امنیت

د کابل په زېږنتون کې له ډله ییزې وژنې څخه ژوندي پاتې کسان له پیښې څخه وروسته وېرې، وحشت او ور رسېدلې ضربې کیسې کوي

ای اېف پي

۳۲ کلن حسن علي، د هغه ۲۸ کلنه مېرمن ضیاګل، او د هغوی نوې زیږیدلې لور رویا د غبرګولي په ۲مه د یوې خیریه موسسې له خوا د مرستو له ترلاسه کولو څخه وروسته د کابل په لمنه کې په کور کې لیدل کیږی. هغوی د غوایي په ۲۳مه په کابل کې په یوه زېږنتون باندې په یوه ترهګریز برید کې ژوندي پاتې شول. وسله والو سړیو چې ځانونه یې د امنیتي ځواکونو په بڼه جوړ کړي وو د بې سرحده ډاکترانو له خوا چلېدونکي روغتون باندې برید وکړ. دغې ډله ییزې وژنې یوه هېواد ته چې د لسیزو له اوږدې جګړې څخه وروسته له وحشت سره روږدی دی ټکان ورکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

۳۲ کلن حسن علي، د هغه ۲۸ کلنه مېرمن ضیاګل، او د هغوی نوې زیږیدلې لور رویا د غبرګولي په ۲مه د یوې خیریه موسسې له خوا د مرستو له ترلاسه کولو څخه وروسته د کابل په لمنه کې په کور کې لیدل کیږی. هغوی د غوایي په ۲۳مه په کابل کې په یوه زېږنتون باندې په یوه ترهګریز برید کې ژوندي پاتې شول. وسله والو سړیو چې ځانونه یې د امنیتي ځواکونو په بڼه جوړ کړي وو د بې سرحده ډاکترانو له خوا چلېدونکي روغتون باندې برید وکړ. دغې ډله ییزې وژنې یوه هېواد ته چې د لسیزو له اوږدې جګړې څخه وروسته له وحشت سره روږدی دی ټکان ورکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- ضیاګل یو ساعت وروسته له هغه لور وزېږوله چې د وسله والو له یوه برید څخه، چې د غوایي په ۲۳مه یې په کابل کې په یوه زیږنتون باندې وکړ، په تېښته بریالۍ شوه او اوس هڅه کوي چې ځان له مورولۍ او له ډله ییزې وژنې څخه له ور رسېدلې ضربې سره جوړ کړي.

په داسې حال کې چې هغه له خپلې نوپیدا لور رویا سره لومړنۍ ورځې تېروي، د هغې هغه بې خوبه شپې چې د هر نوپیدا ماشوم مور او پلار ورسره مخامخ وي، د هغه وحشیانه برید په یادونو لا نورې ترخېږي چې لږ تر لږه ۲۴ کسان یې ووژل.

دغې ۲۸ کلنې مور چې په کابل کې په خپل کور کې په یوه قالینه باندې ناسته وه او په غېږ کې پرته ویده لور یې ښوروله، وویل، «زه هره شپه ډاروونکي خوبونه وینم.»

د بې سرحده ډاکترانو موسسې له خوا چلېدونکي روغتون باندې د وسله والو سړیو چې ځانونه یې د امنیتي ځواکونو په بڼه جوړ کړي وو، برید نوي زیږیدلي ماشومان، میندې او نرسانې ووژل. دغه برید یوه هېواد ته چې د لسیزو له اوږدې جګړې څخه وروسته له وحشت سره روږدی دی ټکان ورکړ.

د سلام ټایمز یو کارتون یو ترهګر په داسې حال کې ښیي چې په کابل کې په یوه زېږنتون باندې د یوه وروستي برید په ترڅ کې یوه مور او ماشوم وژني او پخپله د «جنت، شرابو او حورو» په هکله فکر کوي.

د سلام ټایمز یو کارتون یو ترهګر په داسې حال کې ښیي چې په کابل کې په یوه زېږنتون باندې د یوه وروستي برید په ترڅ کې یوه مور او ماشوم وژني او پخپله د «جنت، شرابو او حورو» په هکله فکر کوي.

وروسته افغان ولسمشر اشرف غني د برید پړه پر طالبانو ورواچوله خو هغوی په کې لاس لرل رد کړل، په داسې حال کې چې متحده ایالاتو پړه پر داعش ور واچوله.

هېڅ ډلې د برید مسؤلیت ونه مانه.

د کابل په یوه غریب مېشته سیمه کې په خپل کور کې ناستې ضیاګل وویل، «هر کله چې زه یو جګ غږ یا د پټاقیو غږ واورم، زه فکر کوم چې بریدګر راغلي چې ما ووژني.»

هغې وویل، «برید ناڅاپه پيل شو؛ بریدګرو د نوي زیږیدلو ماشومانو او هغو میندو ویشتل پيل کړل چې بچي یې زېږول.»

اورپکي چې د قتل په بندوبارۍ کې پرمخ تلل -- چې اېم اېس اېف «سیستماتیک وژل» وبلل -- د روغتون ډاکترانو له ضیاګل او نورو سره مرسته وکړه چې پټې شي.

وروسته هغه وتوانېدله چې وتښتي او امنیتي ادارو یوه بل روغتون ته ورسوله.

یو ساعت وروسته، د هغې لور رویا وزیږیده، او له یوه مخکیني سقط څخه وروسته ورته رحمت وګرځېدله.

خو خوښي په خفګان بدله شوه. د هغې خواښې چې له هغې سره روغتون ته تللې وه ووژل شوه.

د هغې مخ نه پېژندل کېده

اکرم چې ۴۰ کاله عمر لري، وایي، له هغه برید څخه وروسته وخت یې ښه صحیح په یاد دی چې د هغه مېرمن یې لږ وروسته له هغه ووژله چې د هغوی لور مریم یې وزېږوله.

کله چې نوموړی هغه چپرکټ ته چې د هغې جسد پرې پروت وو ورنږدې شو، هغه خپله مېرمن چې هلته پرته وه، ونه پېژندله.

هغه وویل، «ما هغه د هغې له پښې څخه وپېژندله. ما چې د هغې مخ ولید له مخ نه مې ونه پېژندله.»

هغه خپله لور وروسته له هغه وموندله چې په فیسبوک باندې شوي یوه پوست کې یې ولوستل چې هغه یوه بل روغتون ته وړل شوې او عکس او د ټیلیفون نمبر ورسره خپاره شوي ول.

د ډېرو نویو میندو او پلرونو لپاره -- چې اکثر یې د کابل د غریب مېشتو سیمو اوسېدونکي ول -- د ډله ییزې وژنې څخه وروسته حالت دا لا نوره سختوي چې د ژوند نفقه وګټي.

ضیاګل وویل د هغې مېړه کوڼ دی او دا ورته سخته ده چې په عادي حالاتو کې کار ومومي.هغې زیاته کړه چې د کرونا وایرس پر ضد په کابل کې لګول شوي بندیز د لګښتونو ګټل لا ډېر سخت کړي دي.

نږدې دولس هغه کورنۍ چې د مرک ژوبلې تاو ور رسېدلی دی د افغانستان لپاره د عاجلو مرستو خیریه ادارې (ریفا) له خوا د خوراکي موادو په کېدونکو مرستو باندې ژوند تېروي.‌

په افغانستان کې د دغې موسسې رییس بهزاد غازي وویل، یاده موسسه هغوی ته د خوراکي توکو، پېمپرونو، کالیو او نورو ضروري توکو په ګډون د پاملرنې کڅوړې ورکوي.‌

د پیس آف مایند افغانستان په نامه د یوې غیرحکومتي موسسې یوې ارواپوهې او رییسې لیلا شوارتز وویل، دا چې څوک به په اوږد مهال کې له ضربې څخه د خلاصون لپاره له ژوندي پاتې کسانو سره مرسته کوي یوه بله پوښتنه ده.‌

هغې وویل، کورنۍ اکثر وختونه دماغي روغتیایي پاملرنې ته -- چې وار له مخه محدوده ده -- لږ لاسرسی لري، او له دې امله احتمال شته چې هغوی ته هغه اروايي مرسته ونه رسیږي چې هغوی د رغېدنې لپاره ورته اړتیا لري.

اکرم چې دوکانداري کوي د شپږ او اوو کالونو په عمر دوه نور زامن او یوه زړه مور لري چې دی یې پالنه کوي. هغه دې ته وارخطا دی چې څنګه به وکولی شي چې خپل کوچنی زوی لوی کړي.‌

هغه وویل، «زه فکر نه کوم چې زما مور به وکولی شي چې د ماشوم پاملرنه وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ د داسې مهمو خبرونو د خپرولو له امله ستاسو له خبري وېب سایټ څخه ډېره مننه کوو. په حقیقت کې، تاسو ډېر زحمت وباسئ چې د هېواد خلک د ترهګرو ډلو او هغو هېوادونو له ظلمونو او وحشتونو څخه خبر کړئ چې غواړي افغانستان ویجاړ کړي. له تاسو څخه بیا ډېره مننه.

ځواب ورکړئ

مونږ له حکومت څخه غواړو چې د کابل پر زېږنتون له برید څخه ژغورل شویو کسانو سره مرسته وکړي. حکومت باید د هغو نوپیدا ماشومانو پالنه وکړي چې په برید کې یې خپلې میندې بایللي دي ځکه چې اکثر افغانان اقتصادي ستونزې لري او نشي کولی چې خپلو ماشومانو ته پوډري شیدې برابرې کړي.

ځواب ورکړئ

په کابل کې په یوه زېږنتون باندې برید یو ډېر فجیح او د نه بخښلو وړ عمل وو. دغه جرم د نړۍ په تاریخ کې ثبت شو چې ترهګرو حتی په نوپیدا ماشومانو باندې رحم ونه کړ. دغه ډول جنایتونه هېڅکله هم د نړۍ په هېڅ ځای کې نه دي شوي لکه په افغانستان کې چې وشول. حکومت باید یو صحیح تصمیم ونیسي چې داعش ډله له منځه وېسي ځکه چې له داعش سره سوله نشی کېدلی. هغوی یوازې خلک وژني. له داسې ډلې سره چې خلک وژني سوله نشي کېدلی. د داعش ټول غړي چې په افغانستان کې دي باید له منځه وېوړل شي، او د یادې ډلې بندیان، چې د هېواد په زندانونو کې ساتل کیږي، هم باید اعدام کړای شي. که هغوی خوشې کړای شي، هغوی به د جګړې ډګر ته ستانه شي او بې ګناه خلک به ووژني.

ځواب ورکړئ