جرم او انصاف

افغانستان به ۶۰۰ 'ډېر خطرناک' بندیان خوشې نه کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

طالب بندیان په پروان ولایت کې د بګرام زندان څخه د خلاصون پر وخت ولاړ دي. افغان چارواکي پلان نه لري چې هغه طالب بندیان چې «ډېر خطرناک» ګڼل کیږي خوشې کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب بندیان په پروان ولایت کې د بګرام زندان څخه د خلاصون پر وخت ولاړ دي. افغان چارواکي پلان نه لري چې هغه طالب بندیان چې «ډېر خطرناک» ګڼل کیږي خوشې کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکو د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۸مه/ وویل، هغوی به د سولې د خبرو له پلان سره سره چې د بندیانو تبادلې ځنډولې دي، هغه په سلګونو طالب بندیان چې «ډېر خطرناک» بلل کیږي خوشې نه کړي.

د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د د کب په میاشت کې د لاسلیک شوې هوکړې د شرایطو له مخې، کابل ژمنه کړې وه چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او په دې تبادله کې به یاغیان شاوخوا ۱۰۰۰ تنه افغان امنیتي سرتېري چې له هغوی سره بندیان دي ازاد کړي.

خو د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ای اېف پي ته وویل چې ۶۰۰ بندیان چې طالبان یې د خوشې کولو غوښتنه کوي اوس هم د هغوی پر ضد «جدي جنایی قضیې» لري.

یوه بل حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، په دغو بندیانو کې داسې کسان چې د وژلو، د لویو لارو د شکولو او حتی د همجنسبازۍ تورونه پرې لګېدلي او دغه راز په سلګونو بهرني جنګیالي شامل دي.

دغه چارواکي وویل، «هغوی د خوشې کولو لپاره ډېر زیات خطرناک دي.»

طالبانو په حکومت باندې تور لګولی چې د بندیانو پر ضد جعلي جنایي قضیې جوړوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې په ورځ وویل، «که هغوی په دې برخه کې د نورو ستونزو جوړولو ته دوام ورکړي، بیا دا ښیي چې هغوی نه غواړي چې ستونزې په منطقي لارو حل کړای شي.»

فیصل تاکید وکړ چې حکومت د خبرو کولو ته ژمن دی.

هغه وویل، «موږ سولې ته تیار یو او له هوکړې سره سم به پاتې بندیان خوشې کړو... یواځې هغه په سلګونو بندیان به خوشې نه شي چې په محکمو کې جدي جنایي قضیې لري.»

دواړو لوریو ژمنه کړې وه چې د بندیانو له تبادلې څخه وروسته به په افغانستان کې د لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره مستقیمې خبرې ترسره کړي.

حکومت وار له مخه له ۴۰۰۰ څخه ډېر طالب جنګیالي خوشې کړي دي، په داسې حال کې چې یاغیانو دوه پر درې برخې کسان خوشې کړي دي.

د روانې اونۍ په لومړیو کې یوه جګپوړي افغان چارواکي وویل چې دا مقاماتو پورې اړه لري چې تصمیم ونیسي چې څوک باید خوشې کړای شي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وویل، «موږ تمه نه لرو چې طالبان دې موږ ته ووایي چې کوم بندیان خوشې کړو.»

غني د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۶مه/ له اورپکو سره د سولې د خبرو د ترسره کولو لپاره د کابل د تیاري په هکله نړۍ والې ټولنې ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام د سولې پروسه ګواښي.

هغه له بېلابېلو هېوادونو څخه د کانفرانس برخه والو ته وویل، «که طالبان جنګ ته دوام ورکړي، د افغانستان د سولې پروسه به له سختو ننګونو سره مخامخ شي.»

د غني د دفتر له خوا خپره شوې یوه اعلامیه وایي، نوموړي وویل، «له بده مرغه چې د تاوتریخوالي موجوده کچه د تېر کال په پرتله لوړه ده.»

صدیق صدیقي له کانفرانس څخه مخکې خبریالانو ته وویل، «زموږ لوري ته د سولې د بهیر په مخکې هېڅ خنډ نشته، خو موږ وینو چې طالبان جدي نه دي.»

هغه وویل، «د افغانستان حکومت یو زیات شمېر طالبان د دې لپاره خوشې کړل چې په هېواد کې تاوتریخوالی کم شي، خو تاوتریخوالی نه دی کم شوی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بلکل صحی خبره ده ۔

ځواب ورکړئ

ډیر لوي خدمت دي افعانانو ته مونږ ډیر منندوی یو

ځواب ورکړئ

چې ریښتیا خبره وي، نه حکومت له طالبانو سره سوله غواړي او نه طالبان له افغان حکومت سره سوله غواړي. د دواړو خواوو ګټې په جنګ کې نغښتې دي. د حکومت جیګپوړي چارواکي ټولې هغه پیسې چې نړۍ واله ټولنه او متحده ایالات یې مرسته کوي، غلا کوي. حکومتي چارواکي د هغو عادي خلکو په غم کې نه دي چې هره ورځ وژل کیږي، هغوی یوازې د خپلو جیبونو د ډکولو په غم کې دي. طالب مشران هم د دغې ډلې د جنګیالیو او د ملکي خلکو د وژلو پروا نه کوي. هغوی په قطر کې ښه مرفه ژوند لري، او دې ته خوښ دي چې د بین الافغاني خبرو پروسه ټکنۍ شي او هغوی د جنګ له لارې قدرت ترلاسه کړي. له دې امله، هم حکومت او هم طالبان خپلې سخت دریځۍ ته دوام ورکوي. څو چې حکومت او طالبان دواړه خپله ځان غوښتنه او سخت دریځي پرې نه ږدي، سوله ناشونې ده.‌

ځواب ورکړئ

دویمه برخه که طالبان سوله وکړي او له حکومت سره یوځای شي، هغوی عطامحمد نور ته اجازه نه ورکوي چې ځینې شمالي ولایتونه، په ځانګړې توګه بلخ ولایت تر خپل انحصار لاندې ونیسي او ټول عواید یې په خپل جېب کې واچوي. له دې امله، هغه هڅه وکړه چې د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني چې په پام کې وه د حکومت پر ضد اپوزیسیون اعلان کړي، د ګوند له مشرۍ څخه لیرې کړي. اوس ګوند په دوه ګروپونو وېشل شوی دی. په یوه ګروپ کې، صلاح الدین رباني او نور هغه خلک دي چې غواړي له طالبانو سره سوله وکړي، او دغه ګروپ د کابل د حکومت مخالف دی، خو په دویم ګروپ کې، عطامحمد نور او ځینې نور شخصیتونه دي چې نه غواړي له طالبانو سره سوله وکړي او د حکومت پلویان دي. که له موجود فرصت څخه صحیح استفاده ونشي او د سولې پروسه ناکامه شي، د افغانستان حکومت او د متحده ایالاتو حکومت به یې مسؤل وي. که مونږ وغواړو که نه، په افغانستان کې به قدرت طالبان ترلاسه کوي، خو بهتره به دا وي چې له هغوی سره خبرې وشي او هغوی په یوه سوله ییزه لاره کابل ته راشي. که هغوی کابل ته د جنګ له لارې داخل شي، د تېرو ۲۰ کالو ټولې لاسته راوړنې به ضایع شي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به منحل شي او افغانستان به یوه نوي کورني جنګ ته ننوځي چې نه یوازې افغانستان بلکې ټولې نړۍ ته به یې زیان ورسیږي.

ځواب ورکړئ

دا د افغان حکومت غټه غلطي ده چې د ۶۰۰ طالب بندیانو په نه خوشې کولو سره یې کوي. کله چې هغوی ۴۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړل، ۶۰۰ نور ولې نه خوشې کوي؟ آیا هغه ۴۴۰۰ یې خطرناک نه ول؟ آیا هغو چې خوشې شوي دي د جنګ په ترڅ کې له افغان حکومت سره فوټبال لوبه کوله؟ آیا هغوی د افغان عسکرو په وژلو کې ښکېل نه ول؟ که هغوی جنایتونه نه وو کړي، ولې هغوی نیول شوي او د افغانستان په زندانونو کې اچول شوي وو؟ ټول طالب جنګیالي خطرناک وو او دي. په هغوی کې ښه او بد جنګیالی نشته.‌ د دغو ۶۰۰ طالب جنګیالیو نه خوشې کول به د افغان حکومت لپاره ستونزې جوړې کړي او له دې ګروپ سره د سولې پروسه به ټکنۍ کړي. چې ریښتیا خبره وي، ځینې جیګپوړي چارواکي له طالبانو سره سوله نه غواړي. اسدالله خالد، حمدالله محب، او امرالله صالح د طالبانو سخت دښمنان دي. څو میاشتې مخکې، تاسو ولیدل چې امرالله صالح له یوه خصوصی تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل، چې هغه به په فکري لحاظ هېڅکله هم له طالبانو سره جوړ نشي.‌ کله چې د حکومت دویم کس داسې خبرې کوي، آیا تاسو فکر کوئ چې هغوی سولې ته هوډ لري؟ هغوی هېڅکله هم سوله نه غواړي. که د امریکا فشار نه وای، زه فکر نه کوم چې هغوی دې ته حاضر شوي وای چې طالب بندیان خوشې کړي او له طالبانو سره خبرې وکړي. تر دې چې په انتخاباتو کې ځینې سیاسي ډلو چې له طالبانو سره دښمني لري هم د اشرف غني ملاتړ وکړ، ځکه چې د اشرف غني په ټیم کې د طالبانو ضد څېرې موجودې وې.‌ ولې عطامحمد نور د اشرف غني ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې هغه د اشرف غني مخالف وو؟ دلیل یې واضح او دا دی چې هغه هم له طالبانو سره دښمني لري او نه غواړي چې طالبان له حکومت سره په قدرت کې شریک شي. د لومړۍ برخې پای

ځواب ورکړئ

د لیکنې خوښول او نه خوښول یې څه کوو خو حکومت باید دا بندیان هم ورخوشې کړي چې د سولې خبرې پیل شي. دوی به څومره جرمونه کړي وي؟ له دوستم نه خو به یې ډېر خلک نه وي وژلي، له عطاء محمد نور نه خو به یې ډېر نه وي وژلي. له ګل اغا شیرزي نه خو به یې ډېر نه وي وژلي. له ګلبدین حکمتیار، سیاف، عبدالله، ... نه خو به یې ډېر نه وي وژلي چې حکومت یې په بندي ساتلو سره د سولې د خبرو مخه نیسي. تاسو ګورئ چې دا اوس د افغانانو یو قاتل احمدشاه مسعود د ملي قهرمان په نامه یادیږي، بل قاتل یې عبدالعلي مزاری د ملي وحدت شهید په نامه یادیږي، بل قاتل یې عبدالرشید دوستم ته مارشالي ورکول کیږی، ښه چې داسې قاتلان نازول کیږي بیا نو د څو بندیانو په خاطر د سولې د خبرو ځنډول په کومت کتاب کې روا دي؟ د افغانانو لپاره سوله مهمه ده، نظام مهم دی، پرمختګ مهم دی، له نړۍ سره د ساینس، ټکنالوجۍ، علم او تخنیک په برخه کې سیالي مهمه ده. دا مهمه نه ده چې د حکومت په راس کې اشرف غني وي که هبت الله یا ګلبدین حکمتیار، سیاف او بل او بل.

ځواب ورکړئ

الله پاک دې اجر درکړي وروه. ما هم هدغه شان نظر درلود چې تاسو بیان کړی. بریالی اوسئ.

ځواب ورکړئ