امنیت

۳۱ طالب جنګیالي د سولې د لارې د نیولو له امله د خپلو ملګرو له خوا له برید څخه وروسته د طالبانو له لیکو څخه جدا شول

د هدایت الله راپور

دا عکس چې د غبرګولي په ۷مه اخیستل شوی هغه طالب جنګیالي ښیي چې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې تسلیم شوي دي. [۲۰۹ شاهین قول اردو]

دا عکس چې د غبرګولي په ۷مه اخیستل شوی هغه طالب جنګیالي ښیي چې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې تسلیم شوي دي. [۲۰۹ شاهین قول اردو]

کندوز -- چارواکي وایي، د طالب جنګیالیو یو ۳۱ کسیز ګروپ وروسته له هغه افغان حکومت ته تسلیم شو چې هغوی د سولې لاره ونیوله او پخوانيو ملګرو یې له دې امله پرې برید وکړ.

په مزارشریف ښار کې د ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، د طالبانو د ډلې غړي د غبرګولي په ۷مه له اوږد مزل وهلو څخه وروسته له اردو سره یوځای شول.

هغه وویل، «د طالب جنګیالیو دغه ۳۱ کسیز ګروپ نه غوښتل چې جنګ ته دوام ورکړي او د اوربند په اږدولو یې تاکید کاوه، خو وروسته له هغه چې هغوی پوه شول چې طالبان په سوله باور نه لري، هغوی یي پرېښودل.»

هغه وویل، «د تسلیم شویو طالبانو په ډله کې مهم مشران قاری شفیق الله، مولوي فضل الله بهاوي او عبدالقیوم شامل دي.»

رضایي زیاته کړه، «هغوی ۱۶ میله کلاشینکوفونه، پنځه میله پیکاګانې، درې میله راکټ لانچرونه او نور نظامي تجهیزات اردو ته راوړل.»

د سرپل د ولایتي شورا مرستیال سید اسدالله دانش وویل، تسلیم شویو طالب جنګیالیو، چې ټول د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د الرکچان کلي اوسېدونکي دي، وروسته له هغه سیمه پرېښودله چې د هغوی د ګروپ څلور غړي د طالبانو د ډلې له نورو غړو سره په جنګ کې ووژل شول او هغوی بلخاب ولسوالۍ ته لاړل او هلته یې خپلې وسلې امنیتي ځواکونو ته وسپارلې.

هغه وویل، «د طالبانو په منځ کې ډلې دي. ځینې یې د سولې پلویان دي، او ځینې یې جنګ ته ترجیح ورکوي.»

هغه زیاته کړه، «موږ له طالبانو څخه تمه لرو چې په هغې هوکړه باندې ودریږي چې هغوی په قطر کې کړې او وژنې ودروي.»

متحده ایالاتو او طالبانو د کب په میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې یوه هوکړه لاسلیک کړه. د یادې هوکړې په اساس، افغان حکومت او اورپکي ګروپ ومنله چې ځینې بندیان خوشې کړي، چې په نتیجه کې یې یوه لنډ اوربند ته لاره هواره شوه.

که څه هم چې هغه اوربند په رسمي توګه د غبرګولي په ۶مه پای ته ورسېد،لاکن تاوتریخوالي په نسبي توګه کم شوی دی، البته خواره واره بریدونه کیږي چې پړه یې پر طالبانو وراچول کیږي.

د سولې لپاره غږ

په سرپل ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال فرید احمدي وویل، چارواکي او افغان وګړي هره ورځ په طالبانو باندې غږ کوي چې تاوتریخوالی پرېږدي او یو تلپاتې اوربند اعلان کړي.

هغه وویل، خو یاده ډله دغه غوښتنې ردوي او ښیي چې هغوی تیار نه دي چې خپلې وسلې کېږدي.

احمدي وویل، «طالب جنګیالیو ډېر ځلې په حکومتي ځواکونو باندې بریدونه کړي یا یې د سړک د غاړې ماینونه ایښي دي چې بې ګناه ملکي خلک یې وژلي دي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان له وژنو څخه خوند اخلي، له دې امله، هغوی ته دا فرق نه کوي چې بې ګناه ملکي خلک وژني.»

هغه وویل، «په داسې یوه وخت کې چې موږ اړتیا لرو چې په ګډه کار وکړو او د کرونا پر ضد مجادله وکړو،حالات د اوربند غوښتنه کوي، خو دا ګروپ د خلکو غوښتنې ردوي.»

په سرپل ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې ذکیې احساس وویل، «دا روښانه ده چې طالبان به په اوربند باندې توافق ونه کړي ځکه چې هغوی خپلې ګټې په جنګ کې ویني.»

هغې وویل، «په افغانستان کې امنیت، ثبات او سوله د طالبانو لپاره اولویتونه نه دي. که افغانستان ته سوله راځي، هغه هېوادونه چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي هغوی خپلې ګټې په خطر کې ویني.»

احساس وویل، طالبانو په هېواد کې تاوتریخوالی زیات کړی دی، او په قصدي توګه د سولې د هغه تړون له شرایطو څخه سرغړونه کوي چې په قطر کې لاسلیک شوی دی ترڅو وکولی شي چې په حکومت باندې فشار زیات کړي او د سولې په بهیر کې امتیاز ترلاسه کړي.

د سرپل ولایت امنیه قوماندان غلام جېلاني ابوبکر وویل، بلخاب ولسوالي او د سرپل ولایت نورې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او پاتې جنګیالي به هم ژر له منځه وېوړل شي.

هغه وویل، «طالبان په بلخاب ولسوالۍ کې فعال نه دي، خو ځینې وختونه هغوی په ګاونډۍ ولسوالۍ کوهستانات کې د نا ارامۍ سبب کیږي.»

هغه زیاته کړه، «موږ پلان لرو چې په نږدې راتلونکي کې د طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات ترسره کړو څو وکولی شو چې هغوی له ټولو هغو سیمو څخه چې له خطر سره مخامخ دي وباسو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا طالبان د ازبکانو له درانه قوم څخه دي او په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې اکثر طالبان ازبکان دي. دغو طالبانو د دې لپاره وسلې پورته کړې او طالبان شول چې مارشال عبدالرشید دوستم ورباندې ظلمونه کول. د هېواد په شمال کې، د هغو خلکو له ډلې څخه چې د طالبانو په لیکو کې جنګ کوي اکثر داسې خلک دي چې هغوی په هغوی باندې د اربکیانو (افغان محلي پولیسو) او د مجاهدینو جنګسالارانو له خوا د ظلمونو له امله ودرېدل او له طالبانو سره یوځای شول. په شمال کې، غیرمسؤل وسله وال سړي او اربکيان خلک وېروي او ظلمونه پرې کوي او د خلکو زامن او لوڼې د هغوی له کورونو څخه راوباسي او څو ورځې یې له ځانونو سره ساتي او ځینې وختونه یې وژني.‌ څو میاشتې مخکې، تاسو ولیدل چې د تخار په یوه ولسوالۍ کې یوه اربکي قوماندان د افغان ملي اردو د یوه عسکر، چې د هېواد په جنوب کې یې وظیفه لرله، ښځه وتښتوله او څو ورځې یې له ځان سره وساتله او جنسي تېری یې پرې وکړ، له دې امله،‌ زه ستاسو د رسنۍ له لارې په حکومت باندې غږ کوم چې ژر تر ژره د هېواد په شمال کې د غیرمسؤلو وسله والو افرادو مخه ونیسي او ټول بې وسلې کړي.‌ په هر حال، حکومت ته د هرې ډلې تسلیمي یو ښه حرکت دی او هغه به په هېواد کې د امنیت په تامینولو کې مرسته وکړي، او په ځانګړې توګه هغه طالبان چې راځي او له حکومت سره یوځای کیږي ښه خبر دی. تل دې وي افغانستان، ژوندي دې وي افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه.‌

ځواب ورکړئ