امنیت

د سلیماني له مرګ څخه درې کاله وروسته اوس هم د هغه مرګ د ایران په قدس ځواک باندې اغېز لري

د بهروز لاریجاني راپور

د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني په یوه عکس کې چې په ۱۳۹۸ کې اخیستل شوی، په لبنان کې لیدل کیږي. [تابناک]

د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني په یوه عکس کې چې په ۱۳۹۸ کې اخیستل شوی، په لبنان کې لیدل کیږي. [تابناک]

کارپوهان وایي، د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني له مرګ څخه وروسته، چې د ۱۳۹۸ د مرغومي په میاشت کې د متحده ایالاتو د یوه هوایي برید په ترڅ کې ووژل شو، دغه ځواک ډېر کمزوری شوی دی.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک، چې د ایران بهرني عملیات رهبري کوي، نفوذ د هغه د ځایناستي برید جنرال اسماعیل قاآني تر مشرتابه لاندې د تزلزل حالت ته لوېدلی دی.

د استخباراتي چارو تحلیلګر ساسان تمغه المشارق خبري وېب سایټ ته وویل، تهران د سلیماني له مرګ څخه وروسته قدس ځواک نه بیا جوړولی شي او نه یې پیاوړی کولی شي.

تمغه وویل، د سلیماني ځایناستي د ایران - عراق د جګړې له پای ته رسېدلو راهیسې، خپل وخت له افغانستان او پاکستان سره د سرحدونو په اوږدو کې عملیاتو ته وقف کړی، نو د هغه تجربه همدغو سیمو پورې محدوده ده.

کارپوهان وایي، د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قاآني چې دلته د وري په میاشت کې لیدل کیږي، په سیمه کې د خپل سلف په پرتله لږه پوهه او تماسونه لري. [تسنیم]

کارپوهان وایي، د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قاآني چې دلته د وري په میاشت کې لیدل کیږي، په سیمه کې د خپل سلف په پرتله لږه پوهه او تماسونه لري. [تسنیم]

په منځني ختیځ کې د قدس ځواک د نفوذ د ساحې په هکله د قاآني محدوده اشنایي سوریې پورې محدوده ده، او دا کار تر ډېره په ایران کې اوسېدونکیو افغان کډوالو څخه تشکیل شوې فاطمیون لوا په جوړولو کې د هغه د ښکېلتیا له لارې شوی دی.

دغه نایب ګروپ د دې لپاره توظیف شوی چې په سوریه کې د سوریې رژیم تر څنګ جنګ وکړي.

د ګټورو لاسته راوړنو نشتوالی

تمغه وویل، د ځایناستی په توګه د قاآني انتخابول، چې مستقیماً یې د سلیماني تر لاس لاندې کار کاوه، دا معنی لري چې رژیم غوښتل چې عین کار ته دوام ورکړي.

خو د دغو دوو کسانو تر منځ اساسي توپیرونو دغه اراده شنډه کړې ده‌.

هغه زیاته کړه، د ایران رژیم له خوا هغه تبلیغات چې هغوی یې د سپاه پاسداران د قدس ځواک بریالیتوبونه بولي، هسې هوايي خبرې دي، لاکن دا واضح خبره ده چې د سلیماني مرګ د رژیم ستنې ولړزولې.

که څه هم چې د سلیماني له مرګ څخه وروسته په مجموعي توګه د رژیم سیاستونه بدل شوي نه دي، لاکن د هغه ځایناستی نه دی توانېدلی چې د سلیماني د تجربه کارې مشرۍ او نفوذ په څېر پر مخ لاړ شي.

په کرمان کې د سیاسي چارو تحلیلګر فرامرز ایراني وویل، قاآني نه دی توانېدلی چې د سلیماني له ارتباطاتو څخه پوره ګټه واخلي.

ایراني وویل، هغه د سپاه پاسداران د قدس ځواک له درې کلنې څارنې څخه دا اخیستې چې هغه نه دی توانېدلی چې کومې ګټورې لاسته راوړنې یا صحیح بریالیتوب ولري. په ورته وخت کې، هغه د سلیماني په څېر د دې وړتیا نه لري چې په سیمه کې ارتباطات جوړ کړي.

هغه وویل، «سلیماني د سیمې شخصیتونه، په ځانګړې توګه عراقیان ښه پېژندل. هغه له اکثرو افراطي ډلو، شیعه او سني دواړو سره اړیکې لرلې، او د وخت په تېرېدلو سره یې د هغوی په منځ کې اعتبار ترلاسه کړی و.»

هغه یاده کړه چې،‌ «سلیماني وتوانېد چې په دغو ډلو باندې نفوذ ولري. البته، دا نفوذ له هغوی سره د اوږدې مودې همکارۍ له امله و.»

هغه وویل، «قاآني دغه ډول تاریخچه نه لري.»

زیاتېدونکي درزونه

کتونکي د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې له بغداد څخه د قاآني هېڅ کتنه هم بریالۍ نه بولي.‌

په تېر ژمي کې عراق ته د هغه د سفر پر وخت او د غبرګولي په میاشت کې یې بغداد ته د «پټ» سفر په ترڅ کې، قاآني ونه توانېد چې نایبې ملېشې په دې قانع کړي چې د عراق په پوځي مرکزونو باندې د توغندیو وارول ودروي.

په ورته ډول، هغه ونشوای کړای چې عراقۍ ملېشې سره متحدې کړي یا هغوی دې ته وهڅوي چې د عراق د حکومت پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

ډېر کارپوهان وایي، د سیدالشهداء، عصائب اهل الحق، کتائب حزب الله په څېر ملېشو او د هغوی اړوندو ملېشو د تېر کال په ترڅ کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک حکمونه نه دي منلي.‌

د دغو ډلو په منځ کې درزونه راپورته شوي چې کېدی شي په سیمه کې د سپاه پاسداران قدس ځواک په تسلط باندې اغېز وکړي.‌

کتونکي وایي، د اسلامي جمهوریت مخالف ځواکونه باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د سپاه پاسداران د قدس ځواک تدریجي خرابی تحلیل کړي.‌

که څه هم چې د ایران ډېر تبلیغات د قاآني په وړتیاوو باندې تمرکز کوي، لاکن د رژیم یو شمېر چارواکي په څرګنده دې نتیجې ته رسېدلي چې هغه نشي کولی په روانو ننګونو باندې برلاسی شي.‌

تمغه وویل چې لوېدیځ باید په دې باندې خوښ نشي چې د سپاه پاسداران قدس ځواک نشي کولی چې بیا ورغېږي.

هغه وویل، «لوېدیځ باید د اسلامي جمهوریت پر ضد له یوې ځواکمن موقف څخه عمل وکړي ځکه چې دغه یوازنی دلیل دی چې د ایران رژیم چارواکی پرې پوهېږي.»

تمغه وویل، «که د اسلامي جمهوریت پر وړاندې لږه کمزورتیا هم وښودل شي، رژیم به ترې د خپل موقف د پیاوړتیا لپاره ناوړه استفاده وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان انټرنېشنل تلویزیون چې د سعودي عربستان له خوا تمویلیږي، لیکلي: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د نړیوالو قوانینو له مخې هېواد یې حق لري چې په افغانستان کې د پاکستان د تحریک طالبان پر اډو بریدونه وکړي. رانا ثناء الله ویلي که طالبان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پناهځایونه له منځه وېنسي، پاکستان به پر دغو پناهځایونو د بریدونو کولو په هکله غور وکړي. پاکستان او ایران د یوې سکې دوه مخونه دي، دوی غواړي چې افغانان ووژني او په دروغو او بهانو افغانستان وران کړي. په اصل کې پاکستان او ایران پخپله د ترهګرو ملاتړ او روزنه کوي.

ځواب ورکړئ

سلام ټایمز ښه نشرات کوي، هم په پښتو هم په دری او هم په انګلېسي، خو لطفاً زموږ دردونه نړۍ ته ښکاره کړئ. دنیا پرې راخبره کړئ. زموږ وضعیت د خپلو خبرونو او راپورونو پر اساس د هغوی مخته کېږدئ چې سوچ او فکر پرې وکړي چې افغان ملت په څه حال کې دی، څومره ظلمونه ورسره کېږي او له کوم بد وضعیت څخه تېرېږي. متاسفانه تاسو پر ځای د دې چې د افغانانو درد نړۍ ته وښیئ چې د افغانستان خلک څه غواړي پر ځای یې د افغانانو د وینې څښونکو په هکله راپورونه په پښتو، دری او انګلېسي خپروئ. لطفاً که ستاسو محتوا لږ هم د افغانانو لپاره وي نو په حق کې یې غږ پورته کړئ چې یوې ترهګرې ډلې یې حقونه ترې اخیستي او ټول یې د وسلې په زور یرغمل کړي دي.

ځواب ورکړئ