اقتصاد

غني ایران ته د وړیا اوبو د بهیر پای ته رسېدل اعلان کړل

د عمر راپور

ولسمشر اشرف غني د وري په ۴مه د کمال خان بند د پرانستې په مراسمو کې یوه کوتره والوزوله. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د وري په ۴مه د کمال خان بند د پرانستې په مراسمو کې یوه کوتره والوزوله. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

نیمروز -- په روانه اونۍ کې د کمال خان بند پروژې په پرانستلو سره چې له ډېر وخت راهیسې یې انتظار کېده، افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د وړیا اوبو د بهیر پای ته رسېدل اعلان کړل.

ولسمشر اشرف غني د چارشنبې په ورځ /د وري ۴مه/ د نیمروز ولایت په چاربورجک ولسوالۍ کې د پرانستې په مراسمو کې وویل، «موږ به نور هیچاته هم وړیا اوبه ورنه کړو.»

هغه ایران ته،‌ چې سرحد یې د هلمند سیند په وروستۍ برخه کې واقع دی، په خطاب کې وویل، «که تاسو اوبه غواړئ، باید تېل راکړئ.‌ که تاسو اوبه غواړئ، تاسو باید په بدل کې یو څه راکړئ.»

هغه وویل، د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند د اوبو تړون «یو بشپړ تړون دی، خو په صحیح توګه پلی شوی نه دی. اوس د هلمند د اوبو کیلي د افغانانو په لاس کې ده.»

دا عکس چې د زمري په ۵مه اخیستل شوی په نیمروز ولایت کې د هلمند سیند دپاسه کمال خان بند په داسې حال کې ښیي چې د رغونې کار پرې روان دی. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

دا عکس چې د زمري په ۵مه اخیستل شوی په نیمروز ولایت کې د هلمند سیند دپاسه کمال خان بند په داسې حال کې ښیي چې د رغونې کار پرې روان دی. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

غني زیاته کړه، که ایران له هغه څه نه چې د ۱۳۵۲ کال په تړون کې تصریح شوي دي ډېرې اوبه غواړي، هغه باید له افغانستان سره خبرې اترې وکړي.

په کمال خان بند باندې کار په ۱۳۴۰ کې پيل شو، خو دغه پروژه د جنګونو او د ایران د لاسوهنو له امله په مکرر ډول ټکنۍ شوه.‌

تهران د اوبیزې برېښنا دغې پروژه کې لاسوهنې ته ان د کب تر ۱۱مې پورې تر هغه وخته دوام ورکړ چې ایراني سرحدي ځواکونو په هغو افغانانو باندې چې د کمال خان بند په نهر باندې یې کار کاوه، د سپکو او درنو وسلو برید وکړ.‌

ایران همدارنګه طالبانو ته وسلې ورکړي او حکم یې ورته کړی چې په هرات ولایت کې د پاشدان بند په ګډون د بېخبنا په ګڼو نورو افغاني پروژو باندې کار ټکنی کړي.‌

کمال خان بند چې د ایران پولې سره نږدې د ۸.۶ میلیاردو افغانیو (۱۱۱ میلیونو ډالرو) بودجې په لګښت سره جوړ شو، په افغانستان کې تر ټولو ډېره مهمه بېخبنا ګڼل کیږي.

دغه ۹ میګاواټه بند د ۵۲ میلیونو مکعب مترو په ظرفیت د اوبو ذخیره لري او د ۱۸۰۰۰۰ هکتاره زراعتي ځمکې په خړوبولو کې به مرسته وکړي.‌

د پرانستې مراسمو کې د وینا پر وخت، غني په نیمروز کې د کرنې د سکتور په پرمختګ کې د دغه بند په رول باندې رڼا واچوله او ویې ویل نوموړی تمه لري چې په نتیجه کې به یې ډېر کډوال افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شي.

هغه زیاته کړه، «موږ به په ویاړ سره د نیمروز زراعتي تولیدات په ایران باندې وپلورو.»

یوه تاریخي لاسته راوړنه

د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانانو د کمال خان بند پرانسته ولمانځله.‌

په ځانګړې توګه د نیمروز اوسېدونکي هیله لري چې دغه بند به د هغوی د زراعتي ځمکو، چې د اوبو د نشتوالي له امله شاړې پاتې دي، په خړوبولو کې مرسته وکړي.

د نیمروز یوه اوسېدونکي جان محمد باور وویل، «دا بند به نه یواځې زموږ اقتصاد ته ګټه ورسوي بلکې برېښنا به هم تولید کړي او د زراعت په وده کې به یو حیاتي رول ولوبوي.»

هغه وویل، که چېرې د نیمرزو پراخې، حاصلاتي او هوارې زراعتي ځمکې پیاوړې شي، تمه شته چې د غنمو او نور کرنیز حاصلات زیات شي.‌

یوه بل ځایي اوسېدونکي محمد اسحاق شهباز وویل، «کمال خان بند به د نیمروز د ټولو اوسېدونکیو ژوند بدل کړي.»

هغه وویل، نیمروز به یو ځل بیا نه یواځې په افغانستان بلکې په سیمه کې تر ټولو ډېره حاصلخېزه ځمکه وګرځي، او زیاته کړه چې، «نیمروز ولایت به خپل زرغون مدنیت ته ورستون شي.»

شهباز وویل، «حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې غټه بودجه لګوي، خو له دې سره سره هغه د بېخبنایي پروژو او د خلکو معیشت ته هم پام کوي. کمال خان بند د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه ده.»

په نیمروز کې یوه بزګر عبدالغني رخشاني وویل، د تېرو څو کالونو په ترڅ کې د نیمروز بزګران د وچکالۍ او د لګولو د اوبو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ ول.‌

رخشاني وویل، «د اوبو د کموالي له امله، موږ ونشوای کړای چې خپله ځمکه وکرو، خو اوس به دغه حالت بدل شي.»

د نورو بندونو د جوړولو لپاره هڅې

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي،‌ په یو شمېر ولایتونو کې لږ تر لږه په ۱۱ بندونو باندې د رغونې کار روان دی.

د افغانستان د اوبو د تنظیم د ملي ادارې لوی رییس خان محمد تکل د کمال خان بند د پرانستې په مراسمو کې وویل، د هغو بندونو په ډله کې چې دا وخت پرې د رغونې کار روان دی کجکي، شاه و عروس، پاشدان، شورابک، بخش اباد، مچلغو، دهنه دره، خان اباد ۲، توري، پالتوني او شفلوق شامل دي‌.‌

هغه وویل، «تمه ده چې د شورابک، شاه و عروس او پاشدان بندونو د رغونې کار ژر بشپړ شي.»

هغه وویل، دا ۱۱ بندونه به له ۵۵۰۰۰۰ هکتارو څخه ډېره ځمکه خړوبه کړي او ۲۰۰ میګاواټه برېښنا به تولید کړي.‌

هغه زیاته کړه، د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره پلان لري چې په را روان کال کې په ۲۷ ولایتونو کې د اوبیزې برېښنا د ۴۴ بندونو د سروې او ډیزاین چارې پیل کړي.‌

تکل وویل، «د دغو بندونو په جوړېدلو سره به افغانستان وکولی شي چې خپلې اوبیزې سرچینې مدیریت کړي او ښایي دې ته اړتیا ونه لري چې له ګاونډیو هېوادونو څخه برېښنا راوارده کړي.»

هغه وویل، «اوبه زموږ عزت دی. دا د ټولو افغانانو وظیفه ده چې خپلو اوبیزو سرچینو ته ښه پاملرنه وکړي او د خپل هېواد د غوره ګټو لپاره ترې کار واخلي.»

په هرات ښار کې مېشت د بندونو جوړولو یوه کارپوه حبیب الله لودین وویل،‌ په سیمه کې د نورو هېوادونو په پرتله، افغانستان د بندونو په جوړولو کې ښه پرمختګ کړی، او دا وړتیا لري چې په سلګونو واړه او لوی بندونه جوړ کړي.‌

لودین وویل، «د افغانستان بندونه به نه یوازې دا ظرفیت ولري چې په زرونه میګا واټه برېښنا تولید کړي، بلکې همدارنګه به په زرونو هکتاره زراعتي ځمکه خړوبه کړي، چې هېواد به د زراعتي تولیداتو په یوه لوی صادرونکي باندې بدل شي.»

افغانانو د کمال خان بند د خوندي ساتلو ژمنه وکړه

د نیمروز ولایت اوسېدونکي ژمنه کوي چې د کمال خان بند او نورو ملي بېخبنایي پروژو د خوندي ساتلو لپاره به د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.

د نیمروز د ولایتي شورا رییس باز محمد ناصر وویل، ځایي ځوانانو د ترهګرو پر ضد جنګ وکړ او د کمال خان بند د بشپړولو لپاره یې قربانۍ ورکړې، او زیاته یې کړه چې، «هغوی هیچاته هم اجازه ورنه کړه چې په دې ملي پروژه باندې د رغونې کار ټکنی کړي.»

هغه وویل،‌ د نیمروز سړي او ښځې، ځوانان او زاړه چمتو دي چې د کمال خان بند امنیت وساتي.

ناصر وویل، دغه بند د هر افغان دی، او هر څوک چې غواړي زیان ور ورسوي هغه به د ۳۰ میلیونو افغانانو له غبرګون سره مخامخ شي.‌

هغه زیاته کړه، ثبوت یې دا دی چې طالبانو او ایران له کالونو راهیسې هڅه کوله چې د بند د رغونې مخه ونیسي.‌

د کورنیو چارو وزارت د وري په ۴مه یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې طالبانو د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې په کمال خان بند باندې ۳۵ ځلې بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکونو ۳۹ غړي وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

دغه وزارت وویل، طالبانو د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې په بند باندې د جنګونو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو ۲۹ غړي یرغمل کړي دي.‌

د وزارت په وینا، اورپکو شاوخوا۱۲۰ د هاوان ګولۍ ورولي او څه ۱۶ د درنو وسلو ډزې یې کړي دي خو بند ته یې زیان نه دی رسولی. امنیتي ځواکونو ۹۸ هغه ځمکني ماینونه چې طالبانو د کمال خان بند د ویجاړولو لپاره ښخ کړي وو، شنډ کړي دي.

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې یوه دیني عالم حزب الله سروري وویل، طالبانو د ایران په حکم هره هڅه وکړه چې په بند باندې د رغونې کار ودروي، خو هغوی په دې کار بریالي نشول.

سروري وویل، «دیني عالمان د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او دښمنانو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان بېخبنا ویجاړه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د اوبو او برېښنا د بندونو جوړول د اشرف غني له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.‌ د هغه دا مهم کارونه د افغانستان د داخلي او خارجي دښمنانو او د ګاونډیو هېوادونو لپاره د سختې اندېښنې سبب وګرځېدل، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان هڅه کوي چې د هغه د کارونو مخه ونیسي، او هغوی خپلو جاسوسانو ته حکم کوي چې د اشرف غني پر ضد تبلیغ وکړي چې واک پرېږدي. یو لاس ته، طالبانو د اشرف غني د حکومت پر ضد جنګ تېز کړی، او بل لاس ته، د جمعیت ډلې مشران د ایران په حکم په هېواد کې دننه او بهر د اشرف غني پر ضد منفي تبلیغات خپروي.‌ څو ورځې مخکې تاسو ولیدل چې د احمدشاه مسعود زوی له یوه بهرني تلوېزیون سره په مرکه کې د افغانستان د ویجاړتیا پړه پر اشرف غني ور واچوله او د افغانستان لپاره د یوه غیرمتمرکز نظام غوښتنه یې وکړه.‌ د دې پرځای چې د کمال خان بند د جوړونې له امله د اشرف غني ستاینه وکړي هغه د اشرف غني پر ضد موقف ونیو. شرم دې وي په هغو چې د اشرف غني پر ضد درېږي او هغه نه پرېږدي چې د افغانستان لپاره کار وکړي.

ځواب ورکړئ

د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یوازې د بندونو جوړول کافي نه دي. افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه باید خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي ځکه چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه اوج ته رسېدلې ده. حکومت باید هڅه وکړي چې کورنی تولید زیات کړي او په هر ولایت کې فابریکې جوړې کړي. یو لاس ته به دا د خلکو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي، او بل لاس ته به کورني تولیدات زیات شي او مونږ به د بهرنیو هېوادونو له اړتیاوو څخه خلاص شو.

ځواب ورکړئ

کمال خان بند د نیمروز د خلکو لپاره ډېر حیاتي دی، ځکه چې د دې ولایت خلک له کلونو راهیسې د اوبو نشتوالي او وچکالۍ سره مخامخ دي، او هغوی په خپلو ځمکو کې هېڅ نه دي کرلي. خلک له حکومت څخه غواړي چې د نیمروز ولایت له بزګرانو سره مرسته وکړي او د نیمروز ولایت د بزګرانو لپاره د کرنې او زراعت لاره هواره کړي.‌

ځواب ورکړئ

کمال خان بند د افغانستان د خلکو لپاره د سر په قېمت جوړ شوی دی، ځکه چې د دې بند د دفاع په لاره کې خواوشا ۴۰ تنه زړور امنیتي سرتېري شهیدان شوی دي، او د دغو ځواکونو د وژلو اصلي عامل د ایران حکومت دی، ځکه چې ایراني مقاماتو په تکرار سره ویلي چې هغوی به په افغانستان کې د بندونو د جوړېدلو په مسئله کې بې تفاوته پاتې نشي.‌ افغان حکومت باید اوس دا بند په جدي توګه خوندي کړي، ځکه اوس ډېر احتمال شته چې ایران دا بند ویجاړ کړي.‌

ځواب ورکړئ