ديپلوماسي

په دوحه کې د افغانانو غونډه 'د سولې لپاره د لار نقشې په جوړولو' پای ته ورسېدله

سلام ټایمز او ای اېف پي

په لسګونو مخورو افغانانو د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره دوه ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې او تاکید یې وکړ چې د سولې خبرې دې دوام وکړي. [عمر دیاب/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

دوحه -- په لسګونو مخورو افغانانو د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره دوه ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې او د بیا تازه شویو مذاکراتو لپاره یې بنسټ کېښود.

دا غونډه په یوه ګډه اعلامیه پای ته ورسېدله، او د سولې د یوې تر څارنې لاندې پروسې د پرانستلو، د کورنیو بې ځایه شویو خلکو د بېرته ستنولو او په افغانستان کې د سیمه ییزو قدرتونو د نه مداخلې په اساس «د سولې لپاره د یوې لارنقشې» د جوړولو ژمنه یې وکړه.

په ګډه اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې، «د ښځو حقونه به په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي، کلتوري چارو کې د اسلامي چوکاټ دننه او د اسلامي ارزښتونو په اساس ورکول کیږي.»

طالبانو ومنله چې «د عامه تاسیساتو لکه ښوونځیو، دیني مدرسو، روغتونونو، مارکېټونو، د اوبو د بندونو او نورو کارځایونو» د امنیت د خوندي کولو لپاره به ګامونه اخلي.‌

د افغان هیئتونو غړي د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو اترو د دویمې ورځې په ترڅ کې راټولېږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د افغان هیئتونو غړي د چنګاښ په ۱۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو اترو د دویمې ورځې په ترڅ کې راټولېږي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

په دې بې نېټې عکس کې د بین الافغاني خبرو برخه وال د چنګاښ په ۱۶ - ۱۷مه دعا کوي. [حکمت خلیل کرزی/ټوېټر]

په دې بې نېټې عکس کې د بین الافغاني خبرو برخه وال د چنګاښ په ۱۶ - ۱۷مه دعا کوي. [حکمت خلیل کرزی/ټوېټر]

په اعلامیه کې راغلي چې، «د دوحې د سولې د کانفرانس برخه وال په دوحه کې د سولې د روانو هڅو کلک ملاتړ کوي او باور لري چې له مذاکراتو څخه ترلاسه شوې یوه مؤثره او مثبته نتیجه به د افغانستان لپاره ګټوره وي.»

د هیئت یوې غړې او د افغان ښځو د شبکې اجرائیه رییسې ماري اکرمي ای اېف پي ته وویل، «هغه یو تړون نه دی، هغه د خبرو اترو د پیلولو لپاره یو بنسټ‌ دی.»

هغې وویل، «ښه ټکی دا وو چې دواړو خواوو موافقه وکړه.»

د طالبانو د ډلې غړي امیرخان متقي چې د اورپکو د واکمنۍ پر وخت (۱۳۷۵-۱۳۸۰) د حکومت وزیر وو، په نژدې ۷۰۰ کلیمو کې د ترتیب شوې اعلامیې پښتو نسخه ولوستله.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي د هغې دری معادل نسخه ولوستله.

خواوشا ۷۰ استازو په دې غونډه کې چې په دوحه کې په یوه لوکس هوټل کې جوړه شوې وه برخه واخیستله، او له نیمې شپې څخه لږ مخکې د ګډې اعلامیې له لوستلو څخه وروسته د غونډو تالار چکچکو په سر واخیست.

دغه بین الافغاني کتنې د امریکایانو - طالبانو تر منځ په شپږ ورځنیو مستقیمو خبرو پسې ترسره شوې. هغه خبرې د افغان کانفرانس له امله د دوه ورځو په مخه ځنډول شوې وې‌.‌

متحده ایالاتو د افغانانو په غونډه کې نېغ په نېغه برخه وانه خیستله. په دې غونډه کې پياوړو سیاسي مشرانو، حکومتي چارواکو او لږ تر لږه شپږو ښځو برخه اخیستې وه.

د خبرو جوش او خروش د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۸مه/ په دوحه کې د متحده ایالاتو - طالبانو د مستقیم تماس په بیا پیلېدلو سره په داسې حال کې دوام وموند چې دواړه لوري تمه لري چې ۱۸ کلنې جګړې ته د پای لاره وموندل شي.

اوربند به نه وي

طالبانو د برخه والو له خوا د داسې اوربند چې په هېواد کې به د اوږدمهالې سولې لپاره لاره هواره کړي، غوښتنه رد کړه.

د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو د کمېسیون رییس او د ولسمشر اشرف غني جیګپوړي سلاکار نادر نادري په دغه کانفرانس کې له برخه اخیستنې څخه وروسته په یوه ټویټ کې وویل، «له طالبانو څخه پرته، اکثرو برخه والو د اساسي قانون په اساس جمهوریت د ساتلو لپاره په خپل ملاتړ ټینګار وکړ. مونږ ځینې تفاهمونو ته ورسېدلو چې په یو شکل په وروستۍ اعلامیه کې ځای شوي دي. طالبانو د یوه سملاسي اوربند غوښتنې ونه منلې.»

خو د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د متحده ایالاتو - طالبانو د خبرو وروستی پړاو «له طالبانو سره زمونږ د خبرو د پړاوونو تر ټولو ډېر ګټور پړاو وو».

هغه د دوشنبې په ورځ د خبرو اترو په څنډه کې خبریالانو ته وویل، «مونږ یو باثباته افغانستان غواړو.»

هغه وویل، «له طالبانو سره د افغانانو کتنه یوه لویه بریا وه.»

طالبانو وویل چې هغوی «په پرمختګ خوښ» دي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500