امنیت

د طالبانو تر څنګ د ایرانیانو جنګېدل د تهران روانه لاسوهنه په ګوته کوي

د سلیمان راپور

د افغان ملي اردو یو کاروان د مرغومي په ۲۰ مه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [د فاریاب د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

د افغان ملي اردو یو کاروان د مرغومي په ۲۰ مه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [د فاریاب د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

کابل -- دا خبر،چې افغان ځواکونو په وروستیو کې دوه داسې ایراني اتباع وژلي چې په فاریاب ولایت کې یې د طالبانو ترڅنګجنګ کاوه، په افغانستان کې د ایران د لاسوهنې د پراختیا یو بل ثبوت دی.‌

دا پېښه وروسته له هغه وشوه، چې یوه جیګپوړي ایراني چارواکي تایید کړه چې تهران له طالبانو سره رسمي اړیکې جوړې کړي او د طالبانو یو هیئت یې تهران ته د خبرو لپاره وربللی دی.‌

د مرغومي په ۱۰مه، د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو راپور ورکړ چې د هغوی سرتېرو د فاریاب ولایت په شیرین تګاب او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې ۲۷ تنه اورپکي ووژلي دي. د هغوی په ډله کې ملا احمد او ملا جندالله، چې دواړه ایراني اتباع وو، هم شامل وو.‌

په کابل کې د نظامي چارو یوه تحلیلګر سکندر اصغري سلام ټایمز ته وویل، «ډېر داسې راپورونه او ثبوتونه شته، چې ښیي چې له هغه وخته چې ایران د طالبانو ملاتړ پیل کړی دی، ایراني اتباع په لوېدیځو ولایتونو کې زمونږ د امنیتي ځواکونو پر ضد د دغه ګروپ تر څنګ جګړه کوي. د دغو دوه ایراني طالبانو وژنه په ښکاره ثابتوي چې ایران د طالبانو ملاتړ کوي.»

هغه د ایران اسلامي انقلابي ګارډ او د دې ډلې ځانګړیو ځواکونو، قدس ځواک، ته په اشارې وویل، «د ایران د انقلابي ګارډ قوماندانان حتی په دې ولایتونو کې د جنګ قومانده پر غاړه لري،»

په تېر وخت کې،‌ افغان امنیتي او استخباراتي چارواکو ډېر ځلې ایران په افغانستان کې دننه طالبانو ته د مالي ملاتړ او وسلو د برابرولو له امله غندلی دی.

افغان ځواکونو اکثر طالبانو ته د ورکړل شویو ایراني وسلو ذخیرې کشف کړي او نیولي دي چې په دې لړ کې یې یوه په وروستیو کې په غزني ولایت کې ونیوله.

له مکررو انکارونو سره، تهران بالاخره وروسته له هغه له طالبانو سره په خپل ملاتړ اعتراف وکړ چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، علي شمخاني، د اورپکو له ډلې سره د ایران مستقیم ارتباطات تایید کړل.‌

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، شمخاني د مرغومي په ۵ مه وویل، «افغان حکومت ته له طالبانو سره د ارتباطاتو او ترسره شویو خبرو په هکله خبر ورکړل شوی دی، او دا پروسه به دوام ومومي،»

د ایران - طالبانو غوړېدونکی اتحاد

د ایراني چارواکو او د طالبانو د ورغلي ټیم تر منځ وروستۍ خبرې ښیي چې ایران په افغانستان کې طرحې لري. په دې لړ کې کېدای شي چې د سولې د روانو هڅو ګډوډول هم شامل وي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر او د ولسمشر اشرف غني د ویاند پخواني مرستیال نجیب الله ازاد سلام ټایمز ته وویل، «زه باور لرم چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې، چې د افغان حکومت د ارادې خلاف دي، ښیي چې ایران په افغانستان خپل ناوړه غرضونه پالي،»

هغه وپوښتل، «که ایران زمونږ په هېواد کې ریښتیانۍ سوله غواړي،‌ بیا ولې له افغان حکومت سره، چې د سولې او جنګ غټ لوری دی، له مشورې کولو څخه پرته له طالبانو سره خبرې کوي؟»

ازاد وویل، تهران هڅه کوي چې د کابل د هیلو له پام کې نیولو څخه پرته، د سولې په خبرو کې د ځان لپاره ځای وګوري.‌

هغه یادونه وکړه چې، «دا او نور مسایل ښیي چې ایرانیان له سولې سره علاقه مندي نه لري،»

ازاد زیاته کړه، «د وسلو او مهماتو په شمول، له طالبانو سره د ایران مادي او مالي ملاتړ او له یادې ډلې سره د ارتباطاتو تایید وړاندیز کوي چې تهران دغې ډلې ته مشروعیت ورکوي او په عین وخت کې زمونږ په هېواد کې د سولې هڅې سبوتاژ کوي. له دې پرته، له یوې ترهګرې ډلې سره ارتباطات لرل هېڅ معنی نه لري.»

د مشرانو جرګې یوه پخواني غړي، محمد داود اساس، سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان حکومت او خلکو تل ویلي چې د سولې پروسه باید تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي. له دې څخه انکار نشي کېدلی چې د سولې د خبرو اصلي لوری افغان حکومت دی، خو له بده مرغه، زمونږ ګاونډیان، په ځانګړې توګه ایران، نړیوال اصول او اخلاق تر پښو لاندې کوي او طالبان خپل هېواد ته وربولي چې د افغانستان د راتلونکي په هکله تصمیم ونیسي.»

هغه وویل، «د ایرانیانو دا کار په څرګنده د افغانستان په کورنیو مسایلو کې د هغوی لاسوهنه ثابتوي،»

د افغانستان د مخالفت تاریخچه

وروستۍ پېښې په هېڅ صورت لومړی ځل نه دی چې ایران د افغانانو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

ایران هڅه وکړه چې د متحده ایالاتو - افغانستان د ستراتیژیک مشارکت تړون مخه ونیسي او په دې لړ کې د ایران سفیر افغان چارواکو ته د تړون د ناوړه عواقبو په هکله سخت خبرداري ورکړل.‌ د افغانستان او متحده ایالاتو چارواکو د هغوی پروپاګند په پام کې ونه نیو او په ۱۳۹۱ کې یې تړون لاسلیک کړ.

اساس د ایراني دپلومات د اخطار په هکله وویل، «دا د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې یو بل بې شرمانه مثال وو،»

په کابل کې د مدني ټولنې او سیاسي چارو یوه فعال، فرهاد هاشمي، د شمخاني هغه عکس ته، چې د مرغومي په ۵ مه کابل ته په لاره په الوتکه کې اخیستل شوی او په پراخ ډول خپور شو، په اشارې، سلام ټایمز ته وویل، په وروستیو کې،‌ د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي یو عکس< چې د افغانستان نقشه ګوري، ښیي چې تهران په افغانستان کې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره یو روان ستراتیژیک لید لري.‌

هغه زیاته کړه، «ایران په افغانستان کې د خپل نفوذ د ساتلو او زمونږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره له هرې ممکنې لارې څخه کار اخلي».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان باید خپل سرحدونه لا نور کنټرول کړي. ډېر افغان استازي د ایران تر څارنې لاندې دي. له ایران سره اقتصادي اړیکې لرل په افغانستان کې د ایران د لا نورې لاسوهنې معنی لري.

ځواب ورکړئ

هو، ایرانیان او پاکستانیان هېڅکله هم په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي. په افغانستان کې بې ثباتي‌ تل د دغو هېوادونو لپاره ګټوره ثابته شوې ده.‌

ځواب ورکړئ

چی ریښتیا خبره وي مونږ په افغانستان کی د ایران د لاسوهنو او منافقتونو په رابطه ډیر د سلام ټایمز له خبرونو او راپورونو له لاری خبر شوو خو دا باید هیره نه کړو چی زمونږ اصلي دښمن پاکستان دی. تاسو پوهیږی چی پاکستان له ۴۲ کالونو راهیسی د افغانستان د ورانولو او د افغانانو د وژلو او له ۱۵ کالونو راهیسی د پښتونخوا او قبایلي علاقه جاتو د پښتنو په وژلو اخته دی. تاسو د کرنل امام د یاښتونو کتاب وګورئ او هغه د خرس تلک کتاب چی د پاکستان د استخباراتو مامور لیکلی دی هغه په ښکاره وایي چی په افغانستان کی جهاد مهاد نه وو اصلا افغانستان د پاکستان دښمن دی نو ځکه یی د افغانستان د حکومت په ضد ترهګر تربیه کړل او تر اوسه پوری هم هماغه لوبه پرمخ بیایي. پاکستان نه یوازی د افغانستان بلکه د امریکا او نوری نړۍ سره هم د منافقت او دوه مخه لوبه کوي. له امریکا نه یی له دیرش میلیارد ډالرو نه ډیری پیسی ترلاسه کړی خو هماغو پیسو باندی بیرته په کویټه او پیښور کی میشت طالب ترهګر تربیه کوي او بیا یی افغانستان د افغانانو او د نړیوالو ځواکونو د وژلو لپاره لیږي چې د افغانستان د بیا ابادۍ لپاره کار کوي. مرګ په ایران او پاکستان دواړو.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د ایران وروستۍ لاسوهنې ښایي له امریکا سره د دغه هېواد له دښمنۍ څخه منشأ اخیستې وي. په داسې یوه حالت کې، ایران او طالبان یو شریک هدف لري، خو مونږ هېڅکله دا نه هېروو چې د افغانستان دښمن پاکستان دی.

ځواب ورکړئ