امنیت

د افغان ملېشې غړي په سوريه کې د نشه ييزو توکو د جګړې په تشدید کې لاس لري

د نوحد توپالیان راپور

د جنوبي دمشق د سیده زینب سیمې اوسېدونکي په یوه عکس کې چې د غوایي په میاشت کې اخیستل شوی دی، لیدل کیږي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې، په دې سیمه کې چې د ایران پلوه ملېشو تر کنټرول لاندې ده، د ناقانونه نشه ییزو توکو سوداګري زیاته شوې ده. [احمد عبید/ صوت العاصمه]

د جنوبي دمشق د سیده زینب سیمې اوسېدونکي په یوه عکس کې چې د غوایي په میاشت کې اخیستل شوی دی، لیدل کیږي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې، په دې سیمه کې چې د ایران پلوه ملېشو تر کنټرول لاندې ده، د ناقانونه نشه ییزو توکو سوداګري زیاته شوې ده. [احمد عبید/ صوت العاصمه]

بیروت -- د وروستي ویجاړونکي تاوتریخوالي په لړ کې، روانه میاشت د جنوبي دمشق په هغې سیمه کې چې د سیدې زینب زیارت پروت دی، د سپاه پاسداران د پلوي ملېشو تر منځ مرګونې نښتې وشولې.

د سوریې د اپوزیسیون رسنۍ صوت العاصمه (د پلازمېنې غږ) راپور ورکړ چې، د ملېشو یو شمېر غړي د غوایي په ۱۷مه هغه وخت ووژل شول چې د سپاه پاسداران ملېشو اړوند ایراني، افغان او پاکستاني عناصرو په خپلو کې سره جنګ پیل کړ.

افغان ملېشو ته فاطمیون لوا وایي. دا هغه ډله ده چې کتونکي وایي تهران به یې بالاخره په افغانستان کې توظیف کړي.‌

د صوت العاصمه سیمه ییز اېډېټر احمد عبید المشارق خبري ویب سایټ ته وویل، د دغه لنډ خو خونړي جنګ په ترڅ کې ۷ تنه غیر سوریایي د ملېشو غړي ووژل شول.

د سیدې زینب زیارت چې په جنوبي دمشق کې د ایران پلوه ملېشو تر کنټرول لاندې سیمه کې پروت دی، دلته د غوایي په میاشت کې لیدل کیږي. [احمد عبید/صوت العاصمه]

د سیدې زینب زیارت چې په جنوبي دمشق کې د ایران پلوه ملېشو تر کنټرول لاندې سیمه کې پروت دی، دلته د غوایي په میاشت کې لیدل کیږي. [احمد عبید/صوت العاصمه]

هغه وویل، یوې ۷ کلنې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۳ نور ملکي کسان ټپیان شول.

یادې رسنۍ راپور ورکړ چې، ترینګلتیاوو چې دې پېښې ته یې لاره هواره کړله، د سپاه پاسداران د پلوي ډلو تر منځ د نشه ییزو توکو د خرڅلاو په سر رامنځته شوې شخړې څخه سرچینه اخیستې وه.

هغه وویل، یوه ګروپ د بل ګروپ له «قلمرو» څخه سرغړونه کړې وه او هلته یې نشه ییز توکي خرڅول چې ورپسې دغه ټکر رامنځته شو.

صوت العاصمه راپور ورکړ چې، د سلواغې په میاشت کې هم د عراقي سیلانیانو او ځایي خلکو تر منځ په عین سیمه کې نښتې وشولې.‌

کتونکو وویل، د راپورونو په اساس، شخړه هغه وخت پیل شوه چې عراقي سیلانیانو یو شمېر اوسېدونکیو ته هغه وخت چې په سیمه کې د خوراکي توکو مرسته وېشل کېدله، کنځلې وکړې.

د دمشق اوسېدونکي وایي، د سیدې زینب سیمه د ایران له خوا حمایه کېدونکې ملېشې کنټرولوي، او هغه یې «د بیروت جنوبي اطرافو ته» ورته سیمه باندې، چې د لبنان د حزب الله یو تاریخي مرکز دی، اړولې ده.

د دمشق بې قانونه سیمه

د سوریې فعالانو المشارق ته وویل چې حزب الله سوریې ته د نشه ییزو توکو یو بهیر ور روان کړی دی، او یادونه یې وکړه چې د دمشق شاوخوا سیمې د غیرقانوني فعالیت له امله د دغه ګوند لبناني مرکزونو ته ورته بڼه خپله کوي.‌

عبید وویل چې د سیدې زینب سیمه د سپاه پاسداران او د سوریې د رژیم له خوا کنټرولیږي.

هغه وویل، په سیمه کې چې په سکتورونو وېشل شوې ده، ایراني، افغان، پاکستاني، عراقي او د لبنان د حزب الله د ملېشو کسان موجود دي، او هره ملېشه «اجازه لري» چې په خپل سکتور کې د نشه ییزو توکو وار له مخه مشخص شوی مقدار خرڅ کړي.

هغه وویل، د سیدې زینب په سیمه او د سپاه پاسداران له خوا کنټرولېدونکیو سیمو کې «د ملېشو د غړو تر منځ چې له خپلو قوماندانانو سره شریکې ګټې لري» د نشه ییزو توکو پراخ تجارت روان دی.

عبید وویل د سیدې زینب سیمه د بیروت جنوبي اطراف په څېر بې قانونه شوې، او د سني سوریایانو، عراقیانو او د فوا، کفرایه، النبل او الزهره د شیعه اوسېدونکیو شمېر په کې ډېر زیات دی.

هغه وویل، «دا د بدمرغۍ خبره ده چې ملېشې هلته او په دمشق او څنډو کې یې په ښکاره د نشه ییزو توکو معاملې کوي، چې د قهوې او چای په پلورنځیو کې پلورل کیږي.»

هغه په جنوبي دمشق کې د نشه ییزو توکو د خرڅلاو زیاتوالی د بودجې د کمښت له امله وباله چې سپاه پاسداران او حزب الله ورسره مخامخ دي، ځکه چې دواړه د مالي ملاتړ له پلوه په ایران باندې متکي دي او ایران د اقتصادي ناورین له کشمکش سره مخامخ دی.‌

د سپاه پاسداران پلوي ملېشې سره ټکر کوي

یوه سوریایي ژورنالست او فعال چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، حزب الله ډیر نشه ییز توکي، په ځانګړې توګه چرس او اسیتایل فنتانیل چې یو ډول اپیني ماده ده او معمولا د «جعلي هیرویین» په نامه مشهور دي د دمشق دغې سیمې ته قاچاق کوي.

هغه وویل، دغه نشه ییز توکي په سیده زینب سیمه کې، چې د نشه ییزو توکو د خرڅلاو په یوه مشهور بازار باندې بدل شوی دی، خرڅېږي.

هغه وویل، نښتې کله ناکله د حزب الله د عناصرو او د سوریې د پوځ د ۴مې لوا تر منځ د ګټو د فیصدۍ په سر رامنځته کیږي، ځکه چې ۴مه لوا د خرڅلاو لپاره د اسانتیا برابرولو په بدل کې ډېره برخه غواړي.‌

د خالد په نامه د دیر الزور یوه فعال وویل، د ایران له خوا د حمایه کېدونکیو ملېشو تر منځ نښتې «د فرات سیند د غاړو په اوږدو کې د تلاشۍ د پوستو کنټرول پورې تړاو لري».

هغه وویل، په وروستیو کې په محکان ښارګوټي کې د رژیم د پلوي ملي دفاعي ځواکونو د ملېشې او د فاطمیون لوا د غړو تر منځ چې له افغان جنګیالیو څخه جوړه ده، د یوې وسله والې نښتې په هکله راپور ورکړل شو.‌

د وري په نیمایي کې، د دیر الزور په سرحدي ښارګوټي البو کمال کې هغه وخت نښتې پیل شوې چې د سپاه پاسداران پلوي لوا الشیخ ملېشې هڅه وکړه چې د لوا ابو الفضل العباس اړوند یو موټر تلاشي کړي.

خالد وویل، په نښته کې د لوا ابوالفضل العباس یو کس ووژل شو، ۷ تنه نور د ملېشې غړي او یو شمېر ملکي خلک ټپیان شول، او نږدې کورونه په کې ویجاړ شول.

هغه وویل، د البو کمال په اطراف کې د «زرغون کمربند» سیمه د سپاه پاسداران د ۱۴۷ غونډ او د ایران له خوا د حمایه کېدونکیو عراقي ملېشو د عناصرو تر منځ د وسله والو نښته میدان وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هرځای چې ګورې افغانان به د پردیو په لمسون په بدو فعالیتونو کې ښکېل وي. افغانانو کلونه کلونه په داسې حال کې د ایران لپاره په سوریې او عراق کې جګړه وکړه چې ایرانیان یې افغاني کثیف بولي او د همدې جنګیالیو کورنۍ په زوره افغانستان ته رالېږي. زه نپوهېږم چې افغانان به کله سړي کېږي او کله به د پردیو په لمسون له تخریبي او غیرقانوني کارونو لاس په سر کېږي خو دا هم یو واقعیت دی چې د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو د افغانانو له بې وسۍ او مجبوریت ناوړه ګټه اخیستې او په دې کار کې ایران هم له چا پاتې نه دی. دا زموږ بد بختي او خپل جهالت دی چې کوردننه د طالبانو له لاسه ژوند نشو کولی او کله چې د یوې مړې حلالې ډوډۍ لپاره بهر ته ځو بیا د داسې ښامارانو په لومو کې لوېږو چې هیڅ ډول رحم او انسانیت یې په زړه کې نشته. خدای دې د ایران په شان ظالم حکومتونه ژر تر ژره تباه او موږ افغانانو ته دې عقل او همت راکړي چې خپل وطن پخپله جوړ کړو او د داسې بې وجدانه ملکونو په لومو کې ګیر نه شو.

ځواب ورکړئ

له خپلو الفاظو سره احتیاط کوئ. هیڅکله ټول افغانان په بد نوم مه یادوئ. ستاسو د لومړیو کرښو پوښتنې ته چې ولې افغانان ناروا کارونو ته لاس اچوي، ستاسو د لیکنې په منځ کې خپله ځواب شته. افغانان همدغې نړۍ والې ټولنې، همدغو اسلامي ګاونډیو پاکستان او ایران، همدې روسانو، همدی چینایانو، همدغو خرو او سپیانو مجبور کړل چې خپل وطن پریږدي او په نورو وطنونو کې د احتیاج ژوند وکړي.

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت له ډېر پخوا څخه د قاچاقي توکو د لېږد په چارو کې ښکېل دی چې مخدره توکي یې یوه برخه ده. د ایران استبدادي او مافیایي رژیم د نړیوالو لوټمارو او ورانکارو شبکو سره په نږدې اړیکه کې دی او د هغوی پوسیله یې د غیرقانوني او ګرانبیه توکو یوه منظمه شبکه رامېنځته کړې څو په دې ډول پر خپل ځان د نړیوالو بندیزونو د فشار د کمولو ترڅنګ په سیمه او نړۍ کې خپلو ورانکارو فعالیتونو ته کافي اندازه پیسې پیدا کړي. دغه راز په داسې حال کې چې ددې ورانکارو او تخریبي فعالیتونو زیان تر بل هرچا زیات د ایران خپلو وګړو ته رسیږي خو د ایران خلک په واقعیت کې د خپل دیکتاتوري رژیم د جنایتونو بیه پرې کوي خو ددې فعالیتونو ګټه ایراني ملایانو او د انقلاب د ساتونکو ځواک ته رسیږي او هغوی ورباندې خپل د عیش او عشرت ژوند روان کړی دی.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه هر هېواد هڅه کړې چې له بې وزلو افغان کډوالو څخه ناوړه ګټه پورته کړي. ایران او پاکستان له افغان مهاجرینو څخه د ناوړه استفادې اوږده سابقه لري، خو په هر حالت کې افغانان پخپله د دې ټولو لامل شوي دي او دا منافق هیوادونه به تر هغه خپله لاره بدله نه کړي چې افغانان پخپله وغواړي. زه غواړم د نشه يي توکو په قاچاق او لېږد کې د سپاه پاسداران د رول په اړه ولیکم. ایران په نړۍ کې د نشه یي توکو د قاچاق یو له مهمو لارو څخه دی او په افغانستان کې زیاتره نشه یي توکي د ایران او د سپاه پاسداران له لارې اروپايي هېوادونو ته قاچاق کېږي. د ایران د سپاه پاسداران ځواک د نشه یي توکو د قاچاق له لارې هر کال په ملیونونو ډالر ګټي چې اوس یې په ایران کې د مخدره موادو په قاچاق انحصار کړی او په ټوله نړۍ کې له جنایتکارو شبکو سره اړیکې لري. د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې راپور ښيي چې له ایرانه د وارد شویو نشه ‎يي توکو خواوشا ۴۰٪ په دغه هېواد کې پاتې کېږي او پاتې ۶۰٪ عراق، ترکیې، اذربایجان او بالاخره اروپا ته لېږدول کېږي. ایران په منځني ختیځ کې د خپلو نایبو ډلو لکه په لبنان کې حزب الله او په یمن کې د حوثیانو له لارې مخدره مواد قاچاق کوي او انتقالوي.

ځواب ورکړئ

دا صحیح ده چې په افغانستان کې یو شمېر سوداګر او دغه راز ایرانیان او پاکستانیان د افغانستان له کوکنارو څخه په میلیونونو ډالر ترلاسه کوي، لاکن ما څو کاله مخکې په یوه راپور کې ولوستل چې د افغانستان د کوکنارو ۲ میلیارده ګټه افغانانو ته پاتې کېږي چې له دغه مقدار څخه تقریبا ۷۰٪ د هیرویینو تجارانو ته په لاس ورځي او پاتې ۳۰٪ هغه بزګرانو ته په لاس ورځي چې ټول کال د دغه ناوړه بوټي په کرلو، خدمت کولو او ټولولو باندې لګوي. خو په عین حال کې د افغانستان له کوکنارو څخه ۶۰ میلیارده (۶۰ زره میلیونه ډالر) ګټه اروپایي او امریکایی قاچاقچیانو ته په لاس ورځي چې هغوی یې غربي هیوادونو ته رسوي او هلته یې خرڅوي. والله اعلم چې دا به څومره ریښتیا وي.

ځواب ورکړئ