امنیت

طالبانو په لسیزو کې د تر ټولو ډېرې خونړۍ اونۍ په ترڅ کې نږدې ۳۰۰ افغان امنیتي منسوبین ووژل

ای اېف پي

افغان امنیتي منسوبین د غبرګولي په ۲۹مه په کابل کې د کووېډ‌ - ۱۹ د خپراوي د مخنیوي لپاره په یوه سړک باندې د اطفایې د موټرو له خوا د مکروب ضد درملو د شیندلو پر وخت په پيره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د غبرګولي په ۲۹مه په کابل کې د کووېډ‌ - ۱۹ د خپراوي د مخنیوي لپاره په یوه سړک باندې د اطفایې د موټرو له خوا د مکروب ضد درملو د شیندلو پر وخت په پيره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲مه/ وویل چې طالبانو د تېرې اونۍ په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۹۱ تنه افغان امنیتي منسوبین وژلي، او په یاغیانو باندې یې تور ولګاوه چې د سولې له احتمالي خبرو څخه مخکې یې د تاوتریخوالي یوه څپه راپورته کړې ده.‌

د ملي امنیت د شورا ویاند جاوېد فیصل وویل، تېره اونۍ د هېواد په ۱۹کلنه شخړه کې تر ټولو ډېره مرګونې اونۍ وه، په داسې حال کې چې یاغیانو دغه شمېرنې رد کړي دي.

فیصل په ټوېټر لیکلي، طالبانو تېره اونۍ په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ بریدونه ترسره کړي دي چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواک ۲۹۱ منسوبین وژلي او ۵۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.‌

هغه وویل، «د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه بې معنی ده، او د هغوی عملونه د سولې په هکله د هغوی له ادعاو سره ورته نه دي.»

طالبانو د حکومت له خوا وړاندې شوې وروستۍ شمېرې رد کړي دي.‌

په افغانستان کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته وویل،‌ «دښمن غواړي چې د داسې دروغجنو راپورونو په خپرولو سره د سولې پروسې او بین الافغاني خبرو ته زیان ورسوي.»

د حکومت له خوا وروستي تورونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې کابل او طالبانو داسې اشارې ورکړي چې هغوی د سولې د ډېرو ځنډېدلو خبرو پیلولو ته نږدې شوي دي.

ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې چې د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ به بشپړه کړي. د بندیانو خوشې کول له یاغیانو سره د نږدې دوه لسیزو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په موخه د سولې د خبرو د پیلولو یو مهم شرط دی.

چارواکو وار له مخه نږدې ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او پلان لري چې ۲۰۰۰ نور بندیان چې د کب په میاشت کې له واشنګټن سره د یاغیانو په معامله کې تصریح شوې ده، خوشې کړي.

طالبانو ویلي چې هغوی د سولې خبرو ته چمتو دي خو یواځې وروسته له هغه چې پاتې ۲۰۰۰ یاغیان خوشې کړای شي.

په روغتیایي کارکوونکیو باندې بریدونه

په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱/ وویل چې طالبانو د روغتیایي پاملرنې د کارکوونکیو او مرکزونو پر ضد «قصدي» بریدونه کړي دي په داسې حال کې چې افغانستان د کروناوایرس له مرګونې وبا سره لاس او ګرېوان دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل چې هغوی د وري د ۲۱مې او د غبرګولي د ۳مې تر منځ د روغتیایي پاملرنې د مرکزونو او کارکوونکیو پر ضد د تاوتریخوالی دغه ډول ۱۲ پېښې ثبت کړي دي.

په دې کې د ۸ بریدونو نسبت طالبانو ته شوی، په داسې حال کې چې د درې بریدونو مسؤل افغان ځواکونه پېژندل شوي دي.

د یوه برید،‌ یو وحشیانه برید چې د غوایي په ۲۳مه په کابل کې په یوه زېږنتون باندې وشو، مسؤلیت تر اوسه پورې چا نه دی منلی.

د بې سرحده ډاکتران (اېم اېس اېف) په نامه نړۍ والې خیریه موسسې وویل، د کابل په دشت برچي سیمه کې په زېږنتون باندې شوي برید کې د ۱۶ میندو په شمول ۲۵ کسان ووژل شول.

یادې موسسې تېره اونۍ وویل چې هغوی له یاد روغتون څخه وځي چې په راتلونکي کې بیا د داسې بریدونو له خطر سره مخامخ نشي.

دا راپور په داسې حال کې مخې ته راغی چې افغانستان د کروناوایرس له زیاتېدونکیو پېښو سره لاس او ګرېوان دی.

تر اوسه پورې، دغه هېواد د ۲۹۱۴۳ تایید شویو قضیو راپور ورکړی چې ۵۹۸ په کې مړه دي.

د یوناما د بشري حقونو مشرې فیونا فرازر وویل، «په داسې حال کې چې روغتیایي امکانات وار له مخه کمزوري دي او ملکي خلک ورته سخت ضرورت لري، د کووېډ -۱۹ د وبا په ترڅ ‌کې په روغتیایي پاملرنه باندې د هدفي بریدونو ترسره کول په ځانګړې توګه د نه منلو وړ دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جنګ به پای ته ونه رسیږي. له بده مرغه چې غریب افغان عسکر هره ورځ په وحشیانه توګه وژل کیږي، خو حکومتي چارواکي د غلا، لوټمارۍ، د پیسو د اختلاس او ځانونو مړولو په فکر کې دي.‌ زه د هغو بې چاره او غریبو افغان عسکرو په حال افسوس کوم چې د څو افغانیو تنخا په بدل کې چې هغوی یې ترلاسه کوي، قرباني کیږي.‌ آیا دغه عسکر پلرونه نه لري؟ آیا هغوی میندې نه لري؟ آیا هغوی ښځې او ماشومان نه لري؟ د دغو عسکرو د کورنیو سخت حال د ژړلو دی! په دې وطن کې څه روان دي پېښيږي؟‌ یو طرف ته، مرګونې کرونا ناروغي هره ورځ په دې هېواد کې په سلګونو خلک وژني، بل طرف ته،‌ جنګ په دې هېواد کې د زرګونو خلکو ژوند اخلي.‌ مرګ په هغو چې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې یې په دې هېواد کې د جنګ اور بل کړی دی. آیا تاسو خدای ته نه ورځئ؟ آیا تاسو په آخرت ایمان لرئ؟‌ د خدای سخته سزا مو په مخکې ده، او تاسو به د دوزخ په اور کې وسوزوي.‌

ځواب ورکړئ