امنیت

د طالبانو له خوا 'د بېخبناوو د ملاتړ' ژمنه په پراخه کچه له ریشخند سره مخامخ شوه

د عمر راپور

طالبانو د سلواغې په ۲۶مه ۱۱ تنه افغانان چې د افغانستان په هرات ولایت کې یې د پاشدان بند په پروژه کې کار کاوه وتښتول. تر دې څو ورځې مخکې د طالبانو مشرانو د بېخبنا له هغو پروژو څخه چې افغانانو ته هوساینه او ښېرازي برابروي ... پوره ملاتړ څرګند کړی وو. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د طالبان وروستۍ ژمنه چې په افغانستان کې به د بېخبنا د پروژو ملاتړ وکړي او هغه به خوندي کړي په پراخه کچه له ریشخند سره مخامخ شوه، ځکه چې د دغې ډلې له خوا د ویجاړتیا او ګډوډۍ روان کمپاین ټولو افغانانو ته ښه معلوم دی.

د روانې میاشتې په نیمایي کې د طالبانو یوه هیئت د افغانستان د وضعې په هکله په عشق اباد کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.‌

په یوه اعلامیه کې چې نسبت یې طالبانو ته شوی او د یاد وزارت په وېب سایټ خپره شوې وه دغې ډلې «د بېخبنا د هغو پروژو له پلیتابه څخه چې د افغانانو هوساینه او ښېرازي ډاډمنوي بشپړ ملاتړ څرګند کړی وو.»

د سلواغې په ۱۸مه ناوخته د طالبانو د ویاند له خوا یو لړ ټویټونو د ترکمنستان په پلازمېنه کې شوې خبرې ومنلې او ویې ویل چې په څېړل شویو موضوعاتو کې سرحدي امنیت هم شامل وو.‌

افغان کارکوونکي د وري د میاشتې په ۳مه په داسې حال کې ښودل کیږي چې د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې پاشدان بند رغوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغان کارکوونکي د وري د میاشتې په ۳مه په داسې حال کې ښودل کیږي چې د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې پاشدان بند رغوي. [عمر/سلام ټایمز]

د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۲۶مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په پاشدان بند باندې د رغونې کار روان دی. [عمر/سلام ټایمز]

د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۲۶مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په پاشدان بند باندې د رغونې کار روان دی. [عمر/سلام ټایمز]

څو ورځې وروسته د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۶مه/ طالبانو ۱۱ هغه افغانان چې د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې یې د پاشدان بند په رغونه کې کار کاوه، وتښتول، چې دغه کار د یادې ډلې له خوا په افغانستان کې د بېخبنا د پروژو د مخنیوي اوږده تاریخچه په ګوته کړه.‌

د پاشدان پروژې مسؤل محمد عارف اڅکزي د دوشنبې په ورځ وویل، «دغو کارکوونکیو پرون د بند له مرکز څخه ۲ کیلومتره لیرې په یوه کانال باندې کار کاوه چې طالبان راغلل او هغوی یې له ځانونو سره بوتلل. تر اوسه پورې موږ د خپلو همکارانو له برخلیک او دې څخه خبر نه یو چې طالبانو هغوی چېرته وړي دي.»

هغه وویل، طالبانو هغه ته څو ځلې خبرداری ورکړی وو چې د بند په رغونه کې کار کول ودروي.

د هرات والي سید وحید قتالي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کانفرانس کې وویل، د انجنیرانو او هغو کارکوونکو چې د پاشدان بند په رغونه کې کار کوي په تښتولو سره، طالبانو ثابته کړه چې هغوی د خارجیانو مزدوران او دې ته ژمن دي چې افغانستان ویجاړ کړي.

هغه وویل، «زه له ۱۱ میاشتو راهیسې چې د هرات والي ټاکل شوی یم د اکتشافي الوتکو له خوا د طالبانو د فعالیتونو انځورونه وینم.‌ هغوی تل پلونه او سړکونه ویجاړوي یا په ملکي خلکو باندې ډزې کوي.‌ په دې دوره کې، ما نه دي لیدلي چې طالبانو دې حتی یو ځل هم لمونځ‌ کړی وي.»

قتالي وویل،‌«د طالبانو اصلي هدف دا دی چې افغانستان ویجاړ کړي،‌ او هغوی دا په تېرو ۲۰ کالونوکې ثابته کړې ده.‌ د ټولې ویجاړتیا مسؤلیت د هغوی پر غاړه دی.‌ طالبان او د هغوی بهرني ملاتړي نه غواړي چې یو هوسا افغانستان وویني.»

د طالبانو له خوا د ویجاړوونکیو فعالیتونو په یوه بله بېلګه کې،‌ یادې ډلې په هرات کې د هرات - اسلام کلا په لویه لاره باندې یو ماین ښخ کړ. د سلواغې په ۲۱مه شوې چاودنه کې د رېللارې د ادارې څلور ساتونکي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

قتالي وویل، «د طالبانو هدف دا دی چې په دغه ولایت کې د رېللارې د رغونې پروسه ټکنۍ کړي، خو که هغوی هر څومره وحشت رامنځته کړي، هغوی نشي کولی چې د افغانستان د پرمختګ بهیر ودروي یا یې د بېخبنا د رغونې مخه ونیسي.»

دوه مخيتوب او دروغ

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد احسان وطن یار وویل، د طالبانو ښکاره دروغ او دوه مخيتوب د شرم وړ دي.‌

وطن یار وویل، «طالبان په افغانستان کې د بندنو او د نورو بېخبناوو په ویجاړولو افتخار کوي، خو د دغې ډلې مشران په بې شرمانه توګه له نورو هېوادونو سره د بېخبنا او عامه پروژو د ملاتړ په هکله خبرې کوي.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال نبی الله غلامي وویل، «نړۍ باید په طالبانو باندې اعتماد ونه کړي ځکه چې د هغوی عملونه د لمر په څېر روښانه دي.»

هغه وویل، «طالبان نشي کولی چې حتی یوه د بېخبنا پروژه چې هغوی په ۲۰ کالونو کې جوړه کړې وي، وښیي، خو که خبره د ورانولو او ویجاړولو شي هغوی د سړکونو، پلونو، ښوونځیو او جوماتونو په ګډون په زرګونو بېخبناوې او عامه پروژې په بمونو ویجاړې کړي دي.»

د هرات د ولایتي شورا غړي وایي،‌طالبان د ایران په مستقیم ملاتړ هڅه کوي چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د اوبیزې برېښنا او اوبه لګولو په بندونو باندې کار ټکنی کړي څو ایران ته د تلونکو اوبو مخه ونه نیول شي.

د یادې شورا د امنیتي کمېټې مشر غلام حبیب هاشمي وویل، هر کله چې افغانستان غواړي په لویدیځو سیمو کې د اوبو لګولو او اوبیزې برېښنا بندونه جوړ کړي،‌ د ایران له خوا له مقاومت سره مخامخ کیږي.‌

په دغو بندونو کې په هرات ولایت کې پاشدان بند،‌ په فراه ولایت کې بخش اباد بند او په نیمروز ولایت کې کمال خان بند شامل دي چې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.‌

هاشمي وویل، طالبان، د بهرنیانو په ملاتړ، نه غواړي چې دغه پروژې بشپړې شي.‌

هغه وویل،‌«سره له دې چې ایران د افغانستان او ایران تر منځ د شوې هوکړې په پرتله هر کال ډېرې اوبه ترلاسه کوي، لاکن اوس هم په لوېدیځو سیمو کې بندونه ګواښي. ایران له ډېرو کالونو راهیسې د یو شمېر بندونو رغونه ټکنۍ کړې ده

هغه وویل،‌ «په داسې حال کې چې عام افغانان او حکومت د نړۍ والې ټولنې په مرسته له کالونو راهیسې په دې کار کوي چې دغه بېخبناوې جوړې کړي،‌ لاکن طالبان دا ټول زحمتونه په څو دقیقو کې دړې وړې کړي.»

د هرات د ولاتي شورا یوه بل غړي احمد کروخي وویل، هغوی له پاشدان بند سره نږدې سیمو څخه خپل ګواښونه زیات کړي، او هڅه کوي چې د ترهګرۍ او ناامنۍ د رامنځته کولو له لارې یې رغونه وځنډوي.

هغه وویل، «طالبان چې د سیمې او ګاونډي هېوادونو له استخباراتي ادارو څخه حکمونه ترلاسه کوي، هڅه کوي چې د پاشدان بند په ګډون بندونو رغونه ټکنۍ کړي.»

د طالبانو له خوا له ګډوډۍ جوړونې څخه د ایران ملاتړ

له ترکمنستان څخه د طالبانو په کتنې سربېره، په قطر کې د یادې ډلې د سیاسي دفتر د رییس عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو هیئت د سلواغې په ۷مه د ایران د رژیم په رسمي بلنه هغه هېواد ته لاړ.‌

دوه ورځې وروسته،‌ د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یوه بل هیئت په رسمي بلنه له مسکو څخه لیدنه وکړه.‌

له هېوادونو څخه د طالبانو لیدنې چې غواړي په راتلونکي کې د افغانستان واک په مطلق ډول ترلاسه کړي افغانان په قهر کړي، او وایي چې هغوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته زیان رسوي.

د نیمروز د ولایتي مرکز زرنج یوه اوسېدونکي محمد آصف اکرمي وویل،‌ طالبان چې د افغانستان د دښمنانو له خوا یې لارښوونه کیږي،‌ غواړي چې د اوبو لګولو او اوبیزې برېښنا بندونه ویجاړ کړي او په مقابل کې یې له هغو هېوادونو څخه چې د دوی ملاتړ کوي پيسې او وسلې ترلاسه کړي.‌

هغه وویل، په ورته وخت کې ګاونډي هېوادونه «د افغانستان اوبه په وړیا ډول ترلاسه کوي.»

اکرمي وویل،‌«په نیمروز ولایت کې کمال خان بند چې ایران ته د اضافي اوبو د وربهېدلو مخه نیسي، بشپړېدلو ته نږدې دی.‌د ایران حکومت تل هڅه کړې چې دغه مهم بند ته زیان ورسوي او زموږ له هېواد څخه وربهېدونکیو اوبو څخه په وړیا ډول استفادې ته دوام ورکړي.»

د هرات اوسېدونکي غلام غوث محمدي وویل، طالبانو د افغانستان لپاره هېڅ مثبت کار نه دی کړی.‌

هغه وویل، «د طالبانو وظیفه ورانول دي. که حکومت یو ښوونځی جوړوي،‌ طالبان یې ویجاړوي. په هرځای کې د چاودنو او د پلونو د ویجاړتیا نښې لیدل کیږي.»

هغه وویل، «دا پروژې افغانستان پورې تړاو لري، او که طالبان افغانان وي، هغوی باید د دغې ویجاړتیا څخه لاس واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه په سلو کې سل مطمئن یم چې د پاشدان بند د کارکوونکیو په تښتولو کې د ایران حکومت ښکېل دی، ځکه چې د افغانستان بندونو ایران ته غټ تاوان ور اړولی او په ایران کې په زرونو هکتاره ځمکه له وچکالۍ سره مخامخ ده، او که په افغانستان کې یو څو نور بندونه جوړ شي، ایران به په بیلیونونو یا حتی تریلیونونو ډالر زیان ومومي. د ایران ټولې زراعتي ځمکې د افغانستان په اوبو خړوبېږي، ځکه چې ایران روانې اوبه نه لري. له دې امله، ایران هم هڅه کوي چې په افغانستان کې جنګ باید زور واخلي، او له همدې امله د ایران حکومت د شمال ټلوالې مشرانو سره خبرې کوي‌ او هغوی ته پیسې ورکوي چې د طالبانو پر ضد ودرېږي او پرې نه ږدي چې هغوی قدرت ترلاسه کړي. ایرانیان هغوی ته وایي چې طالبان د هغوی دښمنان دی، او دوی باید د هغوی پر ضد ودرېږي، خو په حقیقت کې ایران غواړي چې په افغانستان کې د بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي. ‌

ځواب ورکړئ

د بین الافغاني خبرو او له امریکا او افغان حکومت سره د طالبانو د سولې د خبرو له پیلېدلو څخه وروسته، بد غوښتونکي هېوادونه، د سیمې استخباراتي او داخلي جنګ خوښي ګروپونه، چې په طالبانو او د طالبانو ضد لیکو دواړو کې موجود دي، هڅه کوي چې د افغانستان د سولې مسئله له ننګونو سره مخامخ کړي او پرې نه ږدي چې په افغانستان کې سوله راشي، ځکه چې د هغوی ګټې د افغانستان په جګړه کې نغښتې دي او د تېرو شلو کالو په دوران کې هغوی توانېدلي دي چې د نشه ییزو توکو له کرنې او قاچاق، د وسلو او نورو شیانو له خرڅلاو څخه په میلیاردونو ډالر ګټه ترلاسه کړي، نو که طالبان یو ښه کار هم وکړي، هغوی یې غندي. که طالبان غلو ته سزا ورکړي، بیا هم هغوی وایي چې طالبانو ښه خلک ووژل، او که طالبان د بېخبناوو د جوړونې کارونه کوي، هغوی پرې ریشخند وهي. دا جنګ باید پای ته ورسیږي او دا جنګ به له طالبانو سره د سولې له کېدلو څخه وروسته پای ومومي. حتی که په طالبانو باندې ډېر فشار هم وارد شي او د هغوی پر ضد جنګ تېز شي، بیا به هم سوله رانشي، او په دې جنګ کې که لس طالبان وژل کیږي سل ملکي کسان وژل کیږي، نو د افغانستان سوله خوښي خلک له نړۍ والې ټولنې او امریکا څخه غواړي چې ژر تر ژره طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي او د افغانستان په حکومت کې برخه ورکړي څو په دې هېواد کې جنګ د تل لپاره پای ته ورسیږي.

ځواب ورکړئ