امنیت

ایران د استوګنې د اسنادو له وعدو سره سره د فاطمیون لوا غړي له خپل هېواد څخه را باسي

د علي راپور

دا عکس چې د زمري په ۱۵مه اخیستل شوی، د ایران په مشهد ښار کې د فاطمیون لوا د هغو غړو زیارت ښيي چې په سوریه کې مړه شوي دي. [عکس فاطمیون خپور کړی دی]

دا عکس چې د زمري په ۱۵مه اخیستل شوی، د ایران په مشهد ښار کې د فاطمیون لوا د هغو غړو زیارت ښيي چې په سوریه کې مړه شوي دي. [عکس فاطمیون خپور کړی دی]

هرات -- حسین علي چې ۲۹ کاله عمر لري، اوه میاشتې مخکې د ایران په مشهد ښار کې ژوند کاوه چې پولیسو ونیو.

که څه هم چې علي د فاطمیون لوا، چې د سپاه پاسداران دقدس ځواک له خوا له افغانانو څخه جوړه شوې ملېشه ده، غړی وو، لاکن هغه ونیول شو، ووهل شو، ولوټل شو او بیا د اسلام کلا د بندر له لارې افغانستان ته را واړول شو.‌

علي په سوریه کې د فاطمیون په لیکو کې جنګ کړی وو او د دوو کالونو په اوږدو کې درې ځلې د جنګ ساحې ته لېږل شوی وو.‌

علي چې اوس له خپل مور او پلار سره یو ځای په هرات ښار کې ژوند کوي، وویل، «ما له خپلو ملګرو سره یو ځای په تهران کې په یوه ودانۍ کې کار کاوه چې د سپاه پاسداران غړي یوه ورځ‌ موږ ته راغل او ویې ویل چې داعش په سوریه کې د زهرا زیارت باندې برید کړی دی.»

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د زمري په ۱۸مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د زمري په ۱۸مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

سپاه پاسداران علي ته وویل چې دی د یوه شیعه په توګه مسؤلیت لري چې له هغه زیارت څخه دفاع وکړي او بیا یې ورته ګواښ وکړ چې که له جنګ کولو سره هوکړه ونه کړي له خپل هېواد څخه به یې وباسي.

هغه وویل، «هغوی موږ ته وویل چې په سوریه کې به زموږ ژوند په خطر کې نه وي. دغه راز، هغوی له موږ سره وعده وکړه چې په سوریه کې له جنګ څخه په راستنېدلو سره به د ایران په هر هغه ښار کې چې زموږ خوښه وي موږ ته د دایمي استوګنې اسناد او یو کور راکړي.»

علي وویل چې هغه په سوریه کې د ژوند کولو پر وخت څو ځلې مرګ د سر په سترګو لیدلی دی.

هغه وویل، «هغوی زما د دوه کلن ماموریت له بشپړېدلو څخه وروسته زه بېرته مشهد ته راوستم. ما څو میاشتې انتظار واېست چې د استوګنې اسناد او کور ترلاسه کړم. هر ځل به چې زه د تعقیب لپاره د سپاه پاسداران دفتر ته ورتلم، ما به کوم روښانه ځواب نه ترلاسه کاوه.»

هغه وویل، «کله چې ایراني پولیسو زه توقیف کړم او زما دې خبرو ته یې غوږ نه نیوه چې زه د فاطمیون لوا غړی یم، زه پوه شوم چې د ایران د حکومت ټولې وعدې دروغ وې.»

د غلامانو په څېر

په سپاه پاسداران باندې له ډېر وخت راهیسې تور دی چې د فاطمیون لوا لپاره د استخدام په موخه خلکو ته د دروغو وعدې ورکوي.

د لغمان ولایت یوه اوسېدونکي قدرت الله محبت چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی دی، وویل، «ما ډېر ځلې ولیدل چې د ایران پوځ د فاطمیون غړو سره د غلامانو په څېر چلند کاوه.»

هغه وویل، «د فاطمیون غړي په ایران کې ښه ژوند نه لري.‌ هغوی په هغې تنخوا باندې چې د ایران حکومت یې هغوی ته ورکوي په سختۍ سره ګوزاره کوي. دا کاملا دروغ ده چې څوک وایي چې د ایران حکومت د فاطمیون غړو ته کورونه او امکانات ورکوي.»

محبت وویل، «د ایران حکومت اوس هم په ایران کې پراته افغان کډوال هڅوي چې له فاطمیون سره ملګري شي. د ایران د پوځ غړي اکثر هزاره او شیعه ځوانانو ته ورځي او د هغوی له مذهبي احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.»

د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکي نذیر احمد فیضي چې هغه هم په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی دی، وویل، د ایران حکومت له فاطمیون څخه په ایران کې هم د افغان کډوالو پر ضد استفاده کوي.

هغه وویل، «په ایران کې اکثر افغان کډوال د فاطمیون له خوا په ګوته او توقیف کیږي. ما ډېر ځلې لیدلي چې فاطمیون پورې اړوندو افغانانو نور افغانان نیول او کمپونو ته یې انتقالول.»

فیضي وویل، «د فاطمیون غړي د افغان کډوالو پر ضد هومره بد وضعیت کوي لکه ایراني عسکر یې چې کوي. هغوی داسې روزل شوي چې افغان کډوال یا حتی هغه ایرانیان وځپي چې د خپل هېواد د رژیم مخالفت کوي.»

فیضي زیاته کړه، د فاطمیون غړي په پټو سترګو هر هغه حکم تعقیبوي چې هغوی یې د ایران حکومت څخه ترلاسه کوي.‌

افغانستان ته ګواښونه

کتونکیو وویل، دغه د پټو سترګو اطاعت فاطمیون په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره خطرناک ګرځوي.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، «په افغانستان کې د واک او امنیت یوه تشه موجوده ده چې ایران کولی شي له فاطمیون څخه په استفادې په اسانۍ سره د خپل اقتصادي، پوځي او استخباراتي هدفونو لپاره ترې ناوړه ګټه واخلي.»

هغه وویل، «د ایران حکومت له کالونو راهیسې د دې لپاره د یاغیانو ملاتړ کاوه چې د افغانستان په لوېدځو سیمو کې د خړوبو اوبو او د اوبیزې برېښنا د بندونو رغونه ودروي یا دغه د بېخبنا پروژې ویجاړې کړي.»

هغه زیاته کړه، «دا وخت فاطمیون د ایران په استازیتوب، د افغانستان د بندونو ستر دښمن دی.»

کامل وویل، په هېواد کې وروستیو بدلونونو ته په پام سره، ډېر احتمال شته چې فاطمیون به په دې سیمو کې په شخړو کې ښکېل شي.

په غور کې د مدني ټولنې یوه فعال خیرمحمد عزیزي وویل، فاطمیون لوا د ایراني رژیم یو مزدور ګروپ دی او کولی شي هر چېرې چې وغواړي هلته یې توظیف کړي.

هغه وویل، «د ایران رژیم د فاطمیون په سلګونو غړي په وسلو سمبال کړي او د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې یې ځای پرځای کړي دي. د ایران رژیم چې هر وخت وغواړي، کولی شي چې له دغو جنګیالیو څخه د خپلو ګټو لپاره کار واخلي

عزیزي وویل، «د داعش او نورو ترهګرو ډلو تر څنګ، فاطمیون د افغانستان د امنیت لپاره یو غټ ګواښ دی. دغه ډله کاملا د ایران د حکومت تر کنټرول لاندې ده، او د هر هغه چا پر ضد چې د ایران حکومت یې ترې غواړي هغه جنګ کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران هېڅکله د فاطمیون د غړو له ساتنې او ملاتړ سره لېوالتیا نه درلودله او د دغې ډلې غړي باید له پیله په دې پوه شوي وای چې ایرانیان به خپلې ژمنې پوره نه کړي. ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو دښمن پاتې شوی او ځان یې د یوه ناوړه هېواد په توګه ثابت کړی دی. د ایران او عراق د جګړې پر مهال ایران هغه افغان کډوال چې له افغان کورنۍ جګړې څخه یې په ایران کې پناه اخیستې وه اړ کړل چې د عراق پر ضد جګړه کې برخه واخلي، ځکه چې د افغانانو وینه ورته هیڅ ارزښت نه لري. ایرانیانو تل افغانان خطرناکو سیمو ته استول او د جګړې په لومړۍ کرښه کې به یې جګړه کوله. دوی په جګړه کې ټپیان شوي افغانان روغتون ته نه وړل او پرېښودل یې چې مړه شي. دوی د هغوی جسدونه د هغوی کورنیو ته د ښخولو لپاره نه ورکول او د ځناورو له خوا یې خوړلو ته پریښودل. همدا سناریو اوس هم روانه ده. افغانان به هیڅکله د ایران د فاشیست او کفري رژیم دغه خیانتونه او منافقتونه هیر نه کړي.

ځواب ورکړئ

د دې راپور په لوستلو له ما سره یوه بله اندېښنه پیدا شوله. زه له هغو افغانانو سره چې ایران، پاکستان او ترکیه ورسره ظلمونه کوي او له خپلو هېوادونو یې راوباسي، خواخوږي لرم. لاکن یوه خبره دا چې کېدی شي ایران د فاطمیون یو شمېر غړي چې نظامي روزنه یې ورکړې ده، د یوه ځانګړی پروګرام په اساس افغانستان ته راولېږي. کیدی شي دا کار د ډیپورټ په شکل وکړي. کیدی شي دا کار د وهلو ټکولو په ډول وکړي او دا خلک راوباسي. کله چې په افغانستان کې دننه ځای په ځای شي بیا یې ایران د خپلو مشخصو هدفونو لپاره استعمال کړي. دا خلک چې له ایران نه را اېستل کیږي باید بایومتریک شي او معلومات یې ثبت شي. په راتلونکي کې تر پام لاندې ونیول شي چې د ایران د منحوس رژیم پلانونه عملي نه کړي.

ځواب ورکړئ

کله چې متحده ایالات کولی شي د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو وروسته یو منظم پوځ له منځه یوسي، ایران ولې باید له نایبې ډلې سره دا ډول چلند ونه کړي؟ امریکا شل کاله افغان پوځ وروزه او پیسې یې پرې لګولې، تجهیزات او وسایل یې ورته برابر کړل. کله چې دوی پوه شول چې د دوی ګټې په بل ځای کې خوندي دي، نو بیا یې د افغان پوځ ملاتړ بند کړ. له بده مرغه د ۲۰ کلونو لپاره افغان پوځ په داسې ډول تنظیم شوی و چې د امریکا له لوجستیکي او حمایوي مرستو پرته یې هیڅ هم نه شوای کولی. امریکا په قصدي ډول د افغانستان پوځ په دې ډول تنظیم کړی و. متحده ایالاتو له کومې مخکې تر مخکې خبرتیا پرته د افغان پوځ څخه خپل ټول ملاتړ بیرته واخیست چې د افغان اردو د سقوط لامل شو. هر هغه څه چې امریکا په افغانستان کې کړي دا په ډاګه کوي چې نور هیڅ هیواد نشي کولی چې بل هیواد په پښو ودروي. د فاطمیون لوا باید له وضعیت څخه عبرت واخلي. دوی باید د نورو د ګټو لپاره جګړه ودروي او د ایران په لارښونه افغانستان ونه سوځوي. دوی باید اجازه ورنه کړي چې ایران د هغوی له بدبختیو څخه ناوړه ګټه پورته کړي. هیڅوک له دوی سره صادق نه دي. نو ښه به دا وي چې بېرته خپل وطن ته راشي او له ډېرو خنډونو سره سره په خپل وطن کې د ارام ژوند د پيلولو هڅه وکړي.

ځواب ورکړئ

د نسبي ثبات په ټینګښت او په سوریه کې د داعش له ماتې سره د ایران لپاره د فاطمیون لوا ماموریت پای ته رسیدلی او ایران په عملي توګه دغو کسانو ته نور اړتیا نه لري. یو وخت دغه ملېشې د ایران ښي لاس وې. د دغې لوا د غړو د جنګي مورال له امله ایران وکولی شوای چې د جګړې په ډګر کې ډیرې لاسته راوړنې ولري. که څه هم دغه ملېشې کم مصرفه دي، خو پر ایران د نړیوالو بندیزونو له امله دغه هېواد د دې برخې د لګښتونو د پوره کولو توان نه لري. له دې سره سره ایران له خپلې خاورې د هغوی په شړلو سره هغوی مجبوروي چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي. څرنګه چې فاطمیون په سوریه کې په جنګي جنایتونو تورن دي، له دې امله هغوی نشي کولی ترکیې یا کوم بل هیواد ته لاړ شي. له همدې امله دوی باید بیرته افغانستان ته راشي. دا هم ممکنه ده چې افغانستان ته د هغوی په استولو سره ایران وغواړي چې دوی د یوه احتیاطي ځواک په توګه وساتي چې د طالبانو د حکومت پر ضد وکارول شي. ایران یو مداخله کوونکی، شریر او غدار هیواد دی.

ځواب ورکړئ

زه ستاسو رسالت ته حیران یم لسګونه ځلې مو د ایران ظلمونه چې په افغانانو یې کوي نشر کړي دي. ښه مو کړي. کور مو ودان چې د افغانانو غږ مو پورته کړی دی. خو پاکستان زموږ وطن پسې بېخ کنده رااخیستې ده. وطن یې راته چور کړ. زموږ هر څه د لیلام په بازار کې نیسي او چلوي یې. زموږ په هېڅ شي رحم نه کوي. لارۍ لارۍ یې چلوي. مخه یې څوک نه نیسي. او نه څوک ورته وايي چې دا چېرته وړئ؟ په اداراتو کې راته پاکستانیان مقرر دي. څه یې چې خوښه وي کوي یې. آن زموږ د جمهوریت د وخت محرم اسناد یې ټول یووړه. تازه په تازه د طالبانو مطبوعاتي غړي مفتي عبدالحیکم، چې اوس په ټلویزیوني بحثونو کې ددې ډلې په ګټه شننې کوي په یوه تلویزیوني بحث کې ویلي، چې د طالبانو رژیم کې دولتي ادارې له هغو کسانو ډکې شوي، چې یا د پاکستان تابعیت لري او یا هم دې هېواد سره نږدې روابط. نوموړي د شمشاد ټلویزیون په یو بحث کې پر دې موضوع اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې که طالبان خپله دغې پالیسۍ ته بدلون ورنکړي او له خپلو لیکو پاکستان ته ژمن کسان لیرې نه کړي، امکان شته دغه ډله لا منزوي شي. نو تاسو سوچ وکړئ چې خپله طالبان د دوی په لیکو کې د پاکستاني وګړو په شتون اعتراف کوي نو نور به موږ څه ووایو خو وطن یې راتباه کړ. له تاسو (سلام ټایمز ادارې) مو هیله ده چې د پاکستان کثیفه څېره هم افغانانو ته په خپلو تفصیلي راپورونو لا بربنډه کړي...

ځواب ورکړئ

ښه خبره ده. زما نه یاديږي چې ما په سلام ټایمز کې د پاکستان له خوا د ترهګرو د ملاتړ په هکله څه لوستلي وي. کیدی شي سلام ټایمز د پاکستان د پوځ یا استخباراتو ویب سایټ وي چې د پاکستان د ظلمونو په هکله څه نه لیکي. زه د سلام ټایمز مسؤلینو ته وایم چې مونږ پوهیږو چې ایران د افغانستان دښمن دی، لاکن پاکستان د ایران په نسبت زمونږ لوی دښمن دی. لطفا کوشش مه کوئ چې له مونږ نه زمونږ اصلي دښمن هېر کړئ. مرګ په پاکستان او د پاکستان په حامیانو.

ځواب ورکړئ

دا سمه ده چې ایران له افغانانو سره دښمني لري، افغانان وهي ټکوي. سلام ټایمز تل د افغانانو په وړاندې د ایران د جنایتونو په اړه راپورونه ورکوي، خو سلام ټایمز هیڅکله د افغانانو په وړاندې د پاکستان د جنایتونو په اړه راپور نه ورکوي. پاکستان زموږ وطن وران کړی او اوس هم زموږ وطن ورانوي، افغانان باید لاسونه سره یو کړي او خپل وطن په خپله جوړ کړي.

ځواب ورکړئ

ایران ډېر منحوس هېواد دی. دوی د افغانانو له مجبوریت او ناپوهۍ څخه ناسمه استفاده وکړه او کوي یې. دوی په سیمه کې د سرطانې غدې حیثیت لري. د ایران منحوس ريژیم نه یواځې دا چې په سوریه، عراق او فلسطین کې ورانی شروع کړی بلکې په افغانستان کې هم له لسیزو راپدې خوا یې جنګ جاري ساتلی. افغانانو په افغانستان کې د ایران لاس وهنې هېرې کړې او بیا یې هم په ایران باور وکړ. بیا یې هم د ایران په پلوۍ په سوریه کې جنګ شروع کړ. هوکی. دا به ومنو چې افغانان د جنګونو له وجې غریب شوي، خپل وطن یې وران شوی، کورونه یې وران دي نو دوی چې اوس هر څه کوي، د خپل سر په قیمت به خپله روزي تر لاسه کوي. همدغه ټولې کمزورۍ دي چې ګاونډیانو زمونږ په وجود کې موندلي او نبض مو ورته معلوم شوی. د همدغو مجبوریتونو وجه وه چې ایرانیانو افغانانو ته په سوریه کې د جنګېدو په مقابل کې د کورونو او تابعیت ورکولو وعده ورکړه. خو نه، ایرانیان له وړاندې په دې پوهېده چې نه به کوورنه ورکړي او نه تابعیت، صرف د یو تشناب کاغذ په څېر یې استعمال کړه، خپل دوښمن یې پرې خراب کړ او خپل هدف ته ورسېده.

ځواب ورکړئ

دا صحیح ده چې ایران له افغانانو سره دښمني پالي. هغوی افغانان وهي، ټکوي او حتي وژني. سلام ټایمز همیشه په افغانانو باندې د ایران د ظلمونو په هکله راپورونه خپروي لاکن همدا سلام ټایمز هیڅکله هم په افغانانو باندې د پاکستان د ظلمونو په هکله راپور نه خپروي. تر اوسه ما په سلام ټایمز کې هېڅ داسې خبر او لیکنه نه ده لوستلې چې په افغانستان کې له ترهګرو څځه د پاکستان د ملاتړ یا ترهګرو ته د پاکستان له خوا د مالي او تسلیحاتي ملاتړ په هکله یې لیکلي وي.

ځواب ورکړئ