د ښځو حقوق

افغانه فلم جوړوونکې د ښځو د پیاوړتیا د غږ په رول کې د ارام احساس کوي

ای اېف پي

افغانه فلم جوړونکې او ډایرېکټره رویا سادات د سلواغې په ۲۰مه په کابل کې په رویا فلم هاوس کې په یوه لپټاپ کمپیوټر باندې کار کوي. [مریم عالمي/ای اېف پي]

افغانه فلم جوړونکې او ډایرېکټره رویا سادات د سلواغې په ۲۰مه په کابل کې په رویا فلم هاوس کې په یوه لپټاپ کمپیوټر باندې کار کوي. [مریم عالمي/ای اېف پي]

کابل -- په نړۍ کې دښځو لپاره له بدترینو ځایونو څخه په یوه کې رویا سادات ده یوه نسل ښځو غږ ده.

هغه چې په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته یې د لومړنیو ښځینه فلم جوړونکیو له ډلې څخه د یوې فلم جوړوونکې په توګه ښه نوم ترلاسه کړی دی د «ولسمشر ته یو لیک»، «درې ټکي» او «تارغږول» په څېر فلمونو جوړولو له امله په هېواد کې دننه او بهر ستاینې ترلاسه کړي دي.

هغې په ۱۳۵۸ - ۱۳۶۸ کې د شوروي د اشغال پر وخت ژوند کړی -- له خپلې کورنۍ سره یوځای څو ځلې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره تیښتې ته مجبوره شوې -- او د کورنۍ جګړې سختې او تنګې او د طالبانو د واکمنۍ له تاوتریخوالي څخه ډک زجر پرې تېر شوي دي، دا داسې وخت وو چې ښځې یواځې د سیورو په توګه پاتې وې او د هغوی حتی اساسي ازادۍ سلب کړای شوې وې،

د هغې ستره وېره دغه ډول بنسټپالنې ته له ورګرځېدلو څخه ده: د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د کب په ۱۰مه لاسلیک شوې هوکړه ښایي په هېواد کې، چې له لسیزو راهیسې په کې جګړې روانې دي، د سولې په لور یو احتمالي لومړنی ګام وي، خو هغه د ښځو د حقونو د ساتنې په هکله هېڅ ضمانتونه نه ورکوي.‌

افغانه فلم جوړونکې او ډایرېکټره رویا سادات د سلواغې په ۲۱مه په کابل کې په رویا فلم هاوس کې د سمونې یا ایډېټ په خونه کې په یوه فلم باندې کتنه کوي. سادات چې په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته یې د لومړنۍ ښځینه فلم جوړونکې په توګه ښه نوم ترلاسه کړی دی د «ولسمشر ته یو لیک»، «درې ټکي» او «تارغږول» په څېر د فلمونو د جوړولو له امله په هېواد کې دننه او بهر ستاینې ترلاسه کړي دي. [مریم عالمي/ای اېف پي]

افغانه فلم جوړونکې او ډایرېکټره رویا سادات د سلواغې په ۲۱مه په کابل کې په رویا فلم هاوس کې د سمونې یا ایډېټ په خونه کې په یوه فلم باندې کتنه کوي. سادات چې په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته یې د لومړنۍ ښځینه فلم جوړونکې په توګه ښه نوم ترلاسه کړی دی د «ولسمشر ته یو لیک»، «درې ټکي» او «تارغږول» په څېر د فلمونو د جوړولو له امله په هېواد کې دننه او بهر ستاینې ترلاسه کړي دي. [مریم عالمي/ای اېف پي]

دغه ۳۷ کلنه ښځه وایي، «کله چې ماته هغه وخت رایاد شي چې موږ په ساده ډول څنګه د طالبانو د واکمنۍ پر وخت او د سپتمبر د ۱۱مې تر پېښېدلو پورې هېرې شوې وو، ماته اندېښنه راپیدا شي. که نړۍ واله ټولنه افغانستان ته د یوې خلاصې او بندې سناریو په سترګه وګوري او موږ بیا یواځې پرېږدي، په دې کې شک نشته چې سخت عواقب به ولري.»

د نړۍ بانک د ۲۰۱۷ د ارقامو په اساس، شاوخوا ۳۹٪ افغانې نجونې ثانوي ښوونځیو ته ځي، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت د ارقامو په اساس راپور ورکړی چې په پوهنتونونو کې د ۳۰۰ زره زده کوونکو له جملې څخه یو پر درې برخه ښځې دي.

دا ارقام اکثر د ښاري سیمو په هکله دي، په داسې حال کې چې ۲۰ کاله مخکې به دا په هرځای کې ناشوني ول.

سادات وویل، «ډېر ښه تغیرات پېښېږي، چې د ټولنې له زړه څخه راوځي.»خو هغه اعتراف کوي چې یوه پراخه اندازه نور کارونه لا پاتې دي.‌

افغانستان د ښځو لپاره د جورج ټاون انسټیټیوټ د سولې او امنیت شاخص کې چې د ښځو ښه والی او پر ځان تکیه اندازه کوي، په وروستۍ درجه کې دی. په کلیوالو سیمو کې، کېدای شي چې د ښځو د سواد کچه له ۲٪ څخه ټیټه وي او حقونه اکثر وختونه د محافظه کار دود له امله محدودیږي.‌

د ښخو د تر فشار لاندې ساتلو دوره

سادات په دې ویره کې چې ښایي د ښځو په حقونو کې کوچني پرمختګونه له لاسه لاړ شي یواځې نده -- په ښاري مرکزونو کې، ځوانان موزیک اوري، تلویزیون ګوري، او په وروستیو کې خو انټرنټ او ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري. ډېرو طالبان یواځې په خبرونو کې لیدلي دي.

سادات چې له کمکیتوبه کیسې، شعرونه او لوبې لیکي، وریادوي چې په ۱۳۷۵ کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د هغې د ژوند څنګه په ټپه ودرید.

ښوونځي بند وو، ښځې د هغوی کورونو پورې محدودې شوې وې، او تلویزیونونو او راډیوګانو کار پرېښی وو. هغه چې یوه ډېره هوښیاره نجلۍ وه، په کور دننه یې لیکلو او د خپل پلار له کولیکسیون څخه د کتابونو لوستلو ته مخه کړه.

که څه هم چې د روغتون رییس له طالبانو سره ارتباط درلود، لاکن هغې ته اجازه ورکول شوې وه چې د نرسې په توګه کار وکړي ځکه چې ښځو یواځې له ښځینه ډاکترانو څخه خدمت ترلاسه کولی شوای، او ان دا چې په روغتون کې به یې په پټه د خپلو لیکل شویو لوبو کلتوري نمایشونه ترسره کول .

هغې وویل، «ډېر خطرناک حالت وو. اوس هم چې ماته رایادېږي باور نشم کولی چې موږ څنګه توانېدلي وو داسې کار وکړو.»

هغې وویل، د هغې لومړی کار «درې ټکي»، چې د یوې مجردې مور کیسه کوي چې مجبوریږي له یوه جنګسالار سره واده وکړي او د نشه ییزو توکو قاچاق وړونکې شي، په دغې دوره کې لیکل شوی وو.

دغه اثر د ساده وسایلو په کارولو سره جوړ کړای شو. دا کار هغه وخت وشو چې رژیم په بله واوښت او هغه وتوانېدله چې ټوله هغه پوهه چې هغې د خپلې مطالعې له لارې ترلاسه کړې وه د واقعي نړۍ په خلاقیت باندې یې واړوله.‌

ارادې او استقامت د هغې وظیفه پخپله وټاکله او هغه له دې امله د پیاوړتیا احساسوي چې فلم ټولنیز هدف درلود.

دغې د دوه ماشومانو مور وویل، «کله چې زه تر فشار لاندې حالت څخه راووتلم، او نړۍ ته مې اظهار کولی شوای، ما سنیما ته مخه کړه.»

هغې زیاته کړه، «زه په سنیما باندې قوي باور لرم او دا چې دا تر ټولو مهم داسې هنر دی چې کولی شي زموږ په ټولنه کې یو مثبت تغیر راولي، خو تغیر په یوه شپه کې نه راځي. تغیر باید په فکرونو او ماغزو کې راشي.»

چوپتیا ماتول

سادات د ۲۰ کالونو په عمر کې له خپلې خور الکا سره یوځای د رویا فلم هاوس په نامه د فلم جوړونې یوه مستقله کمپني جوړه کړه او یو سکالرشپ یي تر لاسه کړ چې لاړه شي او په جنوبي کوریا کې زده کړه وکړي. همدارنګه، هغې د موبي ګروپ د رسنیز شرکت لپاره تلویزیوني ډرامې هم لیکلي دي.

د هغې کیسې د افغانو ښځو کیسې دي.

د هغې د کار له پیل راهیسې، هغه د خپلې کورنۍ له خوا له ډېرو پوښتنو او د ټولنې له خوا له انتقادونو سره مخامخ شوه، خو هغې وویل کله چې ځایي خلک راځي او د هغې کار ګوري، بیا هغوی پوهیږي.

د «ولسمشر ته یو لیک» په نامه د هغې د ۱۳۹۶ فلم یوه ښځه په داسې حال کې ښیي چې د خپل متشنج مېړه چې هغې ته څپېړه ورکوي، بېرته په څپېړه وهي او په ناغلطي ډول یي وژني.

سادات په داسې یوه هېواد کې چې هلته ښځې ډیری وخت په لانجمنو ودونو کې د پاتې کیدلو لپاره مجبوریږي، د ښځو د شورش یو عمل انځور کړي وه، خو د هغې اوس هم په یاد ده چې د ښخو د ګړنو په اړوند د ټولنې د ذهنیت په نظر کې نیولو سره هغه د یوه «بد غبرګون» په انتظار وه. مګرم په بدل کې نندارچیانو د څپېړې وهلو په صحنه کې چکچکې شروع کړې.

د هغې کار بې خطره نه دی.

د هېواد په یو شمېر سیمو کې سینما یوه لانجمنه موضوع ده، او د هغې تولیدات چې د ښځو د نابرابرۍ او د هغوي پر وړاندې تاوتریخوالي باندې راڅرخي، جنجالي دي.‌

متحده ایالاتو هغې ته د محافظه کارانو له خوا د ګواښونو په وړاندې «د نه تسلیمېدلو» له امله ستاینلیک ورکړ. په ۲۰۱۷ کې هغې د زړورو ښځو نړۍ وال ایوارډ ترلاسه کړ.

هغې وویل هغه حاضره ده چې د ښځینه فلم جوړونکیو د راتلونکي نسل ملاتړ وکړي. په هرات کې د هغې له خوا د ښځو په نړۍ وال فلم فسټیوال کې چې لومړی ځل په ۱۳۹۲ کې جوړ شوی وو، له ۲۵۰۰ څخه ډېرو برخه اخیستې وه.

هغه اوس هم هیله منده ده چې وکولی شي د افغانانو لپاره مبارزه وکړي او غږ پورته کړي، او استدلال کوي چې فلم داسې یو موقف لري چې کولی شي زړونه او ذهنیتونو کې بدلون راولي.‌

سادات وویل، «سنیما کولی شي چې نابرابري او بې عدالتي وننګوي، ټولنیزې لانجمنې خبرې په بحث بدلې کړي او کولی شي چې خلک خبرو اترو ته راوبولي.»

هغې زیاته کړه، «زموږ خلک اړ دي چې په خپلو ځانونو باندې نقد وکړي، د داسې شیانو په هکله خبرې وکړي چې ممنوع دي. زه باور لرم چې دا ټولنه یوه فکري انقلاب ته اړتیا لري او دا کار د سنیما له مرستې څخه پرته ناشونی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هیله ده چې د دې ښکلي وېب سایټ د مینه والو او ملاتړو تبصرې او نظرونه انګلیسي ته هم ترجمه کړئ چې د دې خبري وېب سایټ د لوستونکو په شمول خارجي خلک هم د محترمو خلکو خبري مطالب، نظرونه او انتقادونه ولولي او اړوندو جیګپوړو مقاماتو ته یې ورسوي، او معلومات له ټولو خلکو او افرادو سره شریک کړي څو د داسې ناوړه شیانو مخه ونیسي چې ټولنې او خلکو ته تاوان ور رسوي.‌

ځواب ورکړئ

زمونږ د مېرمنو، میندو، لوڼو او خویندو د حقونو په حساب مونږ ټول او زمونږ پخواني نسلونه ملامت دي، مونږ په هغوی باندې ظلم کړی دی.

ځواب ورکړئ

مونږ په ښځو باندې ظلم کړی دی. نن ورځ، زمونږ ټولنه د ښځو د حقونو او د هغوی د ژوند د شرایطو په اساس له سختو نیوکو سره مخامخ ده.‌ د دغو انتقادونو په حساب، ډېر پروګرامونه د دې لپاره تطبیق کیږي چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي، خو مونږ هیڅکله هم له ځانونو څخه دا ونه پوښتل چې مونږ د ښځو لپاره څه کړي دي؟‌ مونږ ښځې له تعلیم څخه بې برخې کړې او له انسانیت څخه مو د اقتصاد د یوې وسیلې درجې ته راښکته کړې. د کورنۍ په حساب، مونږ هغوی د مشورې او نظریې له یوه ټولنیز او معتبر عنصر څخه په یوه بې ځانه او بې فکره جسم باندې واړولې. مونږ له هغوی څخه هویت واخیست او له انساني ټولنې څخه مو لیرې کړلې.‌ د واده په برخه کې د هغوی علاقه مندیو او هیلو ته له پاملرنې څخه پرته، مونږ هغوی ته د ډار او خیانت له زاویې څخه وکتل، او د هغوی له خوا د انتخاب له حق څخه مو محرومې کړلې.‌ که زه د تاوتریخوالي په هکله لیکل وکړم، د دې قلم رنګ به له شرمه د کاغذ پر مخ ویلې شي. دا ټول زمونږ د ناپوهۍ او قبایلي کلتور نتیجه وه، خو مونږ هر څه ته له دین سره ارتباط ورکړی دی. داسې یو دین چې په هغه کې د رسول الله (ص) د ډېرو حدیثونو روایتونه یوې ښځې کړي دي.‌‌ داسې یو دین چې ښځو ته یې هویت او شخصیت ورکړ،‌ چې تر ننه پورې د ټولنې یوه حقیقي برخه ده.‌ داسې یو دین چې په ټولنه کې یې د نړۍ د ډېر قوي حاکم پر ضد د ښځو غږ پورته کړ او هغه یې مجبور کړ چې غوږ ورته ونیسي.‌ یو مشر وایي، د ښځو د هویت او شخصیت په پټولو سره، مونږ د رسول الله (ص) په مقایسه ډېر کرکجن یو ځکه چې د هغه کورنۍ هر چا پېژندله. مونږ دا ټول او په سلګونو نور شیان وکړل، بیا مو وویل چې ولې نور خلک د ښځو په هکله خبرې کوي. په شیخ یاسین باندې له دې امله انتقادونه کېدل چې ولې یې د ښځو ټولنه جوړه

ځواب ورکړئ

د افغان فلم جوړونکیو کارونه د ستاینې وړ دي. هغوی د دې هېواد لپاره په ډېرو کمو امکاناتو ډېر څه کړي دي. د حکومت له خوا د کلتور د ودې لپاره هېڅ ملاتړ نشته او دا ښیي چې هغوی د کلتور مخالف دي. په دې توګه زمونږ حکومت کلتور د په شاتګ خواته بیایي. حکومت باید فلم او سنیما ته ځانګړې توجه وکړي څو مونږ وکولی شو چې زموږ خلک په هېواد کې خپل فلمونه وګوري.

ځواب ورکړئ

دا چې افغان حکومت د ترهګرو ډلو پر ضد د جنګ کولو په خاطر د خپلو امنیتي ځواکونو لپاره مجهزو او درنو پوځي وسایلو ته اړتیا لري، همدغه رنګ فرهنګ او هنرونو ته د ودې ورکولو لپاره فلم او سنیما ته هم اړتیا لري، خو د تېرو پنځو کالو په ترڅ کې افغان حکومت هنر او سنیما ته هېڅ پام نه دی کړی. اوسني ډېر کم فلمي او سنیمایي فعالیتونه چې مونږ یې په افغانستان کې لرو د افغان حکومت لاسته راوړنې نه دي، بلکې یو شمېر د سنیما فعالانو او فلم جوړونکيو د خپلې شخصي بودجې په لګولو سره ځینې کارونه کړي دي.‌

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، فلم او سنیما د یوه هېواد فرهنګ منعکسوي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې د سنیما حالت ډېر بد دی. د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو او د نوي حکومت له تاسیس څخه وروسته،‌ د افغان حکومت هېڅ جیګپوړو مقاماتو تر اوسه پورې هنر او سنیما ته پام نه دی کړی. د افغانستان سنیما هېڅ تولید نه لري.‌ حکومت نه فرهنګ ته توجه کوي نه هنر ته.‌

ځواب ورکړئ