امنیت

طالبانو په کندوز کې د تلاشۍ په پوستو باندې په بریدونو سره د مرګوني تاوتریخوالي څپه روانه ساتلې ده

ای اېف پي

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۴مه په کندوز ولایت کې د طالب اورپکو له خوا د افغان ملي اردو په یوه لیرې پرته پوسته باندې له یوه برید څخه وروسته په پيره ولاړ دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۴مه په کندوز ولایت کې د طالب اورپکو له خوا د افغان ملي اردو په یوه لیرې پرته پوسته باندې له یوه برید څخه وروسته په پيره ولاړ دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کندوز -- په لسګونو طالب جنګیالیو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۳مه/ په کندوز ولایت کې سهار وختي د تلاشۍ په درې پوستو باندې بریدونه وکړل او لږ تر لږه ۸ تنه امنیتي منسوبین یې ووژل.‌ دا د سولې له متوقع خبرو څخه مخکې په حکومتي ځواکونو باندې تر ټولو تازه برید دی.‌

چارواکو وویل، په کندوز ولایت کې د اردو په یوه او د پولیسو د تلاشۍ په دو پوستو باندې له هممهاله بریدونو سره سخته جګړه پیل شوه چې څو ساعته یې دوام وکړ.‌

ولسوال نصرالدین سعدي ای اېف پي ته وویل، په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ۸ غړي ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي د یادې همغږې حملې پېښېدل تایید کړل خو ویې ویل چې په دغه جنګ کې چې د شپې وشو ۹ تنه امنیتي منسوبین ووژل شول.‌

طالبانو تر دې وخته په دې هکله څه نه دي ویلي.

طالب جنګیالیو په کندوز ولایت کې دننه او خواوشاته په مکرر ډول په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کړي دي. دغه ښار په وروستیو کالونو کې دوه ځلې د لنډ وخت په مخه د یاغیانو لاسونو ته لوېدلی دی.‌

د دفاع وزارت وویل، د طالبانو د ډلې غړو په بلخ ولایت کې د اردو د تلاشۍ په یوه پوسته او په غزني ولایت کې د اردو په یوه پوسته باندې د شپې له مخې برید کړی دی، او زیاته یې کړه چې په تعقیبي شخړو کې ګڼ شمېر یاغیان ووژل شول.‌

د تاوتریخوالي زیاتول

دغه مرګوني بریدونه وروسته له هغه پېښ شول چې چارواکو په دې اونۍ کې په طالبانو باندې تور ولګاوه چې په افغان ځواکونو باندې یې بریدونه زیات کړي په داسې حال کې چې دواړه لوري دې ته چمتووالی نیسي چې ځنډول شوي مذاکرات پیل کړي.‌

د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲مه/ د ملي امنیت شورا وویل، طالبانو د تېرې اونۍ په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۹۱ تنه افغان امنیتي منسوبین وژلي، او هغه یې د تېرې ۱۹ کلنې شخړې تر ټولو ډېره خونړۍ اونۍ وبلله.

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۲مه کابینې ته په وینا کې وویل چې د طالبانو له خوا پیل شوی تاوتریخوالی «د سولې د روحیې پر ضد روان» دی.‌

د غبرګولي له ۴مې راهیسې چې طالبانو د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځو په مخه اوربند اعلان کړ، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی کم شوی وو، خو اوس چارواکي په یاغیانو باندې تور لګوي چې خپل بریدونه یې زیات کړي دي.‌

البته، غني ژمنه کړې چې د طالب بندیانو خوشې کول به، هغسې چې د یاغیانو او واشنګټن تر منځ د کب په میاشت کې پرې هوکړه شوې ده، بشپړ کړي.

افغان چارواکو وار له مخه شاوخوا ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او پلان لري چې ۲۰۰۰ نور هغسې چې له طالبانو سره د خبرو کولو د یوه شرط په توګه تصریح شوې ده، خوشې کړي.

د واشنګټن او طالبانو تر منځ هوکړې دې ته لاره هواره کړه چې د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي تر وروستیو پورې بهرني عسکر له افغانستان څخه وځي او او د کابل - طالبانو د سولې خبرې پیل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

رسنۍ خبرونه په یوطرفه ډول خپروي ځکه د طالبانو ویاند وایي چې هغوی تعرض نه کوي، بلکې له خپلو سیمو څخه دفاع کوي. په چا باندې باید مونږ باور وکړو؟‌

ځواب ورکړئ

څو چې سوله رانشي او امنیت ټینګ نشي،‌ نه به نېکمرغي راشي نه به بېخبناوې جوړې شي.

ځواب ورکړئ

ژوندۍ دې وي افغان ملي اردو. مرګ په مزدورو طالبانو.

ځواب ورکړئ

ملي اردو نشي کولی چې د طالبانو پر ضد جنګ وکړي ځکه چې د ملي اردو اکثر عسکر بې سواد دي او د بې کارۍ له امله له ملي اردو سره یوځای شوي دی. هغوی دې حقیقت چې هغوی د دې هېواد ساتونکي دي نه دي هڅولي. د افغان ملي اردو د منسوبینو ۸۰٪ د افغانستان د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي دي، او هغوی ته داسې مناسبه روزنه نه ده ورکړل شوې چې د دښمن پر ضد جنګ وکړي. افغانستان نشي کولی چې په دې اردو سره د هېواد امنیت خوندي کړي.

ځواب ورکړئ

طالبان باید نور له خدایه ویرییږي او افغان وژنه بنده کړي. اوس چې امریکایان له هیواد څخه وځي، نو اړینه نه ده چې طالبان د مسلمانانو افغانانو په وړاندې جهاد ته وده وکړي. ځکه جهاد د مسلمانانو پر وړاندې نشته. جهاد صرف د کافرانو په وړاندې جواز لرې کله چې هغوی پر مسلمانانو تیرې کړی وي. نو اوس د جهاد وخت ختم شو ځکه امریکایان در هیواد څخه در ګرده وځې. اوس وخت د دې راسېدلی چې افغانان په خپلو کې سره کښېني او روغه جوړه وکړي.

ځواب ورکړئ

د افغان ملي اردو د تلفاتو عامل د دوی خپله لټي او کمزوري ده. آیا د طالبانو وسلې ګولۍ وروي او د افغان اردو وسلې لېړوګان وروي چې طالبان پرې هره ورځ‌ بریدونه کوي، او د دوی په لسګونو کسان وژني؟ د افغانستان د ملي اردو عسکر په مورچلونو کې وي او طالبان د دوی په مورچلونو باندې بریدونه کوي او وژني یې، په داسې حال کې چې هغو کسانو ته چې په سنګرونو کې وي باید تلفات ور وانه وړي. تلفات باید بریدګرو ته ور واوړي. د افغان اردو عسکر چې له ځانونو نه دفاع نشي کولی، د هېواد او خلکو دفاع به څنګه وکړي؟‌ تر دې چې د ملي اردو او ملي پولیسو عسکر د پیرې پر وخت سګرټ څکوي او موزیک اوري، په داسې حال کې چې هغه کس چې پیره کوي هغه باید له خپل ځای څخه ونه ښورېږي، هغه باید ګواښونو ته متوجه وي او تل څار وکړي، خو د افغان ملي اردو حال بیا داسې نه دی.

ځواب ورکړئ