امنیت

ولسمشر غني ژمنه وکړه چې د طالب بندیانو خوشې کول به بشپړ کړي

ای اف پي

د ملي اردو یو سرتیری د غبرګولي په ۶مه یو بس موټر چې خوشې شوي طالب بندیان له بګرام زندان څخه لیږدوي، بدرګه کوي. افغان چارواکو د یوه ستر خطر په منلو سره د زرګونو طالب بندیانو په مخه د زندان دروازې پرانستي دي څو ډاډ ترلاسه کړي چې یاغي ډله له کابل سره د سولې خبرې پیل کړي. [وکیل کوهسار/ای اف پي]

د ملي اردو یو سرتیری د غبرګولي په ۶مه یو بس موټر چې خوشې شوي طالب بندیان له بګرام زندان څخه لیږدوي، بدرګه کوي. افغان چارواکو د یوه ستر خطر په منلو سره د زرګونو طالب بندیانو په مخه د زندان دروازې پرانستي دي څو ډاډ ترلاسه کړي چې یاغي ډله له کابل سره د سولې خبرې پیل کړي. [وکیل کوهسار/ای اف پي]

کابل -- ولسمشر غني د پنجشنې په ورځ /غبرګولي ۲۲مه/ ژمنه وکړه چې د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ به بشپړه کړي. د بندیانو خوشې کول له یاغیانو سره د سولې د خبرو د پیلولو یو مهم شرط دی.

دواړو خواوو تعهد کړی چې د بندیانو د تبادلې په بشپړیدلو سره به خبرې پیل کړيڅو وکولی شي چې نژدې ۱۹ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

د کب په میاشت کې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې کابل تعهد کړی چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي چې په بدل کې به يی یاغیان هم د افغان امنیتي ځواکونو ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.

ولسمشر غني وویل چې کابل تر اوسه پورې ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي او پاتې به یي هم ژر خوشي شي

پولیس د غبرګولي په ۲۳مه د جمعې لمانځه پر مهال په کابل کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د بم له چاودنې څخه وروسته د شیرشاه سوري جومات مخې ته په پیره ولاړ دي. [اس ټي آر/اي اف پي]

پولیس د غبرګولي په ۲۳مه د جمعې لمانځه پر مهال په کابل کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د بم له چاودنې څخه وروسته د شیرشاه سوري جومات مخې ته په پیره ولاړ دي. [اس ټي آر/اي اف پي]

ولسمشر اشرف غني د غبرګولي په ۴مه د کوچني اختر له لمانځه څخه وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبرې کوي. [ارګ]

ولسمشر اشرف غني د غبرګولي په ۴مه د کوچني اختر له لمانځه څخه وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبرې کوي. [ارګ]

ولسمشر غني په واشنګټن کې میشت یوه څیړنیز مرکز سره په ویډیوي مرکه کې وویل «د پاتې شوي تعهد د پوره کولو په موخه -- ما او زما همکارانو پریکړه کړې چې ۲۰۰۰ نوربندیان به په ډیرکم وخت کې خوشې کړو چې نیټه به یي ډیر ژر اعلان شي.»

غني وویل،طالبان اوس هم نه وایي چې له هغوی سره څو تنه افغان عسکر بندیان دي.

هغه د اتلانتیک شورا د جنوبي آسیا مرکز او د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ ته وویل «د بندیانو تعداد بدلیږي را بدلیږي. موږ د هغو کسانو د برخلیک په هکله وضاحت ته اړتیا لرو چې له دوی سره دي او اطمینان غواړو چې اخري کس به هم خوشې کوي.»

د سولې په لور خوځښت

د طالبانو ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې وویل، د بندیانو خوشې کیدل تراوسه پورې «یو مثبت ګام» دی، او یو «ښه پرمختګ» څرګندوي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم وروستي پرمختګونه "ډېر مثبت" وبلل او ویې ویل چې بین الافغاني خبرې د هر وخت په پرتله ډېرې نژدې ښکاري.

هغه په ​​ټویټر لیکلي، «ټولې خواوې باید ژر تر ژره د خبرو اترو میز ته راشي څو د هغو مخربینو، چې د دغې پروسې د کمزوري کولو او د سولې لپاره د افغانانو له هیلو سره د خیانت کوښښ کوي، مخه ونیول شي.»

غني وویل چې هغه به راتلونکې اونۍ د سولې د پروسې د نورو پړاوونو په هکله توضیحات ورکړي او د داسې یوه «بشردوستانه اوربند» غوښتنه یي وکړه چې د کرونا وایرس د بحران په ترڅ کې په کې خوراکي او طبي مرستې ورسول شي.

هغه وویل، «تاوتریخوالی څه ناڅه کم شوی دی، خو د مرګ ژوبلې ورځنی شمیر اوس هم خواوشا ۶۰ - ۷۰ تنه دی. له بده مرغه چې د مړینو شمیر په اوسط ډول په ورځ کې ۳۰ تنه دی.»

په ورته وخت کې، افغان چارواکو وویل چې څلور کسان وروسته له هغه ووژل شول چې د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۲۳مه/ په کابل کې په یوه جومات کې چاودنه وشوه. دا له یاغیانو سره د احتمالي خبرو له پیلېدلو څخه مخکې تر ټولو تازه برید دی.

دا برید یوه اونۍ وروسته له هغه برید څخه وشو چې د کابل د زرغونې یا له امنیتي پلوه خوندي سیمې په څنډه کې په یوه مسجد کې ترسره شو او د یوه مشهور امام په ګډون دوه تنه یې ووژل. د هغه برید مسولیت داعش په غاړه اخیستی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بالاخره، اشرف غني د متحده ایالاتو د فیصلې په وړاندې ناکام شو او ۵۰۰۰ طالب بندیان یې ازاد کړل.‌ دا د اشرف غني لپاره یو غټ شرم دی چې اوس راځي او وایي چې هغوی د طالب بندیانو خوشې کول بشپړوي. کله چې هغه پوهېده چې هغه نشي کولی چې د متحده ایالاتو له اجازې څخه پرته څه وکړي او دا چې هغه دا صلاحیت نه درلود چې د متحده ایالاتو د هوکړې پر ضد پرېکړه وکړي،‌ یا د متحده ایالاتو له هغې هوکړې څخه چې له طالبانو سره یې لاسلیک کړې ده سرغړونه وکړي،‌ د هغه لپاره به غوره دا وای چې له پيل نه یې دا نه وای ویلي چې هغه ټول ۵۰۰۰ بندیان نه خوشې کوي، او باید چې ټول یې په یوځای خوشې کړي وای.‌ اوس به په سلګونو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه نه وای شهیدان شوي او طالبانو به خپله جګړه نه وای پراخه کړې.‌

ځواب ورکړئ

پخوا اشرف غني تاکید کاوه چې د طالب بندیانو خوشې کول د هغه لپاره یوه سره کرښه ده، خو اوس ولې هغه غواړي چې ټول طالب بندیان خوشې کړي؟‌ هره ورځ طالبان بې ګناه خلک وژني او دا ردوي چې له حکومت سره سوله وکړي، خو حکومت بندیان ازادوي. په راتلونکي کې به ټول طالب بندیان د افغان حکومت لپاره په سردرد باندې بدل شي، او حکومت به وننګوي او په افغانستان کې به جګړه پراخه کړي.‌

ځواب ورکړئ