اقتصاد

ډیجیټلي پیسې چې محبوبیت یې په ډېرېدلو دی، د ځینو پوهو افغانانو لپاره د ژغورنې لاره برابروي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د ۱۴۰۰ د زمري له ۲۵مې راهیسې، د افغانستان اقتصاد تقریبا سقوط کړی او هېواد په بهر کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت شتمنیو د کنګل کېدلو له امله له یوه ناورین سره مخامخ شوی دی، خو ډیجیټلي اسعار چې د خپل غیرمتمرکز جوړښت له کبله نړۍ وال بندیزونه پرې اغېز نه کوي، یو شمېر ځوان افغانانو ته اجازه ورکړې ترڅو د ناورین د بدترین حالت مخه ونیسي. په هرات ولایت کې د کوډ ټو انسپایر غیرحکومتي امریکایي موسسې له برکته، سل تنه زده کوونکي له وږي میاشتې راهیسې په میاشت کې شاوخوا ۲۰۰ ډالر په کرپتو کرنسي کې ترلاسه کوي. [عارف کریمي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

هرات -- د افغانستان په لوېدیځه برخه کې د بازار په منځ کې ارزو کریمي خپل ځیرک تلفون راباسي او څو ځلې د سکرین له کیکاګلو څخه وروسته یوه اندازه کرپتو کرنسي یا ډیجیټلي پیسې په یو بنډل نغدو پیسو باندې اړوي.‌

اکرمي چې ۱۹ کاله عمر لري په هرات کې د هغو ۱۰۰ محصلینو له ډلې څخه ده چې د یوې امریکایي غیرحکومتي موسسې (کوډ ټو انسپایر) له برکته د میاشتې شاوخوا ۲۰۰ ډالر د کرپتو کرنسي په بڼه ترلاسه کوي.

هغه له دغو پيسو څخه چې په یوه صرافۍ کې یې په افغانیو باندې اړوي، د کرایې د تادیه کولو او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لپاره د خوړو په برابرولو کې کار اخلي.

د تېرو اوو میاشتو په ترڅ کې، د افغانستان اقتصاد تقریبا سقوط کړی او هېواد په بهر کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت شتمنیو د کنګل کېدلو له امله له یوه ناورین سره مخامخ شوی دی.‌

افغان صرافان د سلواغې په ۲۶مه هرات کې په خپل دفتر کې کار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان صرافان د سلواغې په ۲۶مه هرات کې په خپل دفتر کې کار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د پوهنتون یوه محصله ارزو اکرمي (ښۍ) د سلواغې په ۲۶مه په هرات کې د صرافۍ په یوه دوکان کې کرپتوکرنسي په نغدو پیسو اړوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د پوهنتون یوه محصله ارزو اکرمي (ښۍ) د سلواغې په ۲۶مه په هرات کې د صرافۍ په یوه دوکان کې کرپتوکرنسي په نغدو پیسو اړوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د پوهنتون محصله ارزو اکرمي د سلواغې په ۲۶مه په نغدو پيسو د خپلو ډیجیټلي پیسو له اړولو څخه وروسته په هرات کې په یوه مارکېټ کې سودا اخلي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د پوهنتون محصله ارزو اکرمي د سلواغې په ۲۶مه په نغدو پيسو د خپلو ډیجیټلي پیسو له اړولو څخه وروسته په هرات کې په یوه مارکېټ کې سودا اخلي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خو ډیجیټل اسعار د خپل غیرمتمرکز جوړښت له امله چې نړۍ وال بندیزونه پرې اغېز نه کوي، یو شمیر ځوان افغانانو ته اجازه ورکوي ترڅو د ناورین د بدترین حالت مخه ونیسي.

اکرمي وویل،‌ «زما لپاره ډېره حیرانوونکې وه چې پوه شوم چې له دې نه په افغانستان کې هم استفاده کېدلی شي. دا ډېره ګټوره ده.‌»

کوډ ټو انسپایر د دې لپاره جوړه شوې وه ترڅو په هرات کې ښځو او نجونو ته د کمپیوټر پروګرام جوړونه تدریس کړي، خو د هغه د های ټېک قاعده اوس له زده کوونکیو سره مرسته کوي چې په دغه له اقتصادي پلوه محروم هېواد کې پیسې ترلاسه کړي.

دا وخت افغانستان ته د بانک له لارې انتقالات تقریبا ناشوني دي.‌

خو ان هغه چې په بانکونو کې پيسې لري هم له ستونزو سره مخامخ دي. انفرادي اشخاص يواځي په اونۍ کې د ۲۰۰ ډالرو معادل او شرکتونه ۲۰۰۰ ډالر ایستی شي.‌

د همدغو بانکي معاملو لپاره هم مشتریان مجبور دي چې په کتار کې ساعتونه انتظار وباسي.‌

د دغې غیرحکومتي موسسې بنسټګرې فرشتې فروغ وویل، د کرپتو کرنسۍ انتقالاتو یادې موسسې ته فرصت ورکړی ترڅو له دغو خنډونو څخه تېره شي او په ورته وخت کې دا ډاډمنوي چې هره شوې مرسته مستحقو کسانو ته ورسیږي.‌

فرشته چې امریکایي تابعیت لري او مور او پلار یې په ۱۳۶۰مو کالونو کې له افغانستان څخه وتلي وو، وویل، «کرپتو داسې یوه حیرانوونکې لاره ده چې کولی شي له هر ډول سیاسي او اقتصادي بندیزونو څخه تېره شي او همدارنګه داسې یوه وسیله ده چې کولی شي په یوه مستبد رژیم کې د اوسېدونکیو خلکو په ژوند کې تغیر راولي.»

د ترلاسه کوونکیو زده کوونکیو د مالي امنیت د تضمین لپاره، دغه غیرحکومتي موسسه په بیټکواین کې، چې ډېره مشهوره او پېژندل شوې کرپتو کرنسي ده خو قېمت یې په متواتره توګه ډیر تغیر کوي، له تادیاتو څخه ډډه کوي.

پرځای یې، هغه BUSD ته چې یوه «ثابته سکه/stablecoin» بلل کیږي او د ډالرو پشتوانه لري، ترجیح ورکوي.‌

فروغ وویل، «له یوې BUSD څخه ۱ ډالر جوړیږي.»

د کرپتو پیسو صرافان

د حمیدالله تیموري‌ په نامه یوه صراف وویل،‌ له دغه بشري نوښت نه بغیر هم کرپتو کرنسۍ یا ډیجیټلي پیسې په هرات کې نور مینه وال هم جلبوي.‌

هغه وایي چې د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې ډېر نوي مشتریان ورغلي، چې ډېر یې په منظم ډول ورځي او هغه کرپتو اسعار بدلوي چې خپلوانو له بهر څخه افغانانو ته ورلېږلي وي.

هغه وویل، له افغانستان څخه او دغه هېواد ته د کرپتو اسعارو انتقالات د تېر زمري له میاشتې راهیسې ۸۰٪ زیات شوي دي.‌

انتقالات فوري او لګښتونه یې د هغو معاملو د لګښتونو په پرتله ډېر کم دي چې د وېسټرن یونین یا حوالې له لارې (چې افغانان یې معمولا د پیسو د انتقال لپاره غوره لاره بولي) کېږي.‌

په کابل کې، د شرایطو جبر له نور احمد حیدر څخه د کرپتو یا ډیجیټلي اسعارو صراف جوړ کړ.‌

د دغه ځوان سړي چې د ۱۳۹۹ په وروستیو کې یې متحدو ایالاتو، برتانیا،‌ استرالیا او کاناډا ته د زعفرانو صادرول پیل کړل، اوس یې ۹۰٪ آرډرونه په بیټ کواین تادیه کیږي.

هغه وویل، «زه هڅه کوم چې د بانکي انتقالاتو له جنجالي پروسې څخه ځان وساتم.»

نوموړي وویل،‌ «له زمري میاشتې راهیسې، دا یواځینۍ موجوده د حل لاره ده چې زما لپاره هم اسانه ده.»

په افغانستان کې د ډیجیټلي پیسو زیاتېدونکي محبوبیت د چینانلایسیس د ۲۰۲۱ د کرپتوکرنسۍ د کارولو په نړۍ وال شاخص کې یاد کړ، چې دا هېواد یې «د خلکو له خوا د استعمال» له پلوه د ۱۵۴ هېوادونو له جملې څخه په ۲۰م ځای کې راغای.

د یادې کمپنۍ د تحقیقاتو رییسې کیم ګراور وویل، «موږ په داسې حالت کې یو چې ډېرې داسې حل لارې شته چې تاسو ته اجازه درکوي څو د خپل موبایل تلفون له لارې کرپتو کرنسۍ معامله کړئ او ډېر خلک پوهېږي چې هغه څنګه کار کوي.»

هغې وویل، بیا هم په داسې حال کې چې حرکت وده کوي، لاکن د تبادلې حجم ډېر کم دی،‌ او همداسې به پاتې شي ځکه چې انټرنټ ته لاسرسی کم او په افغانستان کې بې سوادي ډېره ده.

حاضر دی چې خطرونه پرغاړه واخلي

خو د هغو کسانو لپاره چې کولی شي په دغې نړۍ کې پانګونه وکړي، کرپتو کرنسۍ ورته د حیاتي رګ بڼه لري.

روح الامین حق شناس له خپلو زده کړو سره سره، له هرات څخه له هندوستان مېشتې رسنۍ سره چې د نویو ټکنالوجیو په برخه کې کار کوي،‌ لیکل کوي.‌

د تېرو اوو میاشتو په ترڅ کې د هغه تنخوا په بشپړ ډول په سټېبل کواینز کې ورکول شوې ده او دغه کار هغه ته فرصت ورکړی چې د چټک انفلاسیون او د افغانۍ د لوېدلو پر وړاندې ډیر متضرر نشي.‌

دغه ۲۲ کلن زده کوونکي چې اوس د خپل ډاکتر پلار په پرتله ډېرې پیسې ګټي، وویل،‌ «سټېبل کواینز د پیسو د ارزښت د له لاسه ورکولو پر ضد ښه مصؤنیت ورکوي.»

دغه راز،‌ د وټس آپ د یوه ۱۳۰۰۰ کسیز ګروپ د مشورې له برکته، دا ځوان هڅه کوي چې د ځینو بې ثباتو ډیجیټلي پیسو په هکله اټکل وکړي.‌

یوې بلې زده کوونکې پریسا رحمتي د سلواغې په میاشت کې د ایتیریم (Ethereum) او اواکس (Avax) په څېر غیرمتمرکزو اسعارو د راکړې ورکړې له لارې ۶۰۰ ډالر وګټل او دغه باد راوړې پیسې یې له خپلې بې کاره کونډې مور سره شریکې کړې.‌

دغې ۲۲ کلنې زده کوونکې وویل،‌ «تاسو باید دې ته چمتو اوسئ چې خطر پر غاړه واخلئ. د کرپتو یا ډیجیټلي پیسو کار ۵۰/۵۰ دی... کېدی شي چې ستاسو پیسې دوه برابره شي یا کېدی شي چې صفر ته ښکته شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د یو راپور له مخې پاکستان تېر کال (2021) نږدې 604.5 میلیون ډالره چې 98 میلیارده پاکستانۍ کلداري کیږي له کرپټوکرنسۍ مارکیټ څخه ګټه ترلاسه کړي ده. په افغانستان کې هم د کرپټوکرنسۍ مارکیټ د پام وړ پرمختګ کړی دی؛ زما ډیرو ملګرو په یاد مارکیټ کې سرمایه ګذاري کړې او ښه ګټه یې هم کړي ده. دا چې فعلاً د کرپټو مارکیټ نرخونه غورځیدلي نو ملګرو ته مشوره داده چې هیڅ کواین/ټوکن خرڅ نکړي؛ تر یوې مودې دې وساتي، تېر ته په کتو نرخونه هم حتماً لوړېږي. او هغو ملګرو ته چې تازه بیکاره شوي دي؛ مشوره داده چې په یاد مارکیټ کې د سرمایه ګذارۍ لپاره همدا اوس ښه وخت دی. ځینې ملګري وینم چې اومیګاپرو کې یې پانګونه کړي؛ ما د اومیګاپرو په اړه ډیر ولوستل، هیڅ څوک مې و نه موند چې پیسې یې پکې ورکې کړي وي. مطلب دا چې د کرپټو مارکیټ یو څه مغلق او له خطر ډک دی، هغوی ته چې په دې برخه کې تجربه نلري، له پانګونې وړاندې باید ځان پوی کړي. او که څوک غواړی چې Passive Income ولري نو اومیګاپرو ورته یو غوره فرصت دی. نوټ: اومیګاپرو کې ما پخپله پانګونه نده کړي خو کرپټوکرنسۍ کې له تیرو دوه کلونو راهیسې لګیا یم. ښه باوري او د اعتماد وړ مارکیټ دی او باید ووایم چې اومیګاپرو کې له پانګونې وړاندې ښه ځانونه پوی کړئ؛ ما تر اوسه کوم کیس و نه لیده چې خلکو سره دې فراډ شوی وي. په احترام اسد مبارز

ځواب ورکړئ

له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د امریکا بندیزونو، بانکونو کې د پیسو کمښت، د بهرنیو مرستو بندیدو او د نغدو پیسو لېږد د افغانستان اقتصادي نظام اغېزمن کړی. خلک د ژوند له هر ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په همدې شرایطو کې ځیني خلکو بېټکوین یا ډیجیټلي پیسو ته د حل لارې په توګه مخه کړې ده. د کرېپټو اسعارو پلویان وايي، ډیجیټلي پیسې د "راتلونکې پیسې" دي او پر بانکونو د خلکو تکیه راکموي. خلک له بانکونو د خپلو پیسو ایستلو ته په کتارونو کې ولاړ وي، نو دا یې ښه بدیل دی چې تش لاس کور ته ستانه نه شي او په خپل مبایل کې خپل کارونه مخ ته یوسي. د 'چاین الایزیس' ډیجیټلي شرکت د موندنو له مخې افغانستان تېر کال د نړۍ د ۱۵۴ هېوادونو په منځ کې چې دیجیټلي پېسې پکې کارېږي، شلم ځای خپل کړی و. خو تر هغې یوازې یو کال مخکې په ۲۰۲۰ کال کې دغه شرکت په افغانستان کې د ډیجیټل اسعارو موجودیت کم اټکل کړی او ان د افغانستان نوم له دې ډلبندۍ اېستلی و. خو ښه نقطه په کې داده چې د سنجر افغان په نوم په خټه افغان امریکايي په ۲۰۱۹ کال کې یې د 'حساب پې' اپلیکېشن جوړ کړی. دا اپلیکېشن له افغانانو سره د کرېپټو اسعارو د کارولو لپاره د پیسو لېږد کې مرسته کوي. هغه وايي په افغانستان کې د "ګرېپټو انقلاب" د طالبانو او حقاني ډلې پر ضد د امریکا د بندیزونو پایله ده چې اوس په واک کې دي. خو دا د خوشحالۍ خبره ده چې افغانستان کې دغه ډول سیستم په فعالیت کار پیل کړی او خلک ترې استفاده کوي. نور سازمانونه او مؤسساتو ته هم په کار ده چې په دې وخت کې په افغانستان کې فعالیتونه پیل کړي.

ځواب ورکړئ

دا د خوشحالۍ خبره ده چې افغانستان ته دغه ډول سیستم رسېدلی دی. نورې موسسې او بانکونه هم باید په افغانستان کې د کرپتو کرنسي په رایجولو کې مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ