امنیت

د لنډمهاله اوربند د اوږدولو له غوښتنو سره سره اوربند په رسمي توګه پای ته ورسېد

ای اېف پي او سلام ټایمز

طالب بندیان د غبرګولي په ۵مه په پروان ولایت کې له یوه زندان څخه د یوه بس په وسیله وځي. افغان حکومت د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړي دي چې نږدې ۶۰۰ یې په پروان ولایت کې له بګرام زندان څخه ازاد شوي دي. [د افغانستان د ملي امنیت شورا]

طالب بندیان د غبرګولي په ۵مه په پروان ولایت کې له یوه زندان څخه د یوه بس په وسیله وځي. افغان حکومت د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړي دي چې نږدې ۶۰۰ یې په پروان ولایت کې له بګرام زندان څخه ازاد شوي دي. [د افغانستان د ملي امنیت شورا]

کابل -- له طالبانو څخه دا غوښتنې چې له افغان ځواکونو سره دې اوربند ته دوام ورکړي د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۷مه/ بې ځوابه پاتې شوې، خو د کوم غټ تاوتریخوالي راپور نه دی ورکول شوی او اورپکو وویل چې هغوی به یو شمېر حکومتي بندیان خوشې کړي.‌

په جګړه کې یوې درې ورځنۍ وقفې چې د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۶مه/ پای ته ورسېدله یو نادر مهلت برابر کړ، او افغان چارواکو له طالبانو څخه وغوښتل چې اوربند اوږد کړي چې د سولې ځنډېدلې خبرې پيل شي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د غبرګولي په ۶مه وویل، «که طالبان چمتو وي چې اوربند اوږد شي، موږ هم تیار یو چې اوربند ته دوام ورکړو.»

هغه زیاته کړه، له یاغیانو سره د خبرو راتلونکی «د طالبانو راتلونګي ګام پورې تړلې دی.»

یادې ډلې تر اوسه پورې ځواب نه دی ورکړی، خو د غبرګولي د ۷مې تر تنکي ماسپښین پورې د کومو سترو امنیتي پېښو راپور نه دی ورکړل شوی.‌

په جګړه کې د دغې تاریخي وقفې په مناسبت -- چې په ۱۹ کلنه جګړه کې یواځې دویمه ده -- افغان چارواکو شاوخوا ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان، او هغه هم اکثر په پروان ولایت کې له بګرام زندان څخه ازاد کړل.‌

دغه خوشې کیدل د حکومت له خوا د هغې ژمنې برخه ده چې ویلي وو د طالبانو له خوا د اوربند د وړاندیز په غبرګون کې به تر ۲۰۰۰ پورې یاغیان خوشې کړي.

د غبرګولي په ۷مه، د طالبانو د ډلې یوه جګپوړي غړي ای اېف پي ته وویل چې په ځواب کې یاغیانو پلان درلود چې د پنجشنبې /د غبرګولي ۸مې/ تر اوایلو پورې به له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ پورې افغان امنیتي سرتېري خوشې کړي.‌

تلپاتې اوربند

د دواړو لوریو له خوا د بندیانو ازادول د امریکا - طالبانو د یوه تړون برخه ده چې د کب په میاشت کې پرې هوکړه شوې وه.‌

د هغې هوکړې له مخې به حکومت تر ۵۰۰۰ پورې طالب بندیان ازادوي، او اورپکي به شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ملي امنیتي منسوبین ازادوي.

کابل له اوربند څخه مخکې وار له مخه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړي، په داسې حال کې چې یاغیانو نږدې ۳۰۰ حکومتي بندیان خوشې کړي دي.

عبدالواسع د کندهار ولایت، چې ډېره برخه یې د طالبانو تر واک لاندې ده، اوسېدونکی دی او ۲۷ کاله عمر لري، وویل، اته کاله مخکې چې هغه ونیول شو هغه «مجاهد» وو.

واسع چې اوږده ږیره لري او دودیز کمیس او پرتوګ یې اغوستي دي له خوشې کېدلو څخه لږ وروسته ای اېف پي ته وویل، «ماته ویل شوي وو ... چې تر هغه وخته پورې جهاد وکړم چې ټول خارجي عسکر زموږ له هېواد څخه وځي.»

هغه وویل چې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ په تړون چې د راروان کال د غبرګولي تر میاشتې پورې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو عسکرو وتلیو ته لاره هواروي خوښ دی، او دا چې هغه یو تلپاتې اوربند غواړي.

هغه په داسې حال کې چې کابل ته تلونکي بس کې له نورو خوشې شویو طالبانو سره کېناست، وویل، «که بهرني عسکر وځي، موږ به جنګ ونه کړو.»

بندیانو لیکلې ژمنې کړي چې بیا به د جنګ ډګر ته نه ور ستنېږي، خو یوه بل خوشې شوي زنداني قاری محمدالله ژمنه وکړه چې که بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي هغه به جنګ ته دوام ورکړي.

محمدالله وویل، «موږ نه غواړو چې بهرنیان دې نور زموږ په هېواد کې پاتې شي؛ هغوی باید ژر تر ژره وځي. موږ به خپل جهاد ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړو څو چې هر خارجي عسکر وځي.»

هر خوشې شوي بندي ته ۵۰۰۰ افغانۍ (۶۵ ډالر) ورکړل شوې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ په متحده ایالاتو باندې کلک تاکید کوو چې ژر تر ژره په افغانستان کې د جګړې مسئلې ته د پای ټکی کېږدي. دا جنګ ‍۱۹ کاله مخکې متحده ایالاتو پيل کړی او تر اوسه پورې روان دی. اوس باید متحده ایالات دا جګړه پای ته ورسوي. که متحده ایالات له افغانستان څخه وځي او دا جګړه پای ته ونه رسوي، د ټولو هغو بدمرغیو مسؤلیت به، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو څخه وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رامنځته کیږي، د متحده ایالاتو پرغاړه وي. که متحده ایالات وغواړي، کولی شي چې په افغانستان کې وضعیت بدل کړي ځکه چې متحده ایالات پیسي لري، متحده ایالات زور لري، هغه په سیمه او د نړۍ په هېوادونو کې نفوذ لري. که متحده ایالات په پاکستان د هغو بندیزونو چې په ایران یې لګولي دي حتی ۳۰٪ هم ولګوي، پاکستان به دې ته چمتو شي چې طالبان له افغان حکومت سره د مذاکراتو مېز ته راولي. متحده ایالات کولی شي چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې خلکو ته د پیسو په وېشلو سره د افغانستان جنګ پای ورسوي. که هغوی په افغانستان کې هرې غریبې کورنۍ ته ۵۰۰۰ ډالر ورکړي، هغه کورنۍ به بیا هېڅکله هم خپل بچیان د طالبانو لیکو ته ونه لیږي. متحده ایالات کولی شي چې د فابریکو د جوړولو له لارې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوي. هغوی باید په هره ولسوالۍ کې یوه فابریکه جوړه کړي چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي، او په فابریکو کې، هغوی باید هڅه وکړي چې د طالبانو جنګي ځواکونه او د طالبانو بندیان چې خوشې کیږي استخدام کړي څو هغوی بیا د جګړې ډګر ته ستانه نشي. دا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو څو حللارې وې، متحده ایالات کولی شي چې د دغو حللارو په پلي کولو سره په دې هېواد کې سوله وساتي.

ځواب ورکړئ

هو، که افغان حکومت له طالبانو سره سوله کوي او په افغانستان کې سوله راځي، مونږ د هېواد راتلونکي ته ۱۰۰٪ هیله من یو. د افغانستان خلک به ډېر ژر یو پرمختللی هېواد ولري چې ښه اقتصاد به ولري. که افغان حکومت له طالبانو سره سوله وکړي، زه باوري یم چې په راتلونکې یوه لسیزه کې به فقر او لوږه کم شي خکه چې په افغانستان کې د فقر اصلي عامل جنګ دی.‌ که په افغانستان کې جنګ نه وي، خلک به پخپله په دې هېواد کې پانګونه وکړي او کمپنۍ او تولیدي فابریکې به جوړې کړي او خپل هېواد به پخپلو پښو ودروي، او دا جګړه به یوازې هغه وخت پای ته ورسیږي چې له طالبانو سره سوله وشي ځکه چې دا طالبان دي چې د داعش او نورو په څېر اورپکو ګروپونو ته یې د فعالیت فرصت برابر کړی دی. که له طالبانو سره سوله وشي، داعش به ونشي کولی چې حتی یوه میاشت په افغانستان کې پاتې شي. نو طالبان د افغاني ټولنې یو عیني واقعیت دی. د افغانستان د قلمرو لږ تر لږه په نیمایي باندې طالبان واکمني کوي، نو مونږ باید طالبان له پامه ونه غورځوو او مونږ باید په دې باندې تاکید ونه کړو چې مونږ کولی شو هغوی د جنګ له لارې له منځه وېسو. مونږ باید له طالبانو سره کېنو او له هغوی سره د راتلونکي حکومت په هکله یوې موافقې ته ورسېږو، که نه، په افغانستان کې د سولې راتګ ناشونی دی. په درناوي

ځواب ورکړئ