امنیت

د راپورونو له مخې طالبانو د ملاتړ په بدل کې ایران ته د اوبو ورکولو ژمنه کړې ده

د علي راپور

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۱۵مه اخیستل شوی د فراه سیند د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې لیدل کیږي.‌ فراه سیند چې له غور ولایت څخه سرچینه اخلي له ۵۶۰ کیلومتره لارې وهلو څخه وروسته د افغانستان - ایران په سرحد کې د هلمند هامونونو ته وربهېږي.‌ [عکس له ۲۰۷ ظفر قول اردو څخه]

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۱۵مه اخیستل شوی د فراه سیند د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې لیدل کیږي.‌ فراه سیند چې له غور ولایت څخه سرچینه اخلي له ۵۶۰ کیلومتره لارې وهلو څخه وروسته د افغانستان - ایران په سرحد کې د هلمند هامونونو ته وربهېږي.‌ [عکس له ۲۰۷ ظفر قول اردو څخه]

کابل -- افغان چارواکو او فعالانو وویل، داسې ښکاري چې ایراني چارواکو له طالبانو سره د مرغومي په میاشت کې په تهران کې د یوې کتنې په ترڅ کې، د نورو امتیازونو تر څنګ له افغانستان څخه د اوبو د ترلاسه کولو په بدل کې، د ملاتړ ژمنه کړې ده.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ د هغو معلوماتو په اساس چې هغه ترلاسه کړي دي، وویل، طالبانو او ایراني چارواکو یو له بل سره په یو لړ مسایلو یو شمېر هوکړې کړي دي.

هغه وویل، «د ایران حکومت د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي چې د اوبو یا متحده ایالاتو ته د زیان رسولو په برخه کې خپلې ګټې خوندي کړي.»‌

هغه وویل، په دې ملاتړ کې وسلې شاملې دي، او یادونه یې وکړه چې افغان ځواکونو په یو شمېر پېښو کې له طالبانو څخه ایرانۍ وسلې نیولي دي.‌

افغان چارواکو په مکرر ډول په ایراني رژیم باندې تور لګولی چې د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي څو په لویدیځ زون کې د بندونو د جوړولو مخه ونیسي او ایران ته د اوبو بهیر یقیني کړي.

بیګ وویل، «د ایران له خوا حمایه کېدونکي طالبان په فراه او نیمروز کې ډېر فعال دي، ځکه چې دغه ولایتونه له ایران سره په پوله پراته دي.»

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي محمد انور سلطاني وویل، «موږ په طالبانو او ایران باندې، چې د بندو دروازو تر شا یې په افغانستان کې د بندونو او په ځانګړې توګه د کمال خان بند د ویجاړولو په موخه د توطیو جوړولو لپاره سره وکتل، غږ کوو چې افغانستان دې نه ویجاروړي.»

هغه په طالبانو باندې غږ وکړ چې د خارجیانو د اجندا پلي کول دې ودروي او له خپلو خلکو سره دې سوله وکړي.

نور به د افغانستان اوبه وړیا نه وي

د نیمروز د ولایتي شورا یوه غړي نعمت الله صدیقي وویل، د کمال خان بند رغونه د ایران او افغانستان تر منځ دښمني رامنځته کوي.

هغه وویل، ایران له لسیزو راهیسې د افغانستان اوبه په وړیا ډول استعمالولې او اوس چې اوبه مدیریت کیږی د ایران حکومت ډېر زیات حساس شوی دی.‌

هغه وویل، «د ایران حکومت په لویدیځ زون کې د بندونو د جوړولو له امله په قهر دی، او څه یې چې په وس پوره وي هغه کوي ترڅو د کمال خان، بخش اباد او پاشدان بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي.»

هغه وویل، هغه ورځې لاړې چې له افغانستان نه به یې په وړیا توګه اوبه ترلاسه کولې، او یادونه یې وکړه چې د ایران د حکومت لپاره به دا ښه وي چې د بندونو د ویجاړولو لپاره د اورپکو د ملاتړ پر ځای له افغانستان سره رغوونکې خبرې وکړي.‌

په غور ولایت کې یوه فعال حسن حکیمي وویل، ایران چې په خپلو ختیځو سیمو کې له وچکالۍ سره مخامخ دی، له افغانستان څخه په ور تلونکیو اوبو باندې ډېر متکي دی.

هغه وویل، «که زموږ بندونه د اوبو بهیر ودروي، د ایران ګڼ شمېر ښارونه به د اوبو له سخت کموالي سره مخامخ شي، او اوسېدونکي به یې مجبور شي چې خپل ښارونه پرېږدي.»

هغه زیاته کړه، افغان حکومت حق لري چې د نړۍ والو قوانینو په اساس خپلې اوبه مهار کړي او که ایران زیاتې اوبه غواړي باید لګښت یې ورکړي.

په بېخبناوو باندې بریدونه

په وروستیو کالونو کې، طالبانو د افغانستان په لویدیځ زون کې په بندونو باندې مکرر بریدونه ترسره کړي او هڅه یې کړې چې د رغونې مخه ونیسي، خو بریالي شوي نه دي.

د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو یوه اوسېدونکي عتیق الله واصل وویل، طالبان هوډ لري چې هره غټه، نوې ملي پروژه ویجاړه کړي.

په دې لړ کې، په وروستیو کې طالبانو د سلواغې په ۲۶مه ۱۱ تنه هغه افغان کارکوونکي وتښتول چې په هرات کې یې د پاشدان بند په جوړولو کار کاوه.‌

د فیروزکوه اوسېدونکي امیرمحمد واثق وویل، د بندونو د ویجاړولو یا د طالبانو له لارې د هغو د رغونې د مخنیوي په برخه کې د ایران لاسوهنه د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده او افغانان به د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.‌

د قلعه نو یوه فعال محمد ناصر احمدي وویل، «بندونه به ایران ته د وړیا اوبو بهیر ودروي. د ایران حکومت طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي او په مقابل کې یې طالبان بېخبناوې ویجاړوي.»

هغه وویل، «په بادغیس ولایت کې د برېښنا د ستنو ویجاړول په افغانستان کې د پرمختګ او ښېرازۍ پر وړاندې د طالبانو د دښمنۍ یوه ښکاره بېلګه ده.»

احمدي وویل، «څه وخت کیږي چې د بادغیس خلک په تیاره کې شپې تېروي، او طالبان نه پرېږدي چې د برېښنا ستنې بیا ورغول شي.»

رغونه روانه ده

افغان کتونکي وایي، په داسې حال کې چې د ایران رژیم او طالبان په افغانستان کې د بندونو پر ضد توطیې جوړوي، د یو شمېر بندونو رغونه ډېره ښه پرمخ روانه ده.‌

د ایران په ګاونډ کې پراته نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د ذخیرې رغول د سلواغې په نیمایي کې پيل شول او په پام کې ده چې ژر بشپړ شي.

د نیمروز والي زمریالي احدي د سلواغې په ۲۲مه وویل چې د ذخیرې رغونه ۹۹٪ بشپړه شوې او زیاته یې کړه چې د اوبو ډنډېدل پیل شوي دي.

په پام کې ده چې ولسمشر اشرف غني د یاد بند پرانسته وکړي. تمه ده چې دغه بند په یاد ولایت کې د کرنې سکتور پیاوړی او کاري فرصتونه رامنځته کړي.‌

د فراه ولایت والي تاج محمد جاهد وویل، په ورته وخت کې د بخش اباد بند انحرافي تونلونه بشپړېدلو ته نږدې دي، او د رغونې کارکوونکي پلان لري چې د بند اصلي استنادي دېوال ژر جوړ کړي.

جاهد زیاته کړه، د بخش اباد بند په رغیدلو سره به د روانو اوبو یوه غټه برخه مهار شي او ایران ته به یې د بهېدو مخه ونیول شي.

د هرات والي سید وحید قتالي وویل، په کروخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند جوړښت ۶۰٪ بشپړ شوی دی، او یادونه یې وکړه چې د دغه کار د بشپړولو لپاره په سلګونو کارکوونکي شپه او ورځ زیار باسي.‌

قتالي ژمنه وکړه چې، «موږ به په کال کې دننه پاشدان بند پرانیزو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو له راپور نه داسې ښکاري چې په افغانستان کې روان جنګ د اوبو لپاره جنګ دی. که افغانستان خپلې اوبه هېوادونو ته ورکړي، جنګ به پای ته ورسېږي، او که هغه خپلې اوبه کنټرول کړي، جنګ به تېز شي. طالبان باید د شرم احساس وکړي چې د پیسو په بدل کې خپل هېواد ویجاړوي او د قدرت ترلاسه کولو لپاره خپل هېواد په دښمن باندې خرڅوي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان جنګ د سیمې، په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان او همدارنګه د هندوستان لپاره ډېر مهم دی.‌ د افغانستان اوبه له پېړیو راهیسې ګاونډیو هېوادونو ته ور روانې دي،‌ او دغو هېوادونو د افغانستان په اوبو باندې په زرونو هکتاره ځمکې خړوبې کړي او حتی چې د برېښنا بندونه یې پرې جوړ کړي دي. که په دې هېواد کې جنګ نه وي او یو قوي حکومت رامنځته شي، سمدلاسه به خپلې اوبه مهار کړي، او دا به ایران او پاکستان ته چې د افغانستان له اوبو څخه استفاده کوي، تاوان ورسوي.‌ پخوا پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کاوه چې په افغانستان کې د جنګ اور ګرم وساتي، او اوس د پاکستان په نسبت ایران ډېره هڅه کوي چې په افغانستان کې باید جنګ جاري وي څو هغوی یو طرف ته د افغانستان له اوبو څخه استفاده وکړي او د دوحې هوکړه چې د طالبانو او د امریکا د حکومت تر منځ لاسلیک شوې وه، ناکامه کړي، او بل طرف ته امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې او ټول په افغانستان کې ووژل شي.‌ د امریکا متحده ایالات باید هڅه وکړي چې په افغانستان کې ژر تر ژره د طالبانو په ګډون یو پیاوړی حکومت جوړ کړي او په دې توګه د ایران او پاکستان د لاسوهنې مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

که طالبان له ایران سره وعده وکړي او هغوی ته د پیسو او له یادې ډلې څخه د ملاتړ په بدل کې اوبو ته لاسرسی برابر کړي، طالبان به په افغانستان کې ملاتړ له لاسه ورکړي ځکه چې د افغانستان د خلکو لپاره یې هېواد مهم دی، او د دې هېواد خلک نه غواړي چې د هېواد داخلي منابع یې ګاونډي هېوادونه استعمال کړي. که په افغانستان کې جنګ نه وي او دا هېواد خپلې اوبه مهار کړي، افغانستان به ډېر ژر ښېراز شي.

ځواب ورکړئ

په سمه کې د ایران د ترهګریزو پالیسیو د مخنیوي او د ایران د دکتاتورانو په ستوني د پښې اېښودلو بهترین لاره دا ده چې د افغانستان اوبه مهار کړای شي. په دې توګه به له یوې خوا د ایران په داخل کې اقتصادي ستونزې زیاتې شي او بلې خوا ته به د ایران خلک د ایران د حکومت پر ضد وپارېږي ځکه چې د ایران خلک پوهېږي چې د سیمې د هېوادونو له خوا کېدونکي کارونه د ایران د تخریبي پالیسیو پر ضد عکس العملونه دي چې د ایران له خوا د لاسوهنو په نتیجه کې ایران ورسره مخامخ کیږي. په ورته وخت که نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه د افغانستان او په ځانګړې توګه د افغانستان په غربي او شرقي برخه کې د اوبو په مهارولو کې مرستې وکړي دا به د ملي اردو له په پښو ودرولو څخه وروسته دویم لوی ګام وي چې د افغانستان په ګټه به یې واخلي او د افغانانو د دوستۍ مقام به وګټي. تل دې وي د افغانستان او نړۍ والو دوستي. مړه دې وي ایراني او پاکستاني ترهګر پوځونه او استخبارات.

ځواب ورکړئ