واشنګټن -- متحده ایالاتو او افغانستان د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۳ مه/ وویل چې هغوی په دې موافقه کړې چې هڅې ګړندۍ کړي او له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې شخړه پای ته ورسوي.
واشنګټن او کابل په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دا موافقه د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲ مه/ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او ولسمشر اشرف غني تر منځ وشوه.
د متحده ایالاتو په ژمنه کې بدلون نه دی راغلی
په اعلامیه کې راغلي، پمپیو غني ته ډاډ ورکړ چې «د جنوبي اسیا په هکله د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ستراتیژۍ کې» هېڅ بدلون نه دی راغلی او «متحده ایالات دې ته ژمن دي چې د عسکرو شمېر په مشروط ډول کم کړي».
اعلامیه وایي، غني او پمپیو موافقه وکړه چې «اوس د دې وخت دی چې په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې د جنګ د پای ته رسولو په لور هڅې ګړندۍ شي».
![ولسمشر اشرف غني د زمري په ۳ مه د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ سره په کابل کې خبرې اترې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]](/cnmi_st/images/2019/07/26/19188-dunford-585_329.jpg)
ولسمشر اشرف غني د زمري په ۳ مه د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ سره په کابل کې خبرې اترې کوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]
په اعلامیه کې راغلي چې د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستېز جنرال جوزېف ډنفورډ او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته د دې لپاره ولېږل شول چې «سولې ته د تللې لارې د راتلونکیو ګامونو په هکله په جزیاتو خبرې اترې وکړي».
تمه ده چې خلیلزاد دوحې ته لاړ شي او له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي.
![ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۴ مه په کابل کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو (چپ) سره ستړي مه شي کوي. ښي لوري ته افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله دی. [جېکلین مارتین/پي او او اېل/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2019/07/26/19182-000_1hu1wz-585_329.jpg)
دا وېب سایټ خوښ کړئ
ځواب ورکړئ1 تبصره