سياست

فاطمیون لوا د سوریې په دیموګرافیکه نقشه کې تغیرات رامنځته کوي

د ولید ابوالخیر راپور

په سوریه کې د فاطمیون ملېشې غړي د غبرګولي په ۱۷مه د سپاه پاسداران له افسر حسین یکتا سره ګوري. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

په سوریه کې د فاطمیون ملېشې غړي د غبرګولي په ۱۷مه د سپاه پاسداران له افسر حسین یکتا سره ګوري. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

د ایران سپاه پاسداران له فاطمیون لوا څخه په استفادې سره د سوریې په یو شمېر سیمو کې د دیموګرافیک بدلون یو پلان تطبیقوي چې په ترڅ کې یې ځایي خلک د هغوی له کورونو څخه وباسي او پر ځای یې د ملېشې غړي او د هغوی کورنۍ ځای پرځای کیږي.

فعالانو او کارپوهانو المشارق خبري وېب سایټ ته وویل، دا عملیات به د سوریې د ټولنې لپاره جدي او اوږدمهالې منفي پایلې ولري.

د سپاه پاسداران او د هغه د څانګو د چارو متخصص او څېړونکي شییر تورکو وویل،فاطمیون لوا، یوه ملېشه چې له افغان جنګیالیو څخه تشکیل شوې او په سوریه کې توظیف شوې ده،«د سپاه پاسداران تر ټولو خطرناک نظامي مټ دی.»

هغه وویل، سپاه پاسداران د دې ملېشې غړي څه وخت مخکې د افغانستان پولې سره نږدې په ایراني کمپونو کې راټول کړل او روزنه یې ورکړه.

د فاطمیون لوا یو افسر د غبرګولي په ۱۰مه دلته د سوریې له پالمیرا ښار سره نږدې لیدل کیږي. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

د فاطمیون لوا یو افسر د غبرګولي په ۱۰مه دلته د سوریې له پالمیرا ښار سره نږدې لیدل کیږي. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

د فاطمیون لوا له خوا کارول کېدونکي د منځني واټن توغندي د غبرګولي په ۱۳مه دلته په سوریه کې لیدل کیږي. [د فاطمیون د ټیلیګرام په حساب له یوې خپرې شوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس]

د فاطمیون لوا له خوا کارول کېدونکي د منځني واټن توغندي د غبرګولي په ۱۳مه دلته په سوریه کې لیدل کیږي. [د فاطمیون د ټیلیګرام په حساب له یوې خپرې شوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس]

په سوریه کې د فاطمیون ملېشې غړي د غبرګولي په ۱۷مه د شهید سید الحکیم په مرکز کې د پالمیرا د جګړې په هکله یو مستند فلم ګوري. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

په سوریه کې د فاطمیون ملېشې غړي د غبرګولي په ۱۷مه د شهید سید الحکیم په مرکز کې د پالمیرا د جګړې په هکله یو مستند فلم ګوري. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

هغه وویل، «هغوی له مسلکي کسانو څخه جنګي روزنه ترلاسه کړه، او د هغوی کورنۍ له افغانستان څخه راوړل شولې.»

هغه وویل، وروسته هغوی د ښو تنخواګانو او مالي اجورې په تمه په سوریه کې جنګ ته راکاږل شوې، او وعدې ورکړل شوې چې که هغوی ټپيان شي یا ووژل شي، د وژل شویو جنګیالیو کورنیو ته به د ایران تابعیت ورکړل شي.‌

له ۱۳۹۳ کال راهیسې، د هغوی رول په هغو جنګونو کې ښه ولیدل شو چې د حمص، حلب، دیرالزور، المیادین او البوکمال په څېر سیمو کې، او همدارنګه د دمشق او د سیده زینب د زیارت په سیمو کې وشول.

ګواښونه او د مالي امتیازاتو تشویق

سوریایي قانونپوه بشیر البسام وویل، سپاه پاسداران ښه پوهیږي چې د دیر الزور ولایت اوسېدونکي «په سوریه کې د ایراني حضور په نتیجه کې تحمیل شوی انجام شوی کار» حمایت نه کوي مګرم مجبوره دي چې ویې زغمي.‌

هغه وویل، «هغه پوره خبر دی چې هر ډول بدلونونه چې په محل یا سیمه کې رامنځته کیږي، کولی شي چې په سوریه کې د هغوی د پراختیا پلانونه پای ته ورسوي،له دې امله هغوی د خپل کنټرول د ټینګولو لپاره د ټولو ممکنو طریقو استعمال ته مخه کړې ده.»

هغه وویل، په دې کې ګواښونه او مالي مشوقونه هم شامل دي.‌

هغه وویل، سپاه پاسداران تازه په دې کار پيل کړی چې «د دیموګرافیک تغیر یو پراخ عمل» پلی کړي. په دې لړ کې، هغوی ځایي اوسېدونکي مجبوروي چې له ځانګړیو سیمو څخه وځي او پر ځای یې د ملېشو د غړو کورنۍ ځای پرځای کوي.

دا هڅه په دیر الزور ښار او د دیرالزور ولایت په المیادین او البوکمال سیمو کې، او دغه راز د حماه ولایت په شیخ هلال، رهجان او شاکوزیه کلیو او د حلب په ختیځو کلیوالو سیمو کې لیدل شوې ده.

البسام وویل، د هغو کورنیو پر ځای چې له دغو سیمو څخه اېستل شوي هلته د سپاه پاسداران د ملېشو او په ځانګړې توګه د لبناني، عراقي او افغان ملېشو او څه ناڅه د پاکستاني ملېشو د غړو کورنۍ ځای پرځای شوي دي.‌

هغه وویل، «د افغان جنګیالیو او د هغوی د کورنیو ځای پر ځای کېدل تر ټولو جدي ځکه دي چې عراقيان او لبنانیان به د افغان جنګیالیو پر خلاف تل سوریې ته د نزدیکت له امله خپلو هېوادونو ته د ستنېدلو په هکله فکر کوي.»

هغه وویل، افغان جنګیالي به له افغانستان څخه له راوتلیو او ایراني کمپونو کې له کالونو کالونو وخت تېرولو څخه وروسته، خپل ځانونه هغه څه پورې چې هغوی ترلاسه کړي دي ټینګ ونښلوي، او یادونه یې وکړه چې د دغو سړیو لپاره،‌ «په سوریه کې له خپلو کورنیو سره ژوند کول داسې یو فرصت دی چې هغوی په اسانۍ سره ترې نه تېرېږي.»

هغه یادونه وکړه چې د دیموګرافیک تغیر هڅه د دمشق په شاوخوا او د شیعه ګانو له لویو زیارتونو سره نږدې سیمو کې هم پلې کېږي.‌

هغه وویل، دا پروسه «به ویجاړوونکې امنیتي او ټولنیزې پایلې ولري، ځکه چې دغه سیمه خپل تاریخي او کلتوري مشخصات لري چې له هغو رواجونو سره کاملا په تضاد کې دي چې له سوریایي ټولنې لپاره پردي دي.»

هغه زیاته کړه، ښایي چې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ موجود توازن له منځه لاړ شي او یادونه یې وکړه چې ښایي دا حالت «داسې خونړۍ جګړې رامنځته کړي چې کېدی شي د تېرو کالونو په پرتله د دې سیمو د اوسېدونکیو لپاره ډېرې ویجاړوونکې وي.»

فاطمیون لوا په مهمو موقفونو کې

په البوکمال کې د رسنیو یوه فعال ایهم العلي وویل، «دا وخت، د فاطمیون لوا د استخدام هڅې ګړندۍ کوي او هغه تنخواګانې چې هغوی یې سوریایي ځوانانو ته ورکوي له هغو څخه لوړې دي چې د سپاه پاسداران د نورو څانګو ملېشو ته ورکول کیږي.»

هغه وویل، د دغې ملېشې غړي تل په حرکت کې وي، او ځانونه پټوي څو دا ډاډمنه کړي چې برید یا هوایي حملې پرې ونشي.

هغه وویل، هغوی ډېر نوي ستراتیژیک ځایونه لکه قوي سیمې چې تونلونه او تر ځمکې لاندې سمنټي پټنځایونه لري، نیولي دي. هغوی د پالمیرا لرغوني ښار سره نږدې د سیلو ودانۍ په څېر ځایونه چې د هغې د قوي او غښتلیو جوړښتونو له امله مشهور دي، اشغال کړي دي.

دغې سیمې هغوی دې ته جوړ کړي چې د پالمیرا او دیرالزور تر منځ نښلوونکې لویه لاره تر بشپړ کنټرول لاندې ولري.

العلي زیاته کړه، دغه راز دا ملېشه په پالمیرا کې د ملکیت او کورونو ضبطولو ته دوام ورکوي. دغلته د اصلي اوسېدونکو یواځې یوه کوچنۍ سلنه خلک پاتې دي.

هغه وویل، «داسې معلومات شته چې د ځینو افغان ملېشو د غړو کورنۍ دغه ښار ته راوړل شوي څو دغلته ځای پرځای شي.»

هغه وویل، د دې لپاره چې د ملېشې د جنګیالیو خوندیتوب او خوندي تګ راتګ ډاډمن شي، هغوی په ډېرو سیمو کې نوي تونلونه باسي او له داعش څخه راپاتې شوي زاړه تونلونه یې بیا رغولي دي.

په نویو تونلونو کې یو د غانم العلي په ښار کې له جبل البشري سره نږدې چې د الرقه ښار جنوب ختیځ ته پروت دی، او یو بل د المیادین په دیر الزور ښار کې دی، شامل دي.

العلي وویل، په دغو دوو ساحو کې زیات شمېر وسلې، مهمات او توغندي موجود دي، او د ملېشې غړو ته دا وړتیا ورکوي چې له هوایي بریدونو څخه د خونديتابه لپاره د ساحو او پټنځایونو تر منځ تګ راتګ وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې ایران افغانستان ته د پاکستان نیمايي قدر زیان هم نه دی رسولی. دواړه د افغانستان لپاره بد دي، خو پاکستان تر ایران ډېر خطرناک دی.

ځواب ورکړئ

افغان بدبختو ځوانانو ته له کالونو کالونو راهیسې داسې څه تدریس کیږي چې انسان ته د خدمت پر ځای انسان وژني. مونږ چې په مکتب کې وو، په اول او دویم صنف کې یې په مونږ باندې داسې نصاب تدریس کاوه. تاسو وګورئ چې زمونږ د حساب کتاب کې یې څه لیکلي دي! کله چې زمونږ د نسل هلکان را لوی شول، شورویان په خپله مخه تللي ول زمونږ ځوانانو یو په بل پسې توپکونه پورته کړل او یو بل یې ووژل. https://www.facebook.com/photo?fbid=3989108121314756&set=a.1432999573592303

ځواب ورکړئ

ستاسو خبره صحیح ده لاکن دا د ښوونځیو دا نصاب چا جوړ کړی وو؟ دا امریکا جوړ کړی وو او د نبراسکا موسسې په مالي مرسته جوړ شوی وو. مونږ ټولو همدا غول په کې زده کول.

ځواب ورکړئ

که څه هم فاطمیون د ملیشو یو ګروپ دی چې د ایران د رژیم له خوا ګمارل شوی او رامنځته شوی، خو روسیې هم په دې ډله کې پانګونه کړې او دا تقریباً امکان لري چې له دې ډلې څخه د اوکراین په جګړه کې کار واخلي. د طلوع نیوز د راپور له مخې روسیه د فاطمیون لپاره لوی پلانونه لري او له همدې امله یې ملاتړ کوي او فعاله ساتي. روسان فاطمیون روزي، په وسلو او ټکنالوژۍ یې سمبالوي او لوژستیکي توګه ملاتړ یې کوي. فاطمیون یوه ملیشه ډله ده چې روسیه غواړي د نورو ملیشو ډلو لکه CHVK واګنر سره یې چې په سوریه او نورو ځایونو کې فعالیت کوي د اجیرانو په لیست کې شامل کړي. د روسانو او فاطمیون ترمنځ اړیکي په سوریه کې د روسانو له مستقیمې پوځي مداخلې څخه پیل شوې، چې له هغه وخت راهیسې دوی د فاطمیون د جنګیالیو له استقامت څخه متاثره شول او د جګړې په ډګرونو کې د دوی تر څنګ ودریدل. روسیه د سیمې لپاره د ایران په څیر خپل حساب لري او هڅه کوي د فاطمیون په څیر نیابتي ځواک وکاروي ترڅو د طالبانو او داعش د خراسان څانګې له ګواښونو سره مقابله وکړي چې هڅه کوي د یوې اورپکې ډلې په توګه راڅرګند شي. روسیه په ازبکستان او ترکمنستان کې اډې نه لري (یوازې په تاجکستان او قرغزستان کې پوځي اډې لري) او له همدې امله به هڅه وکړي چې فاطمیون د خپلو ګاونډیانو د څارنې لپاره وکاروي. فاطمیون یو ډیر ټیټ لګښت لرونکی ځواک دی. دوی معمولاً د لنډې روزنې دورې (څلور اونۍ) څخه تیریږي. فاطمیون تر اوسه شاوخوا لس روزنیز مرکزونه لري، چې څلور یې په تهران، څلور په مشهد او دوه په اصفهان کې دي. دا وېره هم شته چې دا ډله به د افغانستان حزب الله شي.

ځواب ورکړئ

ایران له ډېر پخوا د خپلو ګټو د ساتلو په موخه په بېلابیلو هیوادونو کې د ټولنیزو جوړښتونو په بدلولو کې لاس لري. په افغانستان کې ایران هڅه کړې چې په هرات کې د جبرییل ښارګوټي، کابل کې د محمدیه او نورو ښارګوټو او دغه راز په مزارشریف، لښکرګاه او نورو ځایونو کې د ورته ښارګوټو په جوړولو سره د سیمې دیموګرافیکه نقشه بدله کړي. په دې کار سره ایران غواړي چې په ټولنو کې د خپلو پلویانو په جلا کولو سره هغوی ته له نورو نه جدا حیثیت او هویت ورکړي او په ځان پورې یې تړلي وساتي او دغه راز په ټولنه کې د یو بل زغملو دود کمزوری او بې اتفاقۍ ته لمن ووهي. دا کار له ډېر پخوا ایران د لبنان په جنوب کې ترسره کړی، وروسته یې په عراق کې هم ورته لوبې ترسره کړې او دادی اوس په سوریه کې غواړي خپلې موخې په دې ډول تطبیق کړي. د سوریې خلک او حکومت باید د ایران د دې شومو پلانونو په وړاندې ودریږي که نه نو وروسته به ورته ددې یاغي ډلو کنترولو ډېر سخت شي. مننه

ځواب ورکړئ

دا د ایران له خوا له افغان کډوالو څخه د ناوړه استفادې یوه بله نښه ده. ایرانیان د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره افغان کډوال سوریې ته استوي او په بدل کې یې درواغجنې ژمنې ورکوي. د دوی د کارولو وروسته، دوی بیرته افغانستان ته لیږدول کیږي یا یې پریږدي. ایران هم د ایران او عراق په جګړه کې له افغان مهاجرینو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی مجبوروي چې له عراق سره د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شي. ایران تل له افغانستان سره دښمني کړې او تل یې هڅه کړې چې افغانان او افغانستان ته زیان ور ورسوي. په ورته وخت کې، په خپلو شعارونو کې ځان د افغانستان دوست او ورور بولي. لعنت دې وي په دې منافق او ظالم رژیم.

ځواب ورکړئ

څومره چې پاکستان افغانستان ته تاوان رسولی، ایران د هغه ۱/۱۰ برخې هم نه دی ور اړولی. دواړه شیطانان دي خو پاکستان د ایران په پرتله ډیر حرامي دی.

ځواب ورکړئ

افغان هزاره ګان په سوریه کې د داعش پر ضد جنګېږي او هلته پر خلکو ظلم کوي او په ځواب کې داعش هم بې ګناه افغانان په نښه کوي او غچ یې له بې وزلو افغانانو څخه اخلي. د فاطمیون جنګیالي باید د ایران د اخوندي رژیم لپاره لاسپوڅي توب پای ته ورسوي او د خپلو هیوادوالو د لا زیاتو مرګونو او ویجاړیو مخه ونیسي. دوی باید د څو ظالمو رژیمونو د ګټو د خوندي کولو لپاره خپل هیواد وران او ویجاړ نه کړي. افغانان له جګړې ستړي شوي او نه غواړي د زبرځواکونو د لوبو قرباني شي.

ځواب ورکړئ

فاطمیون لوا پخوا له افغان جنګیالیو څخه تشکیل شوې وه. د سپاه پاسداران تر ټولو خطرناک نظامي قوت دی چې تل ترې ایران په نظامي برخه کې استفاده کړې او په خپله ګټه یې کارولې ده. د افغانستان د جمهوریت له سقوط وروسته ګڼ شمېر افغان کومانډویان، ځانګړو ځواکونو غړي، د ملي اردو افسران ... ایران ته کډه شوي څو خپل ژوند خوندي کړي. خو د تازه معلوماتو له مخې چې د ایران حکومت هغوی ته کارتونه ورکړي. چېرته چې غواړي اوسېدلی شي. څه ډول ژوند چې غواړي کولی شي او داسې هم ویل کېږي چې ایران غواړي همدا افغان پوځیان په نظامي برخه کې جذب کړي او په راتلونکي کې ترې په نظامي عملیاتو کې ګټه واخلي. دا نو بیا ایرانیان ښه پوهېږي چې د دغو افغان پوځیانو له مجبوریت څه ډول استفاده وکړي. د چا پر ضد یې وکاروي. چېرته یې ولېږي... خو امریکا د افغانستان له مخکیني حکومت (جمهوریت) سره ځکه ښه ونکړل چې په همدې (افغان پوځ) یې پیسې مصرف کړې، ویې روزل او داسې ورځ راتلونکې ده چې همدا پوځ به بېرته د نورو هېوادونو په ګټه او د امریکا په ضد کارول کېږي...

ځواب ورکړئ