ديپلوماسي

پمپیو وویل متحده ایالات هیله لري چې د افغانستان د سولې په هکله په دوه میاشتو کې هوکړه وشي

ای اېف پي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چنګاښ په ۴مه په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره ګوري. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/ فېسبوک]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چنګاښ په ۴مه په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره ګوري. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/ فېسبوک]

کابل -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، چې له طالبانو سره تېر کال د واشنګټن د خبرو له پیلولو راهیسې په لومړي ځل یې له کابل څخه لیدنه وکړه، د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۴مه/ وویل هغه هیله لري چې د «وږي له ۱۰مې څخه مخکې» له یاغیانو سره د سولې یوه هوکړه وشي.

پمپیو د یوې نه اعلان شوې یو ورځنۍ لیدنې په ترڅ کې له ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د ناټو د ماموریت او په دغه هېواد کې د متحده ایالاتو د جنګي هڅو مشر امریکایي جنرال سکاټ مېلر او همدارنګه له جیګپوړو افغان چارواکو سره ولیدل.

هغه وویل، سوله د واشنګټن «تر ټولو غټ لومړیتوب» دی. متحده ایالاتو په تېره تله میاشت کې یوه تازه هڅه پيل کړه چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي او د امریکا تر ټولو اوږد جنګ پای ته ورسوي.

پمپیو د خپلې کتنې په ترڅ‌ کې وویل، «زه هیله لرم چې مونږ د وږي له ۱۰مې څخه مخکې د سولې یوې هوکړې ته ورسېږو، دا واقعاً زمونږ هدف دی.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چنګاښ په ۴مه په کابل کې د مدني ټولنې استازو سره ویني. [وزیر پمپیو/ټوېټر]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چنګاښ په ۴مه په کابل کې د مدني ټولنې استازو سره ویني. [وزیر پمپیو/ټوېټر]

هغه په یوه ټویټ کې وویل، «افغانستان په تېرو ۱۸ کالو کې مثبت پرمختګ کړی دی. افغانان سولې ته لېوال دي او مونږ په دې هکله له هغوی سره شریکه هیله لرو چې شخړه پای ومومي. سوله به افغانانو او په لویه کې سیمې ته یو جلا راتلونکی راولي، داسې یو راتلونکی چې مونږ یې ملاتړ ته تیار یو.‌»

له انتخاباتو څخه مخکې د هوکړې هیله

امریکايي چارواکو پخوا ویلي وو چې هغوی هیله لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ له را روانو انتخاباتو څخه مخکې یوه هوکړه وشي. دغه انتخابات وار له مخه دوه ځلې ځنډول شوي او اوس یې وخت د تلې میاشت ټاکل شوې ده.

په پام کې ده چې د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د خبرو را روان پړاو د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۸ مه/ په دوحه کې پیل شي.

دغه خبرې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، د بهرنیو ځواکونو حضور، بین الافغاني خبرو اترو او یوه دایمي اوربند په شمول په څلورو مسایلو متمرکزې دي.

طالبانو پر دې تاکید کړی چې بهرني عسکر باید وځي او په کابل کې واکمن افغان حکومت سره یې چې هغوی یې «ګوډاګیان» بولي، خبرې کول رد کړي دي.

پمپیو وویل، متحده ایالات د داسې یوه «متن د مسودې» نهایي کولو ته نژدې شوي چې له طالبانو څخه ژمنه اخلي څو افغانستان بیا د نړۍ والې ترهګرې په مرکز بدلېدلو ته پرې نه ږدي.

هغه وویل، «د دغه پرمختګ په رڼا کې، مونږ د بهرني پوځي حضور په هکله له طالبانو سره خبرې اترې، چې د شرایطو په اساس دي،‌ پیل کړي دي.»

پمپیو زیاته کړه، «په داسې حال کې چې مونږ طالبانو ته روښانه کړې چې مونږ د خپلو ځواکونو اېستلو ته چمتو یو، زه غواړم روښانه کړم چې مونږ تر اوسه پورې د دغه کار لپاره پر یوه مهالوېش هوکړه نه ده کړې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500