په فاریاب کې ۲۵ طالب اورپکي او ۲ ایرانیان ووژل شول

سلام ټایمز

مزارشریف -- ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو په فاریاب ولایت کې د ۲۵ طالبانو او دوه ایرانیانو په ګډون، چې د هغوی تر څنګ یې جنګ کاوه، لږ تر لږه ۲۷ تنه اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه جنګونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شیرین تګاب او خواجه سبز پوش ولسوالیو تر منځ د طالب یاغیانو او افغان ځواکونو تر منځ‌ وشول.

چارواکو ایراني اتباع د ملا احمد او ملا جندالله په مستعارو نومونو یاد کړل.‌

اعلامیه زیاتوي، چې په هغو طالب اورپکو کې، چې په دې جګړه کې وژل شوي، د ملا نصرت او ملا سعدي په نومونو محلي قوماندانان شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500