https://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2019/11/11/feature-01
تکنالوژي |

له نارینه اتلانو څخه ستړې شوې افغانې کوډ جوړوونکې نجونې خپلې اتلانې جوړوي

ای اېف پي

په افغانستان کې د ښځینه کوډ جوړوونکو یو ټیم غواړي چې د ټکنالوجۍ د مهارتونو په زده کولو او د ګېمونو او اپلیکیشنونو په جوړولو سره د نجونو یوه نسل ته الهام ورکړي. [عارف کریمي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

هرات -- د هغې شهزادګۍ په څېر چې د افغان کوډ جوړوونکیو ښځو له خوا په جوړ شوي ویډیو ګیم کې د دېوانو په سر ټوپونه وهي او په شیطاني جادوګرانو باندې د تورو ګوزارونه کوي، په افغانستان کې دغه ټیم غواړي چې د نجونو یوه نسل ته الهام ورکړي او په دې لاره کې شته خنډونه له مخې لیرې کړي.

دا ځوانې ښځې په هرات کې د کوډ ټو انسپایر روزنیز پروګرام برخه دي چې له ښوونځي څخه وروسته زده کړه ترلاسه کوي، هلته هغوی د ټکنالوجۍ مهارتونه زده کوي او په افغانستان کې او بهر د نجونو د پوهولو لپاره لوبې یا ګېمونهاو اپلیکیشنونه جوړوي.

سږ کال د هغوی تر ټولو غټ بریالیتوب د «افغانه اتله نجلۍ» خپرول وو چې ۱۲ ځوانو ښځو د شپږو میاشتو په موده کې جوړ کړی دی. دا یو ټیلیفوني اپلیکیشن دی چې په کې یوه شهزادګۍ چې زرغون ټیکری یې په سر دی د یوې ورانې کلا خواوشا ته ټوپونه وهي چې یوه جادوګر ته ماتې ورکړي او خپله کورنۍ وژغوري.

image

افغان زده کوونکې د وږي په ۱۳مه په هرات کې د کوډونو د زده کړې په یوه درسي ساعت کې برخه اخلي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

image

افغان زده کوونکې د وږي په ۱۳مه په هرات کې د کوډونو د زده کړې په یوه درسي ساعت کې برخه اخلي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د کمپیوټر ساینس یوې استادې او پخوانۍ کډوالې چې په ۱۳۹۴ کې یې کوډ ټو انسپایر یا د الهام ورکولو لپاره کوډ جوړ کړی دی، وویل، زده کوونکې د لوبو یا ګیمونو په صنعت کې د ښځو د استازیتوب د نشتوالي له امله سختې خفه وې او په دې ستړې وې چې «داسې لوبې یې کولې چې غټ اتلان په کې سړي وو.»

فروغ چې اوس په نیویارک کې ده، له ای اېف پي سره د ایمیلونو په تبادله کې وویل، دغه لوبه «هغه ننګونې او خنډونه چې ښځې په کې هره ورځ په افغانستان کې مخامخ دي او له ټولو عکس العملونو سره سره هغوی مبارزې او پرمختګ ته دوام ورکوي» ښیي.

په داسې یوه هېواد کې چې هلته نجونې اکثر وختونه یوازې محدود تعلیمي فرصتونه لري، انټرنټ ته لاسرسی ټکنی دی او ښځې په هر موړ کې له سخت او ژور توپیري چلند سره مخامخ دي، فروغ د ټکنالوجۍ مهارتونه داسې بولي چې تغیر رامنځته کوونکی قوت لري.

هغه هم د ډېرو نورو افغانانو په څېر قدرت ته د طالبانو راستنېدلو ته وارخطا ده. طالبانو په ۱۳۷۰مو کلونو کې د خپلې محدودوونکې واکمنۍ پر وخت ښځې له کار کولو یا له کورونو څخه بهر وتلو څخه منع کړې وې.

هغې وویل، «کله چې تاسو کوډ‌ جوړونه زده کړئ، تاسو کولی شئ چې د انټرنټ په لرلو سره په داسې حال کې چې په خپل کور کې په امن سره ناست یئ له لیرې آنلاین کار وکړئ.»

هغې وویل، «هغه کار چې مونږ یې کوو... د برابري، حمایه کولو او بدلون په رابطه دی څو دا ځوانې مېرمنې وکولی شي چې خپلو ټولنو ته ګټه ور ورسوي او د خپل ټولنیز، سیاسي او اقتصادي برابري لپاره مبارزه وکړي.»

د ټکنالوجۍ له لارې خنډونه له منځه وړل

نژدې دوه لسیزې پخوا د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو راهیسې د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې شوي دي، خو ننګونې لا هم شته ځکه چې یاغیان ډېر وختونه د نجونو په ښوونځیو باندې بریدونه او ښځینه زده کوونکیو ته ګواښونه کوي.

یونیسېف وویل، د افغانستان د جنګ په نتیجه کې د ۲۰۱۸ تر پایه پورې له ۱۰۰۰ څخه ډېر ښوونځي بند شوي چې خواوشا ۵۰۰۰۰۰ ماشومان د زده کړو له حقونو څخه بې برخې شوي دي. په دې کې یو ناوړه شمېر -- خواوشا ۶۰٪ -- نجونې دي.‌

فروغ وویل، «که داسې ناوړه پېښه وشي او طالبان د کار په ځای کې د ښځو حضور محدود کړي، ټکنالوجي داسې یو مهارت دی چې کولی شي هغوی د کور له دروازو څخه بهر وباسي.»

ګېمونه او اپلیکېشنونه دواړه تعلیمي او ساعت تېروونکي اړخونه لري. په ځینو کې د کوډ جوړوونکيو خاطرې شاملې وي او نور بیا د حقیقي کیسو په اساس جوړ شوي وي.‌

د مثال په توګه، «د اپین پر ضد جګړه» ګېم کې، عسکر په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کرنې په یوه ماموریت توظیف کیږي. هغه د یوې کوډ جوړوونکې د ورور د حقیقي کیسې په اساس وو چې هلته توظیف شوی وو.‌

د کوډ ټو انسپایر زده کوونکې نسرین وحیدي ای اېف پي ته وویل، «د یوې ګېم او اپلیکېشن جوړوونکې په توګه زما اصلي هدف دا دی چې د نجونو لپاره هومره تعلیمي ګېمونه جوړ کړم څومره چې ممکن وي.»

«مونږ غواړو چې نجونې د ګېمونو له لارې ژر زده کړه وکړي او علم ترلاسه کړي.»

یوه بله لوبه د دې په ښودلو سره چې هر ولایت چېرې واقع دی، افغان ماشومانو ته د خپل هېواد جغرافیه ورپېژني.

تر اوسه پورې، کوډ ټو انسپایر له ۱۵۰ څخه ډېرو زده کوونکیو ته ورښودلي چې څنګه کوډونه، ګېمونه، اپلیکېشنونه او وېب سایټونه جوړ کړي.

فروغ وویل، «هغوی به د جغرافیوي سرحدونو له پام کې نیولو څخه پرته د نړۍ یو ډیجیټل تبعه وګرځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
0
نه
1 تبصره
د تبصرو تګلاره
Captcha

ډیر ښه. دا علم او مهارتونه باید یوازې هرات پوری محدود نشي. دا باید د افغانستان نورو برخو ته هم خپاره شي. په علمي برخه کی د پښتنو سیمی هم د طالبانو د جګړو له امله د نورو په نسبت وروسته پاتی دي او هم حکومت ورته د نورو سیمو په نسبت کمه توجه کوي. نړۍ والې بهرنۍ موسسی خو هسی هم اقلیتونو ته اولویت ورکوي او پښتانه له پامه غورځوي.
تل دی وي افغانستان
روښانه دی وي د علم څراغ او لوړ دی وي د سولی بیرغ

ځواب ورکړئ