امنیت

د ملي امنیت ریاست د طالبانو هغه ډله ونیوله چې د هدفي وژنو او د متحده ایالاتو په کنسولګرۍ د شوي برید تر شا یې لاس درلود

د عمر راپور

په هرات ولایت کې د ملي امنیت ریاست منسوبینو د طالبانو یوه ۱۱ کسیزه ډله چې په هدفي وژنو او ۸ کاله مخکې په هرات ښار کې د متحده ایالاتو په کنسولګرۍ باندې شوي برید کې یې لاس درلود، نیولې ده. [عمر]

هرات -- په هرات ولایت کې د ملي امنیت ریاست منسوبینو د طالبانو یوه ۱۱ کسیزه ډله چې په وروستیو وختونو کې یې په هدفي وژنو او ۸ کاله مخکې په هرات ښار کې د متحده ایالاتو په کنسولګرۍ باندې شوي برید کې لاس درلود، نیولې ده.

امنیتي چارواکو د سلواغې په ۱۴مه د یادې ډلې ۱۱ غړي په هرات کې د ملي امنیت ریاست کې د یوه رسنیز کانفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وښودل.‌ دغه کسان د سلواغې په لومړیو کې نیول شوي دي.‌

د هرات والي سید وحید قتالي وویل،‌ دغو طالب ملېشو په وروستیو میاشتو کې په هرات ښار کې د امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو پر ضد په ۱۱ ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود او پلان یې جوړ کړی وو چې په را روانو ورځو کې شپږ نور بریدونه هم ترسره کړي.

هغه وویل، «دغه ۱۱ کسیز ګروپ مستقیما د طالبانو د استخباراتي واحد تر قوماندې لاندې وو او له طالب قوماندانانو څخه یې حکمونه ترلاسه کول. د دغه ترهګر ګروپ هدف دا وو چې د خلکو په منځ کې وېره او ترهه رامنځته کړي او امنیتي ځواکونه او ملکي خلک ووژني.»

افغان امنیتي ځواکونه د سلواغې په ۱۴مه په هرات ولایت کې د ملي امنیت ریاست کې د طالبانو د ډلې هغه غړي بدرګه کوي چې باور کیږي په هرات ولایت کې یې د هدفي وژنو تر شا لاس درلود. [عمر/سلام ټایمز]

افغان امنیتي ځواکونه د سلواغې په ۱۴مه په هرات ولایت کې د ملي امنیت ریاست کې د طالبانو د ډلې هغه غړي بدرګه کوي چې باور کیږي په هرات ولایت کې یې د هدفي وژنو تر شا لاس درلود. [عمر/سلام ټایمز]

د طالبانو له خوا جوړ شوی یو مقناطیسي بم د سلواغې په ۱۴مه په هرات ولایت کې د ملي امنیت ریاست کې ښودل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د طالبانو له خوا جوړ شوی یو مقناطیسي بم د سلواغې په ۱۴مه په هرات ولایت کې د ملي امنیت ریاست کې ښودل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

قتالي خبریالانو ته وویل چې ۸ کاله مخکې په هرات ښار کې د متحده ایالاتو په کنسولګرۍ باندې برید هم دغې ډلې پلان کړی وه.‌

هغه وویل، «یوه ډېره ووېرونکې حمله چې دغه ګروپ ترسره کړه څو کاله مخکې په هرات کې د متحده ایالاتو په کنسولګرۍ باندې وه چې د ښار خلک یې سخت ووېرول.»

طالب جنګیالیو د ۱۳۹۲ د وږي‌ په ۲۲مه له یوه موټربم او ۸ ځانمرګو بریدګرو څخه په استفادې سره په هرات کې د متحده ایالاتو په کنسولګرۍ باندې برید ترسره کړ. په برید کې د کنسولګرۍ لږ تر لږه ۸ امنیتي ساتونکي او یو افغان پولیس ووژل شول او د ملکیانو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

د ملي امنیت ریاست ځواکونو له دغه ترهګر ګروپ څخه مقناطیسي بمونه، بې غږه تمانچې، لاسي بمونه او نورې وسلې او ورسره مهمات هم ونیول.‌

قتالي وویل، «دغه ګروپ د هرات ښار په ۱ نمبر سیمه کې دوه ترهګریز بریدونه ترسره کړي، د ښار په ختیځه برخه کې دوه پولیسان وژلي، په هرات کې یې د جنایي څانګې د آمر موټروان وژلی وو او نیت یې درلود چې درې پولیس افسرانې ووژني.»

قتالي وویل، «له دغه ګروپ سره د ځینو ګاونډیو هېوادونو ملاتړ له پامه نشي غورځول کېدلی. له بده مرغه چې په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په هرات کې په ترسره شویو ترهګریزو بریدونو کې د ګاونډیو هېوادونو استخبارات لاس لري.»

د بندیانو اعترافونه

د نیول شویو کسانو په ډله کې ځینو له رسنیو سره په خبرو کې اعتراف وکړ چې هغوی د طالبانو سړي وو او د طالبانو د استخباراتو مشر هرات ښار ته رالېږلي ول.‌

د صفی الله په نامه یوه نیول شوي کس وویل، «د هرات ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مسؤل مولوي عبدالکریم زه میرویس مبارز ته چې په هرات ښار کې د بریدونو مسؤل دی معرفي کړم.»

هغه وویل، «ما د مبارز په حکم یو شمېر بریدونه ترسره کړل.»

نوموړي وویل، «ما په هرات ښار کې دوه بریدونه وکړل او غوښتل مې چې د دویمې امنیتي حوزې د آمر موټر پورې مقناطیسي بم ونښلوم او لاسي بم ور واچوم. ما ونشوای کړای چې بم ونښلوم خو ګرنېټ مې ور واچاوه.»

هغه وویل، «همدارنګه، موږ د هرات په سپینه ادې سیمه کې د پولیسو په یوه موټر باندې ډزې وکړې او بیا وتښتېدلو. زما ورور، د ګروپ یو بل غړی، هم په هرات ښار کې په پولیسو او حکومتي کارکونکو باندې په ګڼو بریدونو کې ښکېل وو.»

هغه وویل، «زه او ورور مې زموږ د یوه خپلوان له وژلو څخه وروسته له هرات ښار څخه په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته وتښتېدلو،» او یادونه یې وکړه چې هغوی ته طالبانو روزنه ورکړې وه چې بریدونه څنګه ترسره کړي.‌

د طالبانو د ډلې یوه بل غړي جلال الدین اعتراف وکړ چې په هرات ښار کې په امنیتي ځواکونو باندې په ګڼو بریدونو کې یې لاس درلود.‌

هغه وویل، «ما یو برید د هرات ښار په ۱ نمبر سیمه کې، بل د ګذرې ولسوالۍ په سیاوشان کلي کې د سړک په سر، او درېیم برید د هرات ښار په کندهار دروازه سیمه کې ترسره کړ.»

هغه وویل، «موږ ته به د طالبانو د استخباراتو مسؤل د امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکونکو پر ضد د هر برید په سر پیسې راکولې.»

د هغوی یواځینی منطق انتحاري او وژنه ده

افغان حکومت او نړۍ وال متحدین په لویو ښارونو کې د وروستیو هدفي وژنو او مقناطیسي بمي بریدونو د ډېرېدلو مسؤلیت په طالبانو باندې وراچوي.‌

طالبانو په متواتره توګه په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

افغان چارواکو د ژورنالستانو او د مدني ټولنې د فعالانو د وژنو او په امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکونکو باندې د بریدونو په تړاو ګڼ شمېر کسان نیولي دي.

هغوی وایي، ټول نیول شوي کسان د طالبانو د ډلې غړي دي.‌

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد اکرم احدي وویل، طالبانو د دې لپاره تاوتریخوالي او هدفي وژنو ته زور ورکړی ترڅو د قطر په پلازمېنه دوحه کې له افغان حکومت سره د سولې په روانو مذاکراتو کې ډېر امتیازات ترلاسه کړي.

هغه وویل، «که څه هم چې طالبانو تل د هېواد په بېلابېلو ښارونو او په ځانګړې توګه په کابل کې په وروستیو وژنو او بمي بریدونو کې له لاس لرلو څخه انکار کړی، لاکن دا ټولو ته روښانه شوې چې دغه جنایتونه طالبان ترسره کوي.‌»

هغه وویل، «طالبان په خپلو خبرو او عملونو کې ریښتني نه دي؛ هغوی افغانانو او نړۍ والې ټولنې ته دروغ وایي. هغوی په سوله او ارامۍ باور نه لري؛ د هغوی یواځینی منطق انتحار او وژنه ده.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فیصل احمدي وویل، یو طرف ته، طالبان هره ورځ افغانان وژني، خو بل طرف ته، د طالبانو هیئتونه بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي او نړۍ ته خپل مثبت انځور وړاندې کوي.

هغه وویل، «طالبان د اعتماد وړ نه دي. طالبانو له تېرو دوو لسیزو راهیسې په دې هېواد کې وینه تویول روان ساتلي او خلک د جهاد تر نامه لاندې قتل عام کوي.»

احمدي وویل، «طالبان هېڅکله هم په خپلو ژمنو درېدلي نه دي، او د افغانستان د ورانولو او د افغانانو د وژلو هېڅ فرصت یې نه دی ضایع کړی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په هرات ولایت کې د امنیتي ځواکونو شمېر باید زیات شي ځکه چې هرات ولایت د هېواد له ډېرو مهمو ولایتونو څخه دی، او همدارنګه دغه ولایت له ایران سره پوله لري. د دغه ولایت د استخباراتو اداره هم باید پیاوړې او مجهزه کړای شي څو وکولی شي چې هدف ته له رسېدلو څخه مخکې د دښمن شیطاني پلانونه شنډ‌ کړي.‌ په هرات ولایت کې هغه حکومتي چارواکي چې ایران ته وفادار دي باید ختم کړای شي او پرځای یې ژمن او وطندوست کسان راوستل شي.‌ په هرات ولایت کې ایران ډېر زیات نفوذ لري او ایران تل هڅه کړې ده چې د حکومتي چارواکو له لارې په دغه ولایت کې خپل نفوذ زیات کړي چې وکولی شي په ټول هېواد کې لاس ووهي.

ځواب ورکړئ

ژوندي دې وي د هېواد زړور او باشهامته امنیتي ځواکونه.

ځواب ورکړئ