ديپلوماسي

په افغانستان کې قومي ترینګلتیاوو ته د لمن وهلو لپاره د ایراني رژیم هڅو د خلکو غوسه راوپاروله

د عمر راپور

یو زوړ سړی د غوایي په ۷مه په هرات کې په دېوال باندې د شویو لیکنو تر څنګ تېرېږي. په دېوال لیکل شوي، «د ایراني رژیم یو شمېر هدفونه: د سوریې ویجاړول، د عراق ویجاړول، د یمن ویجاړول. او راتلونکی هدف: افغانستان». [عمر/سلام ټایمز]

یو زوړ سړی د غوایي په ۷مه په هرات کې په دېوال باندې د شویو لیکنو تر څنګ تېرېږي. په دېوال لیکل شوي، «د ایراني رژیم یو شمېر هدفونه: د سوریې ویجاړول، د عراق ویجاړول، د یمن ویجاړول. او راتلونکی هدف: افغانستان». [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د داعش او په افغانستان کې د قومي ترینګلتیاوو په هکله د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده خبرې د افغانانو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوي دي.

خطیب زاده د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۵مه/ په تهران کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې په افغانستان کې اکثریت یا اقلیت قومي ګروپ نشته.

هغه وویل، پښتانه یو اقلیت قومي ګروپ دی، په داسې حال کې چې تاجکان او هزاره ګان د افغانانو اکثریت جوړوي.

د هرات اوسېدونکیو د ایراني ویاند په خبرو غوسه څرګنده کړه او ویې ویل چې هغوی دغو خبرو ته د داسې یوې څرګندې نښې په سترګه ګوري چې د ایران رژیم غواړي په افغانستان کې د قومي ترینګلتیاوو اور بل کړي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي حسین قادري وویل، «په افغانستان کې راپورته شویو ستونزو ته په پام سره، د ایران رژیم هڅه کوي چې د افغان قومي ګروپونو تر منځ اختلافات راوپاروي او شخړه جاري وساتي.»

هغه وویل، ایران حق نه لري چې د افغانستان د قومي ګروپونو او داخلي چارو په هکله خبرې وکړي، او زیاته یې کړه چې افغانان به د ایران د هر ډول لاسوهنو او نفاق پر ضد ودرېږي.‌

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي جاوېد نیایش وویل، تهران په خپل هېواد کې د اقلیت ګروپونو پر ضد توپيري چلند کوي، خو په بې شرمۍ سره د افغان قومي ګروپونو په هکله خبرې کوي او غواړي چې په افغانستان کې جنګ اوږد شي.

هغه وویل، «د ایران رژیم له خوا د قومي ترینګلتیاوو په هکله دوه مخی چلند زموږ د هېواد په داخلي چارو کې د مداخلې ښکاره نښه ده. په افغانستان کې د ایران لاسوهنه باید ودرېږي څو زموږ هیواد یو ځل بیا د جنګ په اور کې ونه سوځي.»

نیایش وویل، «ایرانی رژیم له څو کالونو راهیسې په افغانستان کې قومي ترینګلتیاوو ته لمن وهي خو هېڅکله یې هم خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي. افغانانو ثابته کړې چې سره متحد دي، او هیڅوک هم نشي کولی چې د هغوی په منځ کې اختلافات رامنځته کړي.»

د فاطمیون له لارې د افغانستان ویجاړول

خطیب زاده د خپلو خبرو په لړ کې وویل ایران چمتو دی چې په افغانستان کې د داعش پر ضد جګړه رهبري کړي او حاضر دی چې د دغه ترهګر ګروپ پر ضد جنګ کې خپله تجربه شریکه کړي.‌

خو د پوځي چارو شنونکي او ډېری افغانان دغه خبرې د تهران د داسې ارادې ښکارندویې بولي چې غواړي د فاطمیون لوا ځواکونه په افغانستان کې توظیف کړي. فاطمیون یوه ملېشه ده چې له افغانانو څخه تشکیل شوې او د سپاه پاسداران قدس ځواک جوړه کړې ده.

په هرات کې د پوځي چارو یوه شنونکي وحیدالله نېکبین وویل، ایران په افغانستان کې د داعش د بریدونو د ګواښ زیاتېدا ته د داسې یوه احتمالي فرصت په سترګه ګوري چې په ترڅ‌ کې یې د فاطمیون جنګیالي هېواد ته راننباسي.‌

هغه وویل، «د ایران رژیم افغانان د دې لپاره په فاطمیون کې استخدام کړي چې په عراق او سوریه کې جنګ وکړي او اوس غواړي چې هغوی په افغانستان کې استخدام کړي. رژیم د فاطمیون ځواکونو څخه د خپلو هدفونو او نیابتي جنګونو د پرمخ بوولو لپاره کار اخلي.»

هغه وویل، «ایراني ځواکونه نشي کولی چې د داعش پر وړاندې جنګ وکړي او تل یې په خپل هېواد کې له مجبورو افغان کډوالو څخه استفاده کړې او هغوی یې د فاطمیون لښکر د برخې په توګه د جګړې ډګرونو ته ور کش کړي دي.»

نېکبین خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د ایران له خوا د فاطمیون ځواکونو توظیف به د قومي او مذهبي جنګ اور بل کړي.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد اکبر حسیني وویل، له دې امله به افغانان هېڅکله هم ایراني رژیم ته اجازه ورنه کړي چې افغانستان ته د داعش پر ضد د جګړې په بهانه راننوځي.‌

هغه وویل، «ایراني رژیم عراق او سوریه ویجاړ کړل او د داعش پر ضد د جګړې په بهانه یې په بهانه یې په زرګونو بې ګناه خلک په ډله ییز ډول ووژل. سربېره پر دې، د رژیم مزدورانو په عراق، سوریه او یمن کې د زرګونو بې ګناه خلکو وینې تویې کړې.»

هغه زیاته کړه، «په منځني ختیځ کې د څو هېوادونو له ویجاړولو څخه وروسته، ایران غواړي چې افغانستان هم ویجاړ کړي.»

حسیني وویل، ایران باید پوه شي چې افغانستان یې جیوپولیتیک لوبغالی نه دی او د افغانستان لپاره به يې شریر پلانونه ناکام شي.‌

د ایران له خوا پارونه

د خطیب زاده خبرې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د ایراني او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ ترینګلتیاوې زور اخلي.

مثلا، د ایران د سرحدي ځواکونو یو موټر او اته سرحدي ساتونکي د یکشنبې په ورځ د هرات د اسلام کلا سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته راننوتل او هڅه یې وکړه چې د یوه ځایي سرک د جوړېدلو مخه ونیسي.‌

افغان سرحدي ځواکونو ایراني عسکر څو ساعته توقیف کړل او د هغوی موټر یې ضبط کړ.

له هغې پېښې څخه وروسته، ایران په سلګونو په ټانکونو او پوځي تجهیزاتو سمبال عسکر له سرحد سره نږدې توظیف کړل چې په سرحد کې یې وضعیت لا بدتر کړ.‌

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال سید نذیر ثابت وویل، افغانستان ته د ایراني عسکرو راننوتل د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه یوه ښکاره سرغړونه ده.

هغه وویل، «د ایران رژیم غواړي چې په خپلو سرحدي سیمو کې د خپلو ځواکونو په توظیفولو سره افغانانو ته خپل زور وښیي.»

هغه وویل، «ایرانیان باید په افغانستان باندې له برید کولو څخه ډډه وکړي. که د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه پېښه شي، که ایراني ځواکونه هر څومره ځواکمن هم وي د جنګ له ډګر څخه به ژوندي بېرته ستانه نشي.»

د هرات اوسېدونکي ګلاب الدین سیفي وویل، په سرحد کې د ایران پوځي تمرینات یوه ښکاره پارونه ده.

هغه وویل، «په داسې حال کې چې افغانان له غټو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، د ایران رژیم د مرستې کولو پر ځای هڅه کوي چې وضعیت ترینګلی کړي او افغانستان د یوه بل جنګ په لمبو کې ور وغورځوي.»

سیفي وویل، «د ایران رژیم هېڅکله هم په افغانستان کې سوله او ثبات نه دي غوښتي بلکې په خپل ټول زور او قوت سره یې دا ډاډ ترلاسه کړی چې هېواد د نیابتي جنګونو لپاره د جګړې ډګر پاتې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران لپاره د (اسلامي جمهوریت) کلمه کارول حماقت دی. د هغه پر ځای یوازې د (ایران) کلمه وکاروئ. اسلام او اسلامي ډېر د عزت کلمې دي، د ایران نظام اسلامي نه دی. ما د اسلام تاریخ لوستلی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم هیچا ته اجازه نه ورکوله چې بل کس په څپېړه ووهلي، په داسې حال کې چې ایراني پوځیانو بې ګناه افغانان شکنجه کول، وهل ټکول او له خوراک او څښاک څخه یې محرومول. د ایران نظام په بشپړه توګه غیر اسلامي او غیر انساني نظام دی.

ځواب ورکړئ

افغانانو ته په کار ده چې د نورو په خبرو ونه غولېږي. په تېر ۵۰۰۰ کلن تاریخ کې چې افغانانو څومره اشتباهات کړي یو علت یې قومي تبعیض دی. نور باید دا توپیري چلند له یو بل سره ونه کړي. د افغانستان ټول قومونه د افغان تر نوم لاندې ژوند وکړي. کرکه او بدبیني ونه کړي. د نورو په وړاندې یو دریځ ونیسي. د خپلې خاورې او هېواد د پرمختګ لپاره هسک ګامونه واخلي. د یو بل تر څنګ ودرېږي. د ایران او پاکستاني بدبختو چارواکو خبرو ته غوږ ونه نیسي. متل کا چې، کاروان تېرېږي سپي غپېږي! نو زه خپلو افغانانو ته وایم چې بس دی! همدومره کرکه او نفرت چې له خپلو ورونو مو کړی کافي دی. نور د قوم پرستۍ په نوم خپل وطن مه بدرنګوئ.

ځواب ورکړئ

جالب ویب سایټ دی. په عین وخت کې هم پښتو هم دری او هم انګلیسي خبرونه وړاندې کوي. ډېره مننه

ځواب ورکړئ