ديپلوماسي

پمپیو په داسې حال کې کابل ته ورسید چې د افغانستان حکومت او طالبان د بندیانو د تبادلې په هکله خبرې کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان ولسمشر اشرف غني د وري په ۴مه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره وکتل. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

افغان ولسمشر اشرف غني د وري په ۴مه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره وکتل. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

کابل -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ /د وري ۴مه/ یوه ورځ وروسته له هغه چې افغان حکومت او طالبانو د سولې لپاره د یوه پراخ ملاتړ په سلسله کې د لومړي ګام په توګه د بندیانو د تبادلې د چمتو کولو په هکله لومړنۍ خبرې اترې وکړې، کابل ته راورسېد.

پمپیو له ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله سره چې هغه هم د تېرې تلې په میاشت کې د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه وروسته د ولسمشرۍ دعوه کوي، وکتل.

د غني دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، «دواړو خواوو د سولې د پروسې، په پروسه کې د راتلونکو ګامونو او د سولې په هکله د سیمه ییزې اجماع،‌ او همدارنګه په افغانستان کې د امنیتي او سیاسي وضعې په هکله خبرې اترې وکړې.»

له پمپیو سره د یوه ژورنالست د یوه خبري راپور په اساس، جګپوړي امریکایي دپلومات ته د کابل هوایي ډګر ته په رارسېدلو سره د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ښه راغلاست وویل.

د متحده ایالاتو ولسمشر مایک پمپیو د وري په ۴مه په کابل کې له عبدالله عبدالله (کیڼ) سره له کتنې څخه وروسته د هغه له دفتر څخه وځي. [عبدالله عبدالله/ فیسبوک]

د متحده ایالاتو ولسمشر مایک پمپیو د وري په ۴مه په کابل کې له عبدالله عبدالله (کیڼ) سره له کتنې څخه وروسته د هغه له دفتر څخه وځي. [عبدالله عبدالله/ فیسبوک]

خلیلزاد د وري په ۳مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «نن ورځ، متحده ایالاتو او قطر د بندیانو له تبادلې څخه مخکې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تخنیکي خبرو ته لاره هواره کړه.»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ټوېټر ولیکل، «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې ابتدایي تماسي ګروپ نن د انټرنټ له لارې له طالب استازو سره وکتل.»

هغه وویل، «ټولو لوریو په تاوتریخوالي کې د کمي په اهمیت، مستقیمو مذاکراتو، او یوه دایمي او هر اړخیز اوربند باندې تاکید وکړ. د لیدنې په ترڅ کې، اړخونو د هغو ابتدایي تخنیکي ګامونو په هکله نظرونه سره تبادله کړل چې د بندیانو تبادلې ته لاره هواروي.»

تېره اونۍ خلیلزاد وویل، دا «عاجله خبره ده» چې په چټکۍ سره د داسې تبادلو لپاره پلانونه نهايي کړای شي ځکه چې د کورونا وایرس نړۍ نیوونکې ناروغي دپلوماتیک تماسونه پېچلي کړي.

هغه د کب په ۲۸مه په یوه ټویټ‌ کې ولیکل، «متحده ایالات غواړي چې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د هوکړې په اساس د بندیانو تبادله ژر تر ژره پیل شي.»

هغه وویل، «کورونا وایرس د بندیانو خوشې کول چټکوي؛ وخت مهم دی.»

خلیلزاد له طالبانو سره د متحده ایالاتو د مرکچي پلاوي مشر دی.‌

د بندیانو د خوشې کولو په سر ستونزه

متحده ایالاتو د کب په ۱۰مه له طالبانو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې په اساس به یې بهرني ځواکونه وځي او د یاغیانو او افغان حکومت تر منځ له خبرو څخه مخکې به د بندیانو خوشې کولو ته لاره هواریږي.

د دغې هوکړې په اساس، هغه ۵۰۰۰ طالب بندیان چې له کابل سره په زندانونو کې پراته دي او هغه تر ۱۰۰۰ پورې د افغان حکومت ځواکونه چې د طالبانو په زندانونو کې دي خوشي کیږي.

په پام کې وه چې دغه ازادي، د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پیلېدلو څخه چې د کب په ۲۰مه ترسره کېدلې، مخکې ترسره شي.

په ابتدایي توګه د طالب بندیانو له خوشې کېدلو څخه له انکار نه وروسته، غني اعلان وکړ چې مقامات به «د ښه نیت» ښودلو په توګه ۱۵۰۰ یاغیان ازاد کړي او پلان لري چې د خبرو له پيلېدلو څخه وروسته ۳۵۰۰ نور بندیان هم ازاد کړي.

طالبانو دا وړاندیز رد کړ.

د دوحې تړون همدارنګه غوښتنه کوي چې امریکایي او نور بهرني عسکر د ۱۴ میاشتو په موده کې وځي.‌

د دغه وتلو لومړۍ مرحله وار له مخه پیل شوې ده، خو د عسکرو ځینې خوځښتونه د کورونا د نړۍ نیوونکې ناروغۍ له امله ورو شوي دي.‌

په بدل کې، طالبانو ژمنه کړې چې د القاعدې په څېر ترهګرو ګروپونو پر ضد جګړه وکړي او تعهد یې کړی چې په لومړي ځل له کابل سره مذاکرات ترسره کړي.‌

خو د دوحې د تړون له لاسلیکېدلو راهیسې، طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو پر ضد په لسګونو بریدونه ترسره کړي دي .

تر ننه پورې، افغان روغتیایي چارواکو د نوي کورونا وایرس د ۴۰ پېښو او یوې مړینې په هکله راپورونه ورکړي دي.‌

خو د عامې روغتیا کارپوهان وېره لري چې دغه ساري ناروغي په پراخېدلو ده، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې ایران په جبري توګه په زرګونو داسې کډوال او زایرین چې په وایرس ککړ ول، افغانستان ته را واېستل، او په دې توګه یې د خپرېدا د مخنیوي په برخه کې لګول شوي نړۍ وال معیارونه تر پښو لاندې کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ له متحده ایالاتو څخه غواړو چې ژر تر ژره د افغانستان په ټپه ولاړ حالت پای ته ورسوي. دا وضعیت متحده ایالاتو رامنځته کړی، او که متحده ایالات وغواړي، کولی شي چې وضعیت ته تغیر ورکړي. لومړی، متحده ایالات باید د اشرف غني او عبدالله تر منځ رامنځته شوی په ټپه ولاړ حالت پای ته ورسوي. متحده ایالات باید عبدالله په دې قانع کړي چې د تېرو انتخاباتو ګټونکی اشرف غني دی. هغه د انتخاباتو کمېسیون له خوا، چې ټول غړي یې د ولسمشرۍ د ټولو کاندیدانو له خوا په ګډه ټاکل شوي وو، ګټونکی اعلان شوی دی، او هغه باید د انتخاباتو د کمېسیون د پرېکړې درناوی وکړي او اشرف غني ته د هغه د بریا مبارکي ورکړي.‌ بیا باید هغه له طالبانو سره د سولې په هکله عملي ګامونه واخلي. خلک واقعاً له جنګ څخه ستړي شوي. جنګ هره ورځ له غریبو خلکو څخه قرباني اخلي. درې ورځې مخکې د هېواد تقریباً ۳۰ عسکر د طالبانو له خوا په زابل ولایت کې ووژل شول، او حکومت له طالبانو څخه د انتقام اخیستنې پر ځای د کندوز په امام صیب ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي کسان شهیدان کړل، نو په جنګ کې غریب خلک وژل کیږي. د افغان مشرانو بچیان نه وژل کیږي.‌

ځواب ورکړئ