خلیلزاد وایي متحده ایالات په دې اونۍ کې له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو پیلوي

ای اېف پي

واشنګټن -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲مه/ وویل چې متحده ایالات او طالبان به د روانې اونۍ په وروستیو کې تازه مذاکرات پیل کړي. هغه هیله څرګنده کړه چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې به پرمختګ وشي.‌

هغه وویل، دواړه لوري به د خپلو خبرو اوم پړاو د دې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۹مه/ پیل کړي.‌

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «له افغانستان او قطر څخه زما د وروستیو لیدنو په اساس، زه باور لرم چې ټول لوري چټک پرمختګ غواړي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، له طالبانو سره مذاکرات به د معمول په څېر په قطر کې ترسره شي او اعلان یې وکړ چې خلیلزاد به د خبرو لپاره د وروستۍ ټاکل شوې نېټې له را رسېدلو څخه مخکې هلته ورسېږي.

طالبانو د خپل له تاوتریخوالي څخه کمپاین د پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو غوښتنې رد کړي او خپل یاغیتوب ته یې دوام ورکړی دی.

د اورپکو دغې ډلې تر اوسه پورې په کابل کې واکمن حکومت سره چې په نړۍ واله کچه په رسمیت پېژندل شوی دی، خبرې نه دي کړي، په داسې حال کې چې جرمني او قطر په دې کار کوي چې بین الافغاني خبرې اترې تنظیم کړي، او د ملګرو ملتونو یوه چارواکي هم دا خبر تایید کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500