امنیت

فاطمیون لوا د سوریې په شمال کې د ځواکونو استخدام زیاتوي

د ولید ابوالخیر راپور

د فاطمیون لوا افغان عناصر د تلې په ۲۲مه په دمشق کې په یو لړ مذهبي مراسمو کې برخه اخلي. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

د فاطمیون لوا افغان عناصر د تلې په ۲۲مه په دمشق کې په یو لړ مذهبي مراسمو کې برخه اخلي. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

فعالانو او کارپوهانو وویل، فاطمیون لوا چې د سپاه پاسداران تر مشرتابه لاندې یوه ملېشه ده، د ختیځ ولایت حلب په کلیوالو سیمو کې د اوسېدونکیو سوریه یانو له بې وزلۍ څخه په ناوړه استفادې سره د هغوی استخدام ته مخه کړې ده.

هغوی المشارق ته وویل، د ملېشې په صفونو کې د سوریه یانو شمېر په وروستیو کې ډېر زیات شوی، او له هغو زیاتېدونکیو اقتصادي سختیو سره غاړه په غاړه زیاتېږي چې محلي اوسېدونکي ورسره مخامخ دي.‌

د ازادې سوریې د اردو یوه پخواني افسر صالح الافسي چې د حلب په کلیواله سیمه کې د زراعت کار کوي، وویل، «د حلب په ختیځو کلیوالو سیمو کې اقتصادي شرایط ډېر خراب دي.»

هغه وویل، روان وضعیت «ټولو ابعادو ته په پام سره د سیمې په تاریخ کې یو له تر ټولو بدو دورو څخه دی.»

په عکس کې چې فاطمیون لوا د مرغومي په ۲۰مه په خپل ټیلیګرام حساب خپور کړی دی، د یادې ډلې غړي د لومړنیو مرستو په یوه کورس کې برخه اخلي.

په عکس کې چې فاطمیون لوا د مرغومي په ۲۰مه په خپل ټیلیګرام حساب خپور کړی دی، د یادې ډلې غړي د لومړنیو مرستو په یوه کورس کې برخه اخلي.

د فاطمیون لوا اورپکي د تلې په ۳۰مه د یوه وژل شوي ملګري تابوت انتقالوي. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

د فاطمیون لوا اورپکي د تلې په ۳۰مه د یوه وژل شوي ملګري تابوت انتقالوي. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

هغه وویل، ایران پورې تړلې ملېشې هڅه کوي چې په ټوله سیمه باندې کنټرول ترلاسه کړي، او هغه سیمې انتخابوي چې غواړي دوی پورې ځانګړې وي، د هغوی کنټرول په لاس کې اخلي، او ټول هغه کسان تعقیبوي او ځپي چې د هغوی مخالفت کوي.

هغه وویل، حتی د سیمې مخورې څېرې؛ ځایي مشران او لویان «نشي کولی چې د دې وضعیت په هکله کوم څه وکړي.»

کروندګر خپلې ځمکې پرېږدي

په ورته وخت کې، الافسي وویل، «د کاري فرصتونو د کموالي او د سوریې د دولتي تاسیساتو د بشپړ نشتوالي له امله اقتصادي شرایط په دوامداره توګه خرابېږي، او داسې ښکاري چې دا کارونه په قصدي توګه کیږي او هدف یې دا دی چې ځوانان له ایراني ملېشو سره ملګرتیا کولو ته مجبور کړای شي.»

هغه وویل، کار ته سخته اړتیا هغه اصلي انګېزه ده چې اکثر وظیفه لټوونکي مجبوروي څو له دغو ملېشو سره یوځای شي. دا په داسې حال کې ده چې معاشونه هم ډېر کم ورکوي.

هغه وویل، «د ځمکې د قلبه کولو، کرلو او سرې ورکولو په څېر د ځمکې په چمتو کولو باندې د ډېر لګښت له امله زراعت تر ډېره حده بې ګټې شوی دی. په سیمه کې ډېر لږ شمېر خلک اوس هم دغه کار ته دوام ورکوي.»

الافسي وویل، ایران پورې د تړلو ملېشو پراخ موجودیت، د هغوی دوامدار خوځښت، او دا امکان چې د هغوی په پوستو باندې به هوایي بریدونه یا ډزې وشي هر وخت کروندګر وېروي.

په نتیجه کې، ډېرو د خپل مرګ له وېرې خپلې زراعتي ځمکې پرېښي دي.

د یوې نظامي سیمې په څیر

په حلب کې د رسنیو فعال فیصل الاحمد المشارق ته وویل، په دې ورځو کې ختیځ ولایت حلب د سپاه پاسداران د ملېشو او په ځانګړې توګه لبناني حزب الله او فاطمیون لوا تر کنټرول لاندې د یوه نظامي زون په څېر شوی دی.»

هغه وویل، د فرات د لوېدیځې غاړې په اوږدو او په ځانګړې توګه هغې سیمه کې چې پورې غاړه یې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (اېس ډي اېف) پراته دي، پوځي استحکامات په روښانه ډول لیدل کیږي.

الاحمد وویل، په ځانګړې توګه فاطمیون لوا په سیمه کې د ځوانانو، «او بالخصوص د مسکنه، السفیره، دیر حافر او الخفسه د اوسېدونکیو» په استخدام لاس پورې کړی دی.‌

هغه وویل، دا کار د هغو سوریه یي منځګړیو له لارې کوي چې د هر هغه کس په سر کمېشن ترلاسه کوي چې هغوی یې له دغو ملېشو سره د کار کولو لپاره استخداموي.

هغه وویل، که څه هم چې له تشکیلاتي پلوه سوریه یي استخدام شوي له فاطمیون لوا سره تړاو لري، لاکن ابتدایي روزنه لبناني حزب الله ورکوي او بیا تر فاطمیون لوا لاندې د روزنې یوه بله دوره تېروي.

الاحمد وویل، «د دې ملېشې په صفونو کې د سوریه یي ځوانانو د داوطلبۍ یواځینۍ انګېزه پیسې دي، او علت یې دا دی چې په سیمه کې فقر ډېر زیات شوی دی.»

هغه زیاته کړه، خو ځینې له دې امله هم له ملېشې سره ملګري کیږي چې پخپله د ملېشې د عناصرو له خوا له هغوی سره له کېدونکي سپک چلند څخه ځانونه خوندي کړي.

الاحمد وویل، سوریایي استخدام شوي اکثر وختونه د ساتنې په دندو ګمارل کیږي، «داسې لکه د هغوی د استخدام هدف چې دا وي چې له افغان عناصرو څخه د خطر مخه واړوي او سوریه یان په لومړۍ کرښه کې ودروي چې هلته به د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ وي.»

هغه زیاته کړه، په ورته وخت کې، د افغان ملېشو غړي پټ وي او په دوامداره توګه د هوایي بریدونو له ډاره چې په منظم ډول د هغوی پوستې په نښه کوي، د سنګرونو تر منځ تګ راتګ کوي.

الاحمد یادونه وکړه چې د حلب په ختیځ کې استخدام شوي اورپکي «په منظمه توګه د عرادو، وسلو، مهماتو او توغندیو په ګډون پوځي استحکامات راوړي، او داسې ښکاري لکه کوم ډول پوځي ګام ته چې تیاری کوي.»

هغه وویل، دا مرستندوی ځواکونه «له هغې محتاطانه چوپتیا سره سره چې په ټوله سیمه خپره ده» را رسېږي.

په ځایي اورپکو باندې بې باوري

د ایران د چارو څېړونکي شییر تورکو المشارق ته وویل، «د ځایي اورپکو د بې باورۍ عنصر د سپاه پاسداران قوماندانان دې ته مجبور کړل څو هغه افغان عناصر چې د فاطمیون لوا په تشکیل کې راغونډ کړای شوي دي، راوړي.»

هغه وویل، د فاطمیون لوا اکثر غړي په هغو ځانګړیو کمپونو کې تربیه شوي چې د سپاه پاسداران تر اختیار او څارنې لاندې دي او هلته هغوی د فقیه ولایت اصل مراعتوي.

دا له فقیه ولي -- د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه اي سره د بیعت غوښتنه کوي.

هغه وویل، د فاطمیون لوا غړي چې له کوچنیوالي څخه په دې نظریه کې غوپه شوي دي «تر ډېره د هغو پروګرام شویو ماشینونو په څېر شوي چې تر پایه پورې حکمونه تعقیبوي،» او د لبنان د حزب الله د غړو هم همدا حال دی.

دغه حالت د دواړو ډلو تر منځ نږدې همکارۍ ته لاړه پرانستې ده.

تورکو وویل، فاطمیون لوا ته ډېر ستر تلفات ور رسېدلي دي، او یادونه یې وکړه چې دا تازه حرکت چې سوریایان مقرر کړي «د کمیت له هغه سخت کموالي څخه سرچینه اخلي چې دغه ملېشه د هغوی په سنګرونو باندې د هوایي بریدونو له امله ورسره مخامخ شوې ده.»

هغه وویل، دا وخت، «په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې په سیمه کې د پراخې بې وزلۍ له امله سوریایي جنګیالي غواړي چې هر ډول میاشتنی معاش ومني،» حزب الله نشي کولی چې د پیسو د نشتوالي له امله لبناني جنګیالي مقرر کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغان کمانډویانو قووت، زور او مسلکیت تر ټولو ډېر ښه امریکایانو ته ورمعلوم دي؛ ځکه د دوئ وړتیا، زورورتیا او ځېرکتیا له نېږدې لیدلي ده. په ځلونو افغان کمانډویان په هغو ځایونو کې بریالي عملیات ترسره کړي دي، چې بهرني ځواکونه یې له کولو عاجز وو. اوس چې راپورنه خپره شول چې افغان ځواکونه ممکن روسیه د اوکراین د جګړې لپاره استخدام کړې، د امریکې بهرنیو چارو وزیر دستي وویل چې افغان کمانډویان به د پناه غوښتنې د پروسې له لاره امریکا ته راولي. خو افسوس چې زموږ خاینینو پر دغه شجاع او نایابه پوځ معامله وکړه.

ځواب ورکړئ

فاطمیون د افغان ځوانانو لپاره د مرګ دوهم نوم دی. هغوی که سني وي که شیعه وي، تاجک وي، هزاره وي که پښتون، ټول افغانان دي. لعنت دې وي د ایران په ظالم رژیم چې د خپلو درواغجنو ژمنو لپاره افغان ځوانان جګړې ته استوي. د جګړې لومړۍ کرښو ته د لېږلو پر مهال د معاشونو، کورونو او د اوسېدو د اجازې وعدې ورکوي، خو کله چې په سوریه او عراق کې وژل کېږي، د هغوی جسدونه هم خپلو غم ځپلیو کورنیو ته نه سپاري. د هغوی جسدونه یا په هغو هیوادونو کې د وحشي حیواناتو خوراک شي، یا وراسته شي او یو څه وخت وروسته په خاورو بدل شي. په ورته وخت کې ځوان ایرانیان، هلکان او نجونې دواړه له خپل ژوند څخه خوند اخلي او عیش او عشرت ​​کوي. افغانان بدبخته دي چې له یوې خوا د خپلو داخلي مشرانو د حماقتونو قرباني دي او له بلې خوا ګاونډي هیوادونه په ځانګړې توګه ایران او پاکستان یې د جګړې ډګر ته لیږي چې د مرګ دوهم نوم دی. د حیرانتیا خبره داده چې ولې د امریکا، چین، روسیې او اروپا په څېر هېوادونه سره نه کېني او په افغانستان کې د جګړې د پای او د سولې او امنیت د ټینګښت په اړه بحث نه کوي او نه یې تضمینوي. افغانان به تر کومه وخته په دې حالت کې ژوند کوي؟ :(

ځواب ورکړئ

هر چېرته د افغانانو له بې وزلۍ او ناپوهۍ ناوړه ګټه اخیستل کېږي. په روسیه کې هم افغانان د جنګ پّ لومړۍ کرښه کې جنګول کېږي او تازه په تازه روسیې د افغان کومانډویانو جذب پیل کړی څو د اوکراین په مقابل کې یې د جنګ لومړۍ کرښې ته واستوي. افغان کومانډو چې میلیونونه ډالر لګښت پرې شوی د زمریانو په څېر حیثیت لري او د سیمې په کچه داسې یو ځواک دی چې ساری نه لري خو مجبوریتونه دې ورک شي چې تالا والا یې کړه او اوس پردیو جنګونو ته د ډېر کمو پیسو په بدل کې وړل کېږي. د پخوانیو افغان جنرالانو په خبره روسیه غواړي په زرګونو پخواني افغان کومانډویان یوه بهرني لښکر ته جذب کړي، هر یوه ته یې د یو نیم زره ډالر میاشتني معاش ورکړي. دغو جنرالونو ویلي چې کومانډو ځواکونه نه‌غواړي چې جګړې ته لاړشي خو دوی بله لاره نه‌لري.لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د افغان کومانډویانو روسیې ته جلب او جذب له ایران څخه کېږي خو دا چې د هغوی خوښه نه مګر ویرېږی که بېرته افغانستان ته لاړ شي نو ښایي د طالبانو له‌خوا ووژل شي. د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو چې شمېر یې د شل زرو او دېرش زرو ترمنځ و او په تېرو دوو لسیزو کې یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې، یوازې څو سوه جګپوړي افسران یې د امریکا د پوځ له وتلو سره د هوا له لارې له افغانستانه ایستل شوي خو په زرګونو نور د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونه ته تښتیدلي یا په افغانستان کې پاتې دي او په پټه ژوند کوي چې هره ورځ یا هم په اونیو کې د څو تنو د وژل کېدو خبرونه ورکول کېږي خو دا چې په افغانستان کې رسنۍ چپ دي او خبریالان هم غږ نه شي پورته کولی نو خبرونه یې رسنیز کېږي نه.

ځواب ورکړئ