مظاهرې

د هرات په زرګونو اوسېدونکیو د یوې غونډې په ترڅ کې په طالبانو باندې د سولې د خبرو د پرېښودلو له امله سخت انتقاد وکړ

د عمر راپور

د افغانستان د هرات ولایت له ۵۰۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د سلواغې په ۲۰مه په هرات ښار کې په یوه اعتراض کې برخه واخیستله او په ترڅ کې یې طالبان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د مذاکراتو د مېز د پرېښودلو او ایران او روسیې ته د بې معنی سفرونو کولو له امله وغندل. [عمر]

هرات -- د هرات ولایت له ۵۰۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۰مه/ په هرات ښار کې په یوه اعتراض کې برخه واخیستله او په ترڅ کې یې طالبان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د مذاکراتو د مېز د پرېښودلو او ایران او روسیې ته د بې معنی سفرونو کولو له امله وغندل.

معترضینو په طالبانو باندې سخت انتقاد وکړ چې د خپلو او د هغوی د ملاتړو هېوادونو د هدفونو د ترسره کولو لپاره د بې ګناه افغانانو وژلو ته دوام ورکوي،‌ په داسې حال کې چې د طالبانو سیاسي مشران په مسکو او تهران کې په مجللو هوټلونو کې له وخت تېرولو څخه خوند اخلي.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي صادق اسلام یار وویل، طالبان د دې پرځای چې د مذاکراتو مېز ته کېني او له افغانانو سره د جنګ د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې وکړي، خپلو ملاتړو هېوادونو ته تللي چې د راتلونکي لپاره د هغوی حکمونه ترلاسه کړي.‌

هغه وویل، «هغوی باید د هېوادونو له سفرونو او په پلاوونو د خپلو خېټو د ډکولو پرځای،‌ د مذاکراتو مېز ته کېني او سوله وکړي.»

د سلواغې په ۲۰مه له ۵۰۰۰ څخه ډېر افغان سړي، ښځې او ماشومان په هرات ښار کې راټول شول او له افغان حکومت څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ او له مسکو او تهران څخه د طالبانو وروستیو کتنو ته یې د انتقاد ګوته ونیوله. [عمر]

د سلواغې په ۲۰مه له ۵۰۰۰ څخه ډېر افغان سړي، ښځې او ماشومان په هرات ښار کې راټول شول او له افغان حکومت څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ او له مسکو او تهران څخه د طالبانو وروستیو کتنو ته یې د انتقاد ګوته ونیوله. [عمر]

د سلواغې په ۲۰مه په سلګونو ښځو په هرات ښار کې په جوړه شوې غونډه کې برخه واخیستله او غوښتنه یې وکړه چې د سولې په مذاکراتو کې دې د هغوی حقونه خوندي کړای شي. [عمر]

د سلواغې په ۲۰مه په سلګونو ښځو په هرات ښار کې په جوړه شوې غونډه کې برخه واخیستله او غوښتنه یې وکړه چې د سولې په مذاکراتو کې دې د هغوی حقونه خوندي کړای شي. [عمر]

د طالبانو هیئت چې په قطر کې د یادې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر یې مشري کوله د سلواغې په ۷مه د ایران د رژیم په رسمي بلنه له تهران څخه لیدنه وکړه.‌

دوه ورځې وروسته، د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو بل هیئت په رسمي بلنه مسکو ته لاړ.

د طالبانو یوه بل هیئت د سلواغې په ۱۸مه د خبرو ترسره کولو لپاره له ترکمنستان څخه لیدنه وکړه.‌

د مدني ټولنې یوه فعال وحید احمد دقیق چې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، طالبانو ثابته کړې ده چې هغوی د سولې لپاره د افغانانو په غوښتنو باندې د خپلو مالي ملاتړو ګټو ته ترجیح ورکوي.

هغه وویل، «په متحده ایالاتو کې د نوې ادارې له خوا د واک په ترلاسه کولو سره، طالبان او د هغوی ملاتړي اندېښمن شوي، له دې امله، طالبانو دغو هېوادونو ته سفرونه وکړل ترڅو د هغوی مشورې واخلي،» او یادونه یې وکړه چې د هغوی دا اړتیا چې د «خپلې هرې پرېکړې» په هکله د هغوی مشورې ته اړتیا لري، ثابتوي چې «طالبان خپلواک نه دي

هغه زیاته کړه، «که طالبان روسیه او ایران د سولې په پروسه کې دخیل نه کړي، دا هېوادونه به له یادې ډلې څخه ملاتړ ودروي او طالبان به د جنګ د دوام په برخه کې خپله وړتیا له لاسه ورکړي.»

د طالبانو له خوا روان تاوتریخوالی

په ورته وخت کې، په کابل او نورو ښارونو کې روان تاوتریخوالی هره ورځ بې ګناه ملکي خلک وژني.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز خبریالانو ته وویل، لږ تر لږه دوه کسان هغه وخت ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول چې کابل د چارشنبې په سهار څو بمي چاودنو ولړزاوه.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین ای اېف پي ته وویل چې د وژل شویو له ډلې څخه یو په پلازمېه کې د یوې حوزې د پولیسو آمر وو.

د پېښې په صحنه کې د ای اېف پي یوه عکاس وویل چې بم د یوه زغره وال موټر شاتنۍ برخه الوزولې وه.

فرامرز وویل، څو دقیقې مخکې په عین ناحیه کې یوې بلې بمي چاودنې څلور کسان ټپیان کړل.

یوې بلې چاودنې د کابل په لمنه پغمان ولسوالۍ کې د پولیسو یو موټر په نښه کړ.

دغه چاودنې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې اورپکو په کابل کې د یوه کمین په ترڅ کې څلور تنه حکومتي کارکونکي په ډزو ووژل. دا د ژورنالسانو، دولتي مامورینو او فعالانو د هدفي وژنو د لړۍ تر ټولو وروستۍ کړۍ وه.

افغان او امریکايي چارواکو د تاوتریخوالي د دغې څپې پړه پر طالبانو ور اچولې، خو یاده ډله دا تورونه نه مني.

د یوه عاجل اوربند غوښتنې

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد قاضي زاده وویل، طالبان باید خپل ترهګریزو بریدونو ته د دوام ورکولو او د بې ګناه خلکو د وینو تویولو پرځای، له حکومت سره په اوربند توافق وکړي.

هغه وویل، «ټول افغانان له جنګ څخه ستړي شوي دي، او د یوه هر اړخیز اوربند غوښتنه کوي. داسې یو اوربند به هېواد له جنګ او ناارامۍ څخه وژغوري او د ملي روغې جوړې لپاره به یو پلاټفورم جوړ کړي.»

د ګذرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د غونډې برخه وال عبدالقیوم کریمیان وویل، څو چې اوربند نافذ نشي، هېواد ته به هېڅکله هم سوله رانشي.‌

هغه وویل، «زموږ په هېواد کې هره ورځ بې ګناه خلک وژل کیږي. موږ په حکومت او طالبانو باندې غږ کوو چې ژر تر ژره سره جوړ شي او اوربند اعلان کړي.»

هغه وویل، «وروسته له هغه چې یو هر اړخیز اوربند نافذ شي، هغه به د سولې لپاره فرصت برابر کړي.»

کریمیان زیاته کړه، «ټول افغانان سولې ته تږي دي. طالبان باید داسې بهانې چې د سولې د پروسې لپاره خنډونه جوړوي، ودروي. طالبان، امنیتي ځواکونه او خلک ټول افغانان دي، نو ولې موږ جنګ ته دوام ورکوو؟»

ښځې نه غواړي چې تېر وخت ته ستنې شي

د دوشنبې د غونډې برخه والو په سلګونو ښځو او نجونو وویل چې د سولې په مذاکراتو کې باید د هغوی په حقونو او لاسته راوړنو باندې ناوړه جوړجاړی ونشي.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې ګلثوم رحیمي وویل، «موږ به خپل حکومت یواځې پرې نه ږدو،‌ او موږ په حکومت باندې غږ کوو چې موږ هم پرې نه ږدي.»

هغې وویل، «ښځو د تېرو شلو کالونو په ترڅ‌ کې ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي چې هېڅکله باید له پامه ونه غورځول شي.‌ موږ به تیاره ماضي ته بېرته ستنې نشو، د خپلو حقونو لپاره به مبارزه وکړو او د هر هغه چا پر ضد به ودرېږو چې غواړي زموږ برخلیک خراب کړي.»

د افغانستان د تکواندو پومسه ټیم یوې ورزشکارې او غړې سمیه عادل نیازي چې په اعتراض کې یې برخه اخیستې وه، وویل، افغانانې نن د طالبانو پر وړاندې درېږي.‌

هغې وویل، «طالبانو پخوا څو ځلې ژمنې کړې وې چې هغوی به سوله وکړي او تاوتریخوالی به کم کړي، خو یادې ډلې خپلې ژمنې پوره نه کړې او پرځای یې تاوتریخوالی زیات کړ.»

نیازي وویل، «که طالبان دا ژمنه هم وکړي چې هغوی به ښځې محدودې نه کړي، موږ به پرې باور ونه کړو، او موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې د هغوی عملونه وڅاري.»

د 'اسلامي امارت' خوب پای ته رسېدلی دی

سمیه نیازي وویل، «طالبانو د جنګ له لارې هېڅ هم نه دي کړي؛‌ هغوی یواځې بې ګناه خلک یې وژلي دي.‌ هغوی باید د اسلامي امارت د بیا رامنځته کولو لپاره خپل خوب هېر کړي، او د مذاکراتو مېز ته ستانه شي او له سوله ییزو لارو په واک کې شریک شي.»

هغې وویل، روان جنګ به هېڅ ونه کړي، یواځې دا به وکړي چې د افغانستان بېخبناوې به ویجاړې کړي.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، «هېڅ هېواد یا نړۍ وال بنسټ هم د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني او د طالبانو د مشرانو او غړو له خوا د دغې اصطلاح کارول د شرم وړ دی.»

هغه وویل، «طالبانو تل دا هیله لرلې ده چې په افغانستان کې واک ترلاسه کړي او خپل حکومت اعلان کړي،» خو افغانان دغه نظریه ردوي ځکه چې هغوی د هغه رژیم کارونه په خپلو سترګو لیدلي دي.‌

نوموړي وویل، «طالبانو باید له تېرو ۲۰ کالونو څخه یو درس زده کړی وي، او له دې امله، هغوی ته په کار دی چې د خپل اسلامي امارت کیسه هېره کړي.»

کامل وویل، «هغوی باید په افغانستان کې د نوي نظام چې د نړۍ والو قوانینو په اساس جوړ شوی دی، هرکلی وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امریکا او زلمی خلیلزاد باید په طالبانو باندې فشار واچوي چې د مذاکراتو مېز ته راشي او د سولې په هغې هوکړې باندې عمل وکړي چې هغوی له امریکا سره لاسلیک کړې ده.‌ د مذاکراتو مېز پرېښودل د هوکړې له شرطونو څخه د سرغړونې معنی لري.

ځواب ورکړئ

طالبان باید داسې کار ونه کړي، هغوی باید د مذاکراتو مېز ته راشي او له افغان حکومت سره د سولې او راتلونکي حکومت په سر یوې هوکړې ته ورسېږي. دواړه لوري باید خپلې شخصي غوښتنې پرېږدي او سوله وکړي څو افغانستان وژغوري او په دې هېواد کې وینه تویول پای ته ورسوي.‌ طالبان هم د دې ټولنې او هېواد عیني واقعیت دی. هغوی هم دا حق لري چې په دې هېواد کې ژوند وکړي او په واک کې برخه واخلي،‌ او نورې ډلې هم حق لري چې په حکومت کې شاملې واوسي.‌ طالبان باید نورې ډلې له پامه ونه غورځوي. که هغوی غواړي چې په دې هېواد کې په یوازې سر واکمني وکړي،‌ دا ناشونې ده، او په راتلونکي کې به خلک د هغوی پر ضد ودرېږي او جنګ به وکړي. افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی او ټول دا حق لري چې ژوند وکړي او خپل سیاسي فعالیتونه پرمخ بوځي.‌

ځواب ورکړئ