اقتصاد

افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې «بې ساري» پرمختګ کړی دی

د سلیمان راپور

په عکس کې چې د ۱۳۷۵ د لړم په ۱۲مه اخیستل شوی، د کابل په پخوانۍ سوداګریزه برخه کې د کنډوالو تر څنګ درې ښځې په یوه خرګاډي کې سپرې تېرېږي. [ایمانویل دوناند/ای اېف پي]

په عکس کې چې د ۱۳۷۵ د لړم په ۱۲مه اخیستل شوی، د کابل په پخوانۍ سوداګریزه برخه کې د کنډوالو تر څنګ درې ښځې په یوه خرګاډي کې سپرې تېرېږي. [ایمانویل دوناند/ای اېف پي]

کابل -- چارواکي او شنونکي وایي، افغانستان د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې په اقتصادي او تعلیمي برخو کې «بې ساري» پرمختګ کړی دی.

هغوی وایي،‌ په تېرو دو لسیزو کې شوې لاسته راوړنې د ۱۳۷۵ او ۱۳۸۰ تر منځ‌ مودې سره د مقایسې وړ نه دي. هغه وخت اکثرو افغانانو مخابراتو، تعلیم یا صحي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، او په افغانستان کې سوداګري نه وه.‌

مثبته اقتصادي وده

د اقتصادي معلوماتو پر بنسټ، له ۱۳۸۰ څخه وروسته موده کې د افغانستان اقتصاد ۸٪ وده کړې ده، په داسې حال کې چې له هغه څخه مخکې، اقتصاد مخ په رکود روان وو.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وویل، «په ۱۳۸۰ کې د بن کانفرانس څخه وروسته، د افغانستان اقتصاد ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي.»

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۱مه اخیستل شوی، افغان فلم جوړونکې او ډایرېکټره رویا سادات په کابل کې په رویا فلم هاوس کې د ایډېټ په خونه کې یو فلم ګوري. دا لومړنۍ فلم جوړونکې ده چې له ۱۳۸۰ څخه وروسته یې نوم مشهور شو. سادات د «ولسمشر ته یو لیک»، «درې ټکي»، او «تار غږول» په څېر فلمونو له امله په هېواد دننه او بهر کې وستایل شوه. [مریم عالمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۱مه اخیستل شوی، افغان فلم جوړونکې او ډایرېکټره رویا سادات په کابل کې په رویا فلم هاوس کې د ایډېټ په خونه کې یو فلم ګوري. دا لومړنۍ فلم جوړونکې ده چې له ۱۳۸۰ څخه وروسته یې نوم مشهور شو. سادات د «ولسمشر ته یو لیک»، «درې ټکي»، او «تار غږول» په څېر فلمونو له امله په هېواد دننه او بهر کې وستایل شوه. [مریم عالمي/ای اېف پي]

د مرغومي په ۲۶مه، د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند د رغونې کار روان دی. د دغې پروژې یو هدف دا دی چې ۱۳۰۰۰ هکتاره زراعتي ځمکه اوبه کړي، او تمه ده چې دغه بند د ۱۴۰۰ کال تر وروستیو پورې بشپړ شي.

د مرغومي په ۲۶مه، د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند د رغونې کار روان دی. د دغې پروژې یو هدف دا دی چې ۱۳۰۰۰ هکتاره زراعتي ځمکه اوبه کړي، او تمه ده چې دغه بند د ۱۴۰۰ کال تر وروستیو پورې بشپړ شي.

د بن هوکړې چې د ۱۳۸۰ د لیندۍ په ۱۴مه تصویب شوه، یو لړ داسې تعهدات پیل کړل چې د افغانستان دولت بیا جوړ کړي، ځکه چې له ۱۳۵۸ کال راهیسې په افغانستان کې داسې حکومت نه وو چې د ټول ولس لپاره د منلو وړ وي.

بهمن وویل، وروسته له هغه چې چارواکو هوکړه لاسلیک کړه، د افغانستان د اقتصاد لپاره یو نوی فصل پيل شو.

هغه وویل، «اقتصادي بېخبنا جوړه شوه، او خصوصي سکتور رامنځته شو. مثلا، خصوصي سکتور یواځې د مخابراتو په سکتور کې ۲۳۴.۸ میلیارده افغانۍ [۳ میلیارده ډالر] پانګونه کړې ده، چې له امله یې ۸۰٪ خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري.»

له ۱۳۸۰ کال څخه مخکې افغانانو مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود. کله به چې هغوی اړتیا لرله چې له هېواد څخه بهر تماس ونیسي، نو مجبور ول چې ګاونډیو هېوادونو ته سفر وکړي.‌

بهمن وویل، «موږ له ۱۳۸۱ راهیسې د پام وړ او مثبته اقتصادي وده کړې ده. په ځینې سکتورونو -- لکه زراعتي تولیداتو، فرنیچر او ځینې نورو کې -- موږ پر ځان بسیا شوي یو.»

هغه وویل، «د ۱۳۷۵ او ۱۳۸۰ تر منځ، زموږ صادرات او اقتصاد شتون نه درلود، په داسې حال کې چې اوس زموږ کلني عواید ۷۸.۳ میلیارده افغانۍ (شاوخوا ۱ میلیارد ډالر) دي.»

هغه د کومې سرچینې د نوم له یادولو څخه پرته وویل، «افغانستان له ۱۳۸۰ راهیسې په کلني حساب ۸٪ اقتصادي وده کړې ده چې خصوصي سکتور په بېلابېلو برخو کې ۲.۳ میلیارده افغانۍ [۳۰ میلیارده ډالر] پانګونه کړې ده.‌»

په غټو اقتصادي پروژو باندې کار روان دی

بهمن وویل، «له ۱۳۸۱ کال څخه مخکې موږ یو کیلومتر پوخ سړک نه درلود. ټولې اقتصادي بېخبناوې ویجاړې شوې وې او هېڅ کوچنۍ یا غټه اقتصادي پروژه نه وه.»

هغه وویل، «خو اوس په زرګونو کیلومتره پاخه سړکونه لرو، ټولې اقتصادي بېخبناوې جوړې شوي، او موږ له یو شمېر اقتصادي بندرونو سره وصل شوي یو. د تاپي،‌ کاسا - ۱۰۰۰ او لاجوردو لارې په څېر غټو اقتصادي پروژو باندې کار روان دی.‌ رېللارې او معیاري هوایي ډګرونه جوړ شوي،‌ او هوایي دهلېزونه چمتو کړای شوي دي.»

تمه ده چې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (تاپي) د طبیعي ګاز نلکۍ چې د رغونې کار یې روان دی او د ټرانس - افغانستان پایپ لاین په نامه هم یادیږي په جنوبي اسیا کې د انرژۍ د کموالي د پوره کولو په برخه کې مرسته وکړي او هغو هېوادونو ته چې ترې تېرېږي عواید برابر کړي.

د منځنۍ اسیا جنوبي اسیا د برېښنا د انتقال او سوداګرۍ پروژه (کاسا - ۱۰۰۰) د برېښنا د داسې یوه لین رغونه احتوا کوي چې اضافي برېښنا له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته انتقالوي.

د لاجوردو لاره افغانستان ته دروازې پرانیزي چې خپل تولیدات د ځمکې له لارې له ترکمنستان، ګرجستان، ّآذربایجان او ترکیې څخه په تېرېدلو سره اروپا ته ټرانسپورټ کړي.

بهمن وویل، «افغانستان په یوه سیمه ییز اقتصادي او سوداګریز مرکز باندې د بدلېدلو په حال کې دی چې د جنوبي اسیا بازارونه او سوداګرۍ له منځنۍ اسیا سره نښلوي. جدي هڅې روانې دي چې افغانستان له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي.»

هغه زیاته کړه، «ښځو هم په اقتصادي پرمختګ کې یو مهم رول درلود.»

هغه وویل، «د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونه داسې تاسیس شوه چې ښځې په کې د کوچنۍ او منځنۍ کچې پانګونې کوي. ښځو له ۵۰۰۰ څخه ډېر شرکتونه او اقتصادي فعالیتونه جوړ کړي دي.»

یوه نوې پاڼه اړول

په کابل کې یوه اقتصادپوه شبیر بشیر وویل، «د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د نړۍ والې ټولنې سیاسي، اقتصادي او پوځي حضور د افغانستان په تاریخ کې یوه نوې پاڼه واړوله.»

هغه وویل، «افغانستان د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې غټې او مهمې لاسته راوړنې لرلي دي.»

هغه وویل، «موږ دواړه د خصوصي او دولتي سکتورونو له خوا د ستراتیژیکو پانګه اچونو په جلبولو سره د خدمتونو په سکتور کې غټې لاسته راوړنې او ودې کړي دي. بانکونه، خصوصي پوهنتونونه، مخابراتي شرکتونه او هوایي شرکتونه جوړ شول چې ډېرو افغانانو په کې په کار وګمارل شول او په پایله کې ناخالص کورني تولید (جي ډي پي) وده وکړه.»

بشیر وویل، «افغانستان د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې ښه وده کړې ده.»

د نړۍ وال بانک د راپور له مخې، په ۱۳۸۱ کې، د افغانستان ناخالص کورنی تولید ۳۱۳ میلیارده افغانۍ (شاوخوا ۴ میلیارده ډالر) اټکل شوی وو، په داسې حال کې چې د ۱۳۹۷ وروستي ارقام د هېواد ناخالص کورنی تولید له ۱.۵ تریلیون افغانیو (۱۹ میلیارده ډالرو) څخه ډېر یاد کړی دی.

بشیر وویل، «د تېرو دو لسیزو اقتصادي لاسته راوړنې -- د خلکو ښېرازي، سوداګري، پانګونه -- او د افغان حکومت لاسته راوړنه د ۱۳۷۵ - ۱۳۸۰ تر منځ مودې سره د مقایسې وړ نه دي.»

هغه وویل، «هغه وخت حتی یو اقتصادپوه نه وو چې د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي. خلکو ته خدمتونه رسول نه وو، په داسې حال کې چې په هېواد کې کورنۍ یا بهرنۍ پانګونه صفر وه.»

هغه زیاته کړه، «افغانستان په ځانګړې توګه له اقتصادي پلوه په انزوا کې وو؛‌ هغه کالونه د افغانستان په اقتصادي تاریخ کې تر ټولو تیاره دوره وه.»

د ښځو لپاره بې ساري لاسته راوړنې

همدارنګه افغانستان د تېرو دو لسیزو په ترڅ کې د ښوونې او روزنې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې بې جوړې لاسته راوړنې لرلي دي.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت وویل، له ۱۳۸۱ څخه مخکې ښځو حق نه درلود چې زده کړې وکړي او دیری هغه ښوونځي چې هلکانو په کې زده کړې کولې د ۱۳۷۰مو کالونو د کورنیو جګړو په ترڅ کې ویجاړ شوي ول.‌

هغې وویل، «له ۱۳۸۰ کال څخه وروسته، د هېواد په ټولو برخو کې د ښوونې او روزنې سکتور فعالیت پيل کړ. په میلیونونو افغانانو -- په ځانګړې توګه نجونې چې له زده کړو څخه محرومې شوې وې -- د ښوونې او روزنې د ترلاسه کولو حق بېرته ترلاسه کړ.»

نزهت زیاته کړه، «د افغانستان د تېرو ۱۹ کالونو لاسته راوړنې د هېواد په تاریخ کې جوړه نه لري. تر ۱۳۸۰ پورې موږ شاوخوا ۱ میلیون زده کوونکي لرل، خو اوس د زده کوونکیو شمېر له ۷ میلیونو څخه ډېر دی چې ۳ میلیونه یې نجونې دي.»

له ۱۳۸۱ څخه مخکې، ښځو اجازه نه لرله چې کار وکړي او تر دې چې د حکومت له خوا د نجونو د ټولو ښوونځیو له بندولو څخه وروسته حتی ښځینه ښوونکیو خپلې دندې له لاسه ورکړې.

نزهت وویل، «خو له نېکه مرغه چې اوس له ۷۱ زره څخه ډېرې ښوونکې د ښوونې او روزنې په سکتور کې تدریس کوي. تر ۱۳۸۰ پورې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۰۰۰ ښوونځي وو، خو اوس د هېواد په بېلابېلو برخو کې د فعالو ښوونځیو شمېر له ۱۶۰۰۰ څخه زیات دی چې ۳۰۰۰ یې د نجونو دي.»

هغې وویل، «د ښوونې او روزنې په کیفیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی. نصاب نویو معیارونو ته پورته شوی دی.‌ موږ مسلکي ښوونکي لرو،‌ او د ښوونې او روزنې د منسوبینو ظرفیت وده کړې ده.»

په کابل کې د دنیا پوهنتون استاد جاوېد سنګدل وویل، «له ۱۳۸۱ راوروسته د ښوونې او روزنې او د لوړو زده کړو په برخو کې یو انقلاب را منځته شوی دی.»

هغه وویل، «کیفیت او کمیت دواړو وده کړې ده ... چې ۸ میلیونه ماشومانو او تنکي ځوانانو ښوونې او روزنې ته لاسرسی موندلی.»

هغه وویل، «ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو په تېرو دو لسیزو کې د پام وړ وده کړې ده چې په ترڅ کې یې ۳۸ دولتي تحصیلي موسسات جوړ شوي دي. یواځې په ۱۳۹۸ کې، نږدې ۲۰۰ زره نارینه او ښځینه زده کوونکیو په دولتي موسساتو کې زده کړې کولې.»

سنګدل وویل، په عین موده کې، «۱۲۸ خصوصي تحصیلي موسسات هم جوړ شوي دي چې له ۲۰۰ زرو څخه ډېر زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.»

هغه زیاته کړه، «په تېرو دو لسیزو کې په سلګونو زره محصلین له پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان مسعود او حکمتیار ویجاړ کړ.

ځواب ورکړئ

هو، دا روښانه ده چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د هېواد د بېخبنا په سکتور کې ښه پرمختګونه شوي دي، خو له بده مرغه چې د نړۍ والو مرستو په مقایسه کافي نه دي.

ځواب ورکړئ

د تېرو دوه لسیزو پر وخت، مونږ یوازې د تعلیم او رسنیو په برخه کې پرمختګ کړی دی.‌ مونږ د فقر او لوږې د له منځه وړلو لپاره کوم جامع پلان نه درلود او نه یې لرو. مونږ د بېخبناوو په جوړولو کې ډېر پرمختګ نه دی کړی.‌ ځینې سرکونه چې پاخه شوي دا د بهرنیو عسکرو د کاروانونو لپاره پاخه شوي چې په اسانۍ پرې تېر شي او د طالبانو ماینونه یې ونه وهي.‌ مونږ اوس هم د برېښنا په برخه کې ستونزې لرو.‌ تر دې چې د افغانستان پلازمېنه کابل دوامداره برېښنا نه لري، په داسې حال کې چې برېښنا د ژوند له ډېرو عاجلو اړتیاوو څخه بلل کیږي.‌ مونږ ونه توانېدلو چې د کرنې او تولیداتو په سکتور کې پرمختګ وکړو. افغانستان یو زراعتي هېواد دی، خو افغانستان ته په میلیونونو ټنه غنم او وریژې له هندوستان، پاکستان او قزاقستان څخه راځي‌. مونږ له یو څو زره ټنه جڼغوزیو او مېوې څخه پرته نور صادرات نه لرو.‌ زمونږ د اساسي توکو ۹۹٪ راواردېږي. د خلکو د اقتصاد لپاره هېڅ نه دي شوي، حکومت د ښوونځي یوه معلم ته په میاشت کې سل ډالره تنخا ورکوي. کله چې یو معلم چې د یوې ټولنې اساس جوړوي په بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي، تاسو څنګه کولی شئ چې له هغه څخه د ښه خدمت تمه وکړئ؟‌ حکومت نشي کولی چې یوازې د هېواد په پلازمېنه کې د ښځو د ازادۍ په ښودلو سره خلک په دې قانع کړي چې هغوی لاسته راوړنې لري. د دې هېواد ښځې اوس هم شکنجه کیږي او زورول کیږي.‌ په ښځو باندې اوس هم د اربکیانو (محلي پولیسو) او جنګسالارانو له خوا جنسي تېری کیږي،‌ او وژل کیږي.‌ تاسو د کومو لاسته راوړنو په هکله خبره کوئ؟ تغیرات یوازې په پلازمېنه کې د خلکو په ژوند کې راغلي دي.‌ تر دې چې د ښځو ازادۍ هم یوازې د شتمنو خلکو لپاره دي.‌ غریبې افغانانې اوس هم تر ظلم لاندې ژوند کوي.‌

ځواب ورکړئ

زه د طالبانو ملاتړنه کوم ځکه هیڅکله می نه هیریږي چی دغو بدبختانو په خپلو ځانمرګو حملو کې څنګه بې ګناه افغانان ووژل لاکن خبره دا ده چې د طالبانو په وخت کی نړۍ والی ټولنی له افغانستان سره هیڅ مرسته نه کوله، نو ابادي به په څه شي شوې وه؟ په تیرو ۲۰ کالونو کی خو نړۍ والې ټولنې افغانستان ته په میلیاردونو ډالر راوړل خو که د ابادۍ کچې ته وکتل شي اوس هم ډېره کمه ابادي شوې ده. که سړی حقیقت ووایي یوازې د کابل له میدان نه تر ارګ پورې سرک جوړ شوی چې که څوک خارجیان راځي چې وګوري چې یره ابادي شوی ده نور خو پخپله هغه هوایي ډګر هم د نورو هیوادونو د هوایي ډګرونو په نسبت بیخي د کتلو نه دی. په سر یې ورته پاس د مشهور جنګسالار او د کابل ورانوونکي احمدشاه مسعود عکس هم لګولی دی. دغه کنډوالې چې د خرګاډي په عکس کې لیدل کیږي دا د میوند واټ خرابې دي او دا د مسعود او دوستم د قواوو په جنګ کې ویجاړې شوې وې چې اوسني فاسد نظام یوه ته د ملي قهرمان لقب ورکړې او بل ته د مارشال. د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې له افغانستان سره د مرسته شویو پیسو ۵۰٪ خارجیانو په یوه او بل شکل بېرته وېوړلې، ۳۰ الی ۴۰ ٪ یې د شمال ټلوالې او د کرزي جنګسالارانو ولوټلې او ایله ۲۰٪ د افغانستان په ابادې ولګېدلې نور خو که سړی له کابل ښار نه وځي حتی همدا د کابل په ولسوالیو کې مکتبونه تعمیرونه نه لري، لیرې ولایتونه خو پرېږده چې نه یې لري. لنډه دا چې که د ملي اردو، ملي پولیسو او امنیت سکتورونه ترې لیرې شي، افغانستان په وروستیو شلو کالونو کې یو کاملا فاسد، چټل، بې نظمه، غل، ... نظام لري.

ځواب ورکړئ

زه هم د دغه کس له نظر سره هم غږی یم. په تیرو دوه لسیزو کې افغانستان ته په میلارډونو ډالر راغلل خو له بده مرغه دغه پیسې د مافیا جیبونو ته ولاړې او افغانستان د پراختیا او اقصادي ودې لپاره هیڅ داسې کار و نشو. که دغه پیسې طالبانو ته ورکړل شوي وای او دوی دیحکومت دې حکومت په راس کې وای طالبانو به اوس افغانستان د احتیاج څخه خلاص کړي و ځکه طالبان اختلاس نه کوي او طالبان په نظام کې فساد نشته.

ځواب ورکړئ