ديپلوماسي

خلیلزاد د سولې د خبرو اترو لپاره افغانستان او قطر ته راستون شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې په بین الافغاني خبرو اترو کې برخه اخیستې ده. په لسګونو افغانانو د چنګاښ په ۱۶ - ۱۷مه د ۱۸ کلن جنګ د پای ته رسولو لپاره د طالبانو له یوه هیئت سره وکتل. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې په بین الافغاني خبرو اترو کې برخه اخیستې ده. په لسګونو افغانانو د چنګاښ په ۱۶ - ۱۷مه د ۱۸ کلن جنګ د پای ته رسولو لپاره د طالبانو له یوه هیئت سره وکتل. [کریم جعفر/ای اېف پي]

واشنګټن ډي سي -- د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بېرته افغانستان او قطر ته روان شوی چې هڅې بیا پیل کړي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې پروسه چمتو کړي.

خلیلزاد د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱/ په یوه ټویټ کې ولیکل، «زه نن کابل ته رسېږم، زما تمرکز به د داسې یوې سولې په کولو وي چې جګړه پای ته ورسوي، دا یقیني کړي چې ترهګر له افغانستان څخه په کار اخیستلو سره متحده ایالات ونه ګواښي، د هغو قربانیو درناوی وکړي چې متحده ایالاتو، زمونږ متحدینو او افغانانو ورکړي دي، او له افغانستان سره یوه تلپاتې اړیکه جوړه کړي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چنګاښ په ۳۱ مه په یوه اعلامیه کې وویل، په پام کې ده چې هغه د زمري تر ۱۰مې پورې په سیمه کې پاتې شي.

په اعلامیه کې راغلي چې په کابل کې به، «خلیلزاد د داسې یوه ملي مذاکراتي ټیم د معرفي کولو په شمول چې وکولی شي په بین الافغاني خبرو اترو کې برخه واخلي، د سولې په پروسه کې د راتلونکیو ګامونو په هکله له افغان حکومت سره له نژدې مشورې وکړي.»

زلمی خلیلزاد د غبرګولي په ۲۲مه په کابل کې له سیاسي مشرانو او د افغان ښځو د شبکې استازو سره ګوري. [زلمی خلیلزاد/ټوېټر]

زلمی خلیلزاد د غبرګولي په ۲۲مه په کابل کې له سیاسي مشرانو او د افغان ښځو د شبکې استازو سره ګوري. [زلمی خلیلزاد/ټوېټر]

نوموړی «به همدارنګه د سولې د مدافع او د ښځو د حقونو د ګروپونو په شمول د مدني ټولنې استازي په پروسه کې ښکېل کړي څو د سولې په پروسه کې برخه اخیستنه لا ډېره پراخه شي.»

اعلامیه زیاتوي چې خلیلزاد به په دوحه کې «له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي.»

خلیلزاد تېر کال له طالبانو سره څو کتنې ترسره کړې، چې تر ټولو مهمه یې د چنګاښ په ۱۸مه په دوحه کې وه.

د یوې لارنقشې د جوړولو ژمنه

تر دې مخکې، طالبانو او جیګپوړو افغان چاواکو د قطر په پلازمېنه کې یوه بین الافغاني ناسته وکړه، او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې به «د سولې لپاره یوه لارنقشه» جوړه کړي.

په ګډه اعلامیه کې همدارنګه راغلي، «د اسلامي ارزښتونو د اسلامي چوکاټ دننه او په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي، کلتوري چارو کې د ښځو د حقونو یقیني کول،»

طالبانو ومنله چې داسې ګامونه به پورته کړي چې د «عامه تاسیساتو، لکه ښوونځیو، دیني مدرسو، روغتونونو، مارکېټونو، د اوبو د بندونو او نورو کارځایونو» امنیت یقیني کړي.

په اعلامیه کې راغلي، «د دوحې د سولې د کانفرانس برخه وال په دوحه کې د سولې د روانو خبرو کلک ملاتړ کوي او باور لري چې یوه مؤثره او مثبته پایله به د افغانستان لپاره ګټوره وي.»

خلیلزاد د چنګاښ په ۱۶مه وروسته له هغه چې د طالبانو یوه ځانمرګي برید په غزني کې ۵۰ ماشومان ټپیان کړل په یوه ټویټ کې ولیکل، «سوله ضروري، او د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د ختمولو یوازنۍ لاره ده.» یادې چاودنې ۱۲ کسان ووژل.‌

یوه اونۍ مخکې د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې د طالبانو یوه برید ۵ ښوونځي، یو جومات او یو د تلوېزیون سټېشن ویجاړ کړل.

د کورنیو چارو وزارت وویل، د یوه ماشوم او د ځانګړیو ځواکونو د دوه عسکرو په ګډون لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول.‌

افغان چارواکو وویل،برید خواوشا ۱۰۰ کسان ټپیان کړل چې له نیمو څخه ډېر یې ماشومان ول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ګټور وو.‌

ځواب ورکړئ