کډوالان

د ایرانیانو له خوا د افغانانو د وهلو د ویډیوګانو له خپرېدلو څخه وروسته له تاوتریخوالي څخه ډک لاریونونه راوپارېدل

د عمر او ای اېف پي راپور

د ایرانیانو له خوا د وهلو د ویډیوګانو له خپرېدلو څخه وروسته چې ادعا کیږي افغانان وهي، په لسګونو افغانانو د وري په ۲۲مه په هرات ښار کې د ایران له قونسلګرۍ څخه بهر لاریونونه وکړل او د مرګ په ایران شعارونه یې ورکړل. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- هغو ویډیوګانو چې ایراني سرحدي ساتونکي او ایراني عوام په کې په ایران کې افغان کډوال وهي، د دوشنبې او سې شنبې په ورځو (د وري ۲۲ - ۲۳مه) په ټول افغانستان کې قهرجن اعتراضونه راوپارول.‌

د سې شنبې په ورځ شاوخوا ۲۰۰ افغانان د کابل په یوه مرکزي څلورلارې کې سره ټول شول او داسې پوسټرونه یې لېږدول چې «ایران باید خپل ظلمونه ودروي» او «موږ عدالت غواړو» په څېر شعارونه پرې لیکل شوي ول.‌

د دوشنبې په ورځ، لاریونوالو په هرات کې د ایران قونسلګرۍ په دېوال او ودانۍ باندې د لرګیو او تیزو برید وکړ چې د دېوال څه برخې او امنیتي کمرې یې ویجاړې کړې.‌

لاریونوالو په داسې حال کې چې د «مرګ په ایران» او «ایران یو قاتل هېواد» دی شعارونه ورکول، د ایران بیرغ وسوځاوه او د قونسلګرۍ دخولي دروازې ته یې اور ورته کړ، چې ګېډۍ ګېډۍ لوګي یې هوا ته خوشې شول او د هرات ښار له بېلابېلو برخو څخه ښکارېدل.

افغان معترضان د وري په ۲۲مه په هرات کې د ایران له قونسلګرۍ څخه بهر د ایران پر ضد شعارونه ورکوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغان معترضان د وري په ۲۲مه په هرات کې د ایران له قونسلګرۍ څخه بهر د ایران پر ضد شعارونه ورکوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغانان د هغو ویډیوګانو پر ضد د اعتراض په لړ کې چې ایراني چارواکي په کې په ایران کې د افغان کډوالو د وهلو په حال کې ښيي، د وري په ۲۲مه په هرات کې د ایران قونسلګرۍ څخه بهر د ایران بیرغ سوځوي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

افغانان د هغو ویډیوګانو پر ضد د اعتراض په لړ کې چې ایراني چارواکي په کې په ایران کې د افغان کډوالو د وهلو په حال کې ښيي، د وري په ۲۲مه په هرات کې د ایران قونسلګرۍ څخه بهر د ایران بیرغ سوځوي.‌ [عمر/سلام ټایمز]

د دوشنبې په ورځ په خوست او په کابل کې د ایران سفارت څخه بهر هم ورته د ایران ضد اعتراضونه ترسره شول.‌

د ایران حکومت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ترامر ثاني پورې یې په افغانستان کې ټولې سیاسي نماندګۍ بندې کړي دي.

په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ‌ د وهلو ویډیوګانې رد کړې وې او ویلي یې وو چې هغه «بې اساسه او بې اعتباره» دي او هدف یې دا دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ تاریخي روابطو ته زیان ور ورسوي.

خو ډېر هغه افغان کډوال چې د ایران امنیتي ځواکونو یا کار ورکوونکیو ورسره ظلمونه کړي دي، وایي چې دغه عکسونه او ویډیوګانې ریښتیا دي. د داسې ډېرو ورته پېښو له جملې څخه، ایراني مقاماتو په ۱۳۹۹ کې په یزد ولایت کې درې تنه افغانان په یوه موټر کې په ډزو ووژل او په هغوی باندې تور لګېدلی چې په لسګونو افغانان یې مجبور کړي ول چې سیند ته ودانګي چې هلته هغوی په سیند کې ډوب شول.

تېر کال، د لسګونو افغانانو جسدونه د نیمروز سرحدي دروازې له لارې راستانه کړای شول چې د ډېرو د بدنونو حیاتي غړي د ایران په پوځي روغتونونو کې ترې اېستل شوي ول.

که څه هم معلومه نه ده چې وروستۍ ویډیوګانې کله ثبت شوي، خو یوه ویډیو د ایران سرحدي ساتونکي ښیي چې افغان کډوال په یوه خونه کې وهي، په داسې حال کې چې یوه بله ویډیو د ایرانیانو یوه ډله ښيي چې کډوال په ایران کې په یوه ودانۍ کې کش کوي او وهي.‌

ایران ته،‌ چې له پنځو میلیونو څخه د ډېرو افغان کډوالو کوربه توب کوي، د تېر زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې د افغانانو یوه ستره څپه ور روانه ده.

یو غیر اسلامي جمهوریت

پ هرات کې یوه معترض میر حمزه خادم وویل، «د ایران حکومت اسلامي جمهوریت نه دی بلکې د کفرستان جمهوریت دی.»

هغه وویل، «د ایران امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو په ایران کې د افغان کډوالو په کورونو باندې یرغلونه کړي او د هغوی پیسې او شتمنۍ یې لوټلي دي.»

هغه وویل، «د افغان کډوالو ماشومانو په وهلو او شکنجه کولو سربېره، امنیتي ځواکونو په هغوی باندې جنسي تېري هم کړي دي.»

خادم وویل، «موږ نن دلته راغلو او د ایران قونسلګري مو په ډبرو وویشتله څو د ایرانیانو له خوا موږ ته را رسېدلی درد یو څه ارام شي،» او زیاته یې کړه چې د افغان کډوالو پر ضد تاوتریخوالی ترسره کول د منلو وړ نه دی.

هغه وویل، «موږ به د خپلو خلکو له حقونو څخه دفاع وکړو.»

یوه بل لاریونوال همایون کاکړ وویل، «ایرانیان فکر کوي چې له هغوی څخه به د هغوی د جنایتونو پوښتنه ونشي، خو افغانان به چوپ پاتې نشي او خپل انتقام به واخلي.»

هغه وویل، «موږ نن دلته د ایران د قونسلګرۍ مخې ته راټول شوو څو نړۍ ته ووایو چې افغان کډوال د هرو نورو کډوالو په څېر انسانان دي او باید د ژوند او کار کولو حق ولري.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت اسلامي نه دی او تل یې له بې وسو افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی دی.»

یو ظالم ګاونډی

د رسنیو د راپورونو له مخې او د عیني شاهدانو په وینا،‌په ایران کې په وروستیو کې د افغان کډوالو پر ضد تاوتریخوالی زیات شوی دی.‌

چې په دلایلو کې یې د افغانستان له خوا تېر کال د کمال خان بند د پرانستل کېدلو له امله چې په پایله کې یې ایران ته د هلمند سیند د اوبو بهیر پرې شو، د ایران غوسه هم شامله ده.

په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه ځوان افغان سړي په داسې حال کې ښیي چې سخت ټپي شوي او وینې پرې روانې دي. ویل کیږي چې ایراني امنیتي ځواکونو په افغان ځوانانو باندې د چاقوګانو او نورو مرګونو وسایلو ګوزارونه کړي دي.

د غلام فاروق په نامه یوه معترض چې په ایران کې په چاقو د وار له امله په وینو د یوه ککړ افغان کډوال عکسونه یې په لاس کې نیولی وو، وویل، «په ایران کې د افغان کډوالو د وهلو او وژلو له امله زما وینه له قهره په جوش راځي.»

هغه د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخواني قوماندان ته په اشارې چې په ۱۳۹۹ کې په بغداد کې ووژل شو، وویل، «د قاتل قاسم سلیماني وینه د ایران لپاره ارزښت لري، لاکن زموږ د بچیانو چې په ایران کې وژل شوي دي وینه هغوی ته ارزښت نه لري؟»

فاروق وویل، «ایران یو اسلامي هېواد نه دی. د افغان کډوالو او ځوانانو پر وړاندې چلند ظالمانه او غیر انساني دی.»

هغه زیاته کړه، «ایران د افغانانو قاتل دی او باید چې په نړۍ والو محاکمو کې محاکمه شي.»

یوه بل معترض جاوېد کریمي وویل، افغانانو له کالونو راهیسې ایران چې له افغانانو سره یوه شریکه ژبه لري، یو دوست ګاونډی باله، لاکن ایران تل د افغانانو پر وړاندې له دښمنۍ ډک چلند کړی دی.

هغه وویل، «افغانان ایران ته د دې لپاره ځي چې کار وکړي او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، خو د ایران ظالم رژیم او خلک له دغو غریبو کارګرانو سره ظالمانه چلند کوي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت ادعا کوي چې د افغانستان دوست دی، خو په حقیقت کې، هغه د افغانانو دښمن دی.»

کریمي غوښتنه وکړه چې، «نړۍ باید د افغانانو پر وړاندې د ایران په جنایتونو باندې خوله چوپ نه کړي او باید چې د جرم مرتکبین عدالت ته راکاږي.»

د فاطمیون پښېمان جنګیالي

په هرات کې یوه لاریونوال په فاطمیون لوا کې د وخت تېرولو په هکله خبرې وکړې. دغه ډله د سپاه پاسداران له خوا حمایه کیږی او سلیماني د دې لپاره جوړه کړې وه چې په سوریه کې جنګ وکړي.

سید حسین حسیني چې ۲۷ کاله عمر لري وویل چې هغه د فاطمیون د یوه غړي په توګه په سوریه کې د داعش پر ضد پنځه کاله جنګ وکړ.‌

یو کال وروسته له هغه چې نوموړی د سوریې له جنګ څخه راستون شو، ایراني مقاماتو حسیني په تهران کې ونیو او تېره شنبه یې افغانستان ته راواړاوه.

حسیني وویل،‌«سپاه پاسداران له ما سره په سوریه کې د جنګ کولو په مقابل کې د یوه کور او تابعیت د راکولو ژمنه کړې وه، خو هغوی هېڅکله هم خپلې ژمنې پوره نه کړې.»

د هغه دوه ورونه هم په سوریه کې جنګیدلي،‌ چې هلته په جنګ کې معلول شوي او اوس په هرات کې په کور کې پراته دي.

حسیني وویل، «د ایران حکومت ماته په سوریه کې د جنګ کولو په بدل کې یو ۱۰ کلن پاسپورټ راکړی وو، خو زه چې په توقیف کې وم ایراني عسکرو زما پاسپورټ څیرې کړ او په زور یې افغانستان ته راواړولم.»

هغه په غوسه وویل، «که ایرانیان په ریښتیا سره نران وي او که سلیماني په ریښتیا سره نر وو، زه هغوی ننګوم چې را دې شي او زما په مخکې دې ودرېږي. زه به هغوی ته وښیم چې اصلي نر څوک دی.»

هغه وویل، ایران «دومره زړه نه لري چې د جنګ میدان ته لاړ شي او جنګ وکړي» په داسې حال کې چې هغوی افغانان او نور خلک د جنګ لومړیو کرښو ته لېږي.

حسیني وویل چې هغه په سوریه کې په جنګیدلو باندې پښېمان دی او وایی کاش چې هېڅکله هم د ایران د حکومت د دروغو په وعدو نه وای غولېدلی.

د حسیني یوه ملګري او د فاطمیون بل پخواني جنګیالي نظیر احمد غلامي چې هغه هم په عین وخت کې له ایران څخه را اېستل شوی دی، وویل، د ایران حکومت او خلکو د افغانانو پر ضد یو بې رحمانه کمپاین، چې د هیچا لحاظ یې نه کاوه، پيل کړ.‌

هغه وویل، «ایراني عسکر د فاطمیون او غیر فاطمیون تر منځ فرق نه کوي. هغوی چې هر چېرې افغانان پيدا کوي، نیسي یې او له کومو پوښتنو ګروېږنو پرته یې افغانستان ته را اړوي.»

هغه وویل، تر هغه چې د ایران حکومت فاطمیون ته اړتیا لرله، هغوی دغه ډله سوریې او عراق ته لېږله چې جنګ وکړي او افغانان په کې زیان ومومي، خو اوس چې فاطمیون ته نوره اړتیا نشته، تهران خپلې ژمنې ماتوي او د فاطمیون غړي افغانستان ته را اړوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما لپاره دا د پوښتنې خبره ده چې که په ایران کې د افغانانو لپاره دومره مشکل وي نو ولې هره ورځ لس زره افغانان په غیر قانوني توګه ایران ته راځي؟ ولې په ایران کې پنځه میلیونه افغانان اوسي؟ که په افغانستان کې جنت وي، نو ولې خپلو کورونو ته نه ورځي او د ایرانیانو له ظلمونو نه تښتي؟ له ایران څخه یو زابلي شپون خپله لاره ورکه کړې وه او له خپلو پسونو سره نیمروز ته اوښتی وو. نوموړی یوازې په غیر قانوني توګه افغانستان ته د ننوتو په جرم نیول شوی او شاوخوا درې کاله په بند محکوم شوی و. هغه غریب سړی نه پوهیده چې هغه بلې خاورې ته ننوتلی دی.

ځواب ورکړئ

که څه هم د ایران د حکومت او خلکو ظلمونه د نه بخښلو وړ جنایت دی او د هر انسان احساساتو ته صدمه رسوي، خو موږ افغانان د هغې ورځې په تمه یو چې له ایران سره د دې ټولو ظلمونو او جنایاتو حساب وشي، خو یوه خبره باید ووایم، دا جنایتونه او په ایران کې له افغان کډوالو سره وحشتناک چلند هم یو مثبت اړخ لري او هغه دا دی چې افغانان په هیڅ ډول شرایطو کې په خپلو لالچي او وینه تویونکو ګاونډیانو باور ونه کړي. هغه ظلمونه چې د ایران حکومت یې له فاطمیون سره کوي او په زوره یې د ایران له پولو څخه را اړوي، دا د ټولو افغانانو لپاره لوی درس دی. فاطمیون د هغو جنګیالیو له ډلې څخه وو چې څو کاله یې په سوریه کې د ایران د ګټو لپاره جګړه وکړله. دوی په دې جګړه کې په لسګونو دوستان او خپلوان له لاسه ورکړل په داسې حال کې چې دغه جنګ له دوی سره هیڅ تړاو نه درلود، حتی د داعش لپاره د دې لامل شو چې د فاطمیون له لښکر څخه په غچ کې په افغانستان کې شیعه ګان په نښه کړي او له بلې خوا ایران هم د دفاع په نوم هغوی وهڅول. په سوريه کې د شيعه ګانو له زيارتونو څخه، هغوی ته په لوړه کچه معاشونه ورکول کیدل. ایران هم د دوی د کورنیو ملاتړ کاوه، خو کله چې د سوریې جګړې خپل لومړنی شدت له لاسه ورکړ او د بشارالاسد پوځیانو په یوازې ځان د خپلو مخالفینو پر وړاندې جګړه وکړه، ایران له هماغه پوځ سره چې یو وخت د زیارتونو اتلان او مدافعین بلل کېده، ناوړه چلند پیل کړ. دا په ډاګه کوي چې په سوریه کې د ایران جګړه د شیعه ګانو له سپېڅلو زیارتونو څخه د دفاع لپاره مذهبي جګړه نه وه، بلکې یوازې د ایراني ملایانو د یوې وړې ډلې د ګټو لپاره وه چې په دې جګړو کې ښکېله وه او افغانان په کې ووژل شول. زه هیله لرم چې ټول افغانان به د ایران په منافقت پوه شي او بیا به د دوی

ځواب ورکړئ

په افغانانو باندې هر چا ظلم وکړ. ایران پرې یو ډول ظلمونه کوي. پاکستان بل ډول ظلمونه کوي. امریکایانو بل ډول ظلم وکړ. برتانویانو بل ډول ظلم وکړ. روسانو بل ډول ظلم وکړ. سړی حیران شي چې دا د نړۍ خلک ولې د افغانانو پر ضد داسې ظلمونه کوي؟ ۴۴ کاله کیږي چې پاکستان د افغانستان پر ضد وسله وال جنګیالي تربیه کوي بیا یې افغانستان ته رالیږي چې افغانان ووژني او افغانستان وران کړي. پخوا یې دا کار د غرب په مرستو وکړ او شرق یې پرې مات کړ. په وروستیو شلو کالونو کې یې بیا د غرب، چین او روسیې په مرسته وسله وال تربیه کول او د افغانستان د ورانولو لپاره یې رالېږل. ایران له یوې خوا نه افغانان د فاطمیون په لښکر کې د جنګ لپاره ولیږل. څوک په کې ووژل شول او نور ټپیان شول. بلې خواته یې د طالب وسله والو مرسته کوله چې افغانستان وران کړي. امریکایانو او انګریزانو د افغانستان کلي او کورونه په دې بهانه بمبار کړل چې ترهګر په کې پټ دي خو کله چې د ترهګرو مشر په پاکستان کې پیدا شو له پاکستان نه یې دومره پوښتنه هم ونه کړه چې ولې یې پنځه کاله پټ کړی وه؟ دا دنیا سل مخونه لري. بدبختانه چې دا وخت د نړۍ ټول بد مخونه د افغانستان په طرف دي.

ځواب ورکړئ