وکړي. چې هر ځای ته ځي درد او غم یې مېلمه وي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې ایران غواړي د حزب الله موډل په افغانستان کې هم پلي کړي. ستاسو په ویب سایټ او نورو رسنیو کې ډیر داسې خبرونه خپاره شوي چې ایران د فاطمیون لوا د جنګیالیو د تجهیز او روزنې چارې ګړندۍ کړي دي. د شیعه ګانو او ځینو سني دیني عالمانو د وژلو په ارزولو سره، زه فکر کوم چې په افغانستان کې به ډېر ژر یوه مذهبي جګړه ونښلي. د همدې هدف لپاره ایران د فاطمیون جنګیالي هم روزي چې افغانستان ته یې واستوي او د خپلو اجیرانو په توګه ترې کار واخلي. ایران غواړي چې فاطمیون د لبنان د حزب الله په څیر رول ترسره کړي. [د ایران په نظر]، فاطمیون باید افغانستان هم د ایران د سیاستونو او ګټو لپاره لکه حزب الله چې لبنان قرباني کړ، قرباني کړي. له دغو ناوړه سیاستونو څخه د ایران ناوړه نیتونه ښه څرګند دي او د افغانستان له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوم چې د ایران څخه د منت کولو سیاست پای ته ورسوي، ځکه چې پر ایران هېڅکله هم باور نه کېږي او نه هم د افغانستان ښه دوست کېدای شي.

ځواب ورکړئ