مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په سرپل ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۶ تنه طالب جنګیالي ووژل.
اردو وویل چې دغه نښته د دوشنبې په سهار /د غبرګولي ۲۰مه/ د ولایت د مرکز سرپل ښار په قشقري سیمه کې پېښه شوه.
اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو کې د بدر او ملا مشهود په نومونو طالب قوماندانان شامل دي.