خلیلزاد وایي، متحده ایالات داسې نه کوي چې له افغانستان څخه 'په سملاسي توګه پښې سپکې' کړي

سلام ټایمز

واشنګټن ډي سي -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۰ مه/ وویل، متحده ایالات داسې نه کوي چې له افغانستان څخه 'په سملاسي توګه پښې سپکې' کړي.

خلیلزاد په یوه مخکې ریکارډ شوې ویډیوي بیانیه کې چې د واشنګټن په جورج ټاون پوهنتون کې په یوه کانفرانس کې ښودل کېدله، وویل، «مونږ غواړو چې دلته یو ډېر مثبت میراث پرېږدو.»

هغه وویل، «مونږ داسې نه کوو چې په سملاسي توګه پښې سپکې کړو. مونږ د خروج تړون ته انتظار نه کوو. مونږ د سولې د تړون په انتظار یو، او مونږ له افغانستان سره یوه اوږدمهاله ارتباط ته سترګې په لار یو.»

خلیلزاد د چنګاښ په ۱۶ - ۲۷ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شویو بین الافغاني خبرو ته ښه راغلاست وویل.‌ په یاده کتنه کې له ۶۰ څخه ډېرو افغانانو د طالبانو له یوه هیئت سره په افغانستان کې د سولې په هکله غیر رسمي خبرې وکړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500