سياست

د سپاه پاسداران قدس ځواک د قاآني تر ضعیف مشرتابه لاندې کمزوری شوی دی

د فارس العمران راپور

ایرانیانو د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۴مه د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د وژلو پر وړاندې د احتجاج په ترڅ‌ کې د هغه وخت نوي ټاکل شوي قوماندان اسماعیل قاآني عکسونه پورته کړي دي. [عطا کیناري/ای اېف پي]

ایرانیانو د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۴مه د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د وژلو پر وړاندې د احتجاج په ترڅ‌ کې د هغه وخت نوي ټاکل شوي قوماندان اسماعیل قاآني عکسونه پورته کړي دي. [عطا کیناري/ای اېف پي]

د سپاه پاسداران د قدس ځواک چې یو وخت ډېر ځواکمن بلل کېده او د ایران د بهرنیو عملیاتو مشري کوي، نفوذ د نوي مشر برید جنرال اسماعیل قاآني تر مشرتابه لاندې کمزوری شوی دی.‌

کتونکي وایي، د ۱۳۹۸ په مرغومي کې د خپل سلف قاسم سلیماني له وژل کېدلو څخه وروسته په بیړه د چارو مسولیت اخیستلو راهیسې، قاآني په دې کې پاتې راغلی چې په خپل نوي رول کې ځان ثابت کړي،‌ او هېڅ د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

د ایران د مشر علي خامنه اي له خوا د سلیماني د ځای ډکولو لپاره د قاآني په ټاکلو سره د رژیم رسنیو یو پراخ تبلیغاتي کمپاین وچلاوه او هڅه یې وکړه چې د سلیماني د ضیاع اغېز پرې کم کړي.‌

خو کتونکي وایي چې د صحنې تر شا، خلک په دې پوهېدل چې د سلیماني وژل کېدلو د رژیم هسته ولړزوله.

په دې عکس چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان برید جنرال اسماعیل قاآني لیدل کیږي. [ایران الیوم]

په دې عکس چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان برید جنرال اسماعیل قاآني لیدل کیږي. [ایران الیوم]

هغوی زیاتوي،‌ په داسې حال کې چې د قاآني د کار دویم کال په پوره کېدلو دی، ډېر ایرانیان اوس په دې باور دي چې هغه د دې مسولیت وړتیا نه لري، او دا په سیمه کې د سپاه پاسداران کمزوري شوي نفوذ او اغېز ثابته کړې ده.

ضعیفه کړنې

د پوځي چارو عراقي کارپوه حاتم الفلاحي وویل، د رژیم له دې هڅو سره سره چې غوښتل یې قاآني یو تجربه کار قوماندان، او په داسې شرایطو جوړ شخص وښیي چې کولی شي د ایران بهرنۍ اجندا پر مخ وېسي، لاکن د هغه کړنې «کمزورې یا تر ډېره حده نا بریالۍ دي.»

هغه وویل، د سپاه پاسداران قدس ځواک قوماندان «د سلیماني له خوا د پاتې تشې په ډکولو یا په خپل نامه د کومو اجرأتو په ثبتولو کې د خپلې وړتیا نشتوالی ثابت کړی،» او «د ایران رژیم په دې باوری شوی چې هغه نشي کولی چې دغه ننګونې حل کړي.»

الفلاحي وویل، د قاآني کمزورې مشرۍ د ایراني رژیم مشران له دې امله عصباني کړي دي چې په عراق، سوریه او یمن کې د ایران نفوذ کم شوی دی.

هغه زیاته کړه، د ناکامۍ ډېرې نښې شته، خو تر ټولو ډېره څرګنده یې «په عراق کې په سنتي متحدینو باندې چې د ایران نیابتي ملېشې دې، د دغه هېواد د کنټرول کمزورتیا ده».

هغه وویل، بغداد ته د قاآني د پټو سفرونو په ترڅ‌ کې، هغه ونشوای کولی چې په ملېشو باندې تسلط ومومي. هغوی د «مطلق اطاعت له حکمونو څخه سرغړونه» پيل کړې او د جزیاتو په برخه کې، په ځانګړې توګه کله چې خبره د هغوی ګټو ته راځي، مخالفت ښیي.

قاآني هغه وخت چې ونه توانېد د غبرګولي د میاشتې په غونډه کې د ملېشو مشران په دې قانع کړي چې خپل د توغندیو بریدونه ودروي او د عراق په حکومت باندې د ترینګلتیاوو شدت کم کړي، خپل بې زړه توب څرګند کړ.

د عراق حکومت له ایراني مشرانو څخه غوښتي وو چې خپل ګروپونه «مهار کړي».

د ملېشو یو ائتلاف چې ځان «د عراق د مقاومت د همغږۍ کمېټه» بولي، له عصائب اهل الحق، سیدالشهداء او د کتائب حزب الله اړوندو کوچنیو څانګو څخه تشکیل شوې، د ایران له لارښوونو څخه سرغړونې ته دوام ورکوي.

درزونه او پر شا تګونه

په وروستیو میاشتو کې د جزیې د پیسو، د قاچاقي لارو او د مخدرو توکو د قاچاق په سر د شخړو په نتیجه کې، او په داسې حال کې چې هغوی د قدرت او نفوذ ترلاسه کولو لپاره سره سیالي کوي، په عراق کې د ایران د پلوي ملېشو تر منځ د اختلافاتو څرګندېدل پيل شوي دي.

الفلاحي وویل، قاآني له داسې حالت سره په مخامخ کېدلو کې په کافي اندازه مؤثر نه دی «څو ملېشې په دې قانع کړي چې د هغه د غوښتنو پر وړاندې سر ټیټ کړي او یا یې له قهر څخه وویریږي.»

هغه وویل، «هغه له ډېر وخت راهیسې د افغانستان او پاکستان د دوسیو مسؤل وو، لاکن اوس هغه له ډېرو پېچلیو دوسیو او یا جلا جغرافیې سره سروکار لري، او په دې کې شک نشته چې هغه داسې یو نوی سلیماني نه دی چې ایران یې فکر کاوه.»

هغه وویل، قاآني په عربي ژبه خبرې نشي کولی او دومره ډېره تجربه نه لري چې د عراقي او سیمه ییزو دوسیو په هکله په هوش او مسلکي توګه چلند وکړي. دغه راز، هغه داسې د اړتیا وړ تخصص نه لري چې د سپاه پاسداران د سیمه ییزو نیابتي ځواکونو لپاره د وسلو د قاچاق د عملیاتو لارښوونه وکړي.

د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د وروستیو ناکامیو په مثالونو کې، د عراق او سوریې له سرحد سره نږدې د هغو وسلو په ذخیرو باندې چې د ایران پلوي ملېشې ترې استفاده کوي، او په ټول سرحد کې په ایراني وسلو د بار کاروانونو د ځپلو لپاره د نړۍ وال ائتلاف بریالي هوایي بریدونه شامل دي.

سربېره پر دې، په یمن کې د حوثیانو لپاره په تلونکو ایراني وسلو بار کیشتۍ د عرب سمندرګي په اوبو کې نیول شوي دي.

یوه عراقي لیکوال او ژورنالست هلال العبیدي وویل، قاآني «نشي کولی هغه پروژه چې سلیماني پیل کړې وه تر دې ډېره اداره کړي او یا د سپاه پاسداران لپاره ریښتني یا مهم نتایج رامنځته کړي.»

هغه وویل، «د هغه او سلیماني تر منځ یوه مقایسه، او په ځانګړې توګه که په سیمه کې د هغوی دواړو لاسته راوړنې، د هغوی نقشونه او سیمه ییز او نړۍ وال ارتباطات سره لست کړو، د دغو دواړو سړیو په کار کې د قاآني نواقص په ډاګه څرګندوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نن سبا په نړۍ کې د اقتصادي او علمي سیالیو وخت دی لاکن بدبختان چې زمونږ دواړه ګاونډیان؛ ایران او پاکستان دواړه د سالمې سیالۍ او اقتصادي پرمختګونو پرځای دا غوره بولي چې د ورتلونکو اوبو په بدل کې د افغانانو وینې وبهوي. خدای دې افغانانو ته دا امکانات په لاس ورکړي چې د ګورګین او رنجیت سینګ له اولادونو (ایرانیانو او پنجابیانو) نه د هغو ظلمونو بدل واخلي چې دغو دواړو وحشي ځناورو د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ‌ کې په افغانانو باندې کړي دي. افغانان باید هڅه وکړي چې له داسې نړۍ والو ځواکونو سره ملګرتیا جوړه کړي چې د ایران او پاکستان ضد وي، داسې وسلې ترلاسه کړي چې دغه دواړه منافقان ورباندې له خاورو سره خاورې کړي او د وژل شویو افغانانو بدل ترې واخلي.

ځواب ورکړئ