ديپلوماسي

خلیلزاد په داسې حال کې چې د سولې هوکړه «بل پړاو» ته داخلېږي له طالبانو څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی ودروي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د هوکړې د لاسلیکولو مراسمو ته رسېږي. ]کریم جعفر/ای اېف پي]

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د هوکړې د لاسلیکولو مراسمو ته رسېږي. ]کریم جعفر/ای اېف پي]

کابل -- متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ ناوخته /د چنګاښ ۲۳مه/ وویل چې له طالبانو سره د هغوی مهم تړون «دویم پړاو» ته داخل شوی، او په اورپکو باندې یې تاکید وکړ چې زیاتېدونکی تاوتریخوالی دې کم کړي څو د افغانستان د سولې د خبرو پیلېدلو ته لاره هواره شي.

دواړو لوریو د کب په میاشت کې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې په کې واشنګټن ژمنه وکړه چې د راروان کال تر نیمایي پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، او په مقابل کې یې یاغیانو ژمنه وکړه چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره به له افغان حکومت سره خبرې اترې ترسره کړي.‌

متحده ایالاتو وویل چې په لومړي پړاو کې به هغوی په ۱۳۵ ورځو کې دننه د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

په ۱۳۵مه ورځ د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټویټ وکړ چې دواړه لوري یوه «مهم پړاو» ته رسېدلي دي.‌

په خپلو ژمنو درېدل

هغه د چنګاښ په ۲۳مه وویل، «متحده ایالاتو د عسکرو د شمېر د کمولو او د پنځو اډو د پرېښودلو په ګډون، تر هوکړې لاندې د خپلو ژمنو د لومړۍ مرحلې د ترسره کولو لپاره سختې هڅې کړي دي.»

خلیلزاد خبرداری ورکړ چې «راتلونکي پړاو» ته د هوکړې په داخلېدلو سره به د واشنګټن چلند د ځانګړیو شرایطو په اساس وي.

هغه وویل، «موږ به فشار واچوو چې د بندیانو خلاصون بشپړ شي، تاوتریخوالی کم شي... او بین الافغاني مذاکرات پيل شي او پرمختګ په کې وشي.»

کابل ژمنه کړې چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي چې په بدل کې به یې یاغیان شاوخوا ۱۰۰۰ تنه افغان امنیتي منسوبین خوشې کړي.‌

تر اوسه پورې حکومت له ۴۰۰۰ څخه ډېر طالب بندیان خوشې کړي، په داسې حال کې چې یاغیانو له ۶۰۰ څخه ډېر افغان امنیتي منسوبین خوشې کړي دي.

البته، د هوکړې له لاسلیکېدلو راهیسې، طالبانو په ټول افغانستان کې بریدونه زیات کړي او په سلګونو ملکي خلک یې وژلي دي.

د طالبانو بې معنی تاوتریخوالی

خلیلزاد هم تاوتریخوالی وغانده او ویې ویل چې «زیات شمېر» افغانان له کوم دلیل پرته وژل کیږي.

خلیلزاد د افغانستان د استخباراتو په یوه محلي اداره باندې د طالبانو د برید د غندلو په ترڅ کې چې د چنګاښ په ۲۳مه ترسره شو او ۱۱ امنیتي منسوبین یې ووژل، وویل، «تاوتریخوالی زیات دی، او په ځانګړې توګه په وروستیو ورځو او اونیو کې زیات شوی دی.»

هغه وویل، «د طالبانو برید ... د هغوی د هغې ژمنې خلاف دی چې تاوتریخوالی به کم کړي او بالاخره د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې به یو دایمي اوربند وکړي.»

طالبانو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې د لومړۍ مرحلې بشپړتیا وستایله خو د یادې ډلې پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له عملیاتو څخه د ایتلاف د ملاتړ په هکله یې شکایت وکړ.‌

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د چنګاښ په ۲۴مه په یوه راپور کې وویل، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د ۸۸۰ پېښو په ترڅ کې په ټولیز ډول ۱۲۱۳ ملکی کسان وژل شوي او ۱۷۴۴ نور ټپيان شوي دي.

راپور وایي، دغه ارقام د ۲۰۱۹ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په نسبت ۱۱٪ کموالی ښیي.‌

د راپور په اساس، د اکثرو بریدونو مسؤل طالب اورپکي ول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو لیکنه کی طالبانو ته د یاغیانو لفظ ډیر کاریدلی چه دا عفت کلام خلاف او ستاسو د بی پریتوب شاهدي ورکوي

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د ټولو فسادونو ریښه د متحده ایالاتو حکومت دی. د متحده ایالاتو د خلکو مسئله جلا ده. هغوی زمونږ دوستان دي.

ځواب ورکړئ

امریکا باید مخکې له دې چې طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې وای، باید په طالبانو یې منلې وای چې دوی باید اوربند ته غاړه کښیږدي. اما امریکا دغه کار ونکړ او اوس طالبان هر ورځ د بیګناه انسانانو ژوند اخلي او د دې ټولو مسولیت امریکا ته متوجه کېږي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د ټولو بدمرغیو مسؤل خلیلزاد دی. که خلیلزاد په ۱۳۸۰ کې په بن کانفرانس کې واشنګټن ته صحیح مشوره ورکړې وای او له طالبانو او د حکمتیار اسلامي حزب څخه یې غوښتي وای چې هغوی هم په افغان حکومت کې برخه واخلي، په افغانستان کې به په سلګونو زره خلک نه وای وژل شوي. خلیلزاد د افغانستان تاریخ نه وو لوستلی او د افغانانو له عادت او مزاج سره بلد نه وو چې هغوی هېڅکله هم د بهرنیو هېوادونو پوځي حضور نه قبلوي. تاریخ ښودلې ده چې افغانانو تل د استعمار پر ضد حساسیت درلود او د هغه پر ضد یې جنګ کړی دی. په داسې حال کې چې انګلیستان په هندوستان او نورو اسیایي او افریقایي هېوادونو کې فتحې کړې وې، په افغانستان کې مات شو.‌ روسیې وکولی شوای چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو باندې واکمني وکړي خو په دې کې ناکامه شوه چې په افغانستان باندې حکومت وکړي. نو، متحده ایالاتو باید د برتانیا او روسیې مثال تعقیب کړی وای او هڅه یې نه وای کړې چې افغانستان ته خپل عسکر راولي. متحده ایالاتو باید د طالبانو او مجاهدینو تر منځ د منځګړي رول لوبولی وای او له طالبانو څخه یې باید غوښتي وای چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او د هغه په بدل کې یې د طالبانو حکومت ته پیسې ورکړې وای. اوس باید متحده ایالات هڅه وکړي چې په طالبانو او افغان حکومت باندې فشار واچوي چې یو له بل سره سوله وکړي او په هېواد کې وژنه او وینه تویونه بند کړي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې د سلګونو زره خلکو د وژنې عامل د امریکا متحده ایالات وو. امریکا ولې په ۱۳۸۰ کې په افغانستان باندې برید وکړ او خپل ځواکونه یې افغانستان ته راوستل، په داسې حال کې چې اسامه په پاکستان کې وو؟ ولې امریکا د طالبانو حکومت ویجاړ کړ او پر ځای یې خپل لاسپوڅی حکومت کېناوه؟‌ ولې اوس امریکا په غیرمسؤلانه توګه له افغانستان څخه وځي؟ ولې امریکا هم د کابل د حکومت او طالبانو دواړو ملاتړ کوي؟ واشنګټن یو شیطان دی. ولې متحده ایالاتو په لاسلیک شوې هوکړه کې له طالبانو څخه د اوربند اعلانولو غوښتنه ونه کړه؟‌ تاوتریخوالی کمول څه معنی لري؟ له طالبانو سره د متحده ایالاتو د مذاکراتو په ترڅ کې، که امریکا غوښتلی چې طالبان د اوربند منلو ته چمتو کړي، کولی یې شوای چې دا کار وکړي، خو متحده ایالاتو دا کار ونه کړ. متحده ایالاتو پرېښودل چې له افغانستان څخه د هغوی له وتلو څخه وروسته په هېواد کې وژنه او وینه تویونه روانه وي.‌ نو امریکا په افغانستان کې جنګ پای ته ونه رساوه، بل یې کړ، او اوس یې ننداره کوي. امریکا خوشحاله ده چې مسلمانان په خپلو کې سره جنګونه کوي او یو بل وژني. خدای دې امریکا له خلیلزاد سره یوځای هلاک کړي.‌

ځواب ورکړئ