ديپلوماسي

د متحده ایالاتو پوځ ژمنه وکړه چې په افغان ځواکونو باندې د طالبانو بریدونو ته به ځواب ووایي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ای - ۱۸ اي سوپر هورنېټ الوتکه د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۳مه د افغانستان په فضا کې الوت کوي. د متحده ایالاتو اردو ژمنه وکړه چې په افغان ځواکونو باندې د طالبانو هر برید ته به ځواب ووایي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ای - ۱۸ اي سوپر هورنېټ الوتکه د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۳مه د افغانستان په فضا کې الوت کوي. د متحده ایالاتو اردو ژمنه وکړه چې په افغان ځواکونو باندې د طالبانو هر برید ته به ځواب ووایي.

دوحه -- په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ماموریت قوماندان امریکایي جنرال سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ /د وري ۵مه/ طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که په افغان ځواکونو باندې د اورپکو بریدونه دوام ومومي، ایتلافي ځواکونه به ورته ځواب ووایي.

مېلر له افغان پوځي چارواکو سره په یوه ټیلي کانفرانس کې وویل، «ټولو لوریو وویل چې هغوی د سولې پروسې ته ژمن دي، خو موږ هم پوهېږو چې، که څه هم چې په دې کې څه سیاسي دي، لاکن د ټولو لوریو پوځیان یو مسؤلیت لري.»

هغه وویل، «که طالبان د تاوتریخوالي زیاتولو ته مخه کړي-- او هغوی دا کار کړی دی-- هغوی پوهېږي چې غبرګون به وویني.»

مېلر وویل، «څه چې موږ پورې اړه لري دا دی چې، طالبان په ځانګړې توګه پوهېږي او دا مني چې موږ دا حق لرو چې نه یواځې له خپل ځان څخه بلکې د افغان امنیتي ځواک شریکانو څخه دفاع وکړو. نو که هغوی حمله وکړي، ځواب به وویني، او په دې ځواب کې هوایي بریدونه او نور ملاتړ شامل دي.»

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ (چپ) د کب په ۱۰مه په کابل کې له یوه خبري کانفرانس څخه وروسته له ولسمشر اشرف غني (دویم ښی)، عبدالله عبدالله (دویم چپ) او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر (ښی) سره ولاړ دي.‌

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ (چپ) د کب په ۱۰مه په کابل کې له یوه خبري کانفرانس څخه وروسته له ولسمشر اشرف غني (دویم ښی)، عبدالله عبدالله (دویم چپ) او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اېسپر (ښی) سره ولاړ دي.‌

هغه وویل، «موږ به پرېږدو چې سیاست پخپله خپلې لارې ته برابر شي، خو زه بیا تاسو او بل هر کس ... ته روښانوم چې موږ ژمنتیا لرو او ملاتړ کوو.»

د مېلر دا خبرې په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر له راتګ څخه وروسته بېرته خپل هېواد ته د ستنېدلو په لاره کې په قطر کې ودرېد.

چارواکو وویل، پمپیو د دوشنبې په ورځ /د وري ۴مه/ د یوه ساعت په مخه د قطر په العدید هوایي ډګر کې چې امریکایي ځواکونه په کې مېشت دي، د ملا عبدالغني برادر په ګډون درې تنو طالب مشرانو سره وکتل. برادر چې یو پخوانی بندي یاغي وو د طالبانو سر مرکچي دي.‌

د متحده ایالاتو سر مرکچي چې له طالبانو سره وروستۍ هوکړې ته یې لاره جوړه کړه، وویل، حکومت او یاغیانو د وري په ۳مه د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې وکړې او د بندیانو د تبادلې لپاره د لوجیستیکی تابیا په هکله وغږېدل.

د دغې هوکړې په اساس، هغه ۵۰۰۰ طالب جنګیالي خوشې کېږي چې د کابل په محبسونو کې پراته دي او د افغان حکومت هغه ۱۰۰۰ تنه غړي چې د یاغیانو په لاس کې دي، خوشې کیږي.

په ابتدایي توګه د طالب بندیانو له خوشې کېدلو څخه له انکار نه وروسته، افغان ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ چې مقامات به «د ښه نیت» ښودلو په توګه ۱۵۰۰ یاغیان ازاد کړي او پلان لري چې د خبرو له پيلېدلو څخه وروسته ۳۵۰۰ نور بندیان هم ازاد کړي.

طالبانو دا وړاندیز رد کړ

سیاسي بحران

پمپیو د وري په ۴مه د دې لپاره کابل ته سفر وکړ چې د افغانستان د دوو جګپوړو غړو تر منځ شخړه حل کړي.

وروسته له هغه چې د تېر کال ټاکنې بحراني او په شخړه بدلې شوې، کابل له یوه سیاسي بحران سره مخامخ شو چې بالاخره دوه جلا جلا د تحلیف مراسم ترسره شول.

پمپیو له ولسمشر اشرف غني -- چې د نوې دورې لپاره ټاکل شوی دی -- او عبدالله عبدالله سره چې هغه هم د ولسمشرۍ دعوه لري، جلا جلا کتنې ترسره کړې.‌

هغه په دې خبره باندې خفګان وښود چې غني او عبدالله نشي کولی چې خپلې ستونزې هوارې کړي.‌

پمپیو په یوه اعلامیه کې وویل، «د هغوی ناکامۍ د امریکا - افغانستان تر منځ اړیکې ژوبلې کړې او له بده مرغه چې دا د هغو افغانانو، امریکایانو او د ایتلاف د شریکانو لپاره چې د دې هېواد د نوې راتلونکې د جوړولو لپاره په مبارزه کې یې خپل سرونه قرباني کړي وو، سپکاوی دی.»

پمپیو وویل، متحده ایالات په سملاسي توګه ۱ میلیارد ډالر (۷۶.۴ میلیارده افغانۍ) مرستې کموي او په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به ۱ میلیارد ډالر نورې هم کمې کړي.

خو پمپیو وویل چې هغه لا هم هیله مند دی چې غني او عبدالله به یوې هوکړې ته سره ورسیږي.

پمپیو وویل، «زه فکر کوم چې اوس موږ له تېر هر وخت څخه ډېر نږدې شوي یو. موږ به هڅونې او لارښوونې ته دوام ورکړو او هغوی به دې ته تشویق کړو چې داسې مذاکرات وکړي چې ټول افغانان په کې یوه مېز ته کېني.»

غني د سې شنبې په ورځ په یوه وینا کې چې د تلوېزیون له لارې خپره شوه، له افغانستان سره د متحده ایالاتو د سخاوتمندانه مرستو له امله مننه وکړه.

غني وویل، «موږ د داسې یوه ټولشموله حکومت جوړونې ته ژمن یو چې د هېواد ټولو سیاسي، قومی، نژادي، مذهبي او ژبنيو ګروپونو ته په کې ځای ورکول شوی وي چې زه پرې له خپلو مرستیالانو او ځانګړي استازي سره یوځای کار کوم.»

همدارنګه، غني په خپله وینا کې په طالبانو باندې غږ وکړ چې اوربند وکړي.

هغه وویل، «زه یو ځل بیا په طالبانو باندې غږ کوم چې د دیني عالمانو خبره دې ومني ... او په یوه هر اړخیز اوربند باندې دې توافق وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له بل هرڅه څخه مخکې، په کار دی چې متحده ایالات د عبدالله عبدالله له خوا د موازي اعلان شوي حکومت مسئله پای ته ورسوي. د خلکو غټه اندېښنه په دې برخه کې ده.‌ د اشرف غني او عبدالله تر منځ شخړې هېواد د یوه بحران خوا ته ورټېل وهلی دی.‌ د دغو دوه کسانو تر منځ د چوکۍ په سر شخړه طالبان هم زړور کوي چې باید د دې فاسد حکومت پر ضد جنګ وکړي. طالبان وایي چې د دې حکومت ټول مقامات فاسد دي،‌ او د ملت او هېواد غم ورسره نشته، بلکې د خپلو جېبونو د ډکولو غم ورسره دی، او د طالبانو ادعا هم تر یوه حده صحیح ده ځکه چې د ۱۹ کالو واکمنۍ په ترڅ کې ځینې خلک چې په حکومت کې ول په میلیونرانو باندې بدل شول.‌ د مثال په توګه،‌ د بلخ ولایت والي عطا محمد نور پخوا هېڅ هم نه لرل،‌ خو اوس هغه د هېواد تر ټولو ډېر شتمن شخص دی.‌ هغه دا ټولې پیسې له کومه ترلاسه کړې؟‌ دا ښکاره خبره ده چې هغه د ملت پیسې لوټلې دي.‌

ځواب ورکړئ