امنیت

د طالبانو په هکله د ایراني چارواکو څرګندونې ډېرو خلکو ناوړه وبللې

د سلیمان راپور

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سلواغې په ۱۲مه په تهران کې له طالب مشر ملا عبدالغني برادر سره ګوري. [تسنیم نیوز/ای اېف پي]

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سلواغې په ۱۲مه په تهران کې له طالب مشر ملا عبدالغني برادر سره ګوري. [تسنیم نیوز/ای اېف پي]

کابل -- د ایراني چارواکو له خوا په افغانستان کې د طالبانو د موقف په هکله وروستیو څرګندونو چارواکي او مهم شخصیتونه په قهر کړي او وایي چې تهران د افغانستان په چارو کې لاس وهي.

د طالبانو یوه هیئت تېره اونۍ په داسې حال کې له تهران څخه لیدنه وکړه چې له افغان حکومت سره د هغوی خبرو چې د مرغومي په میاشت کې په قطر کې بېرته بيل شوې لږ پرمختګ کړی دی.

دغه هیئت، چې د طالبانو یوه مؤسس ملا عبدالغني برادر یې مشري کوله، د سلواغې په ۷مه د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بلنه ایران ته ورسېد.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني د سلواغې په ۸مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د طالبانو له سیاسي هیئت سره په نننۍ کتنه کې ما ولیدل چې د دغې ډلې مشران د دې هوډ لري چې د متحده ایالاتو پر ضد وجنګیږي.»

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي (منځ کې) په مشرۍ د طالبانو یو هیئت د سلواغې په ۹مه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د استازي ضمیر کابلوف (له ښي لوري درېیم) سره په مسکو کې د بهرنیو چارو وزارت کې د یوه ګروپي عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی. [عکس طالبانو خپور کړی دی]‌

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي (منځ کې) په مشرۍ د طالبانو یو هیئت د سلواغې په ۹مه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د استازي ضمیر کابلوف (له ښي لوري درېیم) سره په مسکو کې د بهرنیو چارو وزارت کې د یوه ګروپي عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی. [عکس طالبانو خپور کړی دی]‌

د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستېز محمد یاسین ضیأ د هغه په ځواب کې وویل، «بدبختانه چې په افغانستان کې د جګړې په هکله ستاسو درک ... صحیح نه دي.»

هغه د سلواغې په ۹مه په ټوېټر په یوه پوسټ کې وویل، «طالبان د متحده ایالاتو پر ضد نه جنګېږي بلکې د افغانانو پر ضد جنګیږي، او موږ د هر هغه ګروپ پر ضد چې د افغانستان دښمن وي په کلکه ولاړ یو.»

د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره له طالبانو څخه کار اخیستنه

د سیاسي او امنیتي چارو شنونکیو وویل، له تهران څخه د طالبانو د هیئت لیدنه په افغانستان کې د ایران واقعي اجندا په ګوته کوي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي امین الله شارق وویل، لکه څنګه چې د شمخاني ټویټ ښیي، «ایران د خپلو امنیتي او سیاسي ګټو او هدفونو د پوره کولو لپاره له طالبانو څخه د یوې پوځي او سیاسي وسلې په توګه کار اخلي.»

شارق وویل، «په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، د ایراني چارواکو له خوا دغه ډول بیانونه کولی شي چې د سولې پروسې ته زیان ورسوي او طالبان تحریک کړي ترڅو جنګ ته دوام ورکړي.»

هغه زیاته کړه، «ایراني چارواکو خپل هېواد ته د یوه ترهګر ګروپ په وربللو سره زموږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې، زموږ ګټې او ملي امنیت یې زیانمن کړي او له نړۍ وال قانون څخه یې سرغړونه کړې ده.»

د پوځي او سیاسي چارو شنونکي سلیم پيګیر وویل، «ایران د طالبانو یو ملاتړ کوونکی او د هغوی تر شا موجود ځواک دی، او د افغانستان په بې ثباته کولو کې مهم رول لوبوي.»

هغه وویل، د شمخاني څرګندونو «یو ځل بیا دا تریخ حقیقت افغانانو ته ثابت کړ چې ایراني مقامات خپلې ګټې په افغانستان کې د جنګ، ناارامۍ او بې ثباتۍ په دوام کې ویني.‌»

پيګیر یادونه وکړه چې، «له کومه وخته چې متحده ایالاتو او طالبانو د سولې هوکړه لاسلیک کړې، نو هېڅ امریکایي نه دی په نښه شوی، بلکې په زرګونو افغان امنیتي منسوبین او ملکي خلک وژل شوي دي.»

هغه وویل، «طالبان اراده نه لري چې د متحده ایالاتو پر ضد جنګ وکړي. دغه ډله هوډ لري چې د ایران د ګټو د خوندي کولو لپاره د بې ګناه افغانانو پر ضد جنګ او د هغوی د وینو تویولو ته دوام ورکړي.»

د افغانستان پر ضد د ایران نه اعلان شوی جنګ

د کابل یوه اوسېدونکي سید سمیع الله هاشمي وویل، «تهران ته د طالبانو په وربللو سره، ایران هڅه کوي چې داسې یوه ترهګر ګروپ ته چې له افغان عوامو او حکومت سره په جنګ کې ښکېل دی،‌ مشروعیت ورکړي.»

هغه وویل، په دې کار سره، «ایران د افغانستان د حکومت او خلکو پر ضد د ایران نه اعلان شوی جنګ او دښمني ثابتوي.»

د ټوېټر یوه کاروونکي زمري باهر د شمخاني د ټویټ په ځواب کې «د افغانانو پر ضد د هغوی د دښمنۍ چلند» ته ګوته نیولې ده.

هغه ویلي، «دا څرګنده ده چې تاسو سیمه ییزو ترهګرو، په ځانګړې توګه القاعدې ته، غېږه پرانستې ده، او هغوی ته مو خوندي پټنځایونه برابر کړي دي،‌ لاکن افغانان به هېڅکله هم ستاسو ظالمانه لوبې هېرې نه کړي.»

د ټوېټر یوه بل کاروونکی عزیزالله سلیمي وویل، «طالبان یوه ترهګره ډله ده، او تاسو هم تل په سیمه کې خپل ویجاړونکی رول ثابت کړی دی.»

هغه وویل، «د ایران رژیم د ترهګرو ملاتړ کوي. طالبان افغان وګړي وژني. یواځې د تېر کال په ترڅ کې، هغوی په زرګونو افغانان وژلي دي.»

په تهران کې له کتنو څخه وروسته، طالب چارواکو د سلواغې په ۹مه په مسکو کې له روسي چارواکو سره وکتل.

له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو د پرمخ بوونکي ټیم مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د بهرنیو چارو د وزارت نورو چارواکو سره وکتل.‌

افغان حکومت د وږي په میاشت کې د پیل شویو او د مرغومي په میاشت کې د بیا پيل شویو خبرو د لږ پرمختګ پړه په طالبانو او د هغوی په وروستیو بهرنیو سفرونو باندې وراچوي.

د حکومت یوه مرکچي محمد رسول طالب په دوحه کې خبریالانو ته وویل، «د سلواغې له ۷مې راهیسې، په دوحه کې زموږ هیئت چمتو دی چې د اجنداوو په اساس خبرې پيل کړي، خو بل لوری په بهرنیو سفرونو باندې بوخت دی.»

هغه وویل، «مذاکرات تر اوسه پورې په ټپه درېدلي نه دي، خو دمه په کې راغلې ده،‌ او عامل یې طالبان دي.»

طالب وویل، «افغان هیئت په هغوی باندې غږ کوي چې راستانه شي. موږ په دې باور یو چې د ستونزو د حلولو لپاره رامنځته شوی موجود فرصت باید له لاسه ونه وځي.»

د سولې اراده نه لري

د کابل پوهنتون استاد خلیل الرحمان سروري وویل، «طالبان د سولې لپاره هېڅ اراده نه لري،» او یادونه یې وکړه چې یادې ډلې له متحده ایالاتو سر هوکړه کړې وه چې له القاعدې سره به اړیکې پرې او تاوتریخوالی کم کړي‌.

هغه وویل، خو «طالبانو تر اوسه هم له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سرهاړیکې پای ته نه دي رسولې.»

نوموړي وویل «همدارنګه موږ وینو چې یادې ډلې تاوتریخوالی نه دی کم کړی بلکې د ټولنې د مؤثرو غږونو د چوپولو لپاره یې د جنګ د یوه نوي تکتیک په توګه هدفي وژنو ته مخه کړې ده

سروري وویل، «له تهران او مسکو څخه د طالبانو د سیاسي دفتر د هیئت لیدنه د سولې د هڅو پر وړاندې نوې ننګونې راپورته کوي. دغه ننګونې کولی شي چې د سولې د پروسې د ناکامۍ سبب شي.»

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي عمر نهضت وویل، «سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې هغوی به د سولې د خبرو دویم پړاو پیل کړي ... دوه اونۍ ووتلې لاکن طالبان د مذاکراتو مېز ته نه دي راغلي.»

هغه وویل، «د هغه پر عکس، هغوی د مالي او پوځي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره مسکو او تهران ته سفرونه وکړل.»

هغه زیاته کړه، «له تهران او مسکو څخه د طالبانو کتنې په داسې حال کې چې افغانان سولې، او د جنګ د پای ته رسولو په هیله دي، ډ‌ېر خطرناک او د اندېښنې وړ دي.»

نهضت وویل،‌«که د تهران، طالبانو او مسکو مثلث نیت لري چې په افغانستان کې د سولې او جنګ په هکله یو نوی پلان او ستراتیژي جوړه کړي،‌ هغه به افغانستان یا سیمې ته هېڅ ګټه ونه رسوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. ټولو محترمو ته ښه سهار. زما په نظر،‌ د افغانستان ګاونډیان او هغه هېوادونه چې د افغانستان په سیاسي او د سولې په چارو کې ښکېل دي ریښتني نه ښکاري. په حقیقت کې،‌ موجود مشروع نظام د دې لپاره ننګول کیږي چې په هېواد کې د پرمختګ مخه ونیول شي، په داسې حال کې چې ملت او خلک د موجود نظام تر څنګ ولاړ دي. که د خدای رضا وي، د سیمې د هېوادونو لاسوهنه به افغانستان ته زیان ونه رسوي. مننه

ځواب ورکړئ

تېر پسې هیڅوک هم په افغان او هندي مشرانو باندې نقد نه کوي، خو که طالبان ځینو هېوادونو ته لاړ شي، په هغوی باندې تورونه لګول کیږي او نقد پرې کېږي چې ولې داسې کار کوي؟ تاسو باید هڅه وکړئ چې بې طرفانه خبرونه ولیکئ او د هېواد د سولې لپاره کار وکړئ.‌ د افغانستان د خلکو لپاره سوله له هر څه څخه ډېر اولویت لري.‌ اشرف غني په خلکو کې محبوبیت له لاسه ورکړی دی، او خلک پوهېږي چې د هغه له خوا د حکومت د نه پرېښودلو دلیل دا نه دی چې افغانستان وژغوري بلکې دا دی چې په قدرت کې پاتې شي.‌ که مونږ وغواړو یا نه، طالبان راځي او بهتره به دا وي چې هغوی له افغان حکومت سره سوله وکړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.‌ که هغوی د جګړې له لارې قدرت ترلاسه کړي،‌ نظام به شیندل شي، او دا به د افغانستان لپاره ښه نه وي.

ځواب ورکړئ

زه ستاسو له محترمې رسنۍ څخه غواړم چې نور د سولې پروسه ټکنۍ نه کړي. په شلو کالو کې په لومړي ځل افغانان سولې ته هیله من شوي، او طالبان دې ته چمتو شوي، چې له نورو افغان سیاستوالو سره چې شل کاله مخکې یې د طالبانو د حکومت په راپرځولو کې لاس درلود، او له امریکایي پوځي ځواکونو اوناټو هېوادونو سره په همکارۍ کې یې د طالبانو په تخریب کې هېڅ هڅې ونه سپمولې، یو ګډ حکومت جوړ کړي.‌ اوس دا د خوښۍ خبره ده، ځکه چې طالبان هېڅکله هم دې ته چمتو نه وو چې په افغانستان کې د امریکا ګوډاګی حکومت په رسمیت وپېژني او له دغه حکومت سره خبرې وکړي. هغوی تل ویل چې هغوی غواړي مستقیماً له امریکا سره خبرې وکړي او هغوی د امریکا ګوډاګی حکومت په رسمیت نه پېژني، او که امریکا له هېواد څخه وځي، هغوی به نظام راچپه کړي، خو اوس که اشرف غني استعفا ورکوي او یو ټولشموله حکومت جوړ شي، هغوی نظام مني. اوس چې د امریکا، طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې پيل شوي دي، افغان حکومت د افغانستان د سولې په هکله له ځینو هېوادونو سره مشورې کوي، او د ملي روغې جوړې د شورا رییس عبدالله عبدالله د هندوستان او منځنۍ اسیا په څېر هېوادونو ته سفرونه کوي، طالبان هم حق لري چې ایران، روسیې او نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي، ځکه چې دغه هېوادونه د طالبانو د راتګ په هکله جدي اندېښنې لري.‌ په خپلو سفرونو کې،‌ طالبان دغو هېوادونو ته قناعت ورکوي چې د هغوی راتګ او د افغانستان په راتلونکي حکومت کې یې برخه اخیستنه به دغو هېوادونو ته هېڅ خطر پېښ نه کړي. کله چې د افغان حکومت چارواکي هندوستان ته سفرونه کوي، شپه ورځ‌ په کابل کې د هندوستان سفیر سره کتنې ترسره کوي، او هندوستان ورته وایي چې هېڅکله دې هم له طالبانو سره سوله نه کوي،‌ هغوی چمتو دي چې د جنګ لګښت ورکړي

ځواب ورکړئ