تروريزم

داعش او القاعده د هغوی د مجازي پیسو د حسابونو له تر ټولو لویې مصادرې څخه وروسته لاس او پښه شوِي

سلام ټایمز

داعش له دغه وېب سایټ څخه، د مشتریانو په غولولو سره چې فکر وکړي چې هغوی د کووېډ - ۱۹ پر ضد د خوندیتابه لپاره د حکومت له خوا تایید شوي ماسکونه اخلي، داسې استفاده کوله چې د خپلو ترهګریزو عملیاتو لپاره یې پیسې راټولولې. [آرشیف]

داعش له دغه وېب سایټ څخه، د مشتریانو په غولولو سره چې فکر وکړي چې هغوی د کووېډ - ۱۹ پر ضد د خوندیتابه لپاره د حکومت له خوا تایید شوي ماسکونه اخلي، داسې استفاده کوله چې د خپلو ترهګریزو عملیاتو لپاره یې پیسې راټولولې. [آرشیف]

واشنګټن -- د القاعدې او داعش عملیاتو تېره اونۍ وروسته له هغه یوه ستره ضربه وخوړه چې امریکایي مقاماتو ترهګرو پورې د تړلیو مجازي پیسو یا کرپتو کرنسي تر ټولو ډېر حسابونه مصادره کړل.‌

د ترهګرو د تمویل دغه کمپاینونه ټول، د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د مجازي پیسو د ترلاسه کېدونکیو مرستو د غوښتلو په شمول، د عصري سایبري وسیلو پر مټ ترسره کېدل.‌

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د زمري په ۲۳مه په یوه اعلامیه کې وویل، امریکایي مقاماتو له ۳۰۰ کرپتوکرنسي حسابونو، څلورو وېب سایټونو، او څلورو د فیسبوک پاڼو څخه چې ټول دغه جنایتکار بنسټ‌ پورې تړلي وو، په میلیونونو ډالر ضبط کړل.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال ویلیام پ. بار وویل، «هیڅوک هم باید په دې حیران نشي چې زموږ دښمنان له عصري تکنالوجۍ، ټولنیزو رسنیو او کرپتو کرنسي یا مجازي پيسو څخه کار اخلي چې خپلو شیطاني او د تاوتریخوالي د اجنداوو ترسره کولو ته لاره هواره کړي.»

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سټیون ټ. منوچېن وویل، «ترهګرو شبکو ټکنالوجي داسې جوړه کړې چې د کرپتو کرنسيو له لارې په ګډون، په ډیجیټل نړۍ کې پېچلي مالي معاملات ترسره کوي. د نن ورځې کړنې ښیي چې موږ دې ته ژمن یو چې له مضرو فعالانو څخه د هغوی د عملونو حساب واخلو.»

د داعش کمپاین

د داعش له خوا د تمویل پلان د داعش د یوه تسهیلونکي مورات کاکر د هڅو په محور څرخېده. هغه د داعش له خوا د هک کولو د مشخصو عملیاتو مدیریت مسؤل وو چې د facemaskcenter.com (چې اوس مصادره شوی دی) له لارې یې جعلي د ځاني خوندیتابه تجهیزات خرڅول. داسې ښودل کېدله چې دغه جعلي د ځاني خوندیتابه تجهیزات د نوي کروناوایرس پر ضد خوندیتوب برابروي.‌

دغه وېب سایټ ادعا کوله چې په ډیره اندازه د حکومت له خوا تایید شوي اېن ۹۵ ریسپیریټر ماسکونه د خرڅلاو لپاره لري. د سایټ مدیرانو ادعا کوله چې د اېن - ۹۵ ماسکونو او د ځاني خوندیتوب د نورو تجهیزاتو د پېرودلو په ګډون، دغه توکي په ګرده نړۍ کې په روغتونونو، د زړو خلکو په پالنځیو او د اطفایې د ادارو په مشتریانو باندې خرڅوي.

مقاماتو د کاکر وېب سایټ او همدارنګه څلور اړوندې د فیسبوک پاڼې چې د دغه پلان د تسهیل لپاره ترې کار اخیستل کېده، بند کړل.‌

د القاعدې کمپاین

القاعدې او اړوندو ترهګرو ډلو، چې تر ډېره له سوریې څخه بهر مېشتې دي، د تیلیګرام د چینلونو او د ټولنیزو رسنیو د نورو سایټونو په کارولو سره د بیټ کاین له لارې د پیسو د غیر قانوني لیږد یوه شبکه چلوله. دغو ډلو د خپلو ترهګریزو موخو د پرمخ بوولو لپاره د کرپتوکرنسي مرستو غوښتنه کوله. په ځینې حالاتو کې، اصلا هغه وخت چې هغوی د ترهګریز تاوتریخوالي د ترسره کولو لپاره په څرګنده او ښکاره پیسې غوښتلې، هغوی ادعا کوله چې خیریه کارونه کوي.‌

پټو مخبرانو د سوریې ریماینډر په نامه د یوې خیریه ادارې له مدیر سره چې غوښتتل یې د بیټ کاین مرستو له لارې ترهګري تمویل کړي، اړیکه ونیوله. مدیر وویل هغه هیله لري چې متحده ایالات وران شی، له ځمکې څخه هوا ته د وارېدونکیو میزایلو د تمویل د قېمت په هکله یې خبرې اترې وکړې، او په متحده ایالاتو کې د یوه «جهاد» له ترسره کولو څخه د ممکنه جنایي عواقبو په هکله یې خبرداری ورکړ.

القاعدې او اړوندو ترهګرو ډلو په ګډه دغه پوستونه وکړل او له پېچلیو مبهمو تخنیکونو څخه یې په کې استفاده وکړه چې د خپلو فعالیتونو د پټ ساتلو لپاره خپلې معاملې پټې کړي چې د قانون پلي کونکو له خوا کشف شوې.

امریکایي مقاماتو دغه ترهګریز کمپاین پورې تړلي د مجازي پیسو ۱۵۵ شتمنۍ بندې کړې.

امریکایي مقاماتو د خپلو دغو اقداماتو په لړ کې د حماس د نظامي څانګې القسم فرقې عملیات هم ګډوډ کړل. د هغوی وېب سایټونو په دې هکله ویډیويي لارښوونې وړاندې کولې چې څنګه په پټه مرستې وکړي. هغوی د هر ځانګړي مرسته کوونکي لپاره د بیټ کاین یو جلا ادرس استعمالاوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو ډېر ښه کار شوی دی. که د داعش په څېر ترهګرو ډلو مالي منابع وچ شي، دغه ډلې به ونشي کولی چې نور جنګ ته دوام ورکړي. داعش په نړۍ کې له مختلفو لارو څخه پیسې ترلاسه کوي. تېر کال، د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د داعشیانو یو ډېر خطرناک ګروپ چې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې یې تجارت کاوه، ونیو. هغوی په ګلبهار شاپېنګ مارکېټ کې د ښځو د لباسونو یو دوکان چلاوه او له دې لارې یې په کال کې په سلګونو زره ډالر ترلاسه کول. له دغه سوداګریز مرکز څخه نیول شویو کسانو اعتراف وکړ چې هغوی د کابل په بېلابېلو برخو او نورو ولایتونو کې د صرافۍ خدمتونه، د لباسونو خرڅون، د بوټانو خرڅون او نور تجارتونه کول. په دغه ګروپ کې د کابل پوهنتون محصلان هم شامل وو.‌

ځواب ورکړئ